عبدالحی حبيبي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
علامه پوهاند عبدالحي حبيبي

علامه پوهاند عبدالحی حبيبي (زوکړه ۱۲۸۹ لمريز لېږدي کال، کندهار - ۱۳۶۳ ل ل کال) (انگرېزي: Abdulhai Habibi) د افغانستان يو ستر، نامتو پښتو ژبی او پاړسي ژبی ليکوال، شاعر، څېړونکی، پوهاند، ټولنيز او فرهنگي شخصيت وو.

مخينه[سمول]

علامه عبدالحى حبيبي د عبدالحق اخوندزاده زوى، د عبدالرحيم اخوندزاده شهيد لمسى، د علامه حبيب الله كندهاري كړوسى، د ملا فيض الله كاكړ كوسى او د ملا بابړ مدرس كودى دى، چې پر ۱۲۸۹ ل ل كال د پېنځنۍ (پنجشنبې) پر ورځ (د ۱۹۱۰ زېږدي کال مې) د كندهار ښار د باميزو په كوڅه كې زېږېدلى دی. د عبدالحق اخندزاده درې اولادونه پاتې شول، چې مشر زوى يې عبدالباقي نومېد او په ځوانۍ كې د استسقا ناروغۍ له لامله مړ شوى دى. عبدالحى حبيبي يې دويم زوى او يوه لور يې درلوده چې بي بي صاحبه نومېده. بي بي صاحبه د كندهار د منلي علمي شخصيت ارواښاد محمد رسول پښتون باركزي (۱۲۷۹-۱۳۶۱ ل) مېرمن وه. د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى او د هېواد هنرمند خطاط او څېړونكی ښاغلی نصير هنر پښتون د دغې پښتنې مېرمنې زوى دى، چې روزنه يې مور پر غاړه اخيستې وه.

زده کړې[سمول]

عبدالحی حبيبي لومړنۍ زده کړې د کور و کلي له ديني پوهانو څخه وکړې. پر ۱۲۹۹ ل ل کال د شالیمار په لومړني ښوونځي کې شامل او پر ۱۳۰۴ لمريز کال يې د نوموړي ښوونځي بری ليک تر لاسه کړ او پر همدغه کال يې په ۱۵ کلن عمر کې په همدغه ښوونځي کې د ښوونکي دنده پیل کړه.

ادبي ژوند[سمول]

علامه حبيبي د خپل پير پر مروجو بېلابيلو علمي څانگو برلاسي درلوده، خو د ژبپوهني، ټولنپوهنې، ادب پوهنې ؛دينپوهنې او تاريخپوهنې په برخو کې يې وړتيا هغه پوړيو ته رسېدلې وه چې نه يوازې د افغاني پوهانو لپاره ستره سرچينه وه، بلکې بهرنيو څيړونکو ته هم د يوې ډاډمنې سرچینې په توگه منل شوی وو. د هېواد د ستر مورخ په توگه د علامه حبيبي د ښه پيژندلو لار د هغو تاريخي اثارو او ليکونو لنډه ارزونه ده چې د نوموړي په زيار او ليکاني (قلم) ليکل شوي شوي دي. د دغو نښيرونو په مرسته يې د ليکلو سبک، د څېړنې ليدلوری او هم يې د خوښې وړ پير پېژندلای شو.

ليکنې[سمول]

له علامه حبيبي څخه تر ۱۳۰ زيات چاپ شوي نښيرونه راپاتې دي؛ په سلگونو مقالې او رسالې يې خپرې شوې او تر ۲۰۰ زياتو ملي او نړيوالو علمي سېمینارونو او کنفرانسونو کې يې پنځيز گډون کړی دی. د چاپ شويو اثارو له شمېره يې د ۵۶ څخه تر ۶۰ پورې د افغانستان د تاريخ او تاريخي جغرافيې په اړه دي، چې د بېلگې په توگه د افغانستان لنډ تاريخ (دوه ټوکه)، افغانستان بعد از اسلام (دوه ټوکه)، د پښتو ادبياتو تاريخ (دوه ټوکه)، اديان عصر کوشاني، افغانستان در عصر تيموريان، تاريخ شاهان صفاري، نومورکي مورخين، جغرافيايې تاريخي افغانستان، هنر عصر تيموريان، تاريخ مشروطيت در افغانستان او يو زيات شمېر نور يادولای شو. دلته به د علامه حبيبي د افغانستان لنډ تاريخ په اړه اړين مطالب ياد کړو:

د تاريخ پيژندنه به هر چا په خپله رايه کړې وي خو يوه رايه دا ده چې تاريخ يو داسې تفصيلي نوم دی چې په هغه کې د زمان او مکان د يووالي بيان شته. دا دوه مفاهيم په حقيقت کې د دې علم بنسټ او هم يې د علمي شته والي اساسي فکتورونه گڼل شوي دي. تاريخ د خپل اوږد ژوند په بهير کې بېلابېل موقفونه درلودلي او يا ورکول شوي دي. د يوې سپيرې کيسې او ساده نکل څخه بيا تر عقيدتي مضمون پورې؛ د پېښو د ساده بيان څخه بيا تر فلسفي يون پورې يې ټول پړاوونه لرلي دي. خو هغه وخت چې د زمان او مکان مفاهيمو د تاريخ په تدوين کې بنسټيزه ونډه واخستله، تر هغه وروسته بيا د يوه علمي ډسپلين په څېر معرفي او خپله لاره يې روښانه کړه.

د ۱۹ زېږدي پېړۍ په لومړيو کلونو کې د تاريخ ليکونکيو ترمنځ دوو محوري طرحو پراختيا وموندله، چې په حقيقت کې دا د مورخينو ترمنځ د دوو سترو فکري جريانونو تمثيل وو. يو شمېر مورخين په دې عقيده ول چې بشري تمدن واحده منشا لري او د يوې لرغونې مدني حوزې څخه راپېل شوی دی. اليوت سميت (Elio Smith) گوردن چايلد (Gorden Childe) تاينبې (Arnold Tainbe) او مورگان (Morgan) د همدې فکري لوري په سر سر کې پيژندل شوي دي.

