پښتو ژبه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل


پښتو
پښتو
وينګ [paʂˈto], [paçˈto], [paxˈto]
وييل کېږي په افغانستان: ختيځ، سوېل، سوېل لوېديځ او د سهېل او سهېل لويديځو سيمو کې; پاکستان: سهېل لوېديځه ولايتونه (خيبر پښتونخوا, سهېلي بلوچستان بلوچستان,[1] او ځينې نورې سهېلي سيمې); ايران: ځينې سهېل ختيځې سيمې; او په پاتې نړۍ کې د کډوالو پښتنو لخوا
ټول وييونکي نژدې. 35.5[2] تر 41[3] ميليون وګړو
Ranking 33[4]
د ژبې کورنۍ Indo-European
د ليکلو بڼه نسخ (عربي ابېڅې)[5][6][7]
دواک فونډېشن د څېړنې له مخې د افغانستان د توکمونو نخشه (۱۹۹۱ـ ۱۹۹۶
رسمي دريځ
رسمي ژبه په Flag of Afghanistan.svg افغانستان (رسمي)
 پاکستان (ولايتي)
د ژبې د پرمختګ اداره د افغانستان د علومو اکادمي
د ژبې کوډونه
ISO 639-1 ps
ISO 639-2 pus
ISO 639-3 variously:
pus – Pashto (generic)
pst – مرکزي ګړدود
pbu – سهېلي ګړدود
pbt – سوېلي ګړدود


دوتنه:Alphabeter.JPG
پښتو ابېځې

پښتو ژبه د لرغونو آرياني ژبو څخه يوه خپلواکه ژبه ده. دغه ژبه له پخوا څخه په څو نومونو ياده شوې ده چې يو لړ نومونه ېې پښتو ، پختو ، پوختو ، په هندي (پټاني) ، په پاړسي او نړېوالې کچه د افغاني ژبې په نوم شهرت لري . دغه ژبه له ۱۹۳۶م ز. کال راهيسې د افغانستان ملي او لرغونې ژبه ګڼل شوې. د افغانستان د تاريخپوه محمد حسن کاکړ د يوې رسالې لخوا چې دېرش کاله پخوا په کابل کې لیکل شوې دغه سرلیک (په افغانستان کې پښتو او هغې په هکله يو څو خبرې) لاندې يوې سکالو کې د پښتو رسميت او ملي اصليت ېې داسې څرګند کړی د امير شېر علي خان د دويمې پاچايۍ په دوران کې (۱۸۶۸ـ ۱۸۸۰ زېږدي ) پښتو د لومړي ځل لپاره د ملک رسمي او ملي ژبه اعلان شوه. همدا رنگه د پښتو ژبې په هکله د افغانستان يو بل نوموتی ژبپوهاند خلیل الله هاشميان پدې آند دی چې پښتو ژبه د فارسي ژبې په پرتله ډېره لرغونې ده او لرغونتيا یې د پښتو ژبې قبیلوي دودونو په اساس ده چې لرغونتيا یې ۲مه مخزېږدي پېړیو څخه لا پخوانۍ ده . دا چې ژبې ولې پرمختگ ندی کړی د همدې ژبې د ویونکیو سره د سیمې په کچه او نړېوالو سرزورو لخوا ټکرونه په کولتوري اړخونو کې ترسره شوي چې يې په علمي او فني آثارو هم په مختلفو پیرونو کې بریدونه شوي او لا روان دي . د موغلو په وخت کې ۱۴۹۴ زېږدي کې د (صراح) په نوم اثر چې په سوات او پېښور کې د خان کاجو راڼیزي لخوا لیکل شوی و د وخت د زورواکانو لخوا له منځه تللی . همدارنگه د گلشنې روح رساله هم پخوانۍ ده چې نن يې نوم شته خو اثر یې ندی مالوم .

مخينه او لرغونتوب

د ويدا اوستا مها بهارت او پهلوي او داسي نورو زړو کتابونو او برليکونو کې د پښتو ادب لرغونتيا تر ميلاده هم ډيره پخوانۍ ښکاري - د راجيت سيتارام پنډت په قول ميلنده پڼهو اصلي نسخه په زړه پښتو ليکل شويده - موړ کتاب چې د باختري يوناني پاچا ميلندر او بودايي حکيم ناګه سينه تر منځ علمي او مذهبي بحثونه او خبرې اترې دي ، د بودايي مذهب يو لوۍ کتاب ګڼل کيږي- له دې څخه دا وايبره (نتيجه) په لاس راغله چې تر ميلاده يونيم سل کاله وړاندې لا پښتو ادب ددې توان درلود چې کتابونه پر اوليکل شي-

