Jump to content

باميان ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د باميان ولايت نه مخ گرځېدلی)
باميان ولايت
اړوند
ژبې
پارسي (دري
او هزاره گي گړدود)
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۴۹۵٬۵۵۷[۱] — ۴۹۲٬۴۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱۴٬۱۷۵ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۴۵′شمال ۶۷°۱۵′ختیځ / 34.75°شمال 67.25°ختيځ / 34.75; 67.25 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map
د بودا پژۍ

د باميان ولايت د افغانستان له مركزي ولاياتو څخه دى، چي پلازمینه یې د بامیانو ښار دی. ددې ولایت مساحت ۱۸۰۲۹,۲ کیلومتره مربع دی او د وگړو شمېر يې په ۲۰۲۱ کال کي ۴۹۵۵۵۷ تنه اټکل سوی دی.[۲] باميان په مرکزي افغانستان کي یو له سترو تاریخي او لرغونو سیمو څخه ګڼل کیږي، چي د هیواد دوه مشهوره تاریخي اثار (د بودا پژي) هم پکښي شتون لري.

جغرافيايي موقعیت

بامیان ولایت د افغانستان له پلازمیني کابل څخه په ۱۷۵ کیلومتره فاصله کي د ۶۷ درجو، ۲۹ دقیقو او ۴۱ ثانیو په ختیځ اوږدوالي او ۳۴ درجو، ۳۳ دقیقو او ۲۲ ثانیو شمالي عرض کي قرار لري. دا ولایت د بامیان سیند له کرښي څخه 2,500 متره او د سمندر له سطحي څخه 2,900 متره لوړ دی. له جغرافیایي اړخه بامیان ولایت د ورېښمو د لرغوني لاري په زړه کي راځي، چیري چي یو وخت د چین سوداګري له اروپا او مدیترانې سمندر له پراخي سیمي سره نښتې وه.

رسنۍ

اقتصاد

تاریخ

د بامیان نوم په لمړي ځل د ۴ او ۷ زیږدیزو پیړیو ترمنځ د چینایي سیاح (Xuanzang) له لیکنو څخه جوت سوی دی. د تاریخونو پر بنست نوموړی په ۶۳۰ زیږدیز کال کي هندوستان ته د تګ پر مهال په بامیان کي ۱۵ ورځي تیري کړې، او پخپلو لیکنو کي یې ددې ځای د خلکو او بودایي مذهب په هکله نړۍ ته معلومات وړاندي کړه. نوموړي ادعا وکړه چي د بامیانو واکمني په هغه زمانه کي د زراعت او مالدارۍ پر اساس یوه غني سیمه وه، چي خلکو یې په غارونو او سمڅو ډوله کورونو کي ژوند کاوه.

د چینایي سیاح تر پورتني سفر وروسته په اتمه زیږدیزه پېړۍ کي کله چي د افغانستان بېلابیلي سیمي د اسلامي واکمنۍ تر چتر لاندي راغلې، د کوریا یو راهب بامیان ته سفر وکړ او پخپلو معلوماتو کي یې وړاندوینه وکړه چي ددغه ځای خلک لاهم له اسلامي نړۍ او مسلمانانو څخه خپلواک او د بودایي دین منونکي وه.

په نهمه زیږدیزه پېړۍ کي د افغانستان صفاري واکمنۍ بامیان ولایت په رسمي توګه د اسلامي نړۍ برخه وګرځول او دلته یې شته پژي اکثره لمنځه یووړه.[۳]

ژبي

د بامیان ولایت عمومي ژبه دري ده چي د خلکو له لوري په هزاره ګي لهجه باندي ویل کیږي، ورپسې دویمه ژبه چي لږ خلک ورباندي خبري کوي پښتو ده.

اداري وېش او ډلبندي

د بامیانو ولایت د اوسني جوړښت پر بنسټ شپږ ولسوالۍ او یوه پلازمینه لري، چي په لاندي ډول دي:

  1. باميان ولسوالۍ (د ولایت پلازمینه او مرکز)
  2. شېبر ولسوالۍ
  3. يکاولنگ ولسوالۍ
  4. سيغان ولسوالۍ
  5. پنجاب ولسوالۍ
  6. ورس ولسوالۍ
  7. کهمرد ولسوالۍ






  1. "د هېواد د وګـړو اټکل ۱۳۹٩". June 2020.
  2. "آرشیف کاپي". {{cite web}}: |access-date= requires |url= (help); External link in |خونديځ تړی= (help); Missing or empty |url= (help); Unknown parameter |نښلېدنه= ignored (help)ساتل CS1: url-status (link)
  3. https://visit-bamyan.com/about-bamyan/