ابن عربي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل


مسلمان عالمان
د اسلام زرين پېر
Ibn arabi.png
نوم: ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطايي
لقب: ابن عربي, محيي الدين او الشيخ الأكبر
زېږېدنه: 1165 CE [1]
مړينه: 1240 ED in دمشق [1]
مذهب: سني صوفي
اهمې لېوالتياوې: تصوف
د يادولو وړ اندونه: وحدةالوجود
کارونه: The Seals of Wisdom(Fusus al-hikam), The Meccan Illuminations(al-Futuhat al-Makkiyya), Ruh al-quds, etc
اغېزمن کړي: Sadruddin al-Qunawi, al-Jandi, Da'ud al-Qaysari, Haydar Amoli, شاه نعمت الله, Mulla Sadra او ډېر نور[د کره سرچينې اړتيا]

ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطايي (عربي: أبن عربي)، د اسلامي نړۍ له سترو فلسفيانو، صوفيانو او عالمانو څخه دى. په تصوف كې د شيخ اكبر مقام ته رسېدلې. هغه په 1165 کال کې په مورسيا کې زېږېدلی وه او په 1240 کال کې په دمشق کې مړ شو.[2]

نوم

ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطايي (أبو عبد الله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطائي )

چې په غربي نړۍ کې د ډوکټور ماکزيموس په نامه يادېږي او په اسلامي نړۍ کې د محيي الدين "Revivifier of religion" او الشيخ الأكبر ("لوی استاد") په لقبونو هم ياد شوی. ابن عربي په عقيدوي لحاظ دوحدة الوجود دعقيدې قايل دي او اکثر کتابونه يې له خرافاتو ډک دي چې داسلام داصيلي عقيدي ضد او د عيسويت او بوديزم له عقايدو څخه اخيستل شوي. ابن عربي دخپل کتاب فصوص الحكم په اړه وايې چې : ما رسول الله صلى الله عليه وسلم د٦٢٧م کال دمحرم په وروستۍ لسيزه کې په دمشق (سوريه) کې وليد چې دهغه په لاس کې يو کتاب ؤ ، ما ته يې وويل : د دفصوص الحکم کتاب دى دا کتاب واخله او خلکو ته يې ورسوه ترڅو ترې گټه واخلي ، ما ورته وويل : په سترگو ... او په آخر کې زياتوي چې دا همغه کتاب دى چې رسول الله ماته راکړى ؤ پرته له څه کمښت او زياتواي !!!! ابن عربي پخپلو ليکنو کې داسي واضح کفر ويلى چې داسلامي تاريخ په اوږدو کې هيڅ انسان هم دهغې جرئت نه و کړى . ابن عربي ځان له ټولو پيغمبرانو غوره گڼي او ځکه چې هغه وايي چې څه خاتم الاولياء يم لکه څنگه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خاتم النبيين دى او ولي ځکه په پيغمپر غوره دى چې پيغمپر دوحى پواسطه دالله پيغام انسانانو ته راوړي او ولي مخامخ له الله سره اړيکې لري. ابن عربي دصليبي نړي او په ځانگړى توگه دمستشرقينو له خوا ډير مشهور کړاى شو او دهغه کتابونه مختلفو ژبو ته وژباړل شول . ابن عربي دقرآن په تفسير او ترجمه کې داسې تحريف او غلطۍ کړي چې يو عادي مسلمان هم دهغه دعقيدې په خرابۍ پوهيږي . ابن عربي دخپل عصر او له هغه وروسته دډيرو علماؤ له لوري تکفير شو چې دلته دځينو عالمانو نومونه وړاندې کوو :