همدارنګه د هندوستان د راجستان ايالت په يو مندر کې موندل شوې شعري مجموعه چې په وينا ګرۍ ليک دود کښل شوې، د روشن لا ملهوتره هندي ليکوال په حواله پښتو شعرونه هم لري- ( سر مححق زلمې هيوادمل - د پښتو ادبياتو تاريخ- لرغونۍ او منځنۍ دورې)

دغه راز په زړه فارسي د هنی منشي د لوۍ داريوش پاچا چې د886-522 قبل ميلاد د بېسون په ډبر ليکونو کښل شوې او پوهاند حبيبي د څيړنې او ژباړنې له مخې د پښتنو د خلجي ګړدود (لهجه) سره ډير لږ توپير لري

نئ ارنکه اهم نه ئي اړېکی وم
نئ درومنه اهم نه ئ دوره جن وم
نئ زړوه که ره اهم نه ئ رورکړونی وم

لنډ مطلب دا چې نه يم دروغجن ، او تيری کونکی نه يم - او نه د بل تيری په ځان زغملی شم [8]


د پښتو ژبې اغيز په نورو ژبو کې

څرنګه چې د پښتنو ټاټوبی د ريښمو د توکو سرک دی - همدغه راز د فرهنګونو د ليږد راليږد لار هم ده - ددې خاورې اهميت او مقام علامه اقبال له شعر له مخه چې ټاکلی شو ځې وايي

اسيا يک پيکر اب و ګل است
کشور افغان دران مانند دل است

خو څومره چې دغه خاوره په آسيا کې د زړه غوندې مهم رول لري دغه رنګ ددې هيواد د وګړو ژبه (پښتو) هم د سيمې په ادب کې ځانګړی مقام لري- د پوهاند رښتين صيب (پښتو څيړنې -223- په حواله په فارسۍ کې تقريباٌ څلور سوه نه زيات پښتو لغاتونه ځاۍ لري- لکه اوربند ، اټکل ، اوچت ، پټ ، پلمه ، تول ، ټوټه ، تکړه ، ټال ، چټک ، دود ، سيالي ، ګډوډ ، لنډه ، لمبه ، واک او داسې نور -

تر ميلاده وړاندې هر کله چې په هندي اريايانو کې طبقاتي توپير راغی چې ځينی د پرهمنانو چې په پښتو کې بريمنانو په بڼه راځي ، اوس يي هم استعمال دود دی ، ځينی د وليسه (تجارت کارو او خواري کښو) او ځينې لښکري خلکو دو اداري مشرانو په ډلو کې وويشل شول - چې دغه وروستۍ طبقه يي (کښ توري) وبلل- د کابل شاه په يو بيت کې( 160 ق م )د کښه توري ذکر راغلی دی- ددوۍ په طبقاتي ژوندانۀ کې د پښتو کليمې ننوتل د پښتو ادب د ځانګړي مقام بيلګه ګڼلی شو.

د مور خان قبيلې څخه چې کله د منځنۍ اسيا اريايانو قدرت ترلاسه کړ نو هغوۍ چې سو ډير (ناشولته) وبلل - چې دغه ويي (لغت) اوس هم په همدی مفهوم پښتو کې دود دی- دغه راز د پخواني بخدي نوم (اوسنی بلخ) چې د اريايانو لومړې ښار وو، د بکهت او پښت له کليمې سره د نزديوالي نښه ده -

دغه راز په عربي کې د پښتو ادب څرکونه موندلی شو- د بيلګی په توګه د ابي الاسد الحماني چې د مهدي خليفه همهالې وو يو شعر راوړلې شو چې وايي (نحن الشهاريج و اولاد الدهاقين) د شهاريج کليمه د پښتو له ښاريځ ( دکليوال بهړ مانيز) او دهاقين د فارسۍ دهقان دی-

په عجايب الهند او مروج الذهب کې يو عربي شوې کليمه هنرمن هم راغلې - دغه راز د ډم (نايي) کليمه هم له پښتو څخه هندي ننوتې ده- د پښتو د کوتوال کليمه ان له غزنوي پير نه وړاندې درې ادب ته ننوتې - د خسر بلخي دا شعر اوګورۍ

جز بدين اند رنيابي راستي
راستي شد حصن دين راکوټوال

پښتو او پښتانه له کومې راغلي دي ؟

په آريانا کې دپښتو ژبې دريځ

پښتو د پښتنو ژبه ده . پښتانه د افغانستان تر ټولو اوسيدونکو پخوا نۍ ډېرۍ ( بومی اکثريت ) ژبتوکميزه ( اتنو لېنګويستيکي )و ګړنۍ ډله ده . پښتو او پښتانه له تاريخي _جغرافيايې پلوه په شمال ختيزو سيمو ( پامير ، بلخ ... ) اړه لري . د پښتنو نيکونه د سکه ، ساکه ، ساک ( کاس )، ساکانو او کاسيانو په نومونو يادېدل ، او پښتو هم د ساکي ژبي نمسۍ زباده شوي ده . ساکان د اوېستاييانو ، پارتيانو ، ماديانو او پارسيانو تر څنګ پنځم آريا ني ټبر ګڼل کېږي چي تر زيږد ( ميلاد ) پېړۍ پېړۍ له مخه يې له منځني ختيځ او کوکاسه ( قفقازه ) تر شمال لويديز چين ، هند و کشميره سترې سترې اېمپراتورۍ را منځته کړې او د سکندر مقدوني په مشرۍ يې د يوناني يرغلګرو پر وړاندې د خپل اصلي ټاټوبي ( باکتريا ، بلخ او آمو شا وخواسيمو ) دفاع کړې او راوروسته يې په ګډه يونان _ باختري واکمنۍ کې برخه اخستې ده . ٢١٩٠ کاله پخوا يوه برخه ساکان له شماله ، سوېل ته راوکوچيدل او د هېلمند ناوې کښتنۍ سيمه ( زرنج ) يې په خپل نامه ( ساکېستان ) ونوماوه چي راوروسته پر سيستان واوښت . په دويمه زېږدي ( ميلادي ) پېړۍ کي چي د ساکېستان ستر واکي ړنګه شوه ، په شمال کې ساکي توکمو کوشانيانو د بلي سترواکۍ بنسټ کښېښود چي د هېواد پر شمال او سوېل سر بېره يې شمال لويديز هند او کشمير هم په خپله ولکه کې راوستل . پښتنو ساکانو په غور، هرات اود هېلمند و ارغنداب په ورشوو کې تر غوړې مرغې ( اراکوزيا يا اوسني ارغسان ) او کسې غره تر لمنو بېلا بېلې لويې او وړې سيمه واکۍ ( ملوک ا لطوايفۍ ) را منځته کړې او را وروسته تر سند وهند او کشميره خپاره شول .په دې توګه پښتو له هندي اريايې ژبو څخه اغېزمنه شوه او ډير څه يې ترې په خپله ځولۍ کې را واخېستل ، په تېره غبرګژبيزوالی ( ټ ، ډ ، ړ ، ڼ ) ، بې له دې چې يې له آرياني ( ايراني ) خپلوانو ژبو ، په سر کې دهمټبرو پاميري ژبو او بيا له پارسي ، کوردي ، بلو څي ... هغو سره تاريخي _ جغرافيايي تړاو له پوښتنې او خر خشې سره مخامخ شي.[9]

د پښتو ژبې پېښلیک

پښتو د سترې هندو اروپايي ژبنۍ کورنۍ په اَريايي يا هندو اَرياني او بيا له 12-13 پاميري ژبو او اوسيتي سره د اَرياني خرانګې په شمال- ختيزه(باختري) څانګه او ورپسې په ساکه يا ساکي څانګوړې اړه لري او په دې ترځ کې د افغانستان ډېری- بومي ژبه ګڼل شوې ده.

د پښتو لرغونې رغاونې

د پښتو ژبې پښويه

پښويه ديوې ژبې له بېلابېلوګړدودو يالهجو(dialects) څخه د را اېستلو يا استخراج کړو اصولو او قاعدو يوه يوازېنۍ ټولګه ده چې د ژبپوهانو له خوا د ژبپوهنې په رڼا کې کښل کېږي. پښويه په انگرېزي ژبه کې گرامر بلل کېږي . يو داسې ګرامر، لکه يو دېموکراتيک اساسي قانون له اړوندو ويونکيو څخه رامنځته کېږي، خو تطبيق يې په هغو نه، بلکې په هماغو کښونکو (ژبپوهانو) او ښوونکو اړه لري چې پرخپلو يې د يوې- يوازېنۍ کره ليکلارې د راخپلونې او پر پرديو ته يې د ټوليزې ژبې د زده کړې لپاره پر کار اچوي،يا تطبيقوي.


دوتنه:Languages.jpg
د څرګندولو متن

لیکني معيار

پښتو لکه د نړۍ بله هره ژوندۍ ژبه پر دوو بنسټيزو جولو وېشنه مومي: ګړنۍ(ګفتاري) پښتو او ليکنۍ(نوشتاري) پښتو. داچې ګړنۍ پښتو پر بېشمېرو ټبرنيو، سيمه ييزو او ټولنيزو ګړدودونو وېشل کېږي، نو په کارده، موږ هم د نورو دوديالو ژبو غوندې يوه يوازېنۍ کره او ګرامري ليکنۍ پښتو ولرو او په ټولو فرهنګي او علمي برخو کې يې وکاروو. په دې لړکې ټوليزې رسنۍ(mass media) هم راځي، که هغه چاپي دي، که برېښنايي او الکترونيکي، په بله وينا راديويي دي، که تلويزيوني يا انټرنېټي. د يو شمېر پښتو رسنوالو او خپرنوالو دا خبره بېځايه ده چې ډېر مينه وال او ان ليکلوستوال او زده کړوال يې په ادبي يا کره پښتو سم نه پوهېږي او په کارده، د همدوی عامه ساده او روانه پښتو وکاروو.

خو چې ترې وپوښتي، په کومه يوه((عامه ساده او روانه پښتو))، د کومې سيمې يا ټبر؟

نو په همدا ((يوه)) کې بند پاتې شي. ځکه يوه داسې پښتوعامه ساده او روانه پښتو مو هله درلودای شوه چې په پرتليز(نسبي) ډول د(( يوې يوازېنۍ ګړنۍ پښتو)) درلودونکي وای،او دغه کار بيا هله شونی وو چې يو يوازېنی ((قوم))، ياهم تر هغه پورته يو ((ملت)) وای او پر بېشمېرو خېلونو او زييونو نه وای وېشلی!

داهم پر زباد(اثبات) رسېدلې، په هره پر مختللې ټولنه کې يوه- يوازېنۍ ګړنۍ ژبه هله را منځته شوې چې وار له مخه ليکني يو والي ته رسيدلې.

مانا يې داچې ويونکيو يې دزده کړې، ليک لوست او ميډيا له لارې ړومبی يوه-يوازېنۍ ادبي،فرهنګي، علمي يا په يوه ټوليز نامه((کره ليکنۍ بڼه)) راخپله کړې او بيايې هله سره ګړنۍ هغه هم يوه پرتليز يووالي ته رسېدلې ده.

هن، که له عامې ساده او روانې پښتو څخه دکوم ښاغلي يا اغلې موخه هغه فارسي ځپلې او اردو ځپلې پښتو وي چې نه د پښتو له عمومي ګرامري قاعدې او قانون سره اړخ لګوي او نه دکوم ګړدود استازي کوي ، فارسي ځپلې پښتو، لکه:

تصميم نيول(پتېيل)، صورت نيول(ترسره کېدل)، په عمل راوړل(تر سره کول)، په لاره اچول(پيلول، لاس پورې کول)، څو، ترڅو ((چې))، د...څخه ملاتړ، هرکلی، دفاع، مخنيوی ... .

  • اوردو ځپلې ژبه

کوم چې، چاچې، چېرې چې...؛ په يکم مارچ اجلاس يا جلوس اېستلې شي، د قامي اسېمبلي مېمبرانو په ډېر تعداد کې واک اوټ وکړلو... .

نو داخو پښتو نه ده او په هېڅ يوه ګړدود کې يې څرک نه لګي. مانا يې دا شوه چې له ټوليز ګرامر سره اړخ نه لګوي او ګرامر لکه ديوه دېموکراتيک اساسي قانون په توګه له بېلابېلو پښتو ګړدودونو څخه راچاڼېدلی او را وتلی او پر ټولو پښتنو يوشان تطبيقېږي.


لکه څنګه چې قانوني سرغړاوی د سياسي انارشېزم خواته ځي، همداسې. ګرامري سرغړاوی ژبنی انارشېزم رامنځته کوي.

همداراز که نوموړي ښاغلي او اغلې(( ساده ګي او رواني)) د پښتو درې ګونې پانګې(ارکاييزمونو، ډايلکتېزمونو او نيو لوجېزمونو) پرځای د( فارسي، عربي، انګرېزي...) فارنېزمونو په کارونګ کې ويني، ځکه دوی او يو شمېر نور پوخمنګي (پاخه عمري) ور سره روږدي شوي دي، نو د نوي يا ځوان ((کمپيوټري)) پښت چې زياتره په کډوالۍ او جلاوطنۍ کې رازېږېدلي، رالوی شوي، په پرديو ژبو يې زده کړې کړي او بيايې ليکوالۍ او ژورنالېستۍ ته مخه شوې ده، له داسې فارسي او اردو ځپلې پښتو سره به څه وکړي چې لا تر څنګه يې له بېلابېلو کوربنو ژبو سره هم اړاو تړاو پيدا شوی دی!

په دې ډول هغه نور لس شل زره کملوستي او په ځانګړي ډول بې ليک لوسته ميليونه پرګنې څه وکړي، ايا له جوليز او مانيز(تلفظ او معنا) له پلوه هغوته ((افتخار)) تر((وياړ))، ((معضله)) تر((ستونزې،ربړې))، ((مقامات)) تر ((چارواکو))، ((ترورېست)) تر ((ترهګر))، ((دېکتاتور، ډېکټېټر)) تر ((زورواک))، ((خود کشه ديماکه)) تر((ځانمرګې چاودنه))؛ يا د نړيوالو متلو او ګړنو په برخه کې د فارسي په پېښو، ((تفرقه واچوه، حکومت وکړه)) تر((بېل يې کړه،اېل يې کړه))، ((وخوره او مه مره)) تر((خوره او مه مره))... اسان اوساده او بياسهنوړ((قابلِ هضم)) دي؟

بلخوا، کاشکې زموږ همدغو څو ليکوالو او رسنوالو، فارنېزمونه هم په يوه بڼه کارولای، د بېلګې په توګه ګردو ((ټولنپوهنې)) ته اجتماعيات، جامعه شناسي، سوسيولوژي، سوسيالوجي يا سوسيولوګي ويلای او ليکلای!

د دغې نومونپوهنې يا علمي ترمينالوجۍ په لړ کې له دود او موډه وتلې ګرامري نومونې يا اصطلاحات، لکه: حروف(غږونه، فونيمونه)، ارتباطي حروف يا ادوات (سربلونه او وستربلونه، prepositions&postpositions)... هم درواخله!

دا به ومنو چې د يوې يوازېنۍ کره يا معياري ليکنۍ پښتو پرمختيايي بهير د پښتني ټولنې د عام پرمختيايي بهير د يوې برخې په توګه لا په لومړيو پړاونو کې دی، خو بياهم له نېکمرغه له درو درې نيمو لسيزو راهيسې يې د نوې ژبپوهنې په رڼاکې له پرله پسې زياتېدونکي کارېدنګ سره پوره پراخوالی او دود والی موندلی دی.

  • د ژبني ستونزو لامل

پر معياري پښتو د نالاسبرو قلموالو او ويناوالو نه برياليتوب تر هرڅه له مخه په دې کې نغښتی چې هريويې يوه لنډه تنګه سيمه ييزه او بيا تقليدي پښتو کارولې او له دې سره يې هم ټوليزه معياري ـ ګرامري پوهه لنډه تنګه پاتې شوې او هم يې وييپانګه (vocabulary)، او له همدې کبله په ليکنه، ژباړنه او ويينه کې د ګاونډو يا زده کړو ژبو(فارسي، اردو، انګرېزي...) ګرامر او وييپانګې تر اغېز لاندې ليکنې، ژباړنې او وياندي کوي.

داسې کسان نه يوازې خپله مورنۍ ژبه زيانمنوي، بلکې ورسره ورسره موضوع او منځپانګه هم ويجاړوي اوليدونکي او اورېدونکي له ورانپوهاوي سره مخامخوي، لکه تر فارسي اغېز لاندې:

ترافيکي قانون مراعت کړئ ترڅو له خطر سره مواجه نه شئ!(کره: ترافيکي قانون په پام کې ونيسئ چې له خطرسره مخ نه شئ!) د پښتو ژبې په غونډلو (جملو) کې ځینو ستونزو ته گوتنیونه ː د بېلگې په ډول ː ناکره ـ زياتره پنځوس بنديان يې خوشې کړی شو ـ> (کره: تر پېځوسو زيات بنديان يې خوشې کړل)؛ تر اوردو ـ انګريزي اغېز لاندې:

ناکره ـ د وزارت خارجه ترجمان قرارداد تسليم کړی شو.(کره: د بهرنيو چارو د وزارت وياند پرېکړه ليک ومانه)

بدعنوانه بيروکرېټ نا اهله و ګرځولې شو(کره:بدنام کارمند بې برخې کړ شو) او داسې نورې ستونزې .

په لاندينويو پاڼو کې د سمې او کره ليکنې يوه لنډه لارښوونه وړاندې کېږي

زړيزونه او نويزونه

يو وخت الوتكه نه وه. د الوتكې لپاره د كلمې د لرلو اړتيا هم نه وه. خو وروسته بيا الوتكه راغله. الوتكه پېلوټ چلوله. هغۀ ته هوايي ډګر پكار ووچې الوتكه راكوزه كړي، او په دې ډول د گڼو نويو مفهومونو لپاره د كلمو د لرلو ضرورت پېښ شو.

ځينو كسانو وويل چې له بل ځايه راغلې كلمې ولې پښتو كوو؟ پېلوټ ته به پېلوټ وايو، او كه ډېر تصرف پكې كوو نو د خپلې ژبې له صوتي قواعدو سره سم به يې برابروو، نور نو د بلې كلمې جوړولو ته حاجت نه شته. هره كلمه چې په يوه ژبه كې راشي هغه د هغې ژبې مال دى.

خو ځينو نورو وويل چې اوس هغه پخوا زمانه نه ده چې كلتوري،فكري او تجارتي راكړه وركړه ډېره محدوده وه او يو نيم پردى لغت كه به راغى هغه به د ژبې په ژرنده كې داسې دل كېدۀ لكه له غنمو سره مشنګ.

په اوسنۍ زمانه كې د نورو ژبو د كلمو له سېلاب سره مخامخ يوو. كه دا كلمې له يو مخه خپلوو نو دا څو ستونزې لرو:

١، ژبه مو بې خونده كېږي.

٢، د ژبې ګرامري جوړښت مو مشكله كېږي. انګرېزان چې نېشن، نشنل اونشنليټي وايي، دا كار د خپلې ژبې د قواعدو په اساس كوي، خو كه موږ دا كلمې کټ مټ را اخلو، معنا يې دا ده چې د خپلې ژبې په قواعدو كې مو لاس وواهۀ.

موږ تر دې دمخه هم د دې كلمو عربي معادل ( ملت، ملي،مليت) د عربي قواعدو مطابق زده كړي وو.

كه يادې شوې انګليسي كورنۍ د هغو كورنۍ او خپل منځي روابطو ته له پامه پرته زده كوو نو دا كار مو په حافظې باندې فشار ډېروي او كه كورنۍ ته يې په پام سره زده كوو نو په انګرېزي ګرامر به هم ځان خبروو، چې په دواړو حالتونو كې د ژبې د پېچلتيا سبب ګرځي.

٣، د لغت جوړولو پلويان داهم وايي چې كه خپلې كلمې جوړې نه كړو نو يو كس به ټولنپوهنې ته علم الاجتماع وايي، بل به يې سوسيالوجي بولي او دريم به سوسيولوژي ليكي، چې دا كار په ژبه كې د انارشي او ګډوډي سبب كېږي.

د دغو نظرونو مخالفه غاړه بيا په ځواب کې وايي :

١: دا څه ستونزه نه ده چې په پردو لغتونو كې يو معياري وګڼو. انګلېسي نړيواله ژبه ده او د دې ژبې د كلمو تلفظ پښتو ژبيو ته تر ډېره حده ګران كار نه دى نو ولې په داسې مواردو كې انګليسي د معيار په توګه ونه منو؟

٢، د نړۍ ځينې ژبې د پردو لغتونو د جذبولو ښه استعداد لري او پښتو په همدې ژبو كې شامله ده. موږ بايد د پښتو له دې امتيازه گټه واخلو.

٣، څرنګه چې موږ په افغانستان كې د ژبې منل شوې اكاډيمي نه لرو او ژبه فردي ملكيت نه دى نو كه هر څوك په خپل سر لغتونه جوړ كړي دا به لوى سر خوږى وي.

البته د دا وروستي استدلال په ځواب كې ويل شوي دي چې د نوي لغت جوړول د هر چا كار نه بلكې يوازې د ژبپوهانو كار دى.

خو په دغه ځواب هم دوې نيوكې كېږي:

يو دا چې ژبپوهان پخپله واحد نظر نه لري. بله نيوكه دا ده چې د لغت جوړول به د ژبپوه كار وي مګرپه هره علمي او فني اصطلاح يوازې هغه وخت ښۀ پوهېداى شو چې په اړونده علمي او فني ساحه كې يې مطالعه كړو.

د دې خبرې معنا دا ده چې د كلمې د جوړولو لپاره كه ژبپوه ته اړتيا ده نو د كلمې د اړوند علم ماهر ته هم اړتيا ده او دغه راز هغو كسانو ته هم اړتيا ده چې كلمه د ښكلا او موسيقي له اړخه ښه تللى او ارزولى شي.

مثال: لږ تر لږه درې لسيزې کيږي چې په پښتو كې استثمار ته زبېښاك وايو. دا اوس منل شوې كلمه ده. خو كه د دې كلمې جوړوونكى له دې كلمې سره اړوند علم يعنې سياسي اقتصاد سره بلد واى بيا به يې خامخا هغسې معادل ورته جوړاوۀ چې په دې علم كې معنا لري.

دغه راز د كلونياليزم كلمې ته چې له كالوني راوتلې ده، عربو د دې كلمې تاريخچې او اصلي مفهوم ته په پام سره د استعمار كلمه وضع كړه.

دغه رازاردو ژبو د استعمار اصلي او تاريخي معنا ته په پام سره نيوكلونياليزم ته نو ابادياتي نظام ووايه.

خو په پښتو كې چې چا ورته د ښكېلاك كلمه وضع كوله هغه له پښتو ګرامر او مشتقاتو سره بلد وو مګر د دې كلمې له اصلې او علمي مفهوم سره نا اشنا وو ځكه يې داسې معادل ورته غوره كړى دى چې د پردي او نوي ځاى له ابادولو سره يې تعلق نه شته.

ايا په داسې يوې موضوع كې چې واحد او ټولمنلى نظر نه شته د يوې رسنۍ او يوې راډيو د ژورناليسټ دريځ بايد څه وي؟

ژورناليسټ نه ژبپوه دى او نه د بل علم ماهر دى. له بلې خوا د دۀ كار هم دا نه دى چې ژبه جوړه كړي.

كه يو ليكوال په خپل كتاب كې خپل يا پردي نوي جوړ كړي لغتونه راوړي دا يې خپل كار دى، كه د خلكو نه خوښېږي نو د دۀ كتاب به يې نه خوښېږي، د بل چا يې څۀ؟

خو يوه راډيو د ژورناليسټ شخصي مال نه دۍ، دى هلته مجبور دى چې د يوۀ ارګان د غوښتنو نماينده ګي وكړي.

له بلې خوا په كتاب كې كه نااشنا كلمې وي نو لوستونكى ورته د تم كېدو فرصت لري چې ځان ورباندې سم پوه كړي خو د راډيو سمعي يا غږييزه وسيله دا چانس اورېدونكي ته نه وركوي.

راډيو ژورناليسټ د بلې هرې رسنۍ تر كاركوونكي ډېر مجبور دى چې په اسانه ژبه پسې وګرځي او نوى لغت كه هر څو اسانه وي مګر په اولو ورځو كې اورېدونكو ته اسانه نه دى.

نو ايا دى له نويو لغتونو بېخې تېر شي او اول نورو رسنيو ته فرصت وركړي چې نوي لغتونه امتحان كړي چې كه خلكو ومنل او زده كړل بيا دې يې دى استعمال كړي؟

ځينې ژورناليستان همدا نظر لري. دغه علت دى چې ځينې راډيو گانې د نويو لغتونو د استعمال پلوۍ نه دي.

خو ځينې نور ژورناليستان بيا وايي چې كه د نويو لغتونو په استعمال كې ډېر احتياط كوو نواورېدونكوته به د مطالبو په رسولو كې پاتې راشو.

په افغنستان كې پخوا د انتحاري حملو پېښې نه وې خو اوس چې شته نو بايد كلمه ورته ولرو.

كه انتحاري حمله ورته وايو ډېرخلك يې په معنا نه پوهېږي او كه يې خود كشي بولو معنا يې مبهمه پاتېږي.

د هغه چا چې ځانمرګى بريد كوي او د هغه چا تر منځ د مځكې او اسمان فرق دى چې اوبو ته يې ځان واچاوۀ او ويې ويل:

پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي په لامبوزن جانان به ډېره نازېدمه

په دې منځ كې چې هر چا د ځان مرګي كلمه وكاروله هغه وګټله ځكه خلك يې په اسانه پوى كړل.

دغه راز موږ په پښتو كې ترهه او ګر لرو نو تر تروريست خو خلك په ترهه ګر په اسانه پوهېږي چې كوم ډول جنايت كار ته اشاره كېږي.

راډيو ژورناليسټ له نويو كلمو بلكل منع كول بې ګټې كار دى. نوي مفاهيم نوې كلمې غواړي .

خو بهتره دا ده چې د نويو كلمو په استعمال كې ځينې خبرې په پام كې وي چې د تيروتنې چانس كم شي:

يو، د نوې كلمې په استعمال كې له خپلو همكارانو سره مشوره پكار ده ځكه نوى شى كله كله ډېر غولوونكى هم وي.

دوه، ژبپوهان چې نوې كلمه وضع كوي دوى ځينې اصول لري. په دغو كې ډېر مهم يې دا دي:

الف: د نوې كلمې تلفظ بايد اسانه وي. يو وخت يوۀ ژبپوه د هوټل لپاره د مېلمستځي كلمه وضع كړه خو خلكو ځكه ونه منله چې كانسوننټ پكې ډېر دي، تلفظ يې اسانه نه دى. هغه كلمه چې تلفظ يې اسانه نه وي هغه بد رنګه كلمه ده او ژورناليسټ كه په بدرنګه ژبه خبرې كوي طبعا د خبرو اثر يې كمېږي.

ب: د كلمو لنډوالى د هغو يو امتياز دى.( د بېلګې په توګه) به پښتو وي او( مثلا) به عربي وي خو هغه پښتو شپږ سېلابه كلمه ده او مثلا درې.

پ: نوې كلمه كه سملاسي مطلب ورسوي دا يې بل امتياز دى. ترهه ګر يا وړانديز يا ولسمشر كه د اول ځل لپاره هم څوك اوري په مطلب يې پوهېږي خو غونډله د جملې په معنا دا كمال نه لري.

ج: له نوې كلمې بايد د هماغې كورنۍ نورې كلمې هم جوړې شي. له ولسمشره، ولسمشري جوړېږي او دا يې يو بل امتياز دى .

چ: نوې كلمه بايد التباس پېدا نه كړي، يعنې بله معنا ونه لري. ټاكنې نن سبا د انتخاباتو په معنا ډېره راځي خو ټاكنې مقرريو ته هم وايي. د چارواكي د كلمې د سملاسي منل كېدو يو علت دا وو چې د مسوول كلمې بله معنا (ګناه ګار او جواب ده) هم لرله، يعنې په هغې كې التباس وو او په چارواكي كې دا عيب نه شته.

درې: د نوې كلمې تر غوراوي اواستعمال دمخه بايد ژورناليسټ وګوري چې ايا د خلكو په ژبه كې خو د هغو لپاره تورى نه شته؟

مثلا د سهارنۍ لپاره په عامه پښتو كې سبانارى شته نو د سهارنۍ استعال ته اړتيا شته؟

ژوبڼ چې وو نو ځناوربڼ ولې وضع شو؟

دغه راز نس ناسته شته نو نس بهېدنه ولې جوړ كړو؟ او نرم شته نو انعطاف نه منونكى ولې وكاروو؟

څلور: هغه كلمه چې يوه بله پوچه كلمه رايادولى شي بهتره ده زړۀ ورته ښه نه كړو. مثلا د اساسي په معنا بنسټيزممكن يوه سپكه كلمه هم راتداعي كړي او دا يې يو عيب دى.

د رسنۍ او په تېره بيا د سمعي رسنۍ كاركوونكى بايد د نويو لغتونو په اړه دغه دوه اصله په نظر كې ولري:

يو، اسانوالى: چې ډېر خلك ورباندې بې زحمته پوه شي.

دوه، دمعنا دقت: چې معنا يې مبهمه نه وي. د ځان مرګي كلمې ته ځكه ضرورت وو چې دغه كار نه د نورو جرمونو غوندې دى او نه د نورو خودكشيو غوندې چې يوازې روحي ناروغي وي.

اسانوالى او دقت كله كله د يو بل مخالف نقش لوبوي. زېړى عام فهمه كلمه ده خود طب په لحاظ ممكن دقيقه نه وي. په داسې مواردو كې بيا بهتره ده چې دقت تر اسانوالي غوره وګڼو.

د نويو لغتونو او له لويه سره د ژبې په بحث كې يوه خبره داده چې ځينې كسان ژبې ته دومره اهميت وركوي چې سبك يې له ورايه نارې وهي چې د پلاني ليكنه ده.

د خبر او ژورناليزم ژبه بايد ( سبك ځپلې ) نه وي ځكه د اورېدونكي توجه د مطلب په ځاى د هغې د ليكلو طرز ته وراړوي او دا ګټور كار نه دى.

د كلمو په انتخاب او د جملو د طرز په انتخاب كې د ژورناليست لپاره تر ګردو ښه سبك د سبك نامحسوسوالى دى.

دا هم وګورئ

  • پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې

Pashto Language the language os Afghans راورټي

یادښتونه

  1. University of Texas in Austin - Ethnolinguistic Groups in افغانستان... , Link
  2. 15.42% پاکستان (166,036,895 * 15.42% = 25,602,889) + 35% افغانستان (28150000 * 35% = 9,852,500) = نژدې. له 35.5 ميليون
  3. 15.42% پاکستان (166,036,895 * 15.42% = 25,602,889) + 55% افغانستان (28150000 * 55% = 15,482,500) = نژدې. 41 million
  4. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Microsoft Encarta 2006.
  5. http://books.google.com/books?id=jPR2OlbTbdkC&pg=PA52&dq=Naskh+pashto&ei=SNk9SumXCoHCkASk8Yy6BQ
  6. http://books.google.com/books?id=UQUtQzPtC6wC&pg=PA208&dq=Naskh+pashto&lr=&ei=ddk9SvrsKqHSkAS00I26BQ
  7. http://books.google.com/books?id=QlkUAAAAYAAJ&pg=RA1-PA1&dq=pushto&lr=&as_brr=1&ei=IeA9Sr6FMJWolATMwKC6BQ
  8. پښتو څيړنې - 223 ګڼه - کابل
  9. د پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار ليکنه

باندنی تړنې