مجاور احمد زيار

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
مجاور احمد زيار

پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار (په انګرېزي: Mujawir Ahmad Zyar) د افغانستان يو ژبور څېړونکی ، ژبپوه، لرغونپوه، شاعر، ليکوال او اديب دی نوموړی په ۱۹۳۷ زېږديز کال د ننګرهار د مزينې رود په حصارك كې وزېږېد .

نيوليک

زده کړې

لومړنی ښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو " ابن سينا او دارالمعلمين " كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .
پر 1962 زيږيز كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توګه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي .
له 1966 تر 1972 ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توکمپوهنه ( اتنالوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي . له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده .
له 1984 – 1986 ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله ( 1994 – 1996 ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توګه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار "اكسفورډ" كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .

څېرمه چارې او دندې

مجاور احمد زيار

1972 – 1975 : د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه .
1978 – 1979 : د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري .
1980 : د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب .
1980 : د افغانستان د سولې ، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري .
1980 – 1984 : د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري .
له 1991 راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري .

علمي او ادبي هستونې

پوهنيزې څېړنې

  1. پښتو نومتړنګونه يا اسمي تركيبات (الماني)
  2. پښتو پښويه
  3. ويي پوهنه
  4. پښتو ليكلار
  5. پښتو شعر څنګه جوړېږي؟
  6. پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې
  7. پټه خزانه يوه لغوي خزانه
  8. پښتو سيندګى (هممانيزونه)
  9. پښتو سيندګى (نويزونه)
  10. انګرېزي - پښتو سيندګى (سربلونه + اوستربلونه)
  11. د خوشال ادبي پښتو
  12. د يوې کره پښتو ليکلارې لارښود
  13. د ژبپوهنې بنسټونه
  14. غږپوهه او د پښتو پښويي (ګرامر)
  15. درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه) خپرونه .

ژباړې

  1. پښتانه او وروڼه مليتونه
  2. د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك ( له الماني )
  3. پټه خزانه (پرالماني)

ادبي ( پېيلې او ناپېيلې) ټولګې

  1. زنداني نغمې
  2. سوزونه او سازونه
  3. وينه او مينه
  4. ګلكڅونه
  5. ګلولې
  6. اند و ژوند
  7. اند و واند
  8. رزم و بزم
  9. پوهه او ګروهه
  10. د سبرونو نڅا
  11. ګلوييونه
  12. څڅواكي
  13. زما نړۍ
  14. د مرجانونو څانګې
  15. نوې پېړۍ او نوې زرۍ
  16. اور و وينې
  17. ساندې او سندرې
  18. مينه د زړه په وينه (ناول) او ناپېيلي ( نثري تولگه ) .

د دغو چاپي اثارو ترڅنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انګرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو ، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليكوالي ريكارډأ څښتن كړى دى .

پر دغو ټولو علمي - فرهنګي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتګر پوهاند او ليكوال دا څه له پاسه دېرش كاله د " يوې - كره ليكنۍ پښتو " او " نوي - ازاد پښتو شعر " غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى كړې ده .

د کتابونو انځورتون

نورې لوستنې

لرغونپوهنه د پوهاند دوکتور زيار له څېرموڅيړنيزو بوختياوو څخه

باندنۍ تړنې