هند
|
|
||||||
|
نخشه
موقعيت
|
||||||
| پلازمېنه | نوی ډېلی کينډۍ:Coord |
|||||
| لوی ښار | نوی ډيلی | |||||
|---|---|---|---|---|---|---|
| حکومت | فېډرالي جمهوريت, پارلماني ولسواکي[1] |
|||||
| جوړښت | ||||||
| - | د اعلانېدو نېټه | ۱۵ اګسټ ۱۹۴۷ | ||||
| - | د پېژندلو نېټه | ۱۵ اګسټ ۱۹۴۷ | ||||
| HDI (۱۹۹۳) | ۰،۲۲۹ (n/a) (unranked) | |||||
| د وخت سيمه | (UTC+۴:۳۰) | |||||
| - | اوړی (DST) | (UTC+۴:۳۰) | ||||
| د انټرنټ مخکښ شپول | .in | |||||
هند، (په انګرېزي: India) چې په رسمي چارو کې د هند جمهوريت بلل کېږي، (په هندي: भारत गणराज्य بهارت ګناراجيا) د سوېلي آسيا يو هېواد دی. دا هېواد د جغرافيايي مساحت له مخې د نړۍ اووم لوی هېواد او د وګړو د شمېر له مخې د نړۍ دويم ګڼ جمعيته هېواد دی. يوه بله ځانګړتيا چې د دې هېواد په برخه کې ده هغه دا ده چې دا هېواد د نړۍ تر ټولو مشهوره ولسواکه (ډيموکراتيک) هېواد دی چې لسګونه توکمونه پکې د يوه بېرغ ترسيوري لاندې سره يوځای اوسېږي. د هند لوېديځه خوا هندي سمندر ته وتلې، د دغه هېواد په لوېديځ کې د عربو سمندرګی، په ختيځ کې يې د بنګال خليج پراته دي چې دا ټول د هند ۷۵۱۷ کيلومتره سمندري ساحل جوړوي[2]. هند د نړۍ د نورو هېوادونو سره هم ګډې پولې لري. د دغه هېواد په لوېديځ کې پاکستان او افغانستان [3]په سهېل کې د چين د خلکو جمهوريت، نيپال او د بهوټان هېوادونه، په ختيځ کې د بنګله دېش او د ماينامار هېوادونه پراته دي. همداراز د هند په سوېل کې د هندي سمندر له لارې د سريلانکا، مالديپ او اندونيزيا سره د اوبو ګډې پولې لري.
هند د اباسيند د درې د تمدن ځای دی او دا سيمه په تاريخ کې د بېلابېلو امپراتوريو د سوداګرئ او تګ راتګ يوه اهمه لاره پاتې شوې. د هند وړه وچه د ډېر پخوا نه د کلتوري بډاينې او د بېلابېلو کلتورونو تر مېنځ د سوداګرۍ اهمه وچه پاتې شوې.[4] په دې هېواد کې د نړۍ ځلور اهم مذهبونو، هندويزم، بوديزم، جاينيزم او سيکهيزم سرچينه اخيستې او له همدغه څای نه راوتلي، چې بيا وروسته زرتشتي، يهوديت، عيسويت او اسلام د بېلابېلو کلتورونو سره دې خاورې ته راغلي. کله چې د ۱۸ مې پېړۍ په پيل کې د ختيځ هند برتانيوي شرکت دې هېواد ته لاره وموندله نو هند هم ډېر ژر د لويې برتانيې د سلطنت برخه وګرځېدله او دا خاوره د انګرېزانو د نيواک لاندې راغله. کله چې هند د برتانيوي يرغل لاندې ؤ نو د هند د بېلابېلو توکمونو لخوا په ګډه د انګرېزانو په وړاندې ګڼ شمېر جګړې شوي چې د دغو جګړو او مقاومتونو په پايله کې په ۱۹۴۷ ز. کال کې دغه هېواد بشپړه خپلواکي لاسه ته راوړله.[5]
د هند جمهوريت ۲۸ رياستونه او د ۷ متحدو سيمو يو ډيموکراټيک پارلماني سيستم لري. دا هېواد د نړۍ د لويو اقتصاد لرؤنکو هېوادونو په ۱۲ کتار کې ځای لري او د سوداګرۍ د ادلون بدلون په مارکېټ کې د نړۍ ځلورم پېرېدونکی قدرت ګڼل کېږي. له ۱۹۹۱ ز. کال نه راپدېخوا د اقتصادي سمونونو نه وروسته هند د نړۍ په اقتصاد کې يو چټک پرمختلونکی هېواد ګرځېدلی،[6] خو، دا هېواد لا تر اوسه پورې د ډېر غربت،[7] بې سوادۍ، ناروغۍ او د خوړو د کمښت او زمولتيا د ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. هند نه يواځې يو ګڼ ژبنيز، ګڼ توکميز او متفرقه ټولنه لري بلکه دا هېواد د حيواني ځنګلي ژوند او د ځنګلي ژوند پراخه خوندي چاپېريال کور هم دی.