  1. برهان الدين البقاعي
  2. شيخ الإسلام زين الدين العراقي
  3. بدر الدين بن جماعة
  4. شيخ الإسلام بن حجر العسقلاني
  5. ولي الدين العراقي
  6. الإمام أبو علي السكوني
  7. علاء الدين البخاري الحنفي
  8. قاضي القضاة زين الدين التفهني
  9. قاضي القضاة محمود العيني الحنفي
  10. الشيخ يحي السيرامي الحنفي
  11. قاضي القضاة محب الدين أحمد بن نصر الله الحنبلي
  12. زين الدين أبو بكر القمني الشافعي
  13. بدر الدين محمد بن الأمانة الشافعي
  14. شهاب الدين أحمد بن تقي المالكي
  15. شمس الدين محمد البساطي المالكي
  16. شهاب الدين أحمد بن يحي التلمساني الحنفي
  17. الإمام سيف الدين عبد اللطيف بن بلبان الصوفي
  18. عماد الدين أحمد بن إبراهيم الواسطي
  19. شمس الدين محمد بن يوسف الجزري
  20. برهان الدين الجعبري
  21. زين الدين عمر بن أبي الحرم الكتاني الشافعي
  22. تقي الدين علي بن عبد الكافي السبكي
  23. تقي الدين الفاسي المكي
  24. بهاء الدين السبكي
  25. الكمال الدميري
  26. التقي الحصني
  27. شرف الدين عيسى بن مسعود المالكي
  28. نور الدين علي بن يعقوب البكري الشافعي
  29. نجم الدين محمد بن عقيل الشافعي
  30. العلامة محمد بن علي بن النقاش المصري
  31. جمال الدين بن هشام النحوي
  32. قاضي القضاة عبد الرحمن بن خلدون
  33. شمس الدين محمد العيزري الشافعي
  34. عز الدين بن عبد السلام
  35. أبو عمرو بن الصلاح
  36. أبو الفتح بن دقيق العيد
  37. شيخ الفقهاء الزين الكتاني
  38. شيخ الإسلام ابن تيمية الحراني
  39. عماد الدين ابن كثير الدمشقي
  40. الحافظ شمس الدين أبو عبد الله الموصلي
  41. الإمام أبو حيان الأندلسي
  42. سراج الدين البلقيني
  43. برهان الدين السفاقيني
  44. شمس الدين الذهبي
  45. القاضي عضد الدين
  46. أبو بكر بن محمد بن صالح المعروف بابن الخياط
  47. شهاب الدين أحمد بن علي الناشري الشافعي
  48. بدر الدين حسين بن عبد الرحمن الأهدل اليمني
  49. شرف الدين إسماعيل بن أبي بكر المقرئ
  50. أبو عبد الله محمد بن عرفة التونسي
  51. الملا علي القارئ
  52. جلال الدين السيوطي
  53. إبراهيم بن محمد الحلبي

الله تعالى دې مونږ ته دصحيح دين پوهه راپه برخه کړي .

ژوندليک

ابن عربي ته اکثراً د يو مرموز فيلسوف په سترگه کتل کېږي. د هغه د ژوند په مهال هغه ته په سوفيت کې يو ډېر اهم او لوړ سوفي ښوونکی او لارښود گڼل کېده.

ژوند او حالات

ابوبكر محمد بن علي بن احمد بن عبدالله بن حاتم طايي چې په ابن عربي سره مشهور دى، د روژې د مياشتې په ۱۷مه نيټه كال ۵۶۰هجري لمريز د اندلس (ننني سپېن) په مشهورښار مرسيه كې زېږېدلې دى. له زده كړې څخه وروسته ۳۰ كاله په اشبېله كې واوسېده او بيا يې د ختيز پر لور خپل يون پېل او د ډېرو ملكونو سفرونه يې وكړل، چې دمشق ښار ته ورسېد. ابن عربي د وحدت الوجود د نظريي لاروې ؤ، او د لومړي ځل لپاره دا نظريه همده وړاندې كړه. دده په نزد باطني روښنايي خپله لارښوونه كوي، او ځينو پوهانو دده دا نظريه د الحاد او كفر سره برابره ښوولې او دې يې زنديق گرځولې. مگر دده لارويان او نور صوفيان يې د شيخ الاكبر په نامه يادوي. دده ليكنې څه باندې ۳۰۰ درې سوه دي، چې لدې ډلې څخه يې د الفتوحات المكيه په نامه كتاب ډېر مشهور دى، دا كتاب ۴۰۰۰ پاڼې لري، او په ۵۶۰ څپركيو وېشل شوې دى. دا كتاب د تصوف په علم كې لوړ مقام لري. ابن عربي شاعر هم ؤ، دده د عارفانه نظمونو ټولگه د ترجمان الشواق په نامه خپره شوې ده، چې ددې كتاب انگرېزي ژباړه د ډاكټر نكلسن كړې ده.