د خپرېدنې يا (Diffiusion) يو نامتو پلوي گوردن چايلد د دې نظريې ملاتړ تر هغه سرحده وکړ چې هغه يې د نړۍ پر تاريخي افکارو تر لسگونو کالو پوري واکمنه او بريالۍ وځلوله. نوموړي د مصر، بين النهرين او سند مدنيتونه تر څيړنې لاندې ونيول او د دې مدنيتونو تر منځ يې ورته او مشابه ټکي رابرسېره کړل او په نتيجه کې يې د ټولو مدنيتونو منشا د مصر څخه راپيل شوې اعلان کړه. چايلد د خپل نامتو اثر «سير تاريخ» تر عنوان لاندي خپله رايه برملا کړې او په ځانگړې توگه «د ښار اوښتون» تر سر ليک لاندې يې د دې نظريې د پوره ثبوت هڅه وکړه. په دې ترتيب د چايلد او د هغه د نورو ملگرو نظريه چې د تاريخ د يوه مهم فکتور «مکان» په اړه مطرح وه تر ډېرو زمانو پورې يې خپل حاکميت وساته.

پخوا تر دې چې د (خپرېدنې) تر نامه لاندې يوه ټاکلې تاريخي تيوري تدوين شي، په ختيځ کې گڼ شمير مورخينو او ليکوالانو د مذهبي تمايلاتو تر تاثير لاندې په يوه يا بل ډول د همدې تيورۍ (خپريدنې) په محدوده کې عملي گامونه پورته کړل. دا حقيقت د اسلامي نړۍ د پراختيا پر مهال او يا په بله وينا په منځنيو پيړيو کې پوره جوت دی. د هغه مهال په ډېرو اثارو کې د يوې واحدي منشا څرک شته، په ځانگړې توگه په پخواني افغانستان کې گڼ شمير مورخينو د خپل ليکل شوي تاريخ لومړی څپرکی د انبيا (عليهم) څخه راپيل کړی، چې د بېلگې په توگه اخبار الطوال (دينوري) زين الاخبار عبدالحی گردېزي تاريخ گزيده احمدالله مستوفي، تاريخ مرصع افضل خان خټک روضته الصفا (مير خواند) تاريخ طبري (جرير طبري) تاريخ گلستانه (احمد گلستانه)، تاريخ فرشته، مطالع النوار او يو زيات شمېر نور د همدې ډول اثارو څخه شميرلای شو چې د واحدې منشا مانا ځني اخستل کېدای شي.

د مورخينو دوهمه ډله هغه شمېر پوهان دي چې د چاپيريال پر اصالت او د محيطي امکاناتو په رول متکي نطريه يې خپله کړې ده. د دوی په نظر د مدنيتونو منشا يوه نه ده او د نړۍ مدنيتونو د يوه مدنيت څخه انکشاف نه دی کړی، بلکې د هرې سيمې د چاپيريال مطابق او د هغې سيمي د محيطي امکاناتو په محدوده کې ځانگړی مدنيت منځ ته راغلی او وده يې کړې ده، خو دا شمير پوهان د مدنيتونو د خپلواک ايجاد تر څنگ د مدنيتونو تر منځ اړيکې هم ارزښتمنې گڼي. جوليان استوارد ( Julian Ostward ) ميرمن بوسر اپ ( Ms. Buser Aupe ) کاسمينسکي ( Kazminisky) او يو شمېر نور د دې نظريې له مخکښانو څخه شميرل کېږي.

جوليان استوارد په خپل يو اثر کې چې «د فرهنگي بدلون پروسه» تر نامه لاندې خپور شوی، په دې اړوند ليکي: د خپرېدنې پلويان د ټولنو پر ورته ودې زور اچوي، په داسي حال کې چې د لومړيو مدنيتونو د پېژندلو معياري او معقوله لار د کلتوري اقليم ( Cultural Ecology ) څخه گټه اخيستل دي. يوازې د همدې روش او مېتود په خپلولو او کارولو د لومړنيو مدنيتونو د پيدايښت زمينې او د ودې لارې په رښتيني توگه پيژندلای او تر لاسه کولای شو. د دې ډلې يو بل نامتو پلوی کاسمينسکي دی، چې په خپل يوه اثر «د ارنولد تاينبې پر فلسفه انتقاد» کې يې خپور کړی دی، ليکلي چې: لومړني مدنيتونه په بېلا بېلو سيمو او بېلا بېلو زمانو پوري اړه لري. هر مدنيت ځانگړی او ټاکلي مميزات لري چې د همدې خاصو مميزاتو د لرلو په وجه ويلای شو، دا مدنيت په خپلواک ډول منځ ته راغلی دی، وده يې کړې او پيژندل شوی دی. د دې نظريې پلويان د کلتوري، جغرافيايې او ايکالوژيکي تاثيراتو ارزښتمندۍ ته ډېره پاملرنه کوي.

په ختيځ کې د دې نظريې د پلويانو شمير زيات نه دی، خو د کيفيت له مخې يې وزن او وړتيا په لوړو پوړيو کې ښوول شوې ده. ابن خلدون، البيروني او يو شمير نورو مورخينو بې له دې چې د تاريخ ليکنې روش او ډول ته يې پام اړولی وي، د تاريخي پېښو تصوير يې په يوه يا بل ډول داسې ترتيب شوی چې افاده يې د مدنيتونو پر خپلواکۍ متکي دی. د تاريخ ليکني دغې تيورۍ، چې پخوانيو مدنيتونو له خپل چاپيريال سره سم وده کړې، د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې ډير لږ پلويان درلودل. يوازي د ۲۰ زېږدي پېړۍ په پيل کې يو شمير مورخينو د مدنيتونو د خپلواک منځ ته راتگ او ودې کولو ته پام وکړ. په افغانستان کې د دغې ډلې مورخينو په سر کې علامه حبيبي او د تاريخ ټولنې دوه تنه نور تاريخ ليکونکي خدای بخښلی استاد احمد علي کهزاد او خدای بخښلی مير غلام محمد غبار وو. په هندوستان کې ه. ش. ډانگې او، ب. ن. پوري، په ايران کې عبدالحسين زرينکوب او حسن پيرنيا او په تاجکستان کې بابا جان غفوروف له دغې ډلې تاريخ ليکونکو څخه شميرل کېږي.

د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د ياد شويو مورخينو له خوا ليکل شوي او خپاره شوي اثار د شهرت لوړو پوړيو ته رسيدلي دي. تاريخ در ترازو د ښاغلي عبدالحسين زرين کوب، تاريخ قديم ايران د حسن پيرنيا ليکنه هغه اثار دي چې په ايران کې او له هغه هر د پاملرنې وړ ځای لري. په هندوستان کې د هند تمدن، هند د کوشانيانو تر واکمنۍ لاندې او هند د لومړي کمونيزم څخه تر مرئيتوب پورې، چې په پر له پسې توگه د هندي مورخينو شيري واستوا، ب. ن. پوري، او ه. ش. ډانگې له خوا ليکل شوي دي، هم د هغو هندي نامتو اثارو په شمير کې راغلي چې د چاپيريال پر امکاناتو متکي دي. په تاجکستان کې د بابا جان غفوروف ليکنه هم د همدې لړۍ يو بل اثر دی.

په افغانستان کې د علامه حبيبي د گڼ شمېر نښيرونو تر څنگ تاريخ قديم افغانستان او افغانستان در مسير تاريخ هم له هغو اثارو څخه شميرل کېږي چې بنسټيږه اډانه يې د چاپيريال پر شتو او امکاناتو تکيه لري، چې د استاد احمد علي کهزاد او مير غلام محمد غبار په زيار ليکل شوي دي. د دې سترو مورخينو تر څنگ يو شمير نورو افغان مورخينو هم د علامه حبيبي پر پليونۍ تگ کړی او داسې تاريخي اثار يې ليکلي چې د افغانستان په تاريخ او تاريخ ليکنه کې وياړلي ځايونه لري. د دغو ټولو رايادول په دې لنډه ليکنه کې شونې کار نه دی.

د علامه حبيبي د افغانستان لنډ تاريخ، افغانستان بعد از اسلام، د پښتو ادبياتو تاريخ، سنگ نبشته ها و خطوط کهن افغانستان، تاريخ مشروطيت در افغانستان، کابل شاهان، صفاريان او تر ۱۳۵ ټوکه زيات څيړنيز او بديع خپاره شوي اثار د افغانستان په تاريخ کې ارزښتمن او د شهرت لوړو پوړيو ته رسېدلي دي. حبيبي د يوه نوښتگر او خلاق مورخ په توگه داسې تاريخي اثار وليکل او خپاره کړل چې په کړن کې يې د مدنيتونو پر خپلواک منځ ته راتگ او د محيطي امکاناتو پر ارزښتمن تاثير، د تائيد او ترجيح اثار گڼلای شو. په دې برخه کې د تاريخ مختصر افغانستان څخه څو بېلگې په گوته کوو او د دې ادعا د ثبوت لپاره درنو لوستونکو ته وړاندې کېږي.

علامه پوهاند حبيبي د تاريخ افغانستان په لومړي ټوک کې د ويدي تمدن په اړه ليکي: «در حدود ۱۴۰۰ ق. م. مدنيت باشکوه تحت عنوان ويدي در سرزمين افغانستان باستان حاکم بود، که از کتب چهار گانه ويدا، ميتوان به وجوه گونه گون ان مدنيت پی برد. نامهای بعضي از اماکن، قبايل و درياها در اين سرود ها امده و تاکنون باقی مانده است. کلمه پکتها (پښتون) الينا (مردم شمال لغمان و نورستان) سند (سيند) کوبها (کابل)، هيروتی(دهراوت ) وغيره راميتوان ياد کرد.»

له دې متنه په ډاگه کېږي چې ويدي مدنيت د افغانستان د لرغونو اوسيدنکو ځانگړې لاسته راوړنه ده، چې د اړوندو سيمو يادونه يې جغرافيايې محدوده ټاکي. حبيبي د همدې مدنيت د ټولنيز او سياسي جوړښت په اړه ليکي: «خانواده ارين ها را کولا (در زبان پښتو کهول) ميگفتند و اساس زنده گی اجتماعی ان جمعيت ها را تشکيل ميدادند که از ان عشاير به وجود مي امد و رئيسی به نام پتي داشت. هنگاميکه چند کولا باهم جمع ميشدند گرامه يا ويسه را تشکيل ميدادند. مسکن شاهی را پور ميگفتند اين کلمات تاهنوز در اسما واماکن مشهود است. بگرام، ميروېس، شيرپور وغيره؛ رئيس خانواده پاتي معادل پدر کنونی رئيس عشيره را کوترا پتي، رئيس و يا ملک قبيله را گرام پاتی رئيس قريه را ويس پاتی و شاه را به نام راجان ياد مينمودند. همه ارين ها بالترتيب از مقام پدر و رئيس خانواده الی مقام شاه احترام ميگذاشتند.»

علامه حبيبي د ويدي او اوستايې مدنيتونو ترمنځ هم ځانگړتيا ته پام کړي دی او دا دوه مدنيتونه چې يو د راغلو اريايې قبيلو سره يوځای وده کړې او بل يې څه نا څه ۲۰۰ کاله وروسته په لرغوني افغانستان او په ځانگړي توگه بلخ کې پيل شوی، داسي ليکي: «در حدود ۱۲۰۰ قبل از ميلاد مدنيت اوستا يې که از لحاظ محتوا با مدنيت ويدي تفاوت داشت در سر زمين افغانستان شگوفان گشت، در اوستا امده است: يمه به اهورامزدا امر فرمود، يک (واره) را ساخت که طول وعرض ان به اندازه يک اسپرس (يک ميدان اسپ دوانی) بود و در ان حيوانات و جانوران مانند گسفند، گاو، و مرغان وغيره را نگاه داشت و جای اب را هم به درازی يک هانه (ميل) کند و در ان واره بازارها، گذرها و خانه ها را به ترتيب مخصوص ساخت، ولی مردم عليل، دروغ گو، و پيس را در ان شهر جای نداد.»

هغه ليکي چې ټول مدنيتونه يوه ريښه لري، عملا د علامه حبيبي په هغو ټولو تاريخ اثارو کې چې د افغانستان د تاريخ په اړه يې ليکلي، له پامه ليري پريښودل شوي دي. علامه حبيبي خپل نامتو اثر تاريخ مختصر افغانستان د منځني ختيځه نه، بلکې د منډيگگ څخه پيل کړی دی. دا پيل چې د پخواني معمولې دود څخه خلاف وو، خو دومره موثر وو چې په ډيره لږ موده کې د پوره پاملرنې وړ وگرځيد او د افغانستان ټولو لوستو او نالوستو افغانانو ته د هېواد د تاريخ د پيل حد څرگند شو او د افغانستان د ۵۰۰۰ کلن تاريخ خبره د هري علمي او سياسي غونډې تر ټولو منلې او معمولي وينا وگرځيدلې او دا دی اوس د افغانانو تر منځ د يوې علمي مقولې په څير منل شوې ده.

پوهاند عبدالحی حبيبي د تاريخ مختصر افغانستان په خپرولو سره په حقيقت کې د افغانستان د ۵۰۰۰ کلن تاريخ پر له پسې رښتنی مسير روښانه کړ او د ۵۰۰۰ کلن اوږد زماني واټن ټولې پېښې يې په خپل خلاق استعداد گام پر گام داسې وڅېړلې او اوډلې چې له يوې خوا يې د دې ليري زماني واټن يو احتی نيم کال هم پټ پرې نه ښود. له بلي خوا يې د هرې ادعا د ثبوت لپاره ډاډمن او باوري اسناد وړاندي کړل او په دې ترتيب يې د افغانستان تاريخي هويت او عظمت نړيوالو سياسي او علمي کړيو ته جوت کړ. لنډه دا چې د علامه حبيبي ځای او مقام د افغانستان په تاريخ کې هومره اوچت دی، لکه د يو شمير سياسي نامتو څيرو او شخصيتونو چې د افغانستان په له سره جوړښت، ساتلو او يا وده ورکولو په اړوند د درنښت وړ دی. که سياسيونو د افغانستان سياسي هويت گټلی او ساتلی دی، علامه حبيبي د همدې هېواد تاريخي هويت جوړ کړی او ثابت کړی دی.

يوه خاطره او د هېواد تاريخ ليکونکو ته د هغه يوه توصيه[سمول]

په ۱۳۶۱ لمريز کال د کوشاني پير په اړه پنځم نړيوال څيړنيز سيمنار د يونسکو په مرسته په کابل ښار کې داير شو . د سيمنار مرکزي موضوع د کوشاني امپراتورۍ سياسي سرحدونه او د هغو حدود او ثغور ، څرگندول وه . د دسيمينار د درې ورځنيو علمي غونډو په ترځ کې د کوشاني شاهانو د عقيدې او مذهب په اړه د برخه والو پوهانو ترمنځ مباحثه توده شوه . په سيمنار کې د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو نامتو پوهانو او څيړونکو گډون درلود ، د بهرنيو پوهانو له ډلي څخه هندي نامتو مورخ پروفيسور ب . ن . پوري جاپاني څيړونکي پروفيسور کويا ما ، فرانسوي نامتو پوه پروفيسور فوسمن ، د پخواني شوروي نامتو څيړونکۍ و. ي . سريانيدي او د يو شمير نورو هيوادونو لکه تاجکستان ، ايران ، ايتاليا ، المان ، ترکيې ، انگلستان څخه زيات شمير پوهانو برخه درلوده .

زياتو څيړونکو او د سيمنار گډونوالو د کوشاني پير او کوشاني پاچاهانو د مذهب او عقيدې په اړه خپله را يه څرگنده کړل ، لکه نن داسي مي ياد دي چې علامه حبيبي ته د رايې څرگندولو نوبت ورسيدۍ ، علامه حبيبي د دې سره سره چې د سپيږيريتوب بيلگي يې په اواز او څيره کې ښکاريدې ، د کوشاني دورې د مذهبي او عقيدتي نظام او روش په اړه يې په خپل ځانگړي او خلاق استدلا هر اړخيزه مالومات وړاندي کړل . د علامه حبيبي څرگندونو د سيمنار د برخه والو دومره پاملرنه ځان ته وگرځوله چې د حبيبي د بحث وروسته سمدلاسه ټولو برخه والو په يوه ږغ وړانديز وکړ چې د کوشاني څيړنو د راتلونکي نړيوال سيمينار عنوان دي د کوشاني پاچاهانو د مذهب او عقيدې جوتولو ته ځانگړۍ شي . همداسي وشول د سيمنار پريکړه ليک يونسکو ته د برخه والو وړانديز څرگند کړ او د يونسکو مرکزي دفتر له لوري هم دا وړانديز ومنل شو .

د کوشاني څيړنو د پينځم نړيوال سيمنار د وړانديز او د يونسکو د موافقې سره سم شپږم نړيوال سيمنار د کوشاني پاچاهانو د عقيدې تر سرليک لاندي په ۱۳۶۶ لمريز کال د کابل په ښار کې داير شو .له بده مر غه هغه مهال علامه حبيبي له دې دنيا رحلت کړۍ وو . او د سيمنار برخه وال يې د خپل حضور څخه محروم کړي وه ، خو د سيمنار د علمي غونډو په جريان کې د ټولو لوستل شويو مقالو څخه چې د کورنيو او بهرنيو څيړونکو له لوري ولوستل شوې ، د علامه حبيبي هغه مقاله چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د يوه تن غړي له خوا ولوستل شوه او هغه مقاله په ۱۳۵۹ لمريز کال د کوشاني څيړنو مجلې له خوا خپره شوې وه ، تر ټولو ښه مقاله او د سيمينار تر ټولو ښه تيزيس ومنل شو .

يوه توصيه : په افغانستان کې د کيڼ اوښتون د پيل سره ځيني ځانگړي اصطلاحات رايج شول ، او اوښتو بيانونو زور واخست، له هرې خولې او له هر ځايه به د اوښتون خبره لومړۍ وه . هر وينا او خبره به د اوښتون په نوم پيل کېدل دا چې اوښتون ته يې څومره عقيده درلوده ؟ ايا دا ريښتينې و او که د ځينو ملاحظو پر بنسټ به يې د اوښتون اوښتون ويناوي کولې ؟ په هر صورت د ورځي د موډ خبره اوښتون گرځيدلې وه.

په داسي يوه فضا کې د علومو اکاډمۍ له خوا يو سمپوزيم د ۱۳۵۹ لمريز کال په ورستيو کې داير شو . په سمپوزيم کې د هيواد نامتو پوهان او څيړونکي برخه وال وه د گډون کونکو له ډلي څخه يو تن چې د کابل پوهنتون د تاريخ د څانگي د استاد په توگه يې دنده درلوده ، په بربنډو ادبياتو د(( تاريخ مختصر افغانستان )) په انتقاد پيل وکړ او د دې انتقاد منځنۍ ټکۍ داو چې دا تاريخ د طبقاتي لرليد او انقلابي ايديالوژۍ پر بنياد نه دۍ ليکل شوې ، ضروري ده چې يا مصادره شي او يا يې ليکوال د اصلاح لپاره کار وکړي . او په دي ډول يې خپله رايه په داسي شکل څرگندوله چې گويا د حاکمي سياسي فضا ملاتړ ورسره شته .

علامه حبيبي د دې مسلې په اړه يو منلۍ او غوڅ دريځ وښود ، ويې ويل : که مورخ هيله لري چې د هيواد تاريخ وليکي ، بايد د هيواد تاريخ وليکي ، نه داچې د هيواد تاريخ تر نوم لاندي د يوه قشر ، يوې ډلي او يا يوه سياسي نظام تاريخ وليکي . علامه حبيبي زياته کړه چې : مهمه خبره داده چې د لومړنيو مدنيتونو د پيل څخه بيا تر اوسه سياسي واکمنانو د ټولني عمومي چاري پر مخ بيولي دي ، واکمنو به د خپل سياسي واک د پايښت لپاره يو مذهب يا بل مذهب ، يو دين او يا بل دين ځان ته غوره کاوه او هغه به يې د خپل حاکميت د دوام لپاره وسيله گرځوله ، خو په دې تفاوت چې په اوسنيو پر مختللو ټولنو کې د ايزم خبره ده . زما رايه داده چې ټول خلک خاصتا مورخين بايد تر هر څه وړاندي خپل هيواد ته رښتنيني وي ، ځکه چې منحريف مورخ د خپلي ټولني لپاره د اوبا اپيدمي ده .

دندې[سمول]

په ۱۳۰۷ کال د طلوع افغان اخبار مرستيال وټاکل شو . په کال ۱۳۱۰ ددغه اخبار مدير وټاکل شو . تر ۱۳۱۹ لمريز کاله پورې يې د طلوع افغان اخبار داونيزې جريدې په بڼه په ډيره ښه توگه وچلاوه، او دپښتو ادب لپاره يې روښانه خدمتونه وکړل . ورسته کابل ته راغۍ او د پښتو ټولنۍ مشر وټاکل شو ۱۳۲۰ دپوهنې وزارت د مشاور او په ۱۳۲۴ کال دکابل پوهنتون دادبياتو دپوهنځۍ دلمړني رييس په توگه وټاکل شو، ددغو دندو تر څنگ دپښتو ټولنې رييس او دپښتو ادبياتود تاريخ استاد هم وو . د ۱۳۲۶ لمريز کال راپدېخوا د سياست په ډگر کې په فعاليت بوخت شو ،او د ملي شوراداومې دورې وکالت ته راوکاږو. بيا د لسو کالو وروسته چې په چمن کې افغان وکيل التجاره شو، په ۱۳۴۰ لمريز کال هيواد ته راستون شو خپلو پوهنيزو او علمې چارو ته يې دوام ورکړه . په کال ۱۳۴۴ کې دکابل پوهنتون رئيس او ورسته تر دادبياتو د پوهنځۍ رئيس شو . په کال ۱۳۵۷ کې د علومو داکاډمې مشاور او په ۱۳۵۹ کال کې داطلاعاتو او کلتور وزارت د علمي مشاور په توگه دنده تر سره کړه. خدای بښلي حبيبي له سلو څخه زيات کتابونه ليکلي چې ۷۰ کتابونه يې په ايران ، پاکستان ، مصر او اورپاکې په پښتو ، دري ، عربي ، اردو ، انگليسې ژبو چاپ شوي دي . له ۶۰۰ څخه يې زياتې ادبي ، سياسي ، تاريخې او ټولنيزي مقالې او رسالې ليکلې دي. استاد حبيبې د هيواد بهر او ننه په ۳۶ نړيواله سمينارونو کې برخه اخيستې ده او د افغانستان د فرهنگې غنا لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلي او کار کړی . استاد حبيبي د ۱۳۶۳ کال د ثور د مياشتې په نولسمه نيټه د کابل په ښار کې له دنيا سترگې پټې کړي او هملته خاوروته وسپارل شو. استاد حبيبي دري زامن لري چې اوس په امريکا کې ژوند کوي چې خوشحال حبيبي يې د پلار په لاره روان دی او دهغه ډير اثار يې په انگليسي ژبه ژباړليدي او خپاره شوي هم دي. لکه پټه خزانه، سقوط شاهنشاهي افغان او د سلېمان ماکو تذکره. د روانې مياشتې په ۳۱ د کندهار ښار په ښارکې دهغه دمړينې دشلم تلين په مناسبت يوه غونډه جوړه شوې وه چې په غونډه کې داستاد په نامه د کندهار پوهنتون کتابتون ونومول شو،اويووړانديز هم و شو چې د حبيبي په نامه يوواټ ونومول شې .داستاد حبيبي لاره ده تل پاته او د لارې د لارويانو قلم د شين وې. د علامه حبيبي د کلام يوه نمونه لوستونکو ته ډالۍ کوم.

لومړى پښتو اخبار ليكنه دده په لاس پيل سوه[سمول]

دا اخبار د كندهار طلوع افغان و چې په ۱۳۰۰ل كې د ارواښاد مولوي صالح محمد هوتك (۱۳۳۹ل مړ) په لاس تاسيس سو. په لومړي سر كې يې په پاړسي او پښتو دواړو نشرات كول خو په ۱۳۱۰ل كې د علامه حبيبي مرحوم لـه خوا ټول په پښتو واړول سو او په دې ډول په هېواد كې د لومړني بشپړ پښتو اخبار تاداو كښېښوول سو.

د پښتو ادب تاريخليكنه ده پيل كړه[سمول]

د پښتو ادب تاريخليكنې لومړۍگ خښته د علامه مرحوم په لاس په طلوع افغان كې د " تاريخچه شعر پشتو" تر نامه لاندي په ۱۳۱۴ل كال كښېښووله سوه. دا اثر يې په پاړسي ژبه ليكلى دى چې وروسته يې بيا د همدې موضوع په باب د " تاريخچه شعر پښتو" په دوام د پښتو ادبياتو تاريخ څلور ټوكه وليكل او لومړى ټوك يې د ۱۳۲۵ل كال ليكنه ده. ښاغلى سرمحقق زلمی هېوادمل ليكي چې "اُستاد حبيبي نه يوازې په افغانستان كې د پښتو ادبي تاريخليكنې بنسټ ايښوونكى دى بلكه د پښتنو په نورو فرهنگي حوزو لكه پېښور او كوټه كښې هم تر ده دمخه چا ادبي تاريخ ليكلو ته اقدام نه و كړى." ( افغاني شمله- ۸۴ مخ )

د پښتو ژبې لرغوني متون وار د واره په قلم په انتقادي توگه تهيه او خپاره سول. په دې برخه كې د علامه مرحوم لومړنى كار د خوشال خان خټک مرغلرې دي چې په ۱۳۱۷ ل ل كال يې لـه كندهاره خپور كړ. ورپسې يې د عبدالقادر خان خټک دېوان د ۱۳۱۷ ل کال په تله کې لـه كندهاره، لوى احمد شاه بابا ۱۳۱۹ ل ل کال له كابله، پټه خزانه پر ۱۳۲۳ ل ل لـه كابله، تذكرۍالاولياء لـه كابله، سواتنامه پر ۱۳۵۸ ل کال له كابله خپاره كړل. د پښتو آثارو د انتقادي متون د برابرولو په برخه كې د ځينو ختيځ پوهانو لـه خورو ورو كارونو څخه وروسته په منظم او پرله پېيلې توگه لومړى گام د پښتنو په ټولو فرهنگي حوزو كې تر علامه مرحوم وړاندي چا نه دى كړى.

د روښاني ادب سيسټماټيكه څېړنه په افغانستان كې لومړی ځل ده پيل كړه. دا څېړنه د پښتو ادبياتو تاريخ لـه دوهم ټوك سره مله ده چې په ۱۳۴۲ل (۱۹۶۳ع) كې په كابل كې چاپ سوه. د روښاني غورځنـگ په باب د پښتونخوا يو بل فاضل حافظ محمد عبدالقدوس د خيرالبيان د لومړي چاپ (۱۹۶۷ع) په سريزه كې خورا گټوره، عالمانه څېړنه كړې ده ( ۹۲مخه ) او ارواښاد مولانا عبدالقادر د همدې چاپ په پيل كې وايي چې " د خيرالبيان د دريافت نه څه زمانه مخكښې فاضل مولوي عبدالقدوس د پير روښان په حقله د پښتو اكېډمۍ په مجله كښې ښه محققانه مضامين شايع كړي وو"، خو علامه حبيبي په افغانستان كې دا لومړى شخص دى چې د روښاني تحريك لـه ژورې مطالعې او څېړنې وروسته يې د دغه غورځنـگ سياسيتوب مدلل كړ. پخوا داسې فكر كېده او اوس هم يو شمېر كسان په دې عقيده دي چې روښاني غورځنـگ يوازي يو مذهبي تحريك و چې وروسته يې سياسي بڼه واخيستله. علامه مرحوم دا ثابته كړه چې دا تحريك لـه لويه سره سياسي و او پر يوه واحد مركز باندې د پښتنو د را غونډېدلو او لـه مغولو سره د هغوى د مبارزو د منسجمولو په نيامت پيل سوى و. _ د خوشحال پېژندني لومړۍ خښته دده په لاس كښېښووله سوه. د خوشحال خان خټک په باب ابتدايي خبري لـه سراج الاخبار څخه مولوي غلام محى الدين افغان پيل او ارواښاد امين الله خان زمريالي ورپسې په ۱۳۱۵ل كال تعقيب كړې. خو علامه حبيبي د خوشحال پېژندني تاداو په ۱۳۱۴ل كال په تاريخچه پښتو كې ايښى و او د ښاغلي سرمحقق هېوادمل صاحب د وينا لـه مخې " استاد دا كارونه په تاريخچه پښتو كې په ابتدايي ډول پيل كړل، د خوشحال مرغلرې او د عبدالقادر خټك دېوان په مقدمه كې يې پسې وپالل، په " تاريخچه سبكهاى اشعار پشتو، پښتانه شعراء لومړي ټوك، د پښتو ادبياتو تاريخ دويم جزء ( د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانگې د دوهم صنف لـه پاره )،

د خوشحال د جهاندارۍ نظريه نومي اثر كې يې ورته انكشاف وركړ، د خوشحال د سواتنامې ( د ۱۳۵۸ل كال چاپ) د چاپ ته برابرولو او د خوشحال بابا درې سوم تلين لـه پاره د خوشحالپوهنې سره خپله مينه اثبات ته ورسوله

چاپ شوي آثار[سمول]

  1. شناخت انسان - 1367
  2. افغانستان او سرحد : یوه تاریخی جائزه
  3. سهم افغانستان در انتقال فرهنگ آسیای میانه - 1381
  4. زبان دوهزار ساله افغانستان یا مادر زبان دری - 1342
  5. تاریخ خط ونوشته های کهن افغانستان - 1350
  6. دافغانستان تاریخی پېښلیک لمړئ ټوک
  7. تاریخ خط و نوشته ها کهن افغانستان- 1377
  8. درد دل و پیام عصر - 1379
  9. د افغانستان لند تاریخ - 1378
  10. تاریخ گویی به تعمیه در اشعار قدیم دری - 1360
  11. تاریخ خط و نوشته های کهن افغانستان - 1350
  12. جنبش مشروطیت در افغانستان
  13. ظهیرالدین محمد بابر شاه
  14. افغان او افغانستان
  15. تاریخ افغانستان بعد از اسلام - 1363
  16. افغان و افغانستان
  17. در باره ترجمه
  18. پښتو څوارلس سوه کاله پخوا - 2005
  19. نگاه به سلامان وابسال جامی وسوابق آن
  20. نسب و زاد گاه سید جمالدین افغانی
  21. دافغانستان او پښتو د تاریخ نومورکی مورخین - 1359
  22. د مشروطیت غورځنگ په افغانستان کې
  23. پنجاه مقاله : دربارۀ جغرافیای تاریخی افغانستان
  24. دمیا فقیرالله جلال ابادی پیڅند لیک - 1359
  25. لوی احمد شاه بابا او دده ویناوی - 1319
  26. د پښتو ادبیاتو تاریخ (لومړی او دویم ټوک)

د علامه عبدالحي حبيبي دمړيني شلمه کاليزه[سمول]

علامه عبدالحی حبيبي د کندهار ښار د باميزو په يوه پوه پالونکې کورنۍ کې دمولوي حبيب الله کاکړکره چې په کندهاري څيړونکې مشهور و، د(۱۳۲۸ قمري )کال دربيع الثاني پر ۱۷ دپنجشنبې پر ورځ (ثور- ۱۲۸۹ )دې نړۍ ته سترگې خلاصې کړې. عبدالحی حبيبي ډير زردخپل پلار له سيورې څخه په ماشومتوب کې بې برخې شو.

چې زاهد په ميو لږ شونډه لمده کړه په چيندکو کې يې جوړه عربده کړه
تنده نشوله پرې ماته درندانو په هندو هندو يې تشه ميکده کړه
ساقې نه وو هسې مست غرق په ميو دارندي او می نوشي يې له ما زده کړه
خلک وايې دپردې تر شاه اسرار دي څه خو نه وو چې داپورته يې پرده کړه
سيل داوښکو يې له سترگو را ايله شو شرمنده يې هم امو هم نربده کړه

علامه مرحوم لـه وړكيني څخه د علم او پوهي لېوال و. دده د وړكيني زمانه د اعليحضرت امير امان الله خان لـه روښانه دورې سره برابره وه او په دغه روښانه دوره كې چې كندهار ته هم د پوهې او معارف لمن اوږده سوه، ښوونځي او مكاتب جوړ سول. علامه يې لـه لومړنيوزده كوونكو څـخه و او پـه (۱۲۹۹ل) د كندهار په مكتب تجار كې شامل سو چې لـه فارغېدو وروسته يې (۱۳۰۴ل ) په پنځلس كلنۍ كې د كندهار په يوه لومړني ښوونځي كې د ښوونكي په توگه وظيفه وموندله. علامه مرحوم پر ښوونځي سربېره د خپلې كورنۍ په علمي محيط كې هم درس وايه او خپل د اكا زوى مولوي عبدالواسع اخندزاده شهيد (۱۳۰۸ل ) ته پر درس كښېنوست. علامه مرحوم وروسته ليكي " ... از پدر جز چند كتاب و كلكسيون هاى جرايد سراج الاخبار ( كابل ) و حبل المتين

( كلكته) و كتب مرحوم محمود طرزي مدير ( سراج الاخبار ) كه در كابل طبع شده بود چيزى دېر بارث نبردم. مثنوى مولوى بلخى و ديوان خواجه حافظ شيرازى و گلستان و بوستان شيخ سعدى از كتابهاى بود كه در همان سن طفوليت چشم من به آن آشنا شده بود. هڼاميكه در مكتب ابتدايى درس ميخواندم كتاب ابتدايى صرف و نحو عربى و رياضى و هيات و فقه و اصول فقه و منطق مير و مبادى بلاغت و عروض و قافيه را از عمزاده خود مرحوم مولوى عبدالواسع شيهد فراگرفتم... وى در تدريس راه خاص و اسلوب مستقيم و كوتاهى داشت و مرا در يكسال به مبادى آشنا ساخت." ( ژوندون مجله. شماره اسد، ۱۳۶۱ش) علامه مرحوم د خپلو استادانو په لړ كې د مولوي ابو الوفا كندهاري ( ۱۹۷۵ مړ ) نوم اخلي او ليكي چې دغه مولوي مرحوم د دوى په كورني مسجد كې اوسېدى او ده ورڅخه " ادبيات او د قرات علم او هغه كتابونه و لوستل چې منتهيان يې لولي". علامه حبيبي مرحوم د احاديثو په علم كې مولوي عبدالواسع او مولوي ابوالوفا دواړه د ځـان اسـتادان بـولي. ( هماغه مجله ) دغه راز د خپل ژوند پـه وروستي اثر " جنبش مشروطيت در افغانستان" كې ارواښاد شهيد عبدالرحمٰن خان لودين هم په خپلو استادانو كې شمېري (جنبش مشروطيت... ۶۵مخ- چاپ ۱۹۹۹) دغه راز يې په استادانو كې د حجت الاسلام شيخ محمدطاهر كندهاري نوم هم ياد سوى دى. ( افغاني شمه- ۵۵ مخ ) لـه خپلو استادانو څخه د درس لوستلو تر څنـگ يې د كابل د نويو ښوونځيو مضامين لكه جغرافيا و طبيعيات و حساب او نور هم مطالعه كول، دى ليكي " در همين هڼام كه درپيچ و خم صغرى و كبرى منطق و اشكال اقليدس و جازولا يجوز در حجرات مساجد و مدارس قديم سرگردان بودم. جغرافيا و طبيعيات و حساب مكاتب جديد كابل را هم مطالعه كردم و سراج الاخبار و جبل المتين را ميخواندم، بالاخره از كاوه و ايرانشهر و ارمغان و ا لهلال سودها بردمى و حظها اندوختمى..." (هماغه مجله)

علامه مرحوم په ۱۷ كلنۍ كې (۱۳۰۶ل ) د طلوع افغان جريدې د مرستيال په توگه و ټاكل سو او څلور كاله وروسته د هماغې جريدې مديرۍ ته ورسېد. په همدغه وخت كې يې انگرېزي او اُردو ژبې تر يوې اندازې زده كړلې، دومره چې ددغو دواړو ژبو كتابونه په و لوستلاى سي. ( علامه مرحوم په اُردو ژبه د ترجمې صلاحيت درلود او د ( چهار مقاله بر فردوسى و شاهنامه) نومى كتاب يې لـه اُردو څخه په پارسي ژباړلى دى. دا كتاب د هندوستان پښتانه پروفيسر مرحوم محمودخان شېراني په اُردو ليكلى او زموږ لوى اُستاد هغه په پارسي اړولى دى. پارسي ترجمه يې د لوى اُستاد لـه سريزې او تحشيې سره د بيهقي د كتاب خپرولو موْسسې لـه خوا په ۱۳۵۵ ل كال په كابل كې خپره سوې ده) اُستاد ليكي چې د تاريخي څېړنې او پلټنې روش يې لـه

(Combridge history of india) او جرجي زيدان او شبلي نعماني او سيد سليمان ندوي په شان د مصري او هندي فاضلانو لـه ليكنو څخه او د برلين لـه كاوه جريدې او د علامه محمد قزويني لـه ارزښتناكو آثارو څخه زده كړى دى. ( هماغه مجله )

