غني خان

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
غني خان
بديل=
د غني خان انځور
زېږېدنه عبدالغني خان
1914
هشتنګر,
مړينه چارسده
استوګنځای پېښور
مليت افغان
نور نومونه عبدالغني خان, غني بابا, غني دادا او غني ملنګ
توکم پښتون
تابعيت خيبر پښتونخوا
مذهب سني اسلام

عبدالغني خان(1914ز. - 1996 ز.) (په انګرېزي: Khan Abdul Ghani Khan) د پښتو ژبې شاعر، پژۍ جوړوونكى، پوه اديب، سياستوال، د سولې او روغې جوړې پلوی، د باچا خان فخر افغان نازولی مشر زوی و.د پښتوادب کې د هغه د شعري ژبې ځانګړتيا د فلسفې په ريالیزم اړخ باندې ولاړه ده اوپه شعرونو کې ېې د خپلې خاورې او خپل كلتور انځورونه منعکس کړي دي چې پښتو کلتور او ادب کې ځانته خپل ځای لري.

مخينه[سمول]

د 1914م زېږيز كال د ډسمبر په مياشت كې د پښتونستان د اشنغر په كلي كې د خان عبد الغفار خان چې په فخر افغان هم شهرت لري په كور کې يو ماشوم د عبدالغني خان په نوم وزېږېد . دغه ماشوم د پښتوادب يو ځلېدونكى ستورى شو . د ښاغلي غني يو ملګرى ليكي چې غني خان په كوچنيوالي كې ډېر ښكلى او د مور و پلار ډېر نازولى و، په غاړه يې د سرو زرو درنه اوږۍ او په ښي غوږ به يې د سرو زور والۍ وه، خو د قدرت اراده نه وه چې د غني د ناز دا موده نوره هم اوږده شي . غني له سختيو او ربړو سره هغه وخت لاس او ګرېوان شو، چې کله د پنځو كلونو په عمر دی د مهربانې مور له غېږې څخه بې برخې شو. مور يې په ځوانۍ كې د وبا په ناروغۍ وفات شوه. دى او كشر ورور يې عبدالولي خان د درې نيمو كلونو او يوه خور يې سردارو د اتو مياشتو په عمر بې موره شول. په دې وخت كې غفارخان د پېرنګيانو د حكومت له خوا په درې كاله بند محكوم شو. نو د درېيو ماشومانو روزنه د دوى انا، د باچاخان مور ته ورترغاړې شوه. د وخت زړه لا هم سوړ نه شو، د باچاخان مور هم په حق ورسېده. نو غني، ولي او خور يې له روزونکو مشرانو څخه بې برخې پاتې شول.

زده کړې[سمول]

عبدالغني خان
عبدالغني خان

غني خان لومړنۍ زده كړې په هغه ازاد قومي ښوونځي كې پيل كړې، چې باچا خان او د هغه دوستانو د غريبو هلكانو لپاره په اتمانزو كې جوړ كړى و. هلته زده كړې د ټولو لپاره په وړيا ډول وې .باچا خان ځكه خپل زامن د غريبانو ښوونځي ته واستول چې خلك ونه وايي چې باچا خان د خپلو او د نورو د زامنو ترمنځ توپير كوي. خپل زامن معتبر او غوره ښوونځيو ته لېږي او د نورو زامن د غريبانو ښوونځي ته هڅوي .

په هغو ورځو كې د باچا خان دا خيال و چې له غني څخه يو لوى اسلامي عالم جوړ شي، نو ځكه يې په غني خان اووه كاله عربي دوديز علوم ولوستل. باچا خان ډېر وخت په جېل كې بندي و او يا به هم د خپل قومي سياسي غورځنګ د تبليغ لپاره په دوره وتلى و.غني خان لسم ټولګى په بري سره پای ته ورساوه، وروسته د ډېلي جامعه مليه مدرسې ته لاړ. او دا هغه وخت و چې په افغانستان كې د سقاؤ زوى باغي شو او باچا خان د خپل ورور ډاكټر خان په مشرۍ يو طبي پلاوى افغانستان ته ولېږه. په دې پلاويو كې اووه ډاكټران او دېرش نورو مرستیاله زليمانو په سره سره غني خان هم ورسره مل و. خو انګرېزان د دې ډلې پاسپورټونه تر هغه وخته وځنډول ترڅو د افغانستان پاچا امیر امان الله خان ګوښه کړای شو او د کندهار له لارې بهر ته لاړ.