آرپوهه
د هند نوم د زړې پارسي ژبې د لغت هندو, او د سانسيکرت د ژبې لغت سندو, نه راوتلی. سندو په پخوانيو تاريخي ليکنو کې د اباسيند د رود نوم دی.[8] لرغونو يونانانو هندوان د اندوی (Ινδοί) په نامه پېژندل، چې د دغه نوم مانا د انډس د رود يا د اباسيند د رود خلک دی.[9] د هند اساسي قانون او د هند په بېلابېلو ژبو کې د بهارت نوم هم د دغه هېواد لپاره د يوه رسمي نوم په توګه کارېدلی.[10] د بهارت نوم د هند د افسانوي پاچا بهارتا له نوم نه سرچينه اخيستې. بل نوم چې د هند لپاره کارېږي هغه د پارسي ژبې نوم هندوستان دی چې د دغه لغت مانا د هندوانو خاوره يا د هندوانو زمکه ده.[11]
يادښتونه
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified India at a Glance. Know India Portal. National Informatics Centre(NIC). URL accessed on 2007-12-07.
- ↑ Kumar, V. Sanil; K. C. Pathak, P. Pednekar, N. S. N. Raju (2006). "Coastal processes along the Indian coastline" (PDF). Current Science 91 (4): 530–536. http://drs.nio.org/drs/bitstream/2264/350/1/Curr_Sci_91_530.pdf.
- ↑ Footnote: The Government of India also considers Afghanistan to be a bordering country. This is because it considers the entire state of Jammu and Kashmir to be a part of India including the portion bordering Afghanistan. A ceasefire sponsored by the United Nations in 1948 froze the positions of Indian and Pakistani-held territory. As a consequence, the region bordering Afghanistan is in Pakistan-administered Kashmir.
- ↑ Oldenburg, Phillip. 2007. "India: History," Microsoft Encarta Online Encyclopedia 2007© 1997–2007 Microsoft Corporation.
- ↑ written by John Farndon. (1997). Concise Encyclopedia. Dorling Kindersley Limited. p. 455. ISBN 0-7513-5911-4.
- ↑ د درک ستونزه: Invalid
<ref>tag; no text was provided for refs namedERS - ↑ Poverty estimates for 2004-05, Planning commission, Government of India, March 2007. Accessed: 25 August 2007.
- ↑ "India", Oxford English Dictionary, second edition, 2100a.d. Oxford University Press.
- ↑ Basham, A. L. (2000). The Wonder That Was India. South Asia Books. ISBN 0283992573.
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Official name of the Union. Courts Informatics Division, National Informatics Centre, Ministry of Comm. and Information Tech. URL accessed on 2007-08-08.
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified (2007). Hindustan. Encyclopædia Britannica, Inc.. URL accessed on 2007-06-18.