ليکلي آثار

اهمې ليکنې

  1. فصوص الحِکم
  2. فتوحات مكيه في معرفة أسرار المالكية والملكية
  3. عنقاء مغرب في معرفه ختم الاولياء وشمس المغرب
  4. العقد المنظوم والسر المختوم
  5. محاضرة الابرار ومسامرة الاخيار
  6. مشاهد الاسرار القدسيه ومطالع الانوار الالهيه
  7. ترجمان الاشواق في غزل والنسيب (عارفانه كلام ابن عربي)
  8. تنزل الاملاك في حركات الافلاك
  9. كتاب العقائد
  10. جامع الاحكام في معرفة الحلال والحرام
  11. الدرة الباضعة من الجفر الجامعة
  12. كتاب مواقع النجوم ومطالع أهلة الأسرار والعلوم

رسالې

ابن عربي گڼ شمېر رسالې ليکلي چې په دې توگه دي:

  1. شجرة الكون
  2. الكبريت الاحمر
  3. الامر المحكم والمربوط
  4. كتاب الاخلاق و الامر
  5. كتاب الجلال والجمال
  6. كتاب الوصيۃ
  7. حليۃ الابدال
  8. نقش الفصوص
  9. رسالۃ الفناء في المشاهده
  10. الاسرا إلى المقام الاسرى
  11. مشكاة العقول المقتبسة من نور المنقول
  12. حرف الكلمات وحرف
  13. رسالة الأزل
  14. رسالة الأنوار
  15. رسالة الحجب
  16. رسالة روح القدس
  17. الرسالة الغوثية
  18. الرسالة القدسية
  19. رسالة القسم الإلهي
  20. رسالة كنه مما لا بد منه
  21. رسالة الميم والواو والنون
  22. كتاب الياء وهو كتاب الهو الخ
  23. رسالة انشاء الدوائر
  24. رسالة الأنوار فيما يفتح على صاحب الخلوة من الاسرار
  25. قصيدة عظيمة للشيخ محي الدين بن عربي
  26. حلية الأبدال
  27. رسالة الحجب
  28. السبحة السوداء
  29. شجون المسجون
  30. الأمر المحكم المربوط فيما يلزم أهل طريق الله تعالى من الشروط
  31. كتاب الفناء في المشاهدة
  32. كتاب بلغة الغواص في الأكوان إلى معدن الإخلاص (تحت الطبع)
  33. كتاب الجلال والجمال
  34. كتاب الألف و هو كتاب الأحدية
  35. كتاب الجلالة و هو كلمة الله
  36. كتاب القربة
  37. كتاب الشأن
  38. كتاب الشاهد
  39. كتاب التراجم
  40. كتاب منزل القطب و مقامه و حاله
  41. رسالة الانتصار
  42. كتاب الكتب
  43. كتاب المسائل
  44. كتاب التجليات
  45. كتاب الإسفار عن نتائج الأسفار
  46. كتاب الوصايا
  47. كتاب نقش الفصوص
  48. كتاب الوصية
  49. كتاب اصطلاح الصوفية
  50. رساله الي امام الرازي


سرچينې

  1. 1.0 1.1 Sufism and Taoism, by Toshihiko Izutsu (California 1983) [1]
  2. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified The Meccan Revelations. URL accessed on 2013-07-14.


دا هم وگورۍ

باندنۍ تړنې

مسلمان فیلسوفان
Ibn rushd1.jpg
يعقوب كندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفیل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسكوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي