Jump to content

بادغيس ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د بادغيس ولايت نه مخ گرځېدلی)
بادغيس ولايت
اړوند
ژبې
پلازمېنه
عامه معلومات
عمومي معلومات
وګړو شمېر
۵۴۹٬۵۸۳[۱] — ۵۰۰٬۰۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۲۰٬۵۹۱ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۳۵°۰۰′شمال ۶۳°۴۵′ختیځ / 35°شمال 63.75°ختيځ / 35; 63.75 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د بادغيس ولايت د افغانستان په شمال لوېديځ کې پروت یو ولايت دی، چې د مرغاب او هريرو سیندونو ترمنځ موقعيت لري. بادغيس د بادخېز په معنى هم راغلى دى، ځکه بادونه پکښې زيات چلېږي او له همدې کبله یاد نوم ورکړل شوى دى. د بادغیس ولایت مرکز د قلعه نو په نوم سره یادیږی. ددې ولایت لویدیځ ته هرات ولایت، ختیځ ته فاریاب ولایت، شمال ته ترکمنستان او سوېل ته یې د غور ولایت موقعیت لری. بادغیس ولایت ۲۰۵۹۱ کیلومتره مربع مساحت او شپږ ولسوالۍ لري.

نوم ایښودنه

د بادغیس لرغونۍ نوم (Vāitigaēsa/وایتیگَئیسه) وو چي په ځمکه کي یې د دوولسم رامنځته کېدونکي غر معنا ورکول. د لرغوني اریانا ( افغانستان ) په اوستا متنونو کي دغه نوم د وادګس یا وادغس په نامه یاد سوی دی چي وروسته یې اوسنۍ بادغیس بڼه خپله کړې ده.

ځمکپوهنه

بادغیس ولایت شپږ ولسوالۍ او شاوخوا 1182 کلي لري. ددې ولایت 69% ځمکه په غرونو او غونډیو پوښل سوې ده او پاته 31% یې هواره او نیمه هواره ده، همدارنګه د ولایت لوی شمېر نفوس له مرکز دباندي په کلیو او ولسوالیو کي اوسیږي او خپلي اقتصادي اړتیاوي له زراعت څخه پوره کوي.

تاریخ

د لرغوني اریانا (افغانستان) په تاریخونو کي بادغیس هغه مهال ځانګړی نوم خپل کړ کله چي د پارس یو شمېر یرغلګرو واکمنیو لکه ساسانیانو او نورو دغه ځای لاندي کړ. د اسلام د مبارک دین تر راتګ مخکي یاده سیمه د افغانستان د نورو سیمو په څېر کله یو ځانګړې او خپلواکه او کله د یرغلګرو په واک کي پاته کېدل.

په اوومه زیږدیزه پېړۍ کي د اسلام د لمر راختلو سره د عراق او پارس ځمکي یوپه بل پسې د مسلمانانو تر واک لاندي راغلې او بادغیس له راشده خلافت رانیولې بیا تر اموي خلافت پوري د اسلامي لښکرو په وړاندي سخت مقاومت وکړ چي مشري یې د نیزک بادغیسي په نامه شخص کول. د نیزک تر مرګ وروسته دغه ځای د اموي او عباسي خلافتونو اړوند وګرځېدی او په نهمه زیږدیزه پېړۍ کي کله چي عباسیان کاواکه سول، بادغیس د طاهري سلطنت اړوند سیمه سوه.

په 873 زیږدیز کال کي بادغیس د افغانستان صفاري واکمنۍ لاندي کړ او تر هغه څو لسیزي وروسته د مغولو خونړیو بریدونو دغه ځای له خاورو سره خاوري کړ چي تر ټولو مشهوره برید یې د تیمورلنګ له لوري ترسره سو. د تیمور لنګ تر مړیني وروسته د هغه اولادونو او بېلابیلو افغان واکمنانو بادغیس د هرات ولایت اړوند د یوې مهمي ستراتیژیکي سیمي په توګه اداره کاوه.

په 1964 زیږدیز کال کي د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال بادغیس په رسمي ډول یو نوی ولایت او پلازمینه یې قلعه نو وټاکل سوه چي تر ننه پوري هم پر دغه بڼه پایښت لري.

اقتصاد

د بادغیس ولایت 59% نفوس په کرنه بوخت دی، چي له دې اړخه یې 52% باغونه او ځمکي او 45% اهلي حیوانات لري. ددې ولایت یوازي 7% فیصده نفوس په سوداګرۍ او 5% هم په مزدوریو بوخت دي.

نفوس

د بادغیس ولایت نفوس د 2018 کال د سرشمېرني له مخي 530574 نفره اټکل سوی دی، چي په دي کي تر ټولو ستر ټبر پښتانه او ورپسې په ترتیب سره تاجکان، ازبک او نور توکمونه دي.

طبیعی منظری

بادغیس ولایت د خپلو ولاړو اوبو، ښکلو غونډیو او هغه ګلانو له کبله ډېر مشهوره دی چي د پسرلي په موسم کي دلته راشنه کیږي.

ولسوالۍ

بادغیس ولایت 6 ولسوالۍ او یوه پلازمینه لرې.

  1. قلعه نو ( د ولایت پلازمینه )
  2. آبکمري ولسوالۍ
  3. د جوند ولسوالۍ
  4. غورماچ ولسوالۍ
  5. مقر ولسوالۍ (بادغيس)
  6. قاديس ولسوالۍ
  7. بالا مرغاب ولسوالۍ

کينډۍ:د بادغيس ولايت ولسوالۍ

سرچینې

https://knoema.com/atlas/Afghanistan/Badghis/Population

  1. "د هېواد د وګـړو اټکل ۱۳۹٩". June 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)