غني خان د څوارلسو كلونو په عمر په ممبای كې د لندن په نيت د اوبو بېړۍ ته وخاته او په نوموړې ورځ يې خپل لومړى شعر، د تسلي په نامه وليكه. د انګلستان په ازاد چاپېريال كې د غني خان بې جوړې ښايست د هغه لپاره يو لوى مصيبت شو. دی به چې چېرې هم ته، نو انګرېزې نجونې ورپسې تلې او سبق ته به يې نه پرېښوده، ترهغه چې د لندن يوه ښكلې فلمي لوبګره هم پرې ميینه شوه. کله چې باچاخان خبر شو نو سم دلاسه ېې ده ته دامريكې په لور د تګ امر وکړ. د امر سره سم غني خان امريكې ته لاړ او د امريکې په لويزيانا ايالت كې په زده كړو بوخت شو. عبدالغفار خان بيا بندي شو او له دې سره د غني خان ژوند بيا له تريخوالي سره مخ شو او په ژوند كې يې ډېره ګډوډي راغله. په ځانګړې توګه د اقتصاد لخوا ډېر راولوېد. غني خان د خپلې سيمې په هکله په يو شعر کې داسې وايي:

کينډۍ:د شعر پای

رښتيا هم، د غني خان ژوند هغې دوه لارې ته رسېدلى و، چې يوه لار ټولنيز يا سياسي ډګر ته تله، بله لار د غني د سپېڅلي طبيعت، فطرت، ادب او ښكلا دنيا ته. هغه په 1945م زېږيز كال د سياست ډګر ته ودانګل، په مركزي پارلماني انټي بيرو لپاره ودرېد. ځان يې كانديد كړ. د ده په وړاندې درې ډلې ولاړې وې. باچا خان د زلمي پښتون غورځنګ وځنډاوه. د 1948م زېږيز كال د جولاى په څلورمه نېټه د شپې پر يوه بجه د پاکستان حكومت له خوا ونيول شو. دا مهال په پښتونستان كې د پاکستان سخت تشدد او ظلم روان و. ډېرې ازادۍ غوښتونكې پښتنې مېرمنې كونډې، واړه يتيمان، زاړه بنديان او زلميان ووژل شول. غني خان شپږ كاله په زندان كې تېر كړل. ده په زندان كې هم شعرونه ليكل . دى د هريپور په جېلخانه كې بندي و. ده د خپل كتاب په پاى كې داسې ليكلي:

د سيند د سپينو شګو نه مې جوړ كړو يو محل
دې ټول خرګي جهان ورته حيران حيران كتل
قالين مې په كې خور كړو د سرو پاڼو د ګلاب
اوچت يې دېوالونه د سازونو د رباب
يوازې زه پادشاه ومه په سر مې تاج د غم
په خوا كې مې دلبره وه موسكۍ سترګې پُر نم
   
غني خان
كتاب خلاص شو، خو شعرونه ډېر پاتې دي، خير بيا په چېرته څه غم وكړو، ژوند هم عجب شى دى.
   
غني خان


وايي چې تر بند وروسته کوم چا غني خان ته وويل: ته او قافلې يې سره ډېر بد ګير كړي يۍ. د دې لپاره چې د غني خان پر ټولنيزه فلسفه او ادبي افكارو باندې څه ناڅه رڼا واچول شي، نو غوره لار دا ده چې د ده خپل كلام ته ځير شو او ويې لولو. انسان د غني په نظر ډېر لوړ مقام لري. دى آن د كايناتو او موجوداتو مطلب او اروا انسان ګڼي او بې له انسانه اسمان هم بې مانا ويني:

کينډۍ:د شعر پای

غني خان كور ګڼي او ديوه مفكر انسان په توګه خپل د عارفانو په څېر د انسان زړه د خداى ، نه په جومات كې لټوي، نه په مكه كې. بلكې په خپل زړه كې يې مومي او وايي:

کينډۍ:د شعر پای

غني خان خپل فكري مشكلات داسې بيانوي:

کينډۍ:د شعر پای

د خپل خداى مينې ده ته دومره جرئت وركړى، چې رندانه خبرې كوي، لكه:

کينډۍ:د شعر پای

غني خان او كورنۍ:[سمول]

غني په خپله كورنۍ كې تر هرچا زيات د ننګيالي پلار عبدالغفار خان درناوى د ځان فرض ګڼي، كله چې يې پلار د انګرېزانو په جېل كې پروت و او غني خان ته يې يو له ګيلو ډك ليك ليكلى و، غني خان په ځواب كې دا بيتونه ورولېږل:

غني خان خپل كتاب چې په انګرېزۍ ژبه يې ليكلى، خپل ګران پلار ته داسې ډالۍ كوي: I dedicate this book to the first pathan I knew and the first I have know my father. ?زه دا كتاب هغه لومړني پښتون ته ډالۍ كوم، چې زه يې پېژنم، تر ټولو غوره انسان ته چې ما پېژندلى يانې زما پلار ته?

قوم او غني خان:[سمول]

غني خان له خپل قوم سره ډېر لېونۍ مينه لري او تر هر ولس يې پښتون ولس زړه ته ډېر نژدې دى. غني خان په دې چې په پښتون ولس كې پيدا شوى، د خداى شكر داسې پرځاى كوي:

خدايه! شكر چې پيدا دې له دې قام كړم
د پښــتون د نــر وجـــود دې يو اندام كړم

او چې خړمخى پښتون ورور يې غېږې ته ورشي نور يې نو د دنيا ټول ښايست هېرېږي. غني خان وايي:

سر څه د سپي سر وي چې فدا نه وي په قام
نر څه ښځونى وي چې شيدا نه وي په قام

په بل ځاى بيا وايي:

ستا دا لاس د قسمت لاس دى
ورانول، جوړول دوى كا
د فرعون د كور په شانې
دا حصار خاورې ايرې كړ
پاڅه وښيه دنيا ته
د پښتون د بچو ننګ
پاڅه واوروه شغال ته
د ويستلو تورو شرنګ


غني خان او هېواد[سمول]

غني خان له خپل هېواد سره هم د زړه له كومې مينه لري، نو ځكه وايي:

کينډۍ:د شعر پای

باندنۍ تړنې[سمول]


څنګه ملامته زه په ګناه شم
چې وس ، قسمت او تدبير د بل دى
څنګه ستومانه زه په خندا شم
خوب دى د بل او تعبير د بل دى
خداى په جومات كې مې ونه موند، په مكه كې رانه ورك شو
خداى مې زړه كې راپيدا شو، چې مې مخ د يار كړ ښكل
خدايه! عقل چې و، زړه دې ولې راكړ؟
په يو ملك كې دوه خودسره پادشاهان
پادشايي او فقيري دې ولې يو كړه
د ژوندون په هره ساه كې مرګ پنهان
ما به شمع شمع كړله
تا كه جوړ رانه پتنګ
ما د قصده وې ملنګ يم
تا رښتيا كړمه ملنګ
ما پېښې كړې د تورزنو
تا مې كور له راوړو جنګ
زه خو غږ كولاى نه شم
په ګيلو ته خپه كېږې.
ما ليدلي محلونه د لندن دي
جينكۍ مستې ازادې ګلبدن دي
ما ليدلي د پيرس ښاپېرۍ ښكلې
په كردار ګفتار خوږې لكه بلبلې
ما ليدلي تاج محل غوټۍ د ګلو
د ډهلي ښكلي ښارونه د مغولو
خو چې ووينم زه خپل د خټو كور
رانه هېر شي محلونه ښايسته نور
دا نرۍ تنګې كوڅې زما د كلي
ورته څه دي د دنيا ښارونه ښكلي
چې خړمخى ورور پښتون مخې له درشي
درنه هېر به ټول ښايست د بحر و بر شي
مسلمان فیلسوفان
Ibn rushd1.jpg
يعقوب كندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفیل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسكوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي