مولانا جلال الدين محمد بلخي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
مولانا جلال الدين محمد بلخي

داچې مولوي جلال الدين بلخي ثم رومي داسلامي نړۍ یوه داسې اغيزمنه علمي،تصوفي څټه وه چې څو پيړۍ يې ترخپلې پراخې اغيزې لاندي ونيولې،ځکه نو ددغو اغيزو پرشاليد هم پوهيدل خورا اړين دي. په منځنيو اسلامي پيړيو کې چې له یوه پلوه خلافت دملوکيت اوسلطنت بڼه غوره کړي وه، او له بله پلوه چنگيزي تاړاک په خپل بېساري چپاو سره داسلامي نړۍ ديني ثقافت تالاترغه کړ،اوترټولو مهمه داچې داسلامي نړۍ علمي کړيو ته يوناني فلسفې لاره پیداکړه چې په ترڅ کې يې علمي کړۍ په ښاخونو سره وويشل شوې چې هرښاخ يې ځانته آندونه لرل او هريويې په خپل آندکې افراطي دريځ غوره کړی وو. موږ مخکې له دې چې مولوي معنوي دشخصيت له پلوه وپيژنو،يوه څه په هغو عواملو او دپيښو پرشاليد خبره کوو چې په پايله کې يې دمولوي معنوي په څير څټّ رامنڅته شوه:

علم کلام اود عقليت بحران

په اوومه هجري پېړۍ کې ټوله اسلامي نړۍ دعلم کلام بحثونوپه سراخيستې وه . څوک چې به دعلم اودکلام له اصطلاحاتواوپه تېره بيادحنابله و اواشاعره له مختلف فيه مسايلوناخبره وو هغه لوستى انسان نه گڼل کېده .په همدغه پېړ‌ۍ ٦٠٦هـ کې امام رازي له نړۍ ستړگې پټې کړې وې . امام رازي دعلم کلام په شپېلۍ کې دومره په زورپوکړي ؤچې نورې ټولې شپېلۍ يې غلې کړې وې . داسلامي نړۍ علمي کړۍ داستدلال اوقياس لېواله وې .دکوم شي وجوددهغه حقيقت آن ددين کومه عقيده ترهغه پورې چاته دمنلووړنه وه ترڅو چې دهغه دعقلي دلا ئلو دمنطقي ترتيب اودفلسفانه مقدماتوله لارې نه واى ثابته کړاى شوې . اشاعره متکلمينوکه څه هم په عام ژوندکې معتزله اوفلاسفه له ماتې سره مخامخ کړى وو خوداعتزال روح اوعقليت بياپه خپل ځاى دخپلوفاتحينوپه زړونوکې ځاله جوړه کړې وه . داشاعره په علم کلام کې دمعتزله و دعقليت پرستۍ ارواننوتلې وه .هغوى هم عقل ته دومره پراختياورکړې وه چې دذات اوصفات نازک اوماوراى عقلي مسائل اوآن د دين بنسټېزې عقيدې اوآرونه يې هم د عقل په ترازوکې تلل .

ددې څه پايله داشوه چې په اسلامي نړۍ باندې يولفظي اواستدلا لي ذوق وزري خپرې کړې وې چې له امله يې په نړۍ کې دامام ابوالحسن اشعري او امام غزالي په څېر د نوښت گرو شخصيتونو د منځته راتگ لړۍ په ټپه ودرېدله . دقياس اواستدلا ل له امله که څه هم دمسائلوپه څېړلو کې نوې لاره پرانستل شوه خوحقيقت دادى چې ددې څه له امله دزړونوباورته تاوان رسېدلى وو اود ايمان رڼا ورسره په تياره اوښتې وه . متکلمينودخپل استدلال اودقياس د ځواک په مټ اوهمداراز دخپلو مقدماتودترتيب اومنطقي اوډون په مټ د معترضينو خولې وربندې کړې وې . خوهغوى په دې کې پاتې راغلي وو چې د خلکو له زړونونه دايمان، دين اوعقيدې په اړه شک لري کړي اودهغه په ځاى ديقين اوباورپيلوزې په کې رڼاکړي . دهغوى داستدلال دغو لارو چارودخلکوپه زړونواودماغونوکې په لسگونوغوټې اچولې وې . داسې غوټې چې علم کلام يې هم له پرانستلوعاجزه وو وجدان چې دعلم يقين سرچينه ده د علم کلام د پرله پسې بې غوري له امله همداسې شنډپاتې شوې وو دمتکلمينوپه وړاندې له پنځگونو ښکاره حواسو پرته بل کوم هيڅ باطني حس ته ارزښت نه ورکول کېده له همدې کبله گڼ هغه مسائل چې وجود يې پر باطني حواسوپورې موقوف وو دمتکلمينو په وړاندې دنيوکې وړاوآن دهغو د نفي اوانکاريو ټوليزکږون رامنځته شوى وو. لنډه داچې ټوله نړۍ په يوه کلامي بحران کې ښکيله وه اوپرخلکويوعقلي ظاهريت خپوروو. دامت د عمل قوت اوپه تېره بيادعشق گرمي چې ددغه امت ترټولوستره شتمني اود نبوت فيضان وو په رو رو مخ په سړيداووزړونه له سوزه خالي اوسينې دعشق له لوره تشې شوې وې . فلسفانه بحثونواودعلم کلام جگړونوله اسلامي نړۍ په يوه مدرسه اړولې وه . يوداسې مدرسه چې هلته قيل اوقال خوډېروو خو ژوند، مينه ، معرفت اونظر هلته نه وو البته يوازې اهل قلوب وو چې په روحاني ټاپوگانو کې دمينې سروراوديقين نورپاتې وو کنه نوره ټوله نړۍ د الفاظو په طلسم کې ښکېله اوپه ظواهرو او محسوساتو پسې روانه وه .

يوه نوي متکلم ته اړتيا

په داسې حالت کې اسلامي نړۍ يوه داسې لوړاوځواکمن شخصيت اړتيا لرله چې له خوږمن زړه اوفکرمن دماغ دواړونه برخمن وي، دچالپاره چې دعقليت سمندرپاى ته رسېدلى وي اودالفاظواوظواهروطلسم ورته مات شوى وي . يوڅوک وي چې دخپلې مينې په گرمي اودعشق په لمبوسره په دغه يخ وهلې نړۍ کې دژوندنور اوحرارت پيداکړي اودعشق په نگارخانه کې يوداسې صور پوره کړي چې ديونوي علم کلام بنسټ کېږدي . يوداسې علم کلام چې دمخاليفينودژبودبندولوپه ځاى دهغوى دمغزونو او زړونو غېږې ورپرانيزي اوهغوى ته دسکنيت ،اوباورسوغات ورکړي . دغه شخصيت مولاناجلال الدين (رح) (م ٦٨٢هـ) وو چې ليکلي کتاب مثنوي يې دعلم کلام دبې اعتداليواوعقل دهوس پالنې برخلاف داحتجاج يوه ناره وه . مثنوي يونوى علم کلام وو اومولانايې روم يونوى متکلم يو داسې څه چې اسلامي نړۍ سخته اړتياورته لرله .

ژوند ژواک:

د مراة المثنوي ليکوال مفتي تلمذحسين گورکپوري په خپل ناچاپ اثر(صاحب المثنوي ) کې دمولاناژوندژواک پوره تفصيل ورکړى چې زه يې دلته لنډيزترې رااخلم نوم يې محمد، لقب يې جلال الدين اوشهرت يې په مولانايې روم سره ترلاسه کړى. دمولانانسب په نهمه واسطه کې دپلارله خواابوبکرصديق اودمورله لورې يې حضرت علي  ته رسيږي . د مولاناپلارنيکه دخراسان (افغانستان) دبلخ اوسېدونکي وو . مولاناهمدلته نړۍ ته سترگې غړولې وې . دمولاناپه کورنۍ کې تکړه علماء اوباچايان هم تېرشوي وو. دمولانا اناملکه جهان دخوارزم شاهانوله کورنۍ سره تړاو درلود.

دمولانادپلارنوم محمد،لقب يې بهاالدين وو . پلاريې (٥٤٤هـ ) کې زېږدلى . پلاريې آن په وړکيتوب کې په دودعلوموکې برلاسي ترلاسه کړې وه . اودخراسان دبېلابيلوبرخونه گرانې اوپېچلې فتواگانې هغه ته دحل لپاره راوړل کېدې .سلطان العلماء خطاب يې ترلاسه کړى و . اودناستې اوولاړې ټول دودونه يې دباچايانوپه چم وو. له سهاره نه ترماسپښينه به يې عام درس ورکاوه. له ماسپښينه وروسته به يې دخپلوځانگړوملگرو، شاگردانو اومريدانوناستې ته حقائق اومعارف بيانول . د پنج شنبې اوجمعې په ورځ به يې عام وعظونه کول . خورادرونداواغېزمن شخصيت وو. اوتل به په فکراوسوچ کې ډوب مالومېده.

د مولانا زوکړه او زده کړه

مولاناجلال الدين په ٦ ربيع الاول ٦٠٤هـ کې داوسني افغانستان په بلخ کې وزيږيد. بلخ هغه مهال دخوارزمشاهي امپراتورۍ پلازمېنه او داسلامي تمدن یو ستر استازی ښارگڼل کيده. سلطان العلماء دهغه لپاره خپل ترټولوتکړه شاگرسيدبرهان الدين محقق ترمذي داتاليق يا ښونکي په بڼه وگوماره . مولانا تر٤-٥ کلونوپورې دسيدبرهان الدين ترلاس لاندې په ښونه بوخت پاتې شواوکله چې يې پلارومړنويې هم دسلوک اواحسان منازل له ښاغلي ترمذي سره پوره کړل .

له بلخ نه هجرت

په بلخ کې په ډېره کمه موده کې دمولاناپلارخورالوى علمي کاروکړ. دزده کونکواومريدانوشميره يې ترزرگونو واوښتله . هغه به دحق په ځاى کې له هيچاهم مخ نه اړاوه . په خپلووعظونوکې به يې ديوناني حکماوو په مذهب سخت ټکونه کول اوويل به يې چې ځينوخلکواسماني ښوونې شاته غورزولې اود فلسفيانو له کاره لوېدلې ويناگانې يې ترلمن رانيولې وې .دغسې خلک به څنگه دنجات تمه کوي؟ د سلطان العلماء دغه سپينې خبرې اوحق ويناپه ظاهر پلوه علماوو ښه نه لگېدله . خوڅنگه چې خوارزم شاه له هغه سره دمينې او اخلاص څرگندونه کوله ځکه نو بد غوښتونکو اوکينه گرانوته دشکايت وړ پلمه په لاس نه ورتله . خويوه ورځ باچاپه خپله دسلطان العلماء زيارت ته راغى نوويې کتل چې په زرگونه خلک دسلطان العلماء وعظ اورېدو ته راټول شوي وو . باچاخپل رازلرونکي ته مخ ورواړاوه اوپه حيرت يې ترې وپوښتل څومره ډېرخلک دسلطان العلماء د وره مخې ته راټول شوي دي؟ دپاچا راز لرونکى چې همدغې شبې ته ناست وو پاچاته ورپه غوږ شو اوورته ويې ويل هو! که مخه يې ونه نيول شي نوکېداى شي چې دسلطنت چارې دگډوډي سره مخامخ شي . داخبره دباچاپه غوږ کېوتله اويوه ورځ يې دخپلوخزانوټولې کنجيانې سلطان العلماء ته له دې پېغام راواستولې چې د ولس ټول گڼه گوڼه له تاسره ده . له ماسره همدغه کُنجيانې پاتې دي هغه هم تاسې ته دراستوم .

ددې پېغام په اورېدوسره سلطان العلماء وويل داسلام پاچاته مي سلام وايه اوداورته ووايه چې کنجيانې ، خزانې اوکلاگانې دې پاچاته مبارک وي موږ فقير خلک يو له پاچايي سره هيڅ سروکارنه لرو. زه په خورا خوښۍ سره له دې هېواد نه کډه کوم، ترڅوچې باچااودهغه ملگري په ډاډه زړه خپلې چارې پر مخ بوزي . زه به دجُمعې له وعظ وروسته دغه ښار پاچاته پرېږدم . دبلخ اوسېدونکي چې کله دسلطان العلماء له تگه خبرشول نوپه ښارکې يوه لويه گډوډي رامنځته شوه . پاچاسخت وارخطاشو اوپه خپله له وزيرسره يوځاى د سلطان العلماء خدمت ته راغى اودهغه نه يې وغوښتل چې دتگ اراده دې بېرته واخله، خوسلطان العلماء ونه منله. په پاى کې پاچاترې وغوښتل چې په داسې بڼه له ښارڅخه ووزي چې څوک ورباندې خبرنه شي، ځکه که ښاريان خبر شي نولويه فتنه به رامنځته شي. سلطان العلماء ورسره ومنله. دجُمعې په ورځ يې خلکو ته وعظ وکړ اود شنبې په ورځ له بلخ څخه بغدادته وخوځېده .

په خپل وعظ کې ده خوارزم شاه ته داخبردارى هم ورکړ چې دهغه دتللونه وروسته تاتاريان په دغه خاوره ديرغل لپاره راروان دي . که څه هم څېړونکي بديع الزمان فروزان فر څرگنده کړې چې له بلخ نه د مولانادهجرت لوى لامل دتاتاريانوفتنه وه. ځکه هغه مهال داگونگوسې وې چې تاتاريان په افغانستان اوايران باندې دبريدلپاره وزري څنډي . ځکه نو علماء اواشرافودغه سيمې دخوندي سيموپه موخه پرېښودلې . سلطان العلماء چې به دخپل هجرت لاره کې له کومه ښاره تېريده نودهغه ځاى ستر علماء اوسپين ږيري به يې هرکلي ته راووتل اوپه خورااکرام اواعزاز سره به يې خپل ښارته بوتلل. له بغداد،دمشق اومکې معظمې نه په تېرېداسره دى ملاطيه ته ورسېد. په اق شهرکې دڅلوروکلونولپاره پاتې شواوهلته يې د تدريس چارې په مخ بېولې . له هغه ځايه رنده ته راغى دغه ښاردقونيې له اطرافونه وو.

مولاناپه قونيه کې

په ٦٢٦هـ کې دسلطان روم علاءالدين کيقبادپه غوښتنه سلطان العلماء قونيې ته ولاړسلطان يې په خپله هرکلي ته راووت . له ماڼۍ سره نژدې له اس څخه راکوزشو اوله سلطان العلماء سره يې خورادمينې څرگندنه وکړه. دلته سلطان اودهغه گڼواميرانوله سلطان العلماء لاس نيوى وکړ. مولانابهاالدين دوه کاله وروسته همدلته په قونيه کې په ٦٢٨هـ کې له نړۍ نه سترگې پټې کړې.

په دغه ټوله موده کې مولاناى روم دخپل پلارترڅنگ پاتې شو اوله ظاهري علومو سره يې په باطني علوموکې هم دپرمختگ لړۍ روانه وه. په قونيه کې د سلطان اتاليق اميربدرالدين گيرتاش دمولانالپاره يوه لويه مدرسه دمدرسۀ خداوندگار په نامه ودانه کړه اوهغې ته يې ډېرڅه وقف کړل . سلطان کيقباد له مولانا سره خورادمنيې څرگندونه وکړه اوهغه ته يې په ډېره درنه سترگه کتل. کله چې دقونيې کلاچمتوشوه نو پاچاله مولاناوغوښتل چې دکلا سيل وکړي مولاناچې کله دکلاپه سيل بوخت وو نوپاچاته يې مخ ورواړاوه اوويې ويل داکلا دغشواواسانو په لاره کې رښتياهم لوى خنډدى اياد مظلومانو د دعاگانو دغشودراگرځولو لپاره يې هم کومه تابياکړېده ؟ هغه غشې چې ترزرگونو،لکونو دېوالونو کلاگانواوبرجونوخورااغېزه کوي. دعدل اوانصاف کلاجوړه کړه چې په عدل اوانصاف کې ستااودنړۍ خيردى.

دمولانابهاءالدين له مړينې وروسته دپاچااولويوعلماوو په مشوره مولاناى روم دهغه ځاى ناستى وټاکل شو. مولاناهم دخپل پلاردود يعنې درس او تدريس اواحسان اوسلوک په مخه پسې واخيستل . مولانابرهان الدين محقق ترمذي چې مولانالاس نيوى ترې وکړاوپاتي مراتب يې له هغه نه پوره کړل قونيې ته له راتگ وروسته محقق ترمذي په ٦٣٧ هـ کال کې وفات شو.

دزده کړې په موخه سفرونه

په ٦٣٠ هـ کې مولانادزده کړودبشپړولوپه نيت دشام خواته وخوځېداوپه حلب کې يې واړول . حلب دسلطان صلاح الدين دزوى الملک الظاهردهڅوپه مټ دديني علومولو مرکزگڼل کېده نوموړي دقاضي ابن شداد په مشوره په ٥٩١ هـ کې په دغه ښارکې خورالويې مدرسې وداني کړې وې چې له امله يې حلب ته هم مدينة العلم ويل کېده . په حلب کې مولاناپه مدرسه حلاويه کې واړول اودلته يې هم کمال الدين ابن العديم نه استفاده وکړه . دلته که څه هم مولاناپه زده کړه اخته وو، خودسپه سالارويناده چې علمي تبحر يې دې ځاى ته رسېدلى وو چې هغه پېچلي اوسخت مسايل چې ستروستروعلماوو به يې د حل کولوتوان نه درلودهغه به هم مولاناته رواړل کېدل اومولانابه دخپل بې سارې خداى ورکړي استعدادپه مټ هغه په علمي بڼه حل کول. له حلب نه مولانادمشق ته راغى اوپه مدرسه مقدسه کې يې واړول. دسپه سالاردويناله مخې مولانادلته دشيخ محى الدين ابن عربي شيخ عثمان رومي، شيخ اوحدالدين کرماني او شيخ صدرالدين قونوي په ناستوکې گډون وکړ او له هغوى نه يې حقائق او معارف ترلاسه کړل.

په (۶۳۴) يا (۶۳۵ هـ ) کې مولانا له دمشقه راستون شو اوپه قونيه کې يې تلپاتې استوگنه غوره کړه. په (۶۳۷ هـ )کې د سيد برهان الدين له مړينې وروسته مولاند د پنځو کلونو له پاره د علماء ظاهر په لباس کې واوسېده او په درس او تدريس بوخت پاتې شو. په (۶۳۸ هـ ) کې شيخ محيى الدين ابن عربي ومړ اودهغه زياتره مريدان هم قونيې ته راغلل. په دغو کسانو کې شيخ صدارالدين هم وو. دختيځ له خواچې به کوم علماء دهغه ځاى له تباهي او بربادۍ راتښتېدل دهغوى وروستنى تمځاى به په روم کې د قونيې ښار وو. په دې ډول قونيې هم د مدينة العلماء بڼه خپله کړه. هغه مهال مولانا د قونيې په علماوو کې ستر نوم ترلاسه کړى وو.

نوموړى دغه مهال په ظاهري کارونو کله درس اوتدريس، وعظ او تذکير اوهمداراز په فتوا ليکلو لگيا وو. له مولانا سره په مدرسه کې تر څلور سوه زيات ظالبان په درس لگيا وو. له بيت المال نه مولانا ته يو دينار معاش ټاکل شوى وو. دغه معاش به هغه ته د فتوى ليکلو له پاره ورکول کېده. مولانا به هم دفتوى په استخراج او ليکلو کې دخپل توان نه هم زيات کار کاوه. مولانا خپلو شاگردانو ته حکم کړى و چې د فتوى غوښتونکي دې دده له ځايه خالي لاس نه استول کېږي. کله ناکله چې به مولانا مراقبه وو اويابه هم د استغراق په حالت کې وو په دغه حال کې به هم چې کومه استفتاء راغله نومولانا به سم له لاسه قلم او دوات راواخيست او د فتوا په ليکلو به بوخت شو.

د حال بدلون

دغه حالت تر (۶۴۲ هـ ) دوام وکړ.دغه کال مولانا ته هغه څه ورپېښ شول چې مولوي جلال الدين قونوي يې په مولاناى روم واړاوه. دغه پېښه له شمس تبريز سره د مولانا ليدنه اودهغه په ذات باندې مينېدل وو.

مولوى هرگز نه شد مولاى روم تا غلام شمس تبـريزى نــه شــد

شمس تبريز

محمد بن علي بن ملک داد شمس تبريز څوک وو اودکوم ځاى وو ؟ ځينې تاريخونه وايي چې نوموړى دحسن بن صباح اسماعيلي د ځاى ناستي له نسل نه وو. دده پلار چې کله د امامت درجې ته ورسېد نود اسماعيليانو لاره يې پرېښوده او سم دم اسلامي عقائد يې خپل کړل اوله هغه وروسته د نومسلمان په لقب ونومول شو. خودغه بحث هم دنورو بحثونو په څېر خورا مشکوک دى. د شمس تبريز د هويت په اړه يو تور دا هم لگول کېږي چې دهغه اصل نسل نه وو معلوم.

نى در واصل و نى نسب پيداست مى نه دانيم هم که او از کجا است

نوموړى له کوچنيوالي د لوړ استعداد اود عشق او محبت د جذبې لرونکى انسان وو. په مناقب العارفين کې يې دده له خولې روايت کړى دى چې : هغه لا د بلوغ عمر ته نه وو رسېدلى چې درسول الله په مينه کې به آن تر څلوېښتو ورځو پورې همداسې وږى تږى گرځېده. دظاهري علومو له پاى ته رسولو وروسته نوموړى د شيخ ابوبکر سله باف مريد شو. د ځينې روايتونو له مخې ويل کېږي چې شمس تبريز د شيخ زين الدين نجاشي ، شيخ سعدالدين حموي مريدهم پاتې شوى .

ځينونوروروايتونوبيادځينو نوروبزرگانونومونه هم اخيستي دي خوکېداى شي شمس تبريزله ټولونه فيض لاس ته راوړى دى . کله چې شمس تبرېزپه دې ډول خپلې موخې ته ونه رسېده نويې دنړۍ په گوټ گوټ کې دحق پالونکو پلټنه پيل کړه .دى به داسې گرځېده چې هيچابه هم دده په اړه دا گومان نشواى کولاى چې گواکي دابه دومره لوى ولي وي . توره چوغه به يې اغوستې وه اودسفرپرمهال به يې شپې په کاروان سرايونوکې تېرولې. دخپلې کوټې وره ته به يې خوراگران بيه کلفونه اچول چې خلک داگومان وکړي چې گواکې خورا لوى سوداگردى . خودکوټې دننه به تش پوزى پروت و. د ډېرو گرځېدو له امله به خلکوشمس پرنده باله. تبرېز، بغداد، روم ، قيصره ،اردن اودمشق يې ترپښولاندې کړل. دپيسودلاسته روړلولپاره به يې پرتوگاښونه اوبدل اوهغه به يې پلورل. دډوډۍ حالت يې داوو چې په دمشق کې ديوه کال مودې لپاره پاتې شو. په اونۍ کې به يې يوه پياله سپوره ستغه شوروا څښله . هيڅوک يې دخپلې ناستى وړنه بلل تل به يې دعاکوله چې خداى دې داسې ملگرى راکړې چې زمادناستې توان ولري .

له مولاناسره ليدنه او لوى بدلون

دشمس تبرېز شيخ هغه ته امروکړ چې روم ته لاړشه . هلته يومړ زړه دى هغه رڼا کړه اوراشه. شمس په ٢٦ جمادي الثاني ٦٤٢هـ کې ددوشنبې په ورځ د قونيې ښارته راغى اودگوړې خرڅونکوپه کوڅه کې يې واړول. يوه ورځ څه گوري چې مولاناجلال الدين رومي سپور راروان وو اوخلک ترې فيض ترلاسه کوي. شمس ورمخکې شو او ترې ويې پوښتل دعلومو او رياضتونوغرض ( موخه ) څه ده؟ مولاناورغبرگه کړه د ادابو شريعت معلومول. شمس ورته وويل: نه بلکې غرض دادى چې سړى ترمعلومه ورسيـږي اوبيايې دحکيم سنايي دغه شعرووايه .

علم کز تو ترا نه بستاند جهـل ازان علم به بودبسـيار

ددې څه له اورېداسره سم دمولانارنگ بدل شو گواکي غشى دنښې په منځ کيناست . مولاناشمس له خپله ځانه سره خپل استوگنځي ته راوست اوڅلوېښت شپې په يوه حجره کې يوځاى سره کېناستل. سپه سالارليکلي چې شمس اومولانا د شپږو مياشتولپاره دصلاح الدين زرکوب په حجره کې يوځاى کېناستل اوله شيخ صلاح الدين پرته هيچاهم خوني ته ورتگ اجازه نه لرله . دشمس ليدنې مولانا له نوي خونداولذت سره اشنا کړ اوهغه يې د حقايقو يوې نوې نړۍ ته ورساوه. مولانا په خپله فرمايي :

شمس تبريزي بمـا راه حقيقت بنمود از فيض قدم اوست که ايمان داريم

تراوسه پورې مولانااستاد و اوصوفيان اوطالبان، مستفيد اوطالبان وو. خو اوس مولاناپخپله مستفيداوطالب وو اوشمس تبرېزي دفيض اوارشادڅښتن. د مولانازوى سلطان ولدپه دې اړه فرمايي :

شيـخ استـادگشت نــواموز بخدمتش درس خواندى هرروز
گرچه درعلم فقرکامل بود علــم نوبــودکــــه بــوى بنـمـود

پخپله مولاناپدې اړه داسې فرمايي:

زاهدبودم ترا نه گويم کردى سرفتنه بودم باده جويم کردى
سجـاده نشيــن باوقاربودم بازيـچه کـودکان کويــم کردى

ددې څه پايله داشوه چې مولاناددرس اوتدريس دوعظ اونذکيرلړۍ هم دلته پرېکړه هغه پخپله پدې اړه داسې فرمايي :

عطاردوار دفترباره بـودم زدشت اوزمانى مى نشستم
چوديم نوح پيشانى ساقي شدم مست وقلم هاراشکستم

پاڅون

مولاناپه عمل اوهره خبره کې دشمس تبرېزي متابعت پيل کړ. له ټولې نړۍ يې سترگې واړولې اودزړه کعبه يې يواځې شمس تبرېزي جوړکړ. دمولانا شاگردانو چې داحالت وليدنوسخت خپه شول. شاگردان دشمس له مرتبې ناخبره وو. هغوى په دې خبره خواشيني ووچې موږ خپل خواږه عمرونه دمولانا په ملگرتياکې خاورې کړل . دمولاناکرامتونه مووليدل اوپه ټوله نړۍ کې دهغه شهرت لامل همداموږ وگرځېدلو. اوس چې يوورک نومى اوبې نسبه سړى راغلى اومولانايې له موږه دومره لرې کړ چې په مياشتومياشتويې مخ هم نه شوليدلاى. ددرس اودتدريس، فتوا ليکنې اووعظ لړۍ هم نيمگړې پاتې شوه له دې هرڅه مالوميږي چې شمس تبرېز کوم جادوگرسړى دى ، مولانا يې دکوډو اوجادوله لارې له سمې سيده لارې په بله اړولى . که داسړى جادوگرنه واى نو څنگه ممکنه وه چې غره غوندې ټينگ سړى دى دومره ژراواسانه چپه شي. لنډه داچې دمولانامريدان دشمس دښمنان شول او ټول په دې فکرکې شول چې شمس پسې واخلي اودوى بېرته له مولانا سره يوځاى ددرس اوارشادلړۍ له سره پيل کړي .


د شمس ورکېدل

حضرت شمس الدين په لومړيوکې فکرکاوه چې دمولانامريدان ښايي دهغه په مينه کې له ده سره حسداوکينه ساتي ځکه يې نودمولانادمريدانوپه گستاخيو باندې ځان نه پوهاوه خوکله چې خبره ترکچې واوښته او شمس د فتنې او فساد په راولاړيدا وبېريده نويوه ورځ په لومړي شوال ٦٤٣هـ د پنجشنبې په ورځ په پټه خوله له قونيې ووت. دشمس ورکې په مولاناسخته بده اغيزه وکړه. مريدانو چې کوم فکرکړى وو هرڅه دهغه پرخلاف پيښ شول اودمولانا دناقصو مريدانودگستاخۍ له امله دهغه دصدق اووفاملگري هم د مولانا له صحبته اوناستې بې برخې پاتې شول .


د مولانا بېقراري اود شمس بياراتگ

د سپه سالار په وينادټوليزپريکون دغه حالت ترهغه دوام وکړچې يوه ورځ ناڅاپه له دمشق نه دمولاناپه نامه دشمس ليک راورسېده. دليک په لوستلو د مولاناحالت يوڅه بدل شو اودسماع خواته يې پام شواو مولانا په ځواب کې د شمس په نامه څلورمنظوم ليکونه وليکل چې په هريوه کې يې دشمس دليدلو ليوالتيا په ډاگه کړېوه . مولانا د شمس په نامه پخپل لومړى ليک کې داسې ليکي :

ايـهاالنـورفي الفـواد تعـال غـايـةالـوجد والمرادتعال
ايهاالسابق الذي سبقت منک مصدوقة الوداد تعال
چون بياىى زهى کشادومرا چون نيايى زهى کساد تعال

دغه مهال دمولانادشاگردانوشورش يوڅه سوړشو مولاناهم دشمس دبېرته راوستلوتابياوکړه اوخپل زوى سلطان ولديي هغه ته ورواستاوو اوپه يوه ليک يې شمس ته وليکل چې دهغه گستاخي کونکوشاگردانواوس دزړه له تله توبه ايستلې ده اوژمنه يې کړې ده چې بيابه ستاسې پرخلاف په کوم شورش اوفتنه کې برخه نه اخلي .

که ازان دم توسفرکـــــردى ازحـــــلاوت جــداشديم چوموم
هرشب چوشمع ميسوزيم زاتش جنت وزاگبين محروم
درفـــراق جـــــمال تــــــو مارا جســــم ويــــران وجان اوچولوم
هـان عنان رابدين طرف برتاب زفـت کـــــن پيل عـيش راخرطوم
بى حضورت سماع نيت حـلال همچوشيطان طـرب شده مرحوم
يک غزل بى بيچ گفتـه نــه شد تـارســـيـدان مشــرفــــه مفــهـــوم
پسـ بذوق سـماع نامه تو غـزل پنچ وشش بشدمنظوم
شـامم از تو چو صبح روشن باد اى بتــوفــخـــرشـــام وارمـــن وروم

سلطان ولد شمس له ځان سره يوځل بياقونيې ته راوست .

دشمس بياورکه

قونيې ته دحضرت شمس دراتگ له امله مولاناله سختي خوښۍ سره مخامخ شو. دمولاناگستاخي کونکي مريدان راغلل اوله شمس نه يې بښنه وغوښتله . دمولانااوشمس ترمنځ مينه ترپخواهم ډېره شوې وه اوهم پخه شوې وه . څه موده هرڅه سم دم وو خوپه پاى کې يوځل بيا دخپگان لاملونه رامنځته شول اوهغه په دې ډول چې شمس قونيې ته په راتگ سره دلته نکاح وکړه اوله خپلې ماندنيې سره يوځاى يې دمولانادکور په دالان کې واړول . د مولانا کشر اونازولى زوى چلپي علاوالدين چې به کله کورته راننوت نوهمدغه ددالان لاره به يې کاروله. مولاناشمس الدين څوځله هغه په نرمه اومشفقانه لهجه پوه کړ، خوڅنگه چې علاءالدين پخپله له شمس نه له دې امله خارخوړ چې شمس دده په پرتله دمولانا بل زوى سلطان ولدته زياته پاملرنه کوي . ځکه يې همداکيسه هغومريدانوته تېره کړه .چې ددغسې خبرواورېدوته تيارناست وو هغوى دغې خبرې ته څونورلستوڼې هم وروگنډل اوپه شمس پسې يې خبرې جوړې کړې چې يوخويى دمولاناپه کورکې په زوره اړولي اوبل داچې دمولانا زوى خپل کورته نه پرېږدي. حضرت شمس دخپل لطف اوحلم له مخې پدې اړه مولانا ته هيڅ يادونه ونکړه ، البته کله چې خبره ترخبرې تېره شوه نويې دمولانازوى سلطان ولدته داخبره ورپه يادکړه اوخبردارى يې ورکړ چې داخلک غواړي زه دا پلا د تل لپاره ورک شم . که څه هم دمولاناله غزلونو ښکاري چې هغه له دغې پېښې بيخي ناخبره نه وو بلکې ددې څه دپېښېدا وړاندوينه يې هم کړې وه . ځکه يې نوله شمس الدين نه په خپلواشعاروکې دپاتې کېداغوښتنه کړې ده. په هرحال په خلکوکې يو ځل بيادحضرت شمس الدين پرخلاف کينه راپارېدلې وه. هماغه و چې شمس الدين يوځل بياورک شو. که څه هم ځيني روايتونه وايي چې هغه همدلته په قونيه کې ووژل شو. خوفروزان فر بيادمولانادزوى سلطان ولدله خولې چې له حالاتو خورا خبر وو دهغه د ورکې دروايت ملاتړکړى دى. ځکه که شمس وژل شوى واى نومولانابه يې په غم کې دومره ناکراره اوسرگردانه نه واى:

ناگهان گم شدازميان همه تا رود از دل اندهان همه

دمولانا ناکراري

مولاناچې کله سهار دمدرسې خواته روان وو نوڅه گوري چې شمس الدين په خپل ځاى کې نشته مولاناچيغه کړه اوسمدلاسه د خپل زوى سلطان ولدخوني ته ورغى اوغږيې کړ: بهاالدين ! چه خفته اى ؟ برخيز وطلب شيخت کن که بازمشام جان راازفوائح لطف اوخالى مى يابم. دوه درې ورځې خلک دشمس په موندلو پسې ايسته دوري وگرځېدل راوگرځېدل خو د شمس هيڅ پته ونه لگېده. دشمس له ورکې سره دمولانا حالت نورهم خراب شو.

شيخ گشت ازفراق اومجنون بى سروپاازعشق چون ذوالنون

هغه څوک چې دحضرت شمس دخوابدون لامل گرځېدلى وو هغه ټول دتل له پاره دمولانا له صحبته واېستل شول، خوپخپله يې دپخواني دود پرخلاف ټول وخت په غزل ويلو اوسماع باندې په تېرېدوشو. د مولاناحالت ليونتوب ته ورنژدې شو، هغه به په مدرسه کې گرځېده راگرځېده اوپه زوره به يې چيغې وهلې. دغه مهال مولاناپه سماع کې ځان ډوب کړى وو اودشمس په بېلتانه کې يې ځيني زړه ايستونکي غزلې وويلې . په دغه ټوله ناکراري کې دمولاناسره دافکرهم وو چې دروميانودکورنۍ جگړې، د مصريانو دبريدونواوهمدارازدتاتاريانودتاړاکونوپرمهال به په حضرت شمس باندې څه تېرشوي وي ؟ د شمس الدين په بيلتانه کې دمولاناحالت دې ځاى ته راورسېدچې که يوچابه په درواغو ورته وويل چې ماشمس په پلاني ځاى کې وليدنومولانابه له ډيرې خوښۍ هغه ته خپلې جامې وراېستلې اوهغه به يې ورته نذرکړې اوتراوږده مهاله به يې دعاگانې ورته کولې اومننه به يې ترې کوله.


شام ته تگ اودزړه کراريدل

دهمدغه جوش اوخروش په حالت کې مولاناد شام په لورې دسفرتابياوکړه ، شام ته په تگ کې دهغه ټول ملگري ورسره وو، دمشق ته په رسېداسره يې د خلکوپه زړونوکې دعشق لمبې بلې کړې. هلته خلک دې ته هک پک پاتې وو چې دغه ډول عالم فاضل انسان ولي دلېونتوب تربريده هم هاخوااوښتى ؟ دا يو داسې راز ووچې دهيچاسر ورباندې نه خلاصېده . کله چې مولاناپه دمشق کې هم دشمس له موندلومايوسه شونويې وويل چې زه اوشمس سره ځانته نه يو. هغه که لمردى زه يې وړانگه يمه، هغه که سيند وي زه يې څاڅکى يم. دوړانگې هستي له لمره وي اودڅاڅکي لوندواله له سينده وي، نو د کُـل او جُز په منځ کې توپيرڅه پاتې شو ؟ هماغه وو چې ځوورځې وروسته بېرته روم ته راغى اودڅوکلونولپاره په قونيه کې پاتې شو. خوپدغه مهال يې يوځال بياپه گوگل کې دمينې لمبې ژبغړانده شوې اودڅونوروملگروپه گډون يې يوځل بياددمشق خواته مخه وکړه څه موده وروسته بېرته قونيې ته راستون شو. خوداځل يې په دې باور شوچې شمس له مابيل نه دى، زه پخپله شمس يم اوداڅوکاله په حقيقت کې زه په شمس پسې نه بلکې په ځان پسې سرگردانه اوورک وم. مولاناداځل قونيې ته له دې باورسره راستون شوچې هغه څه چې شمس درلودل هغه په ماکې هم شته . دا پلا که څه هم مولاناپه دمشق کې دشمس له ميندلومايوسه شوخوهغه کيفيات چې يې په شمس کې ليدلي وو هغه يې پخپل ځان کې ليدل، سلطان ولد په دې اړه داسې فرمايي : اگرچه مولانا قدس سره شمسـ الدين تبرىزى اعظم الله ذکره بصورت دردمشق نيافت بمعنى درخود بيافت زيرا آن حال که شمس الدين رابود حضرتش راهمان حاصل شد.

شيخ صلاح الدين زرکوب

له دمشقه ددوهم ځل راستنېدا وروسته مولاناڅه موده پټه خوله پاتې شو. له هغه وروسته يې شيخ صلاح الدين خپل همراز اوخليفه کړ. په ٦٤٧هـ کې يې هغه دخپلې گوښې ملگرى کړاودحضرت شمس الدين په ځاى يې هغه خپل سرخيل کړاودفروزانفر په وينا خپلويارانوته يې هم دهغه دپيروي اومتابعت کولو خبره وکړه. شيخ صلاح الدين زبعدشمس الدين گشـت اورا اندرين درزش معين حال وقــالــش ازوجـــودش مــيفـــزود ســرهـــاى نــادرازوى مــى شنود شيخ صلاح الدين قونيې ته څېرمه ديوه کلي اوسېدونکى اودغريب مور او پلار اولاد وو. دوى دکبانونيولو دنده لرله، خوصلاح الدين بيادزرگرۍ دنده خپله کړه . نوموړي په ديانت اوامانت کې آن له کوچنيتوبه نوم درلود . سيدبرهان الدين چې کله قونيې ته راغى نوشيخ صلاح الدين لاس نيوى ترې وکړ . دسيدله مړينې وروسته يې له مولاناسره خپل بيعت نوى کړ . په ٤٥٧هـ کې ومړ. له مرگه لس کاله مخکې يې دمولاناپه وړاندې ځانگړى مقام ترلاسه کړ اودهغه خليفه وټاکل شو. مولاناته دشيخ صلاح الدين ددغه نژدېوالى له امله په خلکوکې يوځل بيا شورش راوټوکېده . دغه خلکوگيله کوله چې شمس تبرېزکه هرڅنگه وو له علم خوبرخمن وو. په هغه باندې دمولانامينېدل څه بې ځايه هم نه وو. پاتې شوه دصلاح الدين زرکوب خبره نوهغه له يوه پلوه دقونيې اوسېدونکى دى او له بل پلوه يونالوستى اوعامي انسان دى . ټول ژونديې دزروپاڼې ټکولي . او اوس دادى مولاناورته خپل ځانگړى ولايت ورپه برخه کړ . داچې مولانادهغه ټولنيزځاى ته په کتلوسره دهغه په مينه عزت اواحترام کې دومره افراط کوي دا د ټولومريدانولپاره دحيرانتيا ځاى دى . شيخ چې به کله داخبرې اورېدې نوويل به يې دمولانامريدان په حقيقت نه دي پوه. مولاناپه حقيقت کې په خپل ځاى مين دى، زه خوهسې يوه پلمه يم. له لس کلنۍ ملگرتياوروسته يوه ورځ شيخ ناروغه شواوپه خوراډاډه زړه يې په لومړي محرم له نړۍ کوچ وکړ.

چلپي حسام الدين

د شيخ صلاح الدين له مړينې وروسته مولاناچلپي حسام الدين دخپل خليفه په بڼه وټاکه . چلپي دمولاناله ځانگړومريدانوشمېرل کېده . دمولاناله مړنيې ورسته تريولسوکلونوپورې دمولاناخليفه پاتې شو. نوموړي له نژادې پلوه ترک اوټاټوبې يې ارمنستان وو . دترکانوله يوې وتلې کورنۍ اخي سره يې تړاودرلود. د فروزانفر دڅېړنوله مخې دهغه دزيږيدانيټه ٦٢٢هـ کال دى . له حضرت شمس تبرېزي اوشيخ صلاح الدين سره يې هم ناسته ولاړه لرله اوله هغوى نه يې هم فيض اوبرکت ترلاسه کړى وو. حضرت حسام الدين چلپي خپل هرڅه په ورو ورودمولانا په خدمت کې په کارواچول آن تردې چې خپل ټول غلامان يې ازادکړل. مولاناته يې له کچې زيات احترام درلود، آن تردې چې دمولاناداوداسه په ځاى کې يې هيڅکله هم اودس ونه کړ . په سختو سړو او واوره کې به هم داوداسه لپاره خپل کورته راغى هلته به يې اودس وکړاوبېرته به مدرسې اوياهم جومات ته راغى . له بله پلوه مولاناهم ده ته په خورادرنه سترگه کتل اوداسې چلن به يې ورسره کاوه چې خلکوبه گومان کاوه مولانامريداوحسام الدين يې پيردى .


دمثنوي خوځښت

د فروزانفر د وينا له مخې چلپي حسام الدين کتل چې دمولانامريدان، ملگري اومنتسبين د شيخ عطار اوسنايي د غزلونواوکلياتوپه مطالعه بوخت وي، په داسې حال کې چې مولاناخوراډېرداسې له درده، سوزه اوعشقه ډک اشعار لرل چې که رايوځاى شوي واى نوکېداى شي شميره اوڅرنگوالى به يې د عطاراوسنايي ترهغې لوړواى . هماغه وو چې يوه ورځ يې مولانايوازې وموند او له هغه نه يې غوښتنه وکړه چې دحديقه سنايي اوياهم منطق الطير په بڼه داسې څه وليکي چې له اسرارواوحقيقت اوهمدارازدمعرفت له حقايقو پرده پکې پورته شوي وي . هماغه وو چې مولاناخپلې پگړى ته لاس کړ اويو کاغذ يې چلپي حسام الدين ته وروړاندې کړ چې ټول اتلس شعرونه پکې ليکل شوي وو . ددغواشعارو پيل د مثنوي په لومړنى شعرشوى وو بشنو از نى چون حکايتـ ميکند وز جدائى هاشکايتـ ميکند وروستنۍ مصرعه يې داوه : پسـ سخـن کوتاه بايدوالسلام

له همدې ځايه دمثنوي ليکل پيل شول . مولانابه اشعارويل اوحسام الدين به ليکل . له ليکلووروسته به يې په خورالوړغږ مولاناته اورول . لنډه داچې له ماښامه ترسهاره به دمثنوي دليکلوکارروان وو. دغه مهال د چلپي حسام الدين ماينه مړه شوه چې دهغه په ژونداومعمولا تو يې خورابده اغېزه وکړه . د مولانا طبيعت هم ورسره ودريداوپه دې ډول دمثنوي دليکلوکارتر دوو کلونو پورې وځنډېده. دوه کاله وروسته شيخ حسام الدين يوځل بيا په مولاناپسې شو اوهغه يې دمثنوي دپاتې برخې ليکلوته اړايست . داپلادمثنوي د ليکلو کار د مولانا ترمړينې پورې روان وو چې ټوله موده پنځلس کاله کيږي . مولانا اود ملگرو ټاکل : ويل کېږي چې مولاناته له ملگري پرته ژوندکول گران وو ځکه خوهغه لومړى شمس تبريزي دخپل ياراوملگري په بڼه غوره کړبيايې شيخ صلاح الدين زرکوب اوله هغه وروسته چلپي حسام الدين دمولاناهمراز شو . که يوڅه هاخوا ورتېر شو نو ويلاى شوچې سيدبهاؤالدين ترمذي هم پدغه ډله کې وو . د سيددمړينې وروسته شمس راغى اوپرمولانايې خپلې اغېزې وښندلې . دترمذي دمړينې اودشمس دراتگ په منځ کې پنځه کاله مولاناپه همدې حالت تېرکړل گواکي دغه مهال مولانادخپلوپټواوباطني کمالا تودپه ډاگه کولولپاره يوه داسې چاته اړتيالرله چې مولاناوهڅوي ديوان اومثنوي معنوي د مولانا د همدغو هڅونکوملگرود هڅونې ژوندي مثالونه دي . دملگروپه ټاکنه کې دمولاناپه آند کوم کشف اوياکرامت نه وو بلکې مولاناپه دې لاره کې دمناسبت جنسيت فلسفې ته قايله وو هغه به ويل چې دحقيقي مينې په نسبت سره دمناسبت مينه تل پاتې وي اوهغه پېښماني نه لري ځکه نو په قيامت کې به هغه څوک چې بې مناسبته اوپرغرض ولاړې ميني يې کړې وي هغه به نارې وهي . (( ياليتني لم اتخذفلاناً خليلاً )) اوهغوى چې مينه يې په مناسبت ولاړه وي دهغوى حالت به داسې وي : (( الاخلاء يومئذٍ بعضهم لبعضٍ عدوٌ الاالمتقين )) . پخپله وايي : موجب ايمان نباشدمعجزات ليک جنسيت بودجذب صفات

د مولانا مړينه

د سپه سالار په وينا د مولانا له مړينې مخکې په قونيه کې پرله پسې څلوېښت ورځې زلزله راتله مولانا دغه مهال په زنکدن پروت وو د افلاکي په وينا د زلزلو اومه ورځ وه چې خلک مولانا ته راغلل او له هغه يې وغوښتل چې د خداى په دربار کې د زلزلو د بندېدا دعا وکړي. مولانا په ځواب کې ورته وويل چې ځمکه وږې شوې ده او لمده مړۍ غواړي چې ډېر ژر به يې ترلاسه کړي او تاسې به د زلزلو له مصيبته خلاص شئ دغه مهال يې دغه غزله وويله:

بـــا اين همـه مــهـرومــهربانى دل ميدهدت که خشم رانى
وين جمله شيشه هاى جان را درهـم شکـنى بـه لــن تـرانـى

چلپي حسام الدين روايت کوي چې يوه ورځ شيخ صلاح الدين له څولويو دروېشانو سره د مولانا پوښتې ته راغى، هغه چې د مولانا دغه حالت وليد نو خواشينى شو او مولانا ته يې وويل: چې خداى دي کامله او عاجله شفاء درپه برخه کړي . مولاناورغبرگه کړه روغتيااو شفاء دې خداى تاسې ته مبارکه کړي، دعاشق اومعشوق ترمنځ واټن ديوه وېښته قدري ساه پاتې ده ، ايا ستاسې دانه ده راباندې پېرزو چې د وېښته قدرې دغه ساه وخيژي او نور، نور ته ورگډشي . دغه مهال يې لاندې غزل ويله چې چلپي حسام الدين ليکه اوورسره ژړل يې :

رو سـر بنه ببالين تنهـا مـــرارهاکن تـــرک مــن خرابى شب گردمبتلاکن
مايئم وموج سود ا شـــب تابروز تنــــهـا خواهى بيا ببخشـا ، خواهى بر و جفاکن
ازمن گريز تاتو هم در بلا نيفتى بگزين ره سلامت ترک ره بلا کن
مايئم وآ ب ديده درکنج غم خريده بــر آ ب ديــده ماصدجــاى آسيا کن
خيره کشى است مارا دارد وبى چو خارا بکشد کشش نه گويد تد بير خون بهاکن
بر شاه خو برويان واجــــب وفــــا نباشد اى زرد روى عاشق تو صبر کن وفا کن
درديست غير مردن کانرا دواء نباشد پس من چگونه گويم کان درد را دوا کن
درخواب دوش پيرى درکوى عشق ديد با دست اشا رتم کرد که عزم سوى ماکن

د وروستۍ ساه دختوپرمهال يې داشعر ووايه :

گرمومنى وشيرين هم مومنست مرگ ورکافر وتلخى هم کافر ست مردن

په ۵ جماد الثاني ۶۷۲هـ مولاناى روم دلمرلوېدا سره سم ساه ورکړه . دغه مهال دمولانا عمر ۶۸ کاله او درې مياشتې وو . انا لله وانا اليه راجعون د مولانا جنازه چې کله دباندې راويستله شوه نودهرملت وگړوگډون په کې وکړ . تردې چې يهوديان اومسيحيان هم په گڼ شمېر کې په جنازه کې گډوو . دوى به تورات اوانجيل تلاوت کاوه . مسلمانانوبه يې مخه نيوله خوهغوى دهيچاهم نه منله . تردې چې خبره دقونيې حاکم معين الدين پروانه ته ورسول شوه . هغه ديهودواومسيحيانوله استازو وپوښتل چې ستاسې يې دمولاناله جنازې سره څه ؟ هغوى ورته وويل چې موږ دپخوانيوانبياودبعثت حقيقت دمولاناله بيانه زده کړاودخداى ددوستانوچلن مودمولاناپه چلن کې وليدهغوى همداسې له تابوت اوجنازې سره نښتي پاتې شول . دخلکو گڼه گوڼه دومره وه چې جنازه يې سهاروختي له کوره راوايستله اوايله دشپې مهال يې هدېرې ته ورسوله اومولانايې خاوروته وسپاره . اخلاق اوځانگړتياوې يې :

مولاناشبلي نعماني د مولانايې روم په ژوندليک کې ليکي ترهغه چې مولانا دتصوف په ليکه نه ووگډشوى دهغه ژوندله يوه عالمانه جاه اوجلال نه ډک وو . دهغه سپرلۍ چې به کله راوتله نودعلماوو، طالبانواوآن اميرانويوه لويه ډله به له ده سره يوځاى گرځېدله څنگه چې مولاناله شاهي دربارسره هم اړيکې لرلې ځکه يې په ژوند باندې دااغيزې هم تر سترگو کېدلې خو د سلوک او احسان ليکوته له ننوتلووروسته دهغه ژوند يودم بدل شو. که څه هم دفتوى ليکنې، ارشاد اوازادۍ لړۍ اوس هم روانه ده خودهغه پخوانى ژونداوس يوازې د زيارونويوه خزانه وه اومولانا به تل دمينې اومعرفت په نشه کې مست پروت وو .

رياضت اومجاهده

سپه سالارچې ښايسته ډېرکلونه يې له مولاناسره په څنگ کې تېرکړي دي بيان کوي چې دمولانارياضت اومجاهده ترکچې ډېره وو . دنوموړي په ويناماهيڅکله مولانادخوب په کاليوکې ونه ليد. توشکه اوبالښت يې نه کارول ، قصداً به نه څملاست بلکې دغلبې په وخت به په ناسته ناسته ويده شو . په خپل يوه غزل کې فرمايي:

چه اسايدبهـر پهلوکه خسپد کسى کزخاردارد اونهالين

دسماع په ناستوکې چې به کله په مريدانوخوب زوروکړنومولانابه ددې لپاره چې هغوى بې تکلفه څملي ، په دېوال پورې به يې تکيه وکړه سربه يې په زنگنونوکېښود مريدانوچې به داحالت وليدنوگومان به يې وکړشيخ هم ويده دى دوى به ځانونه وغزول اوپه خواږه خوب به ويده شول . مولانابه راپاڅېد او په ذکربه بوخت شو .

همــه خفتندومن دل شده راخــواب نبرد همه شب ديده من برفلک ستاره شمرد
خوابم ازديده چنان رفت که هرگز نايد خــواب مــن زهر فـراق توبنوشيدوبمرد

د لمانځه څرنگوالى

د لمانځه دوخت له رارسېداسره سم به يې مخ دقبلې خوانه واړاوه. د څېرې رنگ به يې واوښت اوپه ډېراستغراق به په لمانځه بوخت شو. سپه سالاروايي چې څوځله ماپخپله ليدلى چې مولانادماسخوتن په لومړيوکې دلمانځه نيت کړى وپه دوه رکعته باندې به ورباندې گهيځ شوى. مولاناپخپل يوه غزل کې دخپل لمانځه حالت داسې بيانوي :

چــونـــمازشام هـرکـسى نـهدچــراغ وخـوانى منم خيل يارى ،غم ونوحه و فغانى
چــو وضـو ز اشـک سـازم بـود اتشــى نمـازم درمـــجـــــدم بسـوزدچـودر رسد اذانى
عجبا نماز مستان توبگودرست هست آن کــه نـدانداوزمانى نه شناسنداومکانى
عجبا دو رکعـت است ايــن عجــب چــــهارم است اي عجباچه سوره خواندم چونداشتم زمانى
درحــق چـگـونه کـــوبم که نه دسـت مــــاندونـى دل دل دوست چون توبردى بده اى خدا امانى
بـــخـداخبــرندارم چــــونمازمــــــــــــى گـــــذارم کــه تمام شدرکوعى که امام شدفلانى

يووخت ژمى مهال مولاناپه لمانځه کې دومره وژړل چې ږيره يې په اوښکولمده شوه اووروسته دغه اوښکې يخې شوې خومولاناپه لمانځه هماغسې بوخت پاتې شو .

زهد او قناعت

د مولانا مزاج له زهد اوقناعته ډک وو . اميرانواوشتمنوبه په سوغاتونوکې ورته پيسې رااستولې خومولاناله ځانه سره هيڅ هم نه ساتل هرڅه چې به راتلل هغه به يې صلاح الدين زرکوب اوچلپي حسام الدين ته وراستول . کله ناکله به يې زوى سلطان ولددلگښتونولپاره څه ټينگاروکړنوهله په مولاناډېرکم شي کورته واستاوه . په کومه ورځ چې به يې په کورکې څه نه وو پاخه کړي مولانابه ډېرخوښ وو او ويل به يې زماله کوره نن ددروېشي بوى راځي .

ايثاراوفياضي

د مولانادايثاراوفياضي داحالت وو جې که کوم غوښتونکې به هغه ته راغى او له هغه نه به يې دڅه شي غوښتنه وکړه نومولانابه سملاسى ورته خپله چوغه اوياچپنه وروايستله دمولانادچُغې اوچپني تڼۍ به تل پرانستې وې تر څو چاته دورکړې په مهال يې په ايستلوکې ستونزه نه وي .

کم نفسي

يوځل مولاناله خپلومريدانوسره چېرته روان وو په لاره کې په يوه تنگه کوڅه کې سپى ويده وو مولاناله مريدانوسره هماغلته ودريده له مقابله لوري يوسړى راغى اوسپى يې له هغه ځايه پسې واخيست مولاناسخت خواشينى شو او هغه سړي ته وويل چې سپى دې په ناحقه وځوراوه . يوځل دوه کسان پخپلوکې سره په جگړه وو اويوه بل ته يې سختې ښکنځلې اوبدرد ويل . يوه دابل ته ويل چې اولعينه! که يوه ښکنځل راته کوې لس به اورې دغه مهال مولانا راورسېد مولاناورته وويل وروڼو! تاسې چې هرڅه واياست ماته يې واياست ځکه که تاسې ماته زرښکنځلې هم وکړئ زمالخوابه يوه هم نه واورئ. جگړه کونکوچې داحالت وليد دواړه دمولاناپه لاسونو ورپرېوتل اوپخپلوکې يې سوله سره وکړه .

حلاله گټه

د مولانا دگټې لاره داوه چې داوقافوادارې به ورته دمياشتې پنځلس ديناره معاش ورکاوه . خوددې لپاره چې دغه پيسې ځانته حلالې کړي مولانابه يې په بدل کې فتواگانې ليکلې . هغه يې مريدانوته امرکړى وو چې په هرډول حالت کې ده ته استفتاگانې وروړاندې کړي . يوځـل چاورته وويل چې شيخ صدرالدين له حکومته په زرگونه روپۍ معاش اخلي اوتاته يواځې پنځلس ديناره درکوي . مولاناورته وفرمايل : چې دشيخ صدرالدين لگښتونه هم دومره ډېردي اوحق دادى چې دغه پنځلس ديناره هم هغه ته ورکېدلاى . مولانا په طبيعي ډول له چارواکواوشتمنوخلکوکرکه کوله . يوه ورځ يوه اميرورته عذرکاوه چې له ماسره وخت نه وي کنه زړه مي غواړي چې تل ستاسې خدمت ته راتلاى . مولاناورته وويل : وروره ! زه دي ترراتلو په نه راتلوخوشحاله يم.

مثنوي معنوي علمي مقام اواصلاحي پېغام يې مثنوي معنوي

دمولاناله حالاتوجوتږي چې هغه ته خداى له جوشه ډک طبيعت ورکړى وو عشق دهغه دتن بدن په هررگ اورېښه کې غزوني کړې وې . خو په ظاهري علومو او عقلياتوکې دبوختياله امله په دغه جوهرباندې پردې پرتې وې . له شمس تبرېزسره له ليدنې کتنې وروسته دهغه دفطرت تارونه سره زنگېدل اوپه هغه باندې دظاهري علومواوچاپېرياليزواغېزوپرتې پردې پورته شوې او مولانا سرترپايه په سوز اوساز واوښت . شعله هااخرزيرمويم دميد ازرگ انديشه ام آتش چکيد دغه ځاى ته په رسېداسره دعارف هروېښته دغه غږورکوي . درجهان يارب نديم من کجاست نخل سينايم کليم من کجااست همدالامل وو چې ديوه همرازملگري له ملگرتياپرته دمولانالپاره ژوندحال گرځېدلى وو. له شمس تبرېزه وروسته چې ترڅوصلاح الدين زرکوب اوله هغه وروسته له حسام الدين چلپې سره مولاناملگرتياونکړه ترهغه يې ناکراره طبيعت کراره ورځ نه ده لېدلې . شمع راتنهاطهيدن سهل نيست همدغه سوځونکى اوروو چې مولانايې رورودسماع لورې ته راکيښ اوهمدغه سماع وه چې مولاناته يې ځواک ورباښه . په دې اړه مولاناداسې وايي : پس غذاى عاشقان امدسماع کـــــه ازوباشـــدخـــيال اجـــتماع خلوتى گردد خيالات ضـــمير بلکه صورت گرددازبانگ صفير

اتش عشق ازنورهاگـــرددتيز انـــچـــنانکه اتـش آن جوزريز

همدغه سوز وو چې دمولانا سازونه يې سره وچېړل اوچوپه خوله پاتې کېدل يې ورته ناشونې کړل . لکه چې وايي : جوش نطق ازدل نشان دوستيست بستـگى نطق ازبى الفتى است

دل کـــــه دلبـــرديــــدمانــدتــــــــرش بلبل گل ديده کى ماندخمش

له دغه سازه چې کومې نغمې ووتلې ، هغود(مثنوي معنوي) نوم ومېنده . دادمولاناد خيالاتو،حالاتو،وارداتو،تاثراتو،مشاهداتواوتجربوهينداره ده . مثنوي دمولانادسوز، درد،جوش ، مستي، ايمان اوباورنه ډکه ده . همدغه دمثنوي دنړيوال مقبوليت ترټولوسترلامل گڼل کېداى شي . بې رگ ساز ميڼ روان صاحب سازکالهو (بال جبريل ، اقبال لاهوري )

په عقليت اوظاهرپرستۍ باندې نيوکې :

دمولاناروزنه اوپالنه لکه څنگه چې داشاعره ووپه علمي چاپېريال کې شوې وه ځکه نودى پخپله هم يوبريالى مدرس اومعقولي عالم وو . خوکله چې الهي توفيق دمولانادلارې مل شواوهغه يې دمعرفت اوخبرتياجگوپوړيوته ورساوه، نوله قاله حال، له خبره نظر،له الفاظومعاني اوداصطلاحاتواوتعريفاتوله لفظي طلسم نه يې ځان تر حقيقت اومغزپورې راورساوه . له دغه ځايه مولاناته دعلم کلام اوفلسفې کمزورۍ اودفلاسفه اومتکلمينوداستدلال تشې ورڅرگندې شوې هماغه وو چې مولاناپه خوراځواک سره په عقليت اوعلم کلام نيوکې پيل کړې .څنگه چې مولاناددې کوڅې زوړ استوگن ووځکه نوهغه څه چې ده ليدلي وو بل چانه وو ليدلې اوپه دې اړه هغه څه چې مولاناويلي هغه يې دځانې کتنې (مشاهدې) اوتجربې پربنسټ ويلې اودهغه له جديت اوواقعيت نه څوک انکارنه شي کولاى . ددغه مهال دفلسفې اوعقلياتوزورپه ظاهري حواسووو . پنځه گونې حواس دعلم اوباوردلاسته راوړلوترټولومستندي اوباوري سرچينې گڼل کېدلې اوهغه څه چې تصديق يې دپنځه گونوحواسوله لارې نه شواى کېدلى . دهغه نفي اوانکاربه په زغرده کېدل . معتزله دحسيت ترټولو لوى پلويان گڼل کېدل دغې حواس پالنې په غيبوباندې ايمان ته خوراتاوان رسولى وو. اودشريعت اووحې له لورې واړاندې شوي حقايق يې دشک ، بې باورۍ اوارتياب په پنډوپردوکې پوښلي وو. مولانادحواس پرستۍ په دواتشه پلويانوسختې نيوکې کړې دي . لکه چې فرمايي : چشم حس راهست مذهب اعتزال ديـــــده عـــقل است سنّى دروصال

سخره حس انداهل اعتزال خــوش راسنّى نمايندازضلال

هرکه درحس مانداومعتزلى است گــرچه گويم مى بنيم ازخالى است

هرکه بيرون شدزحس سنـّى ويست اهل بينش اهل عقل خو يش بست (مثنوي مخ ۱۰۱) دمولاناپه آندديوه شي نه دانکارکولولپاره پدې بسنه کول چې گواکې هغه نه ليدل کيږي. اويايې هم دحواسوله لارې تصديق نه کيږي بېخي سم نه دي . دهغه په آندباطن دظاهرترشاکټ مټ ددواء دگټې په څېرپټ دى . دباطن دمنکرينوديادولوپرمهال مولانافرمايي : محــبت منـــکرهمى امــــدکـــــه من غيرازين ظاهر نمى بينم وطن

هيچ نينديشد که هرجاظاهر است آن حکمت هاش پنهان نجراست

فايدۀ هــرظـــاهري خـــودباطينست همـچونفع اندردواهامضمريست

(مثنوي مخ ۳۶۸) دهغه ويناده چې منکرين دخپلې ظاهري ليداوتياره آندله مخې دباطني حقايقو،معارفو اواسراروله ليدنې نه بې برخې دي :

چونکه ظاهـرهاگرفتنداحــــــمقان آن دقايق شدازايشان بس نهان

لاجرم محبوب گشتندازغرض که دقيقه فوت شددرمفترض

(مثنوي مخ ۴۲۴) له حواسو وروړاندې مولاناعقل ته هم دنيوکې گوته نيسي اوپه ډاگه کوي چې دغيبي حقايقواودانبياء کرامودعلومواومعارفودکره پېژندنې په لاره کې عقل هم نيمگړى اولنډکى دى. له عقل سره دقياس هيڅ بنسټ نشته هغه څه چې عقل ليدلاى نه شي دهغوپېژندل هم دعقل لپاره ناشوني دي گواکي دتروو اوبو استوگن دخوږو دا له خونده څه خبردي ؟ اى که اندرچشمه شوراست جات توچى دانى شرط وجيحون وفرات ؟ مولاناپرمحسوساتواومقدماتوولاړعقل ته دجزوي يانيمگړي عقل نوم ورکوي د مولاناپه آندوهمونه اوشکونه ددغسې عقل زيږنده ده او تيارې دهغه ټاټوبې. بندمعقولات مامدفلسفى شهسوارعقل ،عقل آمدصفى (مثنوي ۲۴۶مخ) دجزوي عقل له امله دانسان مخ توردى اودعقل عقل له امله ټوله نړۍ دنوريوه سرچينه ده

     عقل دفترهاکنديکســــرسياه          عقـــل عقــل آفـا ق دارد پرزماه

از سياهى و سفيدي فارغ است نورِ ماهش بردل جان بازغ است (۲۳۶مخ) ايماني عقل دزړه بله ډيوه اود ښارله پاره دساتونکي بڼه لري اوجزوي يا نيمگړى عقل په دنياوي اندېښنوويرې اووهمونوپايي . دايماني عقل غوښتنه ډاډ،ارام اوله نفساني عوښتنوساتنه ده .

   عقل ايمانى چوشحنه عادل است         پاسـبان وحاکـــــم شهردل است
  عقــــل درتــن حاکــــــم ايمـان بود          کــه زبميش نفس درزندان بود

(۳۳۷مخ) د مولاناپه آند لکه څنکه چې حواس دعقل تابع دي کټ مټ همداراز روح په عقل باندې حاکمه ده . روح په يوه اشاره باندې دعقل سلگونه غوټې پرانېزي اودسترگوپه رپ کې يې ټولې ستونزې ور اسانه کړې. حس اسيرعقــل باشــد اى فلان عقل اسيرروح باشــــدهم بدان دست بسته عقل راجان بازکرد کـــارهــــاى بسته راهم سازکرد (۳۳مخ) فلسفي دسطحې معلوماتواوټيټومعقولاتوله تړاوه پرته مخ په وړاندې نشي تلاى ځکه دهغه عقل داسرارو اومعارفودپوهې په لاره کې له وره دباندې گام نه وي ايـښى . فلسفى گويدزمعقولات دون عقل ازدهليزمى نايدبرون ( ۸۲ مخ) فلسفي په خپله دخپل عقل اوفکرپه تازينه وهل شوى وي دهغه سارى هغه مسافر ته ورته دى چې شايي پړاوته اومخه يې دښتې ته وي . څومره چې تېزگامونه اخلي ،هماغومره له پړاوه لرې تښتي . فلسفى خود را از انــديشه بکشت کوبدوکوراسوى گنج پشت کوبدوکه چندان که افزون ميـرود از مـــراد دل جـــداتـرميشود (۵۴۴مخ) فلسفي له دنياوي علوموخبر،روڼ آندى اودسلگونوشيانوپه اړه پوه وي .خو له بده مرغه هغه له خپله ځانه ناآشناوي . په داسې حال کې چې ترټولوستره فلسفه ځان پېژندنه ده . صدهــــزاران فضل داردازعــــلــوم جـــان خودرامى ندانداين ظلوم

داند او خاصيــت هـــــرجوهــــــــرى دربيـــان جوهر خودچون خرى

قيمت هرکاله ميدانى که چيست؟ قيــمت خــودرانـدانـى زاحمقيت

جــان جمــــله علمها اين اســـت اين کــــه بــدانى من کيم دريوم دين جج (۴۴۹مخ) هغه دخپل پېرمتکلم ته سپارښتنه کوي جې له يوناني حکمت نه دايماني حکمت خواته چې حقيقي حکمت دى مخه کړي . چندچندازحکمت يونانيان حکمت ايمانيان راهم بخوان (۸۶مخ) نوموړى وايي: چې دنفس دتزکيې له لارې دنفس کره پېژندنه شوني ده . دزړه هينداره چې څومره سپينه وي . دايماني حکمت انځورونه به ورباندې هومره ښکلي اورساښکاري هغه مهال به له استاداوکتابه پرته په زړه باندې دانبياء عليهم السلام علوم او معارف را اوري اود انسان په مخ به د حکمت د خزانو دروازې پرانستل شي.

خويش را صافى کن ز اوصاف خود تا نه بينى ذات پاک و صاف خود

بينـــى انــــــدر دل علــــــوم انبياء بى کتاب و بى معيد و اوستا


بل ځاى فرمايي: روزن دل گر گشاد است و صفا مى رسد بيواسطه نورِ خدا


د مينې او عشق بلنه:

په اوومه پېړۍ کې اسلامي نړۍ د علم کلام اوعقليت يوې سړې څپې په مخه کړه. دغه څپه له ختيځه تر لويديځه او له شماله نيولې تر جنوبه پورې په پوره زور سره روانه وه اود ايمان د تودوخې انگيټۍ يې سړې کړې وې. که چېرې د مينې او عشق يوه نيمه سکروټه به پاتې وه هغه به د ايرو تر ډېرۍ لاندې پرته وه. د اسلامي نړۍ له يوه سره تر بله پورې دخلکو له زړونو د عشق باور کوچ کړى و، ځکه خو صورت حال ته په کتلو سره يوه شاعر ښه ويلي دي: مجهى عشق کى آگ اندهير هى مسلمان نهين خاک کا ډهير هى په دغه ساړه او خوبولي چاپېريال کې مولانا د عشق ناره په دومره زور او ځواک سره پورته کړه چې د اسلامي نړۍ په مړه بدن کې يوه زوروره برېښنا په زغلېدو شوه، مولانا په زغرده د مينې او عشق بلنه ورکړه او خلکوته يې دمينې کرامتونه او کرشمې بيان کړې:

از محبت تلخها شيرين شــــود و ز محبت مسهار زين شود

از محبت دردها صافى شــــــود از مـحبت دردها شافى شود

از محبت سنگ روغن ميشود بـــــى محبت موم آهن شود

از محبت سقم صحت ميشــــود وز مـــحبت شاه بنده ميشود

( مثنوى \ ۱۳۳مخ ) دهغه د عشق ځواکمن نعمت د بيانولو پرمهال فرمايي: جسم پاک از عشق بر افلاک شد کوه در رقص آمده و چالاک شد

عشق جان طــور آمـــــد عاشــــــقا طـور مست و خر موسى صعقا

[ ۵ مخ ]

مولانا وايي: عشق د غيرت او استغناء سرچينه ده اوچاچې يوځل د عشق خوند وکوت هغه له ټولې نړۍ بې پروا شو: وه عالم سى بېگانه کرتى هى دل کو عـــجـــب چيــــز هـــــى لــــذت آشنايى [ اقبال لاهورى \ بال جبريل ]. مولانا فرمايي: با دو عالم عشق را بيگانگى اندر هفتادو دو ديوانگى عاشق د پاچايانو پاچا اوهرچاته مطلوب دى، د پاچايانو تاج او تخت دهغه په پښو کې پروت دى.


سخت پنهان است و پيدا حيرتش جــان سلـطانـان جـان در حيرتش غير هفتاد و دو ملت کهــــــــــش او تخت شاهان تخته بندى پيش او ( مثنوى \ ۳۴۷مخ ) د بې پروا عشق ددغه څرنگوالي د يادولو پر مهال مولانا په خپله له ډېرې سر مستۍ بې خوده شي او وايي: ملک دنيا تن پرستان را حلال ما غلام ملک عشق بى زوال [ مثنوى ۵۹۰\ مخ ] مولانا وايي: عشق يواځينۍ هغه ناروغي ده چې ناروغ يې دکموالي په ځاى د لا زياتوالي له پاره دعا کوي: جمله رنجوران شـفا جــــــويند وين رنج افزودن جويد درد چنين خوبتر زين سم نديدم شربتى زين مرض خوشتر نباشد صحتى [ ۵۹۵ مخ ] خويوځل چې چاته د عشق ناروغي ولگېده هغه ته نورې ناروغۍ هېڅ شي. آن کلامت مى رهاند از کلام و آن سقامت مى جهاند از سقام د عشق ناروغي داسې ده چې زر روغتياوې دې ترې ځار شي، ستونزه يې داسې ستونزه ده چې زر ستونزې دې ترې لوگى شي. پس مقام عشق جان صحت است رنجهايش حسرت هر راحت است دغه پاکه مينه که گناه وي نوداسې گناه ده چې ډېر عبادتونه يې په پښو کې پراته دي، هغه پرمختگ چې دمينې په يوه شيبه کې کېږي د زرگونو کلونو په رياضت کې نشته. زين گنه بهتر نباشد طاعتى سالها نسبت بدين دم ساعتى د مينې په لاره کې چې کومه وينه تويه شي هغه تر اوبو پاکه ده اوددغې لارې شهيد ته د غسل او اودس هېڅ اړتيا نشته. خون شهيدان را از آب اولى تر است اين خطا از صد ثواب اولى تر است مينان هغه دروېشان دي چې دعامو خلکو په سترگو نه دي ورته کتل په کار او نه هم هغوى سره داسې چلند په کار دى لکه له سمو دمو خلکو سره. عاشقان را هر نفس سوزيدنست برده ويران را خراج و عُشر نيست مينه د آدم ميراث دى اوتېزي اوچالاکي د شيطان ځانگړتيا ده.

  داند آن کو نيک بخت و محرم است         زيرکى از ابليس و عشق از آدم است

په ځېرکي کې وېسا په خپل عقل وي اوپه عاشقي کې وېشا دهغه چا په لمن وي چې عاشق نيولې وي، مينه دنوح کشتۍ ده، مين ددغې کشتۍ سپور دى او زيرک او پرخپل عقل بسيا بياهغه لامبوزن دى چې د نوح په طوفان کې د خپلې لامبو په مټ ځان ساحل ته اېستل غواړي. په داسې حال کې چې دا هرڅه ناشوني دي. زيرکى سبا مــــــى آمد در بــــــــحار کم زهد غرق است او پايان کار

عشق چون کشتى شود هر خواص کــم بود الفت بود اغلباً اخلاص

د عقل هوښياري د مينې حيراني ته په ځارولو ارزي، هغه هوښياري يواځې گومان او قياس دى اودغه حيراني بيا مشاهده او عرفان.

زيرکى بفروش و حيرانى بِخر زيرکى ظنيست حيرانى نظر مولانا خلکو ته دمينې او عشق د سپارښتنې پر مهال په ډاگه کوي چې معشوق جوړېدل د هرچا له پاره گران دي، خو عاشقي بيا آسانه ده، ته که معشوق نه شې جوړېداى نو عاشق شه او له ژوند نه خوند واخله.

تو که يوسف نيستى يعقوب باش          همــــــچو او بــــا گــريه و آشوب باش
تو که شيرين نيستى فرهاد بــاش           چون نه ئى ليلى تومجنون گرد فاش

هغه يو گام مخکې ځي اووايي: په عاشقي کې چې کوم خوند پروت دى هغه په معشوقي کې نشته که د نړۍ معشوقانوته دهغې تلپاتې شتمنۍ ورمعلومه شي نوهغوى به هرومرو د معشوقانو له ليکو رابېل اود عاشقانو په کتار به ننوځي. ترک کن معشوقى و کن عاشقى اى گمان برده که خوب و فائقى [ مثنوى \ ۴۶۶مخ ] همدغه مينه ده چې له امله يې د ژوند په سيند کې د باور بېړۍ مخ په وړاندې روانه ده ، همدغه مينه ده چې له امله يې د ژوند بڼ تر او تازه دى

عشق زنـــده در روان ودر بصــر هر دمى باشد ز غنچه تازه تر

عشق آن زنده گزين کوباقيست وز شرابت جانفزايت ساقيست

عشق آن بگزين که جمله انبـياء يافـــتنـــد از عشــق او کـار دنيا

[ ۱۰مخ ] د ښکلا په دغه لوى دربار کې عشق ته د نه رسېدا گيله نه دي کول په کار، ځکه ښکلا له ازله عشق پالونکې اودوست غوښتونکې ده، گواکې ښکلا خو د مينې له امله ده که عشق نه واى چاته به دښکلا معيار څه مالومېدلاى. تومگو مارا بدان شمه بازنيست با کريمـان کارها دشوار نيست عشق په ښکاره يوه ناروغي ده چې د زړه له ماتېدا پيدا کېږي، که څه هم دايوه ژوند اخيستونکې ناروغي ده خو که څوک يې د زغملو توان په ځان کې را پيدا کړي نوبيايې پايله حقيقي معرفت او تلپاتې ژوند دى. عاشقـى پيدا است از رائ دل نيست بيمارى چون بيمارى دل علت عاشق ز علتها جداست عشق اصطرلاب اسرار خدا است [ ۷مخ ] دغه ناروغۍ بيا دنورو ټولو نفساني او اخلاقي ناروغيو له پاره دوا او روغتيا ده هغه ناروغي چې له درملنې يې پوه طبيبان لاس په سر شوي وي اود رغېدا هېڅ چاره يې نه وي عشق په يوه نظر کې هغه رغولاى شي د کلونو ناروغ چې کله د مينې او عشق له امله له خپلو زړو روحاني ناروغيو روغ شي نو هغه بيا د سرور او بېخودۍ په حالت کې داسې وايي: شادباش اى عشق خوش سوداى ما اى طبـيـب جمله علتهاى ما

  اى دواى نحـــوت و نــــامـــــوس مـــا         اى تو افلاطون و جالينوس ما

عشق يوه داسې لمبه ده چې هرڅه سوځوي اوله محبوبه پرته هرڅه ورته هېڅ ښکاري، عشق ستر موحد او غيرتي دى.


عشق آن شعله است کو برفروخت       هرچه جز معشوق باقى جمله سوخت

تيغ لا در قتل غيـــر حـــــــق براند درنگر زان پس که بعد از لا چه ماند

ماند الا الله باقـــــى جمـــلـه رفـــت شادباش اى عشق شرکت سوز رفت

[ مثنوى \ ۴۰۵مخ ] دغه الهي عشق يو ناپايه سمندر دى. دهغه کيسه اوږده ده اوهېڅ پاى نه لري، ددغې کيسې د بيان له پاره دزمانې لمنه تنگه ده اودنړۍ عمر لنډ . دا د ازلي ښکلا کيسه ده چې نه سر لري او نه پاى، ځکه نود مولانا په آند دلته پټه خوله غوره ده اودخپلې عاجزۍ منل کمال دى. شرح عشق اومن بگويم بـر دوام صد قيامت بگذرد و آن ناتمام زانکه تاريخ قيامت را حد است حدکى آنجا که وصف پرد است [ ۴۴مخ ] د زړه نړۍ خوهغه عشق چې مولانا يې په خورا جوش سره بلنه ورکوي د زړه له ژوندون بيداري او گرمۍ پرته ناشوني دي، د نورو وختونو په څېر د مولانا په پېر کې هم د زړه له ځواکمنتيا اودهغه د بريدونو له پراخوالي نه خلک ناخبره وو ،هغه مهال دزړه په ځاى د دماغ لوى والى پر خلکو حاکم وو، دماغونه تاوده اوزړونه ساړه وو، معدې په ژوند کې لوى ځاى ترلاسه کړى وو، مولانا دخلکو پاملرنه د زړه لوى والي اوپراخي ته راواړوله اودهغه عجائبات او لاسته راوړنې يې بيان کړې، هغه انسان په دې پوه کړ چې هغه په خپل خاورين بدن کې څنگه يو تلپاتې ښېرازه بڼ لري؟ دهغه په څنگ کې څومره پراخه نړۍ پرته ده چې هيوادونه، هيوادونه له خپلې ټولې پراخۍ سره پکې ورک شي. يوه داسې نړۍ چې د هېڅ دښمن او لار وهونکي له خطر سره نه ده مخامخ. ايمن آباد است دل اى مردمان حصن محکم موضع امن و امان گلشن خــدم به کــام دوستـان چشمــها و گـلستان در گلستان [ ۱۹۹مخ ] هغه په ډاگه کړه چې د نړۍ باغونه يواځې د څو ورځو له پاره ښېرازه وي اود خزان يوه سيلۍ به يې هرڅه له خاورو سره خاورې کړي، بيابه نو نه باغ وي نه بلبل، نه پسرلى وي اونه هم د گلانو او رنگ او بوى قافلې، خودزړه بڼ بيا تلپاته ښېرازه وي چې نه يې دخزان له سيليو وېره وي اونه يې هم د زمانې له پېښو په هر حالت کې دهغه په تازگۍ او ښېرازۍ کې هېڅ کموالى نه راځي. گلشنى کز نقل رويد يک دم است گلشنى کز عقل رويد خرم است گلشنــــى کز تن دمد گـــردد تــبـاه گلشنـى کــز دل دمـــد وا فـرحـتاه [ ۵۹۶مخ ] مولانا سپارښتنه کوي چې انسان دې دخپل بدن د پنډوالي بېځايه هڅه نه کوي اونه دې هم د سکندر په څېر د آب حيات په لټه کې په دښتو کې تيندکونه خوري، بلکې هغه دې ددې پر ځاى د زړه د ژوندي ساتلو هڅه وکړي اود زړه ژوندى ساتل هغه ته د عشق د آب حيات د ورکولو له لارې شوني دي. دل بجـز تا دائـــمـا بــاشــى جــوان از تجلى چهــره است چون ارغوان طالب دل شو که تا باشى چو مل تا به حسن شوى خندان همچو گل [ ۱۵۴مخ ] خو پام چې دزړه په ټکي غلط نه شئ دلته له زړه نه هغه زړه نه دى مراد چې په سينه کې پروت اود نفساني غوښتنو او بوالهوسۍ ځاله ده ، دا زړه د مينې له خونده ناآشنا د باور له شتمنۍ بې برخې له شوق او ذوق نه خالي وي اوداسې زړه بس د تيږې يوه ټوټه ده چې نه گل پکې ټوکېداى شي اونه هم د عرفان غمى پکې ځلېداى شي. تنگ و تاريک است چون جان بهود بـيـنــــوا از ذوق سلـطان و رود نــى درآن دل نـــاب نــــــــــور آفــتــاب نى کشاد عرصهء نى فتح باب [۱۷۰مخ] د مولانا په آند دغه زړه دجوړښت ، څېرې او جسامت له مخې د سمو دمو او ژونديو زړونو په څېر يو زړه وي خود حقيقت له پلوه بيادغه دواړه زړونه يواځې د څېرې او جسامت پرته په بل هېڅ کې گډون نه ورسره لري.دغه زړه هم اوبه دى خو د رڼې چينې پاکې او زلالې اوبه. هاغه زړه هم اوبه دى خو خړې او خټينې اوبه. لومړى دا پاکې او رڼې اوبه دي چې تنده هم پرې ماتېداى شي او لاسونه هم پرې مينځل کېداى شي. دوهمې دا هم اوبه دي خو له خټو او چينجيو ډکې چې نه په څښلو ارزي اونه په ورڅښلو. همدا توپير په دغه زړه اوهغه زړه کې دى. دغه زړه د انبياوو او اولياوو دى چې د لوړوالي په وړاندې يې آسمان هم ټيټ دى اود پراخي په وړاندې يې د ټولې نړۍ پراخوالى هېڅ دى. هاغه زړه يو مړ، بې حسه او بوالهوسه زړه دى. هغه د مړه انسان يو مړاوى زړه دى چې نه عرفان ته لاره لري اونه معرفت ته.ځکه نو دمولانا په آند يو څوک له ډېره فکره وروسته بايد چې ووايي زه هم په گوگل کې زړه لرم !!! توهمــى گوئـــى مرا دل نيـــز هـــست دل فرا زعرش باشد نه به پست

در گل تيره يقين هـم آب ست ليک از آن آبت نيايد آبدست

زانکه اگــر آب اســت مغلوب غـــل اسـت پس دل خودرا مگو که اين هم دل است

اى دلى کـــز آسمانها برتـــر است آن دل ابدالى يا پيغمبر است [ ٢٣٩ مخ ]. خو مولانا وروسته دا ډاډ ورکوي چې څوک دې خپه کېږي نه . زړه آخر زړه دى اود خداى په وړاندې هر زړه بيه لري: کالـــۀ کـــه هــيچ خلـقش ننگريد از خـــلافـــت آن کـــريــم آن را خـــريد هيچ قلبى پيش او مردود نيست زانکه قصدش از خريدن سود نيست.

[ ٥٢١ ].

وروسته مولانا فرمايي چې: د معدې پنجره پرېږدئ اود زړه د آزادۍ نړۍ سيل وکړي. دخداى د ځواک او قدرت ننداره وکړئ. ستا اود پالونکي خداى ترمنځ همدغه نس او معده ترټولو لويه پرده ده. کله چې انسان په خپلو هڅو سره دغه پرده وشلوي نود الهي عرفان رڼا به په خپلو سترگو وويني. معده را بگذار سوى دل خرام تاکه بى پرده از حق آيد سلام [ ٤٥٠ مخ ].

د بشريت مقــــام :

مولانا په يوه داسې چاپېريال کې ژوند کاوه چې هلته خلک له يوه پلوه د مستبدو دکتاتورانو د جبر تر جغ لاندې پراته وو اوله بل پلوه پرله پسې جگړو خلک سخت ځورولي اود ټيټوالي اوکمترۍ احساس سره يې مخامخ کړي وو. هغوى له ژونده يو مخيز بېزاره اوله خپل راتلونکي نه بېخي مايوسه شوي وو. دهغه پېر انسان دخپل ځان په وړاندې د سپک والي احساس کاوه. له بل پلوه عجمي تصوف هم له حالاتو نه په گټه پورته کولو سره په ټولنه کې خپلې ريښې غزولې وې. دغه تصوف په خورا زور سره په خلکو کې د فنائيت، د ذات د انکار اود ځان ماتولو سپارښتنه کوله چې له امله يې ځان پېژندنه اودځان په اړه غور او فکر کولو ديوه اخلاقي جرم بڼه خپله کړې وه. د انسانانو په منځ کې دملکوتي صفاتو د لاسته راوړلو ، د بشريت له اړينو شيانو نه د بري والي او انسلاخ اوهمداراز دگوښه والي، تجرد اوځانته والي تبليغ دومره په شور اوځوږ سره شوى وو چې انسان يې په خپل انسانيت باندې شرمېدلو ته اړ کړى وو. ددغو ډبرينو تصوفي ښوونو په رڼا کې دهغه پېر انسان خپل پرمختگ اوبرياليتوب په انسانيت کې نه بلکې له بشريت نه په تېښته کې لټاوه. په ټولنيز ډول له بشري ښېگڼو نه د غفلت اوله بشري لوړوالي نه د ذلت،ټيټوالي او سپکي خواته د تېښتې يو چاپېريال رامنځ ته شوى وو. دهغه مهال ادبياتو اوپه شاعرۍ کې د بشر او بشريت سپکې، تذليل اوتحقير ديوې خوار مهمې ادبي،ټوليزې او آن عقيديي پديدې بڼه خپله کړې وه. ددې څه په پايله کې دهغه مهال په خلکو کې د ځان په اړه بې باورۍ، مايوسي او خواشيني رامنځ ته شوې وه . دهغه مهال له ليکنو جوتيږي چې گڼو خلکو به له بشريت اوبشري ښېگڼو نه د تېښتې له امله دې ځاى ته رسېدلي وو چې له خدايه  به يې غوښتل چې کاشکې هغوى څاروي اوياهم کاڼي تېږې واى، خو چې انسان نه واى. مولانا په خپل ځانگړي سبک د بشريت دمقام د لوړوالي ناره پورته کړه اودا ناره يې په دومره شور او ځوږ سره پورته کړه چې د انسان ويده خودي ورسره راويښه شوه. د مولانا ددغې رجزيه شاعري اغېزه دهغه مهال په اسلامي ادبياتو ولوېدله اودهغې له امله په ادبياتو، شعر شاعرۍ اوتصوف کې يو نوى اوپه زړه پورې رجحان رامنځ ته شو. مولانا انسان ته دهغه د پيدايښت اوخلقت موخه ورپه گوته کوي اودا ورته وايي چې که انسان الله تعالى ته گران اومحبوب نه واى د ( احسن تقويم ) لباس به يې هېڅکله نه وو ورته پرې کړى. احسن التقويم والتيــن بخوان که گرامى گوهر ست اى دوست جان احسن التقويم از فکرت برون احســــن التــقـويم از عـــرشــش فـزون [ مثنوى \ ٥١٥ مخ ]. مولانا پوښتنه کوي چې آيا له انسان پرته د بل چاپه سر هم دکرامت تاج ايښودل شوى دى ؟ اوداچې هغه ته په ( کَرَمْنا) سره خطاب شوى ؟! هيچ کرمنا شنيد ايــن آسـمان که شيند اين آدمى پرغمان تاج کرمنا ست بر فرق سرت طــوق اعـطـيناک آويـز برت هغه فرمايي چې انسان د کائناتو خلاصه اود عالم د اوصافو ټولگه ده. انسان څه دى ؟ په کوزه کې سيند اوپه يوه واړه وجود کې يې ټوله نړۍ نغښتې ده: آفتــــابـى دريــــک ذره نـــهان نــــاگــهـان آن دره بــــکشــــايــــد دهـــــان ذره ذره گردد افلاک وزميــن پيش آن خورشيد چون جست از کمين. [ مثنوى \ ٥٩٤ مخ ]. بحر علمى درنمى پنهان شده درسه گز تن عالمى پنهان شده [ ٤٧٥ مخ ]. انسان دى چې له امله يې ټول کائنات منځ ته راوړل شول. دهمده له امله د نړۍ رنگ او بوى او د ژوند موخه او عزت خوندي دي، ځکه نو د انسان اطاعت په ټولو موجوداتو فرض گڼل شوى دى. هر شــــرابى بنـــــده آن قـــــــدوخـــــد جــمله مستان را برتو بود حسد

هيچ محتاجى مـــــــــى گلگون نه ئـى تـــرک کن گلگونه ، تو گلگونى

جوهر است انسان و چرخ اورا عرض جـمـله فرع وسايه اند وتو غرض

علم جوئــى از کــتب هــــاى فـــسوس ذوق جــوش تو زحلواى سبــوس خـدمتت بر جـمله هستـى مفتـــرض جوهرى چون عجز دارد با عرض

يواځې دانه بلکې انسان د الهي صفاتو يوه داسې هنداره ده چې د الهي ځلاگانو، رڼاگانو او آيتونو انځورونه ورباندې کاږل شوي دي: آدم اصطرلاب اوصــاف علو است وصف آدم مظهر آيات اوست

پرچه در وى مينمايد عکس اوست همچو عکسـ ماه اندر ابجو ست

خلق را چون آب دان صاف و زلال و اندرو تابان صفات ذوالجلال

علم شان و عدل شان و لطــــف شان چــــون ستاره چرخ درآب روان

[ ٥٦٢ مخ ]

له دې وروسته حضرت مولانا رومي فرمايي چې د انسان تعريف ( پېژندنه ) اودهغه د ارزښت او بيې کيسه لاپوره نه ده، بلکې که رښتيا را باندې واياست نوپه چا کې دهغه د اورېدلو توان هم نشته: گر بگويم قيمت آن ممتنع من بسوزم ، هم بسوزد مستمع . [ ٥١٥ مخ ] د انسان له دغه لوړوالي وروسته له خدايه پرته څوک هغه پېرودلاى شي؟ اوڅوک دهغه بيه اوارزښت مالومولاى شي؟ افسوس چې انسان ته په خپله ، خپله بيه او ارزښت نه دى مالوم اوپه هره بيه د هرچا په لاس پلورلوته هره گړۍ چمتو دى. مولانا په دې اړه په پوره خواخوږۍ سره داسې وايي: اى غلامت عقل و تدبيرات و هوش تو چرائى خويش را ارزان فروش

[ ٤٧٥ مخ ].

بيا فرمايي چې:د انسان سودا وشوه. دهغه ارزښت پېژندونکي او پېرودونکي ذات خداى په خپله دى. مشـتـرى مــــاست الله اشتـرى از غـم پر مشترى بين بر ترآ مشترئ جو که جويان توست عـــالم آغاز و پـــايــان تو است خو دا ټوله دهغو انسانانو يادونه ده چې د بشريت په جوهر پسوللى اود انسانيت له حقيقت سره آشنا وي. دهغو انسان ډولو يادونه نه ده چې د څېرې له پلوه انسانانو ته ورته دي، خود نفس وژلي او د نفسي غوښتنو په لاره کې دهغه په وړاندې مړه پراته دي. دا انسانان نه بلکې د انسان بې ځانه انځورونه دي:

اين نه مردانند اينها صورت اند مردۀ نان اند و کشتهء شهوت اند

[ ٤٥٩ مخ ]

د هرې زمانې په څېر د مولانا په زمانه کې هم دغه حقيقي انسانان ډېر کم پيدا وو.په ټوليز ډول هغه انسانان ډېر وو چې د څارويو په څېر اخلاق يې لرل. مولانا له دغه ډول ځناور ډوله انسانانو ستړى وو. هغه په حقيقت کې د انسان په لټه کې وو. بلکې دخپل ځان په لټه کې وو: وى شيخ با چراغ همى گشت گرد شـهر کز دام و دد مــلولم و انسانيــم آرزو ســت زين همرهان سست عناصر دلم گرفت شير خدا ورستــــم وستــانــم آرزو ســــت گفت که يافت مى نه شود جستــــه ايم گفت آن که بافت مى نشود آنم آرزو ست [ ديوان ].

د عمـل بلنـه:

د مولانا تصوف اودهغه سپارښتنې ،د تعطل ، بې عملۍ او رهبانيت مبلغ نه دى، بلکې هغه د پرله پسې کار اوټولنيز ژوند لوري ته رابلونکى دى. رهبانيت اود دنيا پرېښودل د اسلام له روح سره منافي اود نبوي لارښوونو سره په ټکر کې بولي. د مولانا په آند که خداى د ټولنيز ژوند پلوي نه واى نو د جُمعې، جَمعې او امر بالمعروف اونهى عن المنکر په اړه ټينگارونه به يې ولې کول؟ مرغ گفتش خواجه در خلوت مايست دين احمد را تـرهب نيک نيست از تــــرهب نهى فرمــــــود آن رســـــــول بدعتى چون در گرفتى اى فضول در مــيـــان اُمت مرحـــــــوم بـــــــــاش سنتِ احمد مهل محـــکـــوم باش. [ ديوان ]. دهغه په پېر کې توکل دتعطل محض بڼه خپله کړې وه. هرډول احتياط او تدبير دتوکل منافي گڼل کېده اوهغه ته په بده سترگه کتل کېدل. مولانا د توکل شرعي مفهوم خلکو ته بيان کړ. هغوى يې کسب او کار ته اړ اېستل. يوځاى د ( اعقلها توکل على الله ) دحديث ماناداسې بيانوي: گفـــت پيـــغمبــر بآواز بلنــــــــد با تـــوکل زانــوى اشتــر بــــــــه بــنـد رمز الکاسب حبيب الله شنــــو جهد مى کن ، کسب ميکن مو بمـو جهـد کن جهـدى نما تا وارهى ورتو از جهـدش بمانــــــى ابــــلــــــهى هغه د کمزورو ځناورانو له خولې د توکل او تعطل ټول هغه دلائل رانقل کړي دي چې په ټوليز ډول به ضعيف الهمته خلکو وړاندې کول. دغه دلائل په ښکاره خورا درانه مالومېدل خو مولانا يې په پوره تفصيل سره ځواب د زمري ځواب نامه په شعر کې ورکړى. د زمري له خولې مولانا فرمايي چې : انسانانو ته د بدنونو، غړيو او استعدادونو د ورکړې موخه همدا ده چې انسان کار وکړي . که څوک خپل مرئى ته کولنگ په لاس کې ورکړي نوموخه يې همداده چې هغه دې ولاړ شي اوځمکه دې وکني. هغه ته که څه هم په خوله هېڅ ويل نه دي اړين خوهمدا چې کودال يې په لاس ورکړ موږ يې پوه کړو چې څه غواړي. همداراز چې لوى خداى موږ ته لاسونه او ځواک راکړى موخه يې همداده چې له خپل جسماني توان نه دخپل ژوند دجوړولو په برخه کې کار واخلو. کسب او کار د انساني فطرت او الهي مشيت غوښتنه اوبې کاري او بې عملي له فطرت او الهي مشيت نه تېښته ده اود نعمت کفران دى. سم توکل دادى چې هڅې اوهاند ترسره شي اودهغو پايلو په اړه دخداى دحکم انتظار وباسي. ځکه برياليتوب دخداى په لاس کې دى. مولانا په دې اړه فرمايي: گفت شيــر آرى ولـــى رب العباد نــــــردبانى پــيش پــــاى ما نهاد

پايه پايــــه رفـــت بايـــد ســـــوى بــــام هست جبرى بودن اينجا طمع خام

پاى دارى چون کنى خودرا تـــــو لنـــــــگ دست دارى چون کنى پنهان تو چنگ

خواجه چون بيلى بدست بنده داد بـــــى زبان معلوم شد اورا مراد

چون اشارتهاش را بــــرجان نهــــــى در وفاى آن اشارت جان دهى

پس اشارت هاش اکرارت دهـــــد بـــــــار بردارد وزتوکارت دهد

سعى شکر نعمت قــــدرت بـــــــود جبــــر تو انگار آن نعمت بود

شکــــــر نعـمت نعـــمتت افـزون کنــــد کـــــــفر نعمت از کفت بيرون کند

هاى مخسپ اى جبرى بى اعتــــــــبار جـــــــــز بزير آن درخت ميوه دار

تاکه شاخ افشان کند هر لحظه باد بــــــرسرِ خفته بريزد نقل و زاد

گر توکل مـــى کندى دو کــــــــار کــــن کسب کن پس تکيه بر جبار کن

[ ديوان \ ٢٧ مخ ].

وروسته د زمري له ژبې ددغه حقيقت څرگندونه کوي چې هاند اوهڅې، منډې ترړې اوکار غريبي د انبياوو سنت اود اولياوو لاره ده. هغه فرمايي:

شير گفت آرى وليک هم ببين جـــــهـدهاى انبـــــياء ومرسلين

حق تعالى جهد شان را راست کرد آنــــچه دريد از جفا و گرم وسرد

جهد ميکن تا توانى اى کيا در طــــــريق انبـياء و اولياء

چيست دنيا از خدا غافل بودن نى قماش و نقرۀ فرزند وزن

مال را گربهر دين باشى حمـــول نعم مالُ صالح گفت آن رسول

جهد حق است و دوا حق است ودرد منکر اندر نفى جهـدش جهـد کرد

[ ديوان \ ٣٨ مخ ]. مولانايوازې دخپل پېرپه خلکوباندې له دېنه دلرې والي له امله نيوکې نه کوي . اونه هم يوازې هغه خلک په نښه کوي چې په ديني اوعلمي کړيوپورې تړلي وي بلکه هغه آن دوخت په حاکمانوهم ټکونه کوي اوپه زغرده وايي چې امارت اوحکومت دکوچنيانويوه نانځکه گرځېدلې اوداچې دچاروواگې سپيرونااهله اوناوړه خلکوته په لاس ورغلي دي.څنگه چې په مطلق العنانه دکتاتورانوباندې نيوکې کول د پايلوله بلوه گران پرېوزي خومولانالدې هرڅه بې پروادوخت حاکمان چيلنج کوي . چون حکم بدست رندان افتـــــاد لاجر م ذالنون بزندان افتاد چون قلم دردست غدارى بــــود لاجـــرم منعه بـــردارى بود چون سفيهان راکارى بود ى کيا لازم امــــد يقتلــون الانبياء (دېوان ١٣١مخ ) غلطولاسونوته دحکومت د واگو دلويدوله امله چې کومې بدې پايلې لاس ته راځي . مولانادهغوپه اړه داسې وايي . حکم چو دردست گمراهى بود جاه پنداريدودرچـاهى افتاد احمقان سرورشدنـــدوزبـــــــيم عاقلان سرع شيده درگليم (دېوان ٣٣٥مخ )


عقايداوعلم کلام :

مولانا نه يواځې داچې په عقلياتوکې ازحسياتويې نيوکې وکړې اودخپل پېر د علم کلام په کږون بې اعتدالۍ اوبې ځايه لفاظې يې ټکونه وکړل بلکې له باطنې احساساتو ، وجدان اوروح نه په گټه پورته کولوسره يې نړۍ ته دمينې اوعشق بلنه ورکړې اوهمداراز يې دکلامي ستونزودحل لپاره يې پخپل په زړه پورې سبک لاري ،لارې چارې په گوته کړې . دغه حقيقت ته په کتلوسره ويلاى شوچې دمولانابلنيزه فلسفه يوازې منفي گرا،سلبي اونيوکيزه نه وه . بلکې ايجابي اوښونيزه بڼه يې لرله . کومې ستونزې چې دعلم کلام له لارې حل نه شوې اوچېرې چې ديوې غوټې دپرانستلوپه هڅه کې له جړې نه جاخه جوړه شوې مولانايې حل په دومره ساده ،عام فهمه اوپه زړه پورې بڼه رااېستلې چې لوستونکې پدې باوري کيږي چې گواکې داخوهيڅ پېچلې ستونزې نه وې بلکې دورځني ژوندداسې پېښې اوخبرې وې چې کلاميانودخپلوپېچلومقدموله ليارې هيڅ بې هيڅه جاخه کړي وې . دمولاناهڅه دانه وي چې خپله خبره په داسې مينه اونرمۍ دمخاطب زړه ته ورښکته کړي چې هغه يې پخپله ومني اودااحساس کړي چې گواکې داخبره خو له پيله زماپه زړه کې وه اوداچې مولاناخوهسې هغه په خوله راوړه . همدا لامل دى چې په مثنوي کې دديني ارونواوعقايدو اوهمدارازدمتکلمانه مباحثودلوستلوپرمهال سړي ته داسې ډاډپيداشي چې دعلم کلام دپوره کتابونونودچاڼ کولولارې هم نشي پيداکېدلاى مولاناکه څه هم په اشعري مکتب پورې اړه لرله اوددې لارې يو تکړه اومتجرعالم وو خودخداى  ورکړې اوځاني تجربې په مټ يې په عقايدو اوعلم کلام کې هم دمجتهدبڼه خپله کړې وه اوپه حقيقت کې يې ديوه داسې نوي علم کلام بنسټ ايښې چې سبک اواسلوب يې له عامومتکلمينواودعقايدوله علماوو بېل اوپه پرتله اېزډول دقرآن کريم استدلال ته چې له سليمه فطرت سره اړخ لگوي نژدې دى . دخداى تعالى وجود: د خداى تعالى دوجودمسئله دعلم کلام اونورومذاهبويوه په زړه پورې موضوع ده . دپخواني علم کلام له لورې په دې اړه ورکړل شوې دلايل په ټوليزډول منطقي وو اوله هغونه داذعان اوباورلاسته راوړل گران دي . ددغه استدلال له مخې زيات نه زيات يوڅوک بې ځوابه شي خوپه دې اړه قران کريم اسلوب بيادادى چې هغه دانسان سليم فطرت تخنوي اوپه هغه باندې دوپساتاثرورکوي اودهغه وېده احساس راويښوې . قران په ناڅاپي ډول دپېغمبرپه ژبه داخبره کوي:(افي الله شک فاطرالسموات والارض) (ابراهيم \١٠) ژباړه : آيا په ( وجود د ) الله کې شبهه شک دى (هسې الله چې) پيدا کوونکى د اسمانونو او دځمکې (او مافيهما ) دى (بلکې شک نشته). ددغه ناڅاپې استعجاب له امله دانسان فطرت راويښ شي اوسم دم په کارپيل وکړي اووروسته داسمانونو،ځمکواومصنوعاتودپيدايښت نه دهغه دپيدا کوونکي خواته لاړشي ټول قران کريم له همدغه ډول استدلاله ډک دى چې وايي د خداى نښې وگورئ . له مخلوقاتونه خالق اوله مصنوعاتونه صانع ته ځانونه ورسوي . دقران له مخې دخداى د پېژندنې دغه ترټولوباوري ،لنډه اوبې خطره لاره ده . (سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَکْفِ بِرَبِّکَ أَنَّهُ عَلَى کُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ 53) [ سورة حـــــــــــم السجده ]. ژباړه  : ژر ده چې وبه ښيو دوى ته دلائل (د قدرت) خپل چې په آفاق ملکونو کې دي اوپه نفسونو ددوى کې دي ترهغه پورې چې ښکاره شي دوى ته چې بېشکه دغه قرآن حق دى ، آيا کافي نه دى رب ستا (بلکې بس او کافي دى) بېشکه الله پر هر څيز شاهد حاضر گواه دى. مولاناهم په مثنوي کې داستدلال همدغه بڼه خپله کړېده. هغه ځاى په ځاى له کايناتونه دهغو دخالق په وجوداستدلال کوي هغه وايي چې په نړۍ کې ډېرداسې کارونه ترسترگوکيږي چې کيږي خوکونکى هيچاته ته هم په نظرورځي .خوهغه څه چې کيږي هغه پخپله ددې دليل دى چې دپردې ترشايوکونکى ذات هم شته گواکي کړه ښکاره دي اوکونکى پټ دي .

وسعت پنهان وقلم بين خط گذار اسپ درجوليدن وناپيداکنار
تيــــرپيدابين ونـــاپــيــــداکـــــمان جانها پيدا وپنهان جــان جــان[1]

خوځښت دخوځوني په وجوددلالت کوي اود باد اوسيلۍ له الوتا نه دهغې د الوزونکي وجودڅرگنديږي .

بادرا ديــــدى مـــــــى جنبــــدبدان بــــادجنبانيت ايــــن جـــابـــادران
پس يقين درعقل هرداننده است اين که باجنبيده جنباننده هست

(مثنوي ) تاسې موثرنشئ ليدلاى خوله اثارونړۍ ډکه ده له همدغواثاروپوه شه چې ترشايې مؤثرهم شته . دجسم خوځښت اوژونددروح له امله شوني دى . روح هيڅوک هم په سترگونشي ليدلاى همدادجسم خوځښت دروح دشته والي ستردليل دى . گرتواورامـــى نه بيـــنى درنــــــــظر فهــــــم کــــن آنـرا به اظهاراثر تن به جان جنـبدنمى بينى توجان ليک زجنبيدن تن جان بدان (مثنوي ) دمؤثرپه شته والې باندې دهغه اثارواودصانع په وجوددهغه له مصنوعاتولوى دلايل چېرې دي؟ دلمرپه وجودباندې دهغه تررڼالوى دليل چېرې دى ؟ خودنباشدافتاب رادليل جزکه نورآفتاب مستطيل (مثنوي ) اوبيادکايناتويوازې وجودنه دى بلکې خورااوډلى نظام دى. هرڅه پخپل چوکاټ کې په ترتيب سره اېښودل شوي دي . دسيارودڅرخېدا اوگرځېدا له پاره خپل آرونه دي، لمراوسپوږمۍ ځانته نظام لري . باد اوورېځ هم بې زنځيره فيلان ندي چې چېرې يې زړه وي هغه لوري ته به الوزي دهغوى لپاره هم يوه تازيانه ټاکل شوې ده چې لږ سرپيچي وکړي په تازيانه دشاله لورې ووهل شي دغه نظم،ترتيب اوپلان ددې خبرې دليل دى چې کاينات په خپل ځان برسېره يوداسې خالق لري چې هم حاکم دى هم مدبرهغه حکيم دى اوعليم .دکايناتوواک اوچارې له هغه سره دي اوهيڅه له واکه دباندې ندي .

گــــــــرنمى بينى توتدبير قــدر درعنــــــاصر،گردش وجوشش نگر
آفتـــــــــاب ودوگاو خـــــــراس گـــــــردمى ردندومى دلدندپاس
اختران هم خانه خانه ميروند مرکب هرنحس پسورى ميشوند
ابـر راهم تــازيــــانه و آتشــــــين مى زندکه هان چنين رونى چينين
برفلان وادى ببار اين سو مبار گــــوش ماش ميدهدکه گوش دار[2]

وروسته مولاناپه ډاگه کوي چې لوى خداى  کاينات دخپلې گټې لپاره ندي پيداکړي بلکې هغه يې دانسان دښېگړې اوپرمختگ لپاره پيداکړي . پدې ډول مولانادخلق عالم هغه فلسفه چې له متکلمينولارپکې ورکه ده په خوراساده توروکې بيانوي . گفت پيغمبر که حق فـرموده اسـت قـــصداً ازخـــلق احسان بوده است

افــــــــريدم تـازمن سودى کنــند تازشهدم دست آلودى کنند

نى براى آن که من سودى کنم دربرهنه مـــــــن قباى بــــــــــرکنم ج من نکرده ام خلق تاسودى کنــم بلکه تا بر بندگان جودى کنم

(مثنوي ١٥٩)


نبوت او انبياء

مولانادانبياوو پېژندنه پخپله دهغوى په ژبه کوي اوپه ډاگه کوي چې هغوى الهي طبيبان اودټپي زوړنو درمل کونکي دي. طبيب دنبض له ليارې زړه ته رسيږي او انبياء نېغ په نېغه زړه ته لاره لري. طبيبانودجسماني اوبدني روغتياخواته پاملرنه کړېده اوانبياؤدزړونوددرملنې اوداعمالواواخلاقودسمون چاره په مخه اخيستې ده .

ماطبيبانيم شاگردان حـق بحـــــــرقـلزم ديدمارافانفلق
آن طبيبان طبيعت ديـــگرنـد زفراست مابه اعلى منظريم
آن طبيبان غذايندوثــــــــــــــمار جان حيوانى بدشان استوار
آن طبيبان فعاليم ومقـــــــــال ملـــــــــهم ماپرتونوروجـــلال
کاين چنين فعلى ترانافع بــــــــود وآن چنان فعلى زره قاطع شود
اين چنين قــولى تــراپيش آورد وآن چنــان قولى ترانيش آورد
آن چنان واين چنان ازنيک وبد پيش تــوبينم وينايم جـــسد
آن طبيبان رابـــــود بوى دليـــــل ويــــن دليل مابودوحى جليل[3]

دنبوت په چاره کې هم مولانادعقلي مقدماتونه داستدلال پرځا‌ى ، په ټوليزډول له ذوقي اودجداني دلايلواستدلا ل کوي هغه وايي چې دپېغمبرهره ادا‌ په ډاگه کوي چې هغه پېغمبردى هغه سرترپايه اعجازوي . دليدونکولپاره هغه پخپله دنبوت دليل وي . همداټکى وو چې حضرت عبدالله بن سلام دخداى دنازولي رسول دمخ په لېدوسره په سملاسي ډول نارې کوي : والله هذا ليس بوجهٍ کذاب ژباړه : په خداى سوگند! دغه مخ دکوم درواغژن سړي نشي کېدلاى .

دردل هرکس که دانش را مزه است رو و آو ازپيمبر معجزه است

هغه وايي چې دپېغمبر(استازې) اودامت دزړونوترمنځ يوداسې تړون وي جې هغه وايي داستازې له خولې لايوه خبره نه وي راوتلې اودلته امت ورته د امناوصدقناناره پورته کړې وي . دامت وجدان داستازې په هره ناره په وجدراځي . ځکه هغه ناره دومره زړه راښکونکې په زړه پورې اوحيرانونکي وي چې انسان يې په اورېدلوسره په بې اختياره ډول دزړه له تله ومني هغه فرمايي :

آ

چون پيمبر ازبرون بانگى زند جان امت دردرون سجده کند
زانکه جنس بانگ اواندرجـــــهان ازکس نشنيده باشدگوش مان
ن غريب ازذوق اوازغريــــــــــب اززبان حق شنــــود اِنًىُ قَرِيْبْ[4]

مولاناوايي : داستازې درېښتونولۍ لپاره دهيڅ باندني دليل اړتيانشته . دهغه وينااړعاهم اودليل هم اوپدې څه دنړۍ نظام ولاړدى . تږي ته که څوک دڅښلولپاره اوبه وړاندې کړي نوهغه دليل نه ترې غواړي اونه هم ماشوم دشيدوداړتياپرمهال له موره کوم دليل غواړي . مينه اوغوښتنه دويسااوپرمختگ لپاره کافي دي .

ي

تشنـــــــه راچون بـــــگوئى توشتـــــــــاب درقدح اب است بستان زوداب
هيچ گويدتشنه کين دعوى است رد ازبــــرم اى مــدعى مهجورشود
ــــــا بطفل شير مـادر بانـــگ زد که بيامن مادرم هان اى ولد
طفل گــــــــــــويدمادراحجت بـــــيار تاکه باشيرت بگيرم قرار

د هغه په اند معجزه دايمان راوړلولامل نشي کېداى ياني اړينه نده چې يوڅوک دي معجزې له ليدلووروسته ايمان راوړي رښتياهم همداسې ده دسيرت په تاريخ کې په گرانه داسې څوک ليدل کيږي چې معجزې په ليدلوسره يې ايمان راوړى وي . لوى صحابه هماغه وو چې درسول الله په ليدلوسره يې ايمان راوړى وو . دمولاناپه انداصل ايمان دهماغوخلکووو معجزات خودمغلوبه اوبې ځوابه کولولپاره وي هغه څوک چې دمعجزې له لارې مغلوب اوبې ځوابه شي هغه په گرانه سره دهغه انډيوال جوړېداى شي . د راښکنې او تسخير له پاره اصل شى جنسيت او مناسبت گڼل کېږي.

موجب ايمان نباشد معـــــــــجزات بوى جنسيت کند جذب صفات
معجزات از بهر قهر دشمـن است بوى جنسيت سوى دل بردن بود
قهر گردد ، دشمن، اتادوست نى دوست کى گردد به بسته گردنى[5]

د انبياوو د يادولو په مهال مولانافرمايي چې هغه خورا غيرتي اوځان ساتونکي وي. له هغوى نه د گټې اخستلو له پاره ادب او احترام اړين دى. هغه پاچا طبيعته انسانان دي. دهغوى دمنصب غوښتنه ده چې هغوى دې وايي او نور دې اوري. معارضه، مجادله او مخالفت دمحرومۍ لامل او لوى حجاب گرځېداى شي.

گر هزاران طالب اند و يک مــلول از رسالت بازيى ماند رســـــــول
ايــــــن رســـــولان ضميـــر راز گـو مستمع خواهند، اسرافيـــل خو
نخوتى دارند و کبرى چون شهان چاکرى خواهند از اهــــــل جـهان
تــــا ادبــها شــــان بجا گـــه نـاورى از رسالت شان چگونه بر خورى

او ولې به داسې نه وي؟ ! مولانافرمايي چې داهم وگورئ چې هغوى له کومه راغلي اودچا پيغام يې راوړى دى؟

هر ادب شان که همى آيند پسند کامدند ايشان از ايوان بلند

مـعــا د

د مولانا په آند مړينه په حقيقت کې د اصلي ژوند يوه پيليزه اود انسان د پرمختگ له پاره يوه زينه ده. گواکې آبادۍ له ورانۍ پرته شونې نه ده. خزانه هغه مهال لاس ته راځي چې ځمکه پسې وکيندل شي. کله چې جوړ ودان کور نړول کېږي نوهغه ددې ما نا لري چې له سره يې ودانوي.

شاه جان جسم را ويران کنـــــد بـــعـد از ويرانيش آبــادان کنـــــد
کرد ويران خانه بهر گنج و زر وز همان گنجش کند محمود تر

ددغه خاورين بدن ماتول. ديوې لويې ودانۍ د ودانولو نښه ده. د غوټۍ له رژېدا وروسته په دې پوهېدل په کار دي چې مېوه راروانه ده.

چون شگوفه ريخت ميوه مى کند چونکه تن بشکست جان بر سر کند[6]

هغه سخي خداى چې انسان ته يې د اروا په څېر نعمت ورکړى. څنگه شونې ده چې هغه دې بېرته ترې وگرځوي؟ بلکې د اروا اخستنې نه د خداى موخه داده چې خداى يې په بدل کې يو نوى او تلپاتې ژوند ورکړي. هغه نعمتونه اوهغه ژوند چې انسان ېي آن تصور هم نه وي کړى . ( مالا عين رئت ولا اذن سمعت و لا خطر على قلب بشر ):

آن کسى را کش که چنين فناهى کشد سوى تخت و بهترين جاهى کشد
نيــم جــــــان بستاند و صــــد جان دهد انـــــچــه در وهـــمت نيايد آن دهـد[7]

د پرمختگ د جگو پوړيو د لاسته راوړلو له پاره نيستي او له منځه تلل اړين دي. کله هم چا داسې کړي چې پخوانۍ تخته يې نه وي پرېمينځلي اوپه زړو انځورونو يې نوي انځورونه کښلي وي؟. آيا کله هم داسې پېښ شوي چې يو چا خاوره نه وي کيندلي اوله ځمکې چينه راخوټکېدلي وي؟ د ليکلو له پاره انسان په سپين کاغذ اود کرلو له پاره په تشه ځمکه پسې گرځي:

لوح را اول بشويـــــد بيوقوف آنگهى بروى نويسد او حروف
وقت شستن لوح را بايد شناخت که مرآن را دفترى خواهند ساخت
جـون اساس خانۀ تو افگنـند اولـيـن بنياد را بر مى کنند
گِل بر آرند اول از قعر زمين تـــا بآخــــــــر برکشى ماءِ معين
کاغذى جويد که آن بنوشته نيسـت تخم کارد موضعى که کشته نيست[8]

نشتوالى د شته والي اړتيا پيدا کوي. د خالق رحمت په جوش راولي. شتمن تل په نيست منو احسان کوي:

هستى اند ونيستى بتوان نمود مالداران بر فقيرآرند جود

تاسې لږ په خپل حالت فکر وکړئ. تاسې د پرمختگ په پوړيو مخ په لوړه روان ياست. د ورانولو او ماتولو لړۍ په پرله پسې ډول روانه ده. تاسې د هستۍ يوه جامه باسئ، بله اغوندئ ، له يوې فنا نه د بقاء حالت ته ورسېدئ، که تاسې په خپل لومړي حالت پاتې واى تاسې ته به دغه پرمختگ او کمال څنگه درپه برخه کېداى؟ تاسې به تراوسه هماغه د اوبو او خاورو په قالب کې بند وئ! نوتاسې ولې له وروستي پرمختگه په ډار کې ياست ؟ اوستاسې د اروا مرغه له دغې عنصري پنجرې نه د وتلو پرمهال ولې داسې مړژواندى دى؟ مولانا په دې اړه څه ښه وايي:

تو از آن روزى که درست آمدى آتشـــى، يا خـــاک يا باد بودى
گر بدان حالت تر بودى بقاء که رسيدى مرترا اين ارتقاء
از مبدل هستى ، اول مانــــد هستى ديگر بجاى او فشاند
ايـــن بقاها از فناها يافـــــــتى از فنـــايش روجرا بر تافتى
اين فناها چه زيان بودت که تا بــــر بقا چسپيده اى بينـــــــــــوا [9]

ځکه نودمولانا په آند مړينه، مړينه نه ده، بلکې په حقيقت کې د ژوند پيلامه ده اود مرگ ورځ د مؤمن له پاره د غم ماښام نه بلکې د اختر روڼ سهار دى:

آزمودم مرگ من در زندگى است چون رهم زين زندگى يا بندگيست[10]

د عارفانو مړينه دې د عاميانو له مړينې سره نه پرتله کېږي. هغوى له دغې فاني نړۍ په کوچ کولو خوابدي نه بلکې خوښي وي. مړينه دهغوى له پاره تريوه زيري کمه نه ده. د عاد په قوم چې کوم زول را الوځول شوى وو هغه د حضرت هود اودهغه د ملگرو له پاره ديوې پسرلنۍ سيلۍ بڼه خپله کړې وه:

هود گِرد مؤمنان خطى کشيد نرم مـى شد باد کآنجا مى رسيد
همچنين بادِ اجــــل با عــارفـان نرم وخوش همچو نسيم بوستان[11]

جبر او اختيار

د جبر او اختيار بحث د علم کلام تر ټولو گران او پېچلى بحث دى. يوه ډله د اختيار منکره اود جبر محض قايله ده. د عقايدو او فرقو په تاريخ کې دغه ډله جبريه بلل کېږي. مولانا فرمايي که انسان مجبورِ محض واى، نوهغه به د خداى له لوري د امر او نهى مخاطب ولې گڼل کېده اوداچې دشريعت احکام به ولې ټول هغه ته متوجه کېدل. آياچاډبره ليدلې چې دبلې دا ته يې امر کړى وي؟

جبريش گويد که امر ونهى راست اختيارى نيست دين جمله خطا است
جمله قرآن امر ونهى است و وعيد امـــــر کـــردن سنگ مرمر را که ديـــد[12]

مولانا فرمايي چې د اختيار عقيده د انسان په خټه کې اغږل شوې ده. هغه په خپل ورځني ژوند کې ددغې عقيدې اقرار او دجبر انکار کوي. د چا د بام لرگي که راوغورځيږي نوهغه هېڅکله هم بام ته نه په غوسه کېږي. که سېلاب د چا سامان په مخه کړي نوڅوک سېلاب ته بد رد نه وايي. که د چا پگړۍ باد ورړنگه کړي نوڅوک باد په ښکنځلو سره خپل زړه نه تشوي. ځکه چې ټول پوهېږي چې بام، سېلاب او باد دا هرڅه مجبور دي. هغوى دخپلو کړنو هېڅ واک نه لري. ځکه خلک هم هغوى ملامت نه گڼي. البته له انسان سره د انسان معامله بيا بېخي بل ډول ده. ځکه انسان د اختيار څښتن دى:

گــــر ز سقف خانه چوبى بشکنــــد بر تو افتد سخت مجروحت کند
هيچ خشم آيدت بر چوب سقف هيچ اندر کين او باشى تو وقف
که چرا بر من زد و دستم شکست يــــا چرا بر من فتااد و کرد پست
و آنکه قصد عهدت تو ميکنـــد صـد هزاران چشم از تو سرزند
ور بيايد سيل و رخت تو برد هيـــچ بــاسيل اورد گيتى خرد
گــــر بيايد باد دستـارت ربــــود کـى ترا با باد دل خشمى نمود
خشم در تو شد بيان اخــتيار تـــانه گوئى جبر يا نه اعـتذار[13]

هغه يو گام مخ په وړاندې اخلي او وايي چې آن ځناوران هم په فطري ډول د جبر او قدر له مسئلي خبر دي او پوهېږي چې آلات او جمادات هېڅ بڼه نه لري. سپى هم که څوک په ډبره وولي نوهغه په ډبره پسې نه بلکې په ډبره ويشتونکي انسان پسې منډه اخلي. اوښبه چې کله خپل اوښ وډبوي نو اوښ لرگي ته نه په غوسه کېږي بلکې له اوښبه نه کسات اخلي. د مولانا په آند کله چې څاروى لا هم له دې حقيقت نه خبر دى نو انسان خودې په خپل جبريت باندې وشرميږي:

همچنين گر به سگى سنگى زنى بـــر تـــــــو آرد و گـــــــردد منثنى
گر شتربان اشتــرى را ميــــزند آن شتــــر قصد زننده مى کند
خـــشم اشتـــر نيست با آن چوبِ او پس ز مُختارى اشتر برده است بو
عقل حيوانى چو دانست اختــــــيار اين مگو اى عقل انسان شرم دار
روشن است اين ليک از طعم نور آن خــــورنده چشـم بربندد ز نور
چونکه کلى ميل آن نان خوردنيست رو بـــه تاريکى کند که روز نيست[14]

علت او معلول

د اسبابو او علتونو په اړه د اسلامي فرقو په منځ کې خورا افراط او تفريط ليدل کېده. حکماء په دې آند وو چې په کائناتو کې د علت او معلول لړۍ روانه ده . معلول له علته او مسبب له سببه مخالفت نه شي کولاى. معتزله هم ددغه آند ټينگ پلويان گڼل کېدل. گواکې هغه څه چې دکوم شي له پاره علت شي اوهغه څه چې دکوم شي له پاره اغيز شي په هغه کې د بدلون چانس هم له صفر سره برابر شي. ددغه آند په پايله کې له خارق العاده شيانو دانکار خواته تمايل رامنځته شو اودغه آند نورهم ټينگ شو چې يو شى له خپلې اغيزې او علته پرته اوله کومې حادثې پرته شتون نه شي پيدا کولاى. خو اشاعره بياپه بل آند وو. هغوى ويل چې هېڅ شى د بل شي له پاره علت نه شي جوړېداى اونه هم کوم شى په بل دا د اغيز ښندلو ځواک لري. د اشاعره وو دغه افراطي آند هم تاوان ورساوه اوهرچاته يې د اسبابو د نيولو اوپرېښودلو په اړه دهرډول خبرو ور پرانيست چې له امله يې يوه بې نظمي او تعطل رامنځته شو. د مولانا په آند بيا ددې دواړو په منځ کې دى. هغه مني چې د اسبابو خپل حقيقت دى، علل او معلولات، اسباب او مسببات داسې يوه لړۍ ده چې انکار يې شونى نه دى اونه هم داکوم معقول کار دى. د خداى چاره داده چې مسببات يې د اسبابو تابع کړي دي او خواص ( ځانگړتياوې ) له شيانو راوځي. البته خرق عادت شونى دى او کله ناکله پېښېداى شي:

بيشتر احـوال بر سنـــت رود گــاه قدرت خارق سنت شود
سنت و عادت نهاده با مزه باز کرده خرقِ عادت معجزه
بى سبب گر عز بما موصول نيست قدرت از عزل سبب معزول نيست

عام خلک هم دغو اسبابو ته گوري او معذور دي. که نور څه تر پام نه ورځي.

حاصل آنکه در سبب پيچيدۀ ليک معذور همى را ديده اى

فرمايي : چې بېشکه د اسبابو پريکون وړ کار نه دى. اسباب خپل حقيقت لري خو مسبب الاسباب بيا تردې هم لوى حقيقت دى. مسب الاسباب ، رب الاسباب او قادر مطلق دى. په اسبابو کې دومره وړاندې هم مه ځئ چې مسبب الاسباب مو له ياده ووځي اوهغه بېخي معطل او معزول تر پام درشي.

اى گـــــرفتارِ سبب برون مبر ليک عزلِ آن مسبب ظن مبر
هرچه خواهد آن مسبب آورد قـــدرت مطلــق سببها بــر درد[15]

په دې خبره هم پوهېدل په کار دي چې اسباب يواځې هغه نه دي چې زموږ د علم او مشاهدې په دايره کې راغلي دي، بلکې له دې پرته ځينې نور اسباب هم شته چې زموږ له سترگو پټ دي. دغه باطني اسباب د ظاهري اسبابو له پاره د خوځونکي ( محرک ) داسې کار ورکوي لکه کټ مټ چې يې همدغه ظاهري اوښکاره سببونه د مسبباتو او پايلو له پاره ورکوي. گواکې حقيقي سببونه کله ناکله ظاهري سببونه په خوځښت راولي اوکله يې بيا بېکاره او معطله کړي. تر ټولو ستر او لوړ سبب الهي امر او اراده گڼل کېږي:

سنگ بر آهن زنى آتش جـــــــــــهـد هم به امرِ حق قدم برون نهد
سنگ و آهن خود سبب آمد وليک تــــــو بالا تر نگر اى مردِ نيک
کــــــايــن سبب از آن سبب آورد پـــــيش بى سبب کى شد سبب هرگز بخويش
اين سبب را آن سبب عامل کنـــد باز گاهى بى پر و عاطل کند[16]

څنگه چې موږدغه ښکاره سببونه پېژندلاى اواحساسولاى شوکټ مټ همداډول انبياء کرام حقيقي اسباب پېژني هغه محسوسوي اودهغودرک کوي

وان سببهاکانبياء رارهبراست آن سببهاازين سببها برتر است
ايـن سبب را محرم آمد عـــقل وآن سببها راسـت مــحرم انبياء[17]

حقيقي اسباب په ظاهري معنى لوړ اوپه هغو حاکم دي:

هست اسباب ، اسباب دگر در سبب منگر دراى افگن نظر[18]

ظاهري اسباب د حقيقي دا په وړاندې خورا کمزوري او حقير دي اوداچې چاره ټوله په حقيقي اسبابو پورې تړلې ده:

اين سبب همچو مريض است وعليل اين سبب همچو چراغ است و فتيل
شـــب چــــراغـــت را فتيلى تــو بتـاب پـــــاک دان ازيــنــها چـــراغِ آفــــتـاب[19]

څنگه چې دانبياوو عليهم السلام په زمانه کې ټوله نړۍ په ظاهري اسبابو کې را گېر وي او اسباب پرستي خپل اوج ته رسېدلې وي ، د خداى مطلقه قدرت دخلکو له پامه غورځېدلى اوله مغزو وتلى وي، ټوله نړۍ په کفر، شرک، ظاهر پالنې اومظاهر پرستۍ کې ډوبه وي، ځکه نو دغه مهال انبياء عليهم السلام په اسبابو وار کوي. اود خلکو پاملرنه له اسبابو نه د مسبب الاسباب او قادر مطلق خواته اړوي. الله تعالى هم د انبياوو عليهم السلام په لاسونو ځينې داسې خارق العاده چارې ترسره کړي چې له اسبابو سره بېخي په ټکر کې وي. داخارق العاده چارې معجزې گڼل کېږي چې د اسبابو بې حقيقتي او کمزوري ترې څرگنديږي:

انبياء در قطــع اسبـــــاب آمــــــدند معجزاتِ خويش بر کيوان زدند
بى سبب بر بحر را بشگافتنـــد بـى زراعت چاش گندم يافتند
ريگيها هم آرد شد از سعى شان پشم بر ابريشم آمد کش کشان
جمله قرآنست در قطع سبب عـز درويش و هلاکِ بولهب [20]

خود لوى خداى ټوليز عادت له اسبابو نه د مسبباتو منځ ته راوړل دي اوله دې څخه يې بندگانو ته د هڅې او هاند ښوونه موخه ده:

ليک اغلب بر سبب راند نفاذ تا بداند طالبى جُستن مراد [21]

په دې ډول مولانا د ټولو کلامي مسائلو، د دين د اصولو او عقائدو راسپړونه او تشريح کوي. متکلمينو او اشاعره وو چې داڅه دخپل مناظرانه استدلال اود فلسفي طلسمونو په مټ په يوه وچه او محدوده موضوع اړولې وه، مولانا دغه ټول بحثونه او حقائق دعلمِ کلام له تنگې کوڅې، دعام فهمو او سليم عقل يوې پراخې تړۍ ته راوېستل اوپه خپل خواږه اسلوب، ساده او اغېزمنه بڼه يې هغه د ورځني ژوند په واقعيتونو واړول.

د مثنوي اغېز

د مولانا مثنوى د اسلامي نړۍ په افکارو او ادبياتو ژوره او تلپاتې اغېزه وښيندله ، په اسلامي ادب کې به ډېر کم داسې کتابونه وي چې د لوستونکو دومره پراخه کړۍ يې تر دومره اوږدې مودې پورې اغېزمنه کړې وي. د مثنوي نغمې د شپږو پېړيو له پاره په پرله پسې ډول د اسلامي نړۍ په عقلي، علمي او ادبي کړيو کې آزانگې کوي. او زړونو او دماغونو ته نوې تودوخه وربښي. مثنوي په هر پېر کې شاعرانو ته نوي مضامين نوې ژبه اود بيان نوي اسلوبونه وروبښل. د ښوونکو او متکلمينو له پاره د هغو د پوښتنو او شبهاتو د حل په لاره کې له مثنوي څخه نوي دلائل، په زړه پورې مثالونه، زړه راښکونکې کيسې اودځواب نوې لارې په لاس ورغلې. چې په خپل وخت کې يې دناکرارو او ذهينو ځوانانو د قانع کولو په چاره کې کار ترې واخيست. د سلوک او معرفت څښتنانو بيا له مثنوي نه عارفانه مضامين، ژور او دقيق علوم اوله دې هرڅه ورتېر د مينې او محبت پيغام اود عشق سوز اود جذب د مستۍ سامان واخيست. همدغه مثنوي و چې دسلوک او عرفان د څښتنانو خلوتونه او ناستې يې تر پېړيو پېړيو تودې وساتلې. همدغه مثنوي و چې د عشق او محبت پلويانو ورنه دمحفلِ شمع اود خپلو زړونو ژباړنه جوړه کړې وه. که څه هم د مثنوي مضامين په يو مخيز ډول له اشتباهاتو، لغزشونو او خطاگانو پاکې نه دي، بلکې فاسد العقيده صوفيانو اود نفساني غوښتنو پلويانو ورنه وخت په وخت غلطه گټه هم پورته کړېده. آن داچې د وحدت الوجود د فلسفې پلويان نن هم له هغې نه استدلال کوي. لنډه داچې مثنوي څنگه چې د انسان کلام وو اوپه اوډنه کې يې د انساني عقل او باندنيو انگېزو لاس وو، ځکه نوموږ هغه يو مخيزه پاک او معصوم نشو گڼلاى، خوددې ترڅنگ له دې حقيقته هم سترگې نه شي پټېدلاى چې مثنوي د خپل پېر يوه لويه علمي کارنامه اود اسلام دعقلي برلاسۍ ترټولو لوى علمي دليل وو. مثنوي په اسلامي نړۍ کې په حاکم فکري تعطل، علمي او ادبي جمود، په تقليدي ادب او علم کلام باندې واري گوزار وکړ اود اسلام فکري کاروان يې چې په اوومه هجري پېړۍ کې په ټپه ولاړ وو د پړاو لوري ته په مخه کړ. د مثنوي ترټولو ارزښتمنه کارنامه داده چې په شلمه پېړۍ کې چې کله اسلامي نړۍ يوځل بيا د ماديت او حسيت تر بريد لاندې راغله او اروپايي ساينس او نوي فلسفې د پرگنو په زړونوکې د شکونو او شبهاتو تخمونه وکرل او ايمانيات او غيبيات يې له بې باورۍ سره مخ کړل. هغه څه چې د مشاهدې او ظاهري حواسو په چوکاټ کې نه راتلل دهغو انکار پيل شو. دغه مهال دعقائدو د زړو کتابونو د استدلال زوړ اسلوب او علم کلام د ماديت، حسيت او انکار ددغه سېلاب په مخنيوي کې پاتې راغلل. خو همدا مثنوي و چې يوځل بيا دنوي عصر ددغې نوې فتنې مخې ته په خورا ځواک اوبرياليتوب ودرېدله. د پرگنو په زړونو کې يوځل بيا د ديني او غيبي حقائقو ، د انبياوو دعلومو لوړوالى، د غيبي نړۍ پراختيا، د زړه او اروا ، او همداراز د ايمان او وجدان ارزښت راژوندى کړ. د فلسفې او ماديت سلگونه هغه ټپ خوړلي ځوانان يې چې د الحاد او ارتداد په وره کې ولاړ وو اود ايمان او اسلام له بريده د اوښتلو درشل ته رسېدلي وو ؛ په څټ د اسلام کلا ته راستانه کړل. په هندي نيمه وچه کې گڼ داسې پوهان اودانشمندان شته چې په زغرده دا اعتراف کوي چې هغوى د مثنوي په برکت د دوهم ځل له پاره د اسلام له شتمنۍ برخمن شول. د شلمې پېړۍ ترټولو ستر مسلمان فلسفي او مفکر ډاکټر محمد اقبال لاهوي ځاى په ځاى داخبره په ډاگه کړې چې مثنوي ده ته يوه نوې ساه او نوې جذبه ورکړه. يوځاى فرمايي:

پير رومى مرشد روشن ضمير کــــــــاروان عـشق و مستى را امــير
منزلش بر تر ز ماه و آفــــتــاب خيمه را از کهکشان سازد طناب
نــــــــــور قرآن ميان سينه اش جــام جم شرمنده از آيينه اش
از تئـى آن نــواز پــــاک و زاد بــــــاز شورى در نهاد من فتاد[22]

بل ځاى فرمايي:

رومى آن عشق ومحبت را دليل تشنه گانان را کلامش سلسبيل ( جاويد نامه \ ٢٤ مخ ). خوددې ترڅنگ اقبال لاهوري په دې خبره سخت په غوسه دى او احتجاج کوي چې يوې ډلې خلکو خپل پام د مثنوي په الفاظو او ظاهري مطالبو کې بوخت ساتلى اود مولانا زړه سوى يې د نڅا او وجد يو لامل گرځولى.

شرح او کردند اورا کس نـديد معناً او چون غزال از ما رميــــــد
رقصِ تن از حرفِ او آموختند چشم را از رقصِ جان بردوختند[23]

خو دا نيمگړتيا د مثنوي نه بلکې زموږده. مثنوي په اوس مهال کې هم د کاواکو لارو د ملگرتيا توان لري. ځکه د نن په ماده پرسته چاپېريال کې ترټول گران بيه اوکم پيدا جنس پاکه مينه اود مينې سوز دى:

دل سوز سے خالى هے نگه پاک نهيے هے پهر اس ميے عجب کيا که تو بيباک نهيے هے
وه آنکهـ هے که سرمۀ افرنگ هے روشن پرکار وسخن ساز هے نمناک نهيے هے (بال جبريل)

اقبال لاهوري يوځاى ځوانانو ته د وصيت په مهال فرمايي:

پير رومى را رفيق راه ســــاز تا خدا بخشد تر سوز وگداز
زانکه رومى مغز را دارند ز پوست پـاى او محکم فتد درکوى دوست[24]

سرچينې

  1. مثنوي ۳۰۵ مخ
  2. مثنوي ۵۱۲ مخ.
  3. مثنوي ۲۵۰ مخ.
  4. مثنوي ۱۸۰ مخ.
  5. مثنوي ۵۱۹ مخ.
  6. مثنوي ۷۴ مخ.
  7. مثنوي ۱۵ مخ.
  8. مثنوي ۱۴۱ مخ.
  9. مثنوي ۴۱۰ مخ.
  10. مثنوي ۲۷۶ مخ.
  11. مثنوي ۲۵ مخ.
  12. مثنوي ۴۶۱ مخ.
  13. مثنوي ۴۶۳ مخ.
  14. مثنوي ۴۶۳ مخ.
  15. مثنوي ۲۴۷ مخ.
  16. مثنوي ۴۲۷ مخ.
  17. مثنوي
  18. مثنوي ۲۴۶ مخ.
  19. مثنوي ۱۴۱ مخ.
  20. مثنوي ۲۴۶ مخ.
  21. مثنوي ۴۲۷ مخ.
  22. پس چه بايد کرد ای اقوام شرق ۱ مخ.
  23. جاوېد نامه ۲۲۴ مخ.
  24. جاوېد نامه ۲۲۳ مخ.