شطرنج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له سترنج نه مخ گرځېدلی)

شطرنج يوه مشهوره لوبه ده چې د هند څخه نورې نړۍ ته تللې ده. د دې لوبې په هکله لومړۍ يادونې، په هندکې د پنځمې زيږديزې پيړۍ په قلمي نسخو کې شوي. بايد وويل شي، چې دغه لوبه د ((چاترونګا)) په نوم ياده شوې او هغه مهال د دې لوبې نه يوازې قواعد بل ډول وو ، بلکې لوبغاړي يې هم څلورو تنو ته رسيدل او همدا راز د لوبو د پرمخ بيولو لپاره کمسايي يا دوه مکعب ډوله هډوکي کارول کيدل.

په روسي ژبه کې شطرنج ته شاخمات «шах мат» يانې شاه مات وايي. د روسي ژبو سرچينو په وينا د پارسي ژبې څخه دا کلمه دوی ته ورغلې او مانا يې په پارسي کې ده: شاه مات يانې شاه مړ. بايد وويل شي، د مات کلمه په پښتو کې اوس هم کارول کيږي او د پوځ ماته ، يا د چا مغلوبولو ته هم مات وايي او زما په اند په دې هکله تامل په کار دی. له بلې خوا په هند کې د پښتنو ډېر پاچاهۍ هم تيرې شوي، چې کيدی شي ورسره تړاو ولري.(په دې هکله څېړنې ته اړتيا شته !).

د شطرنج لوبه د عربو له برکته په اتمه پيړۍ کې اروپا ته هغه مهال رسيدلې، چې دوی اسپانيه او د اروپا ځينې نورې برخې تر خپلې ولکې ﻻندې راوستې. روسيې ته د بېلګې په توګه دغه لوبه په لسمه او يولسمه پيړۍ کې رسيدلې.

د شطرنج لوبې لومړی تورنير يا سيالي په 1575 ز کال کې د اسپانيې پاچا دوهم فيليپ په دربار کې تر سره شوې.

شطرنج نن يوه نړۍ واله عملي لوبه ده چې اصول او قواعد يې په هرځای کې يو ډول دي. دغه لوبه د يوې تختې پر مخ چې په څلور شپيتو تورو اوسپينو مربع گانو وېشل شوې ده د دوو تنو له خوا په ٣٢ دانو سره اجرا کېږي چې ١٦ پياده گان او ١٦ يې سواره بلل کېږي.

سرچینې

ويکيپېډيا
http://www.vokrugsveta.ru