علامه مرحوم نهه كاله د طلوع افغان اخبار په پښتو ژبه وچلاوه. په دغه نهه كلنه موده كې اُستاد د پښتو ژبې او ادب پر ډگر پاخه بنسټونه كښېښوول چې وروسته به پر و ږغېږو. په ۱۳۱۹ل كال چې په كابل كې پښتو ټولنه تاسيس سوه. علامه حبيبي مرحوم يې د رئيس په توگه و ټاكل سو او پر څنـگ يې د مطبوعاتو د مستقل رياست د مرستيالۍ وظيفه هم پر غاړه اخيستې وه. يو كال وروسته د معارفو په وزارت كې د مشاور (سلاكار) په توگه و ټاكل سو او درې كاله وروسته يې په هېواد كې د لومړي ځل لـه پاره د ادبياتو پوهنځي تاسيس كړ (۱۳۲۳ل ) چې په پوهنځي كې يې د پښتو د ادبياتو د تاريخ تدريس په خپله كاوه. دوه كاله وروسته كندهار ته د معارفو د رئيس په توگه ولېږل سو (۱۳۲۵ل). پر ۱۳۲۶ل كال لـه علمي او فرهنگي وظيفو څخه گوښه كړه سو او په چمن كې د افغاني سوداگرو د " وكيل التجاره" په توگه يې كار پيل كړ. پر ۱۳۲۷ل د كندهار خلكو په غيابت كې د هېواد پارلمان ( د ملي شورا اوومي دورې ) ته د خپل نماينده په توگه وټاكه ( د ښاغلي عبدالرحيم هاتف د خولې خبره ده چې وايي " هغه وخت يوازي په كابل كښې انتخابات په صندوق او كاغذ او پټو عامه رايو وسوه نور چېري خصوصًا په كندهار كښې د مشرانو په مجمع كښې د يوه كاغذ پر مخ به هر چا خپل نظر امضا كاوه. هغه پاڼه به د وثيقې ضميمه مركز ته استول كېدله. كله چې حاجي اختر محمدخان باركزي خپل لاسليك كاوه تر هغه وړاندي يې د تائيد په غرض هغه بيت چې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په ستاينه كښې ويل سوى و، وكيښ چې وايي : " من چه گويم وصف آن عاليجناب- نيست پيغمبر ولى دارد كتاب" ( افغاني شمله- ۶۴مخ) حاجي اختر محمد خان باركزي د كندهار يو معزز سپين ږيرى و. د ده په نامه يو جامع مسجد هم سته ) درې كاله يې د هېواد په ملي شورا كې لـه نورو ملي مبارزينو سره څنـگ پر څنـگ په هېواد كې د عدالت او مساوات لـه پاره فعاليت وكړ او د همدغو مبارزو لـه امله په ۱۳۳۰ل كال لـه هېواد څخه وتلو ته مجبور كړه سو. لس كاله يې په پاكستان كې د هجرت ترخې شپې تېرې كړې " ښاغلي اجمل خټک د علامه مرحوم پر قبر څو تاريخي خبرې وكړې چې زه (هوتك) يې شاهد وم. ده وويل چې " دا موقع نه بيا ماته ميلاوېږي او نه يې تاسي موندلې شئ... فكر وكړئ د افغانستان لـه حكمرانانو نه خپه راغلى و د پاكستان حكمرانانو ورته د سرو او سپينو فرشونه جوړول، دده په وياړ يې جشن جوړ كړ لېكن تاريخ گواه دى، د پېښور مددخان جومات گواه دى، د پېښور محب وطن ولسونه گواه دي چې حكومت زور وكړ چې دده په خوله يو لفظ د افغانستان خلاف وباسي. ده د افغانستان پر ضد يو لفظ هم د خولې نه ونه يوست. زه يې گواه يم، زه ورسره سكرټر وم د حكومت لـه خوا ورسره موْظف وم ده ويلي وو چې ما سره دى ولېږئ نو هم هلته يې ده ته هر څه وركول. خو ده د خپلې خاورې او خپل قوم خلاف يوه خبره ونه كړه. دا يو بېل باب دى. پر دې بندي سو، په دې ووهل سو، په دې و رټل سو خو هغه يې ونه كړه." ( افغاني شمله- ۱۳۲- ۱۳۳مخونه). پر ۱۳۴۱ل كال بېرته هېواد ته راستون سو او خپلو علمي او تحقيقي فعاليتونو ته يې دوام وركړ. په ۱۳۴۴ل كال يې د كابل پوهنتون لـه خوا د پوهاندۍ عليم رتبه تر لاسه كړه. ورپسې د انجمن تاريخ د موْسسې رئيس وټاكل سو (۱۳۴۵ل ) تر دې وروسته يې د صدرات د فرهنگي سلاكار او وروسته د اطلاعاتو او كلتور وزارت د فرهنگي مشاور په توگه وظايف درلودل او دغې وظيفې يې تر مړينې ادامه وموندله.

علامه مرحوم د خپل څه دپاسه نيمه پېړۍ فرهنگي فعاليت په ترڅ كې خورا ډېرې نوښتگرې هڅې كړې دي. په معاصر فرهنگي ډگر كې تر ټولو زيات پر كار عالـم و. د گوتو د ستړيا كلمه يې د ژوند په قاموس كې نه وه او د همدغې پركارۍ محصول يې دده تر قد واوښت. كله چې د مرگ پر بستر پروت و او معالج ډاكټر ورته د بشپړ استراحت، لږ خوراك، لږ حركت او لږ مطالعې توصيه كوله، ده په ځواب كې ورته ويلي وه " ... آخر حضرت ملك الموت ته په انتظار كښېنم؟... په رښتيا چې د ملك الموت پذيرايي سخته ده." ( د اُستاد ياد- د مقالو مجموعه- ۱۹۵مخ كابل- ۱۳۶۴ل) وايي چې علامه مرحوم تر وفات يوه ورځ مخكې يو عربي شعر په پښتو ترجمه كړ. علامه مرحوم په نړيواله سطح يو پېژندل سوى عالـم و. د يونسكو د نړيوالې موْسسې نښان يې د كور پر دروازه نصب سوى و چې دا وياړ د هېواد د بل پوه په برخه نه و. علامه حبيبي مرحوم د پښتو او پاړسي فرهنـگ دغه لاندي برخې د لومړي ځل لـه پاره پيل كړې دي :

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

دوې يادوني[سمول]

لومړۍ ، دا ليکنه لومړۍ په افغاني شمله نومي ټولگه کې خپره شويده ، چې د ټولو لو زيار يې ښاغلې داکتر طارق رشاد کښلۍ دۍ .

دويم : سرچینې د تخلص پر ترتيب او هغه هم د الفبا په لومړيتوب ليکل شويدي .

سرچينې[سمول]

۱ : باوري ، رسول . مدنيت های اوليه افغانستان . کابل . پوهنتون کابل . ۱۳۷۵ .

۲ : پيرنيا ، حسن . تاريخ قديم ايران . تهران . پوهتنو ن تهران . ۱۳۴۶ .

۳ : پوري . ب . ن . هند تحت تسلط کوشانيان . مترجم ضمير ساپۍ . رسنۍ:کابل . پوهنتون کابل . ۱۳۵۷ .

۴ : حبيبي ، عبدالحۍ . تاريخ مختصر افغانستان . کابل . مطبعه دولتي . ۱۳۴۶ .

۵ : حبيبي ، عبدالحۍ . ( برخي ايزدان کوشاني ) تحقيقات کوشاني . کابل . اکادمي علوم . ۱۳۵۹ .

۶ : چايلد ، گوردن . [سير تاريخ] . مترجم : بهمنش . تهران .پوهنتون تهران .۱۳۴۶ .

۷ : ضمير ساپۍ ، حسن . تاريخ قديم افغانستان . کابل . پوهنتون کابل . ۱۳۶۳ .

۸ : د کوشاني څيړنو د شپړم سيمنار د مقالو مجموعه . کابل . علومو اکاډمي . ۱۳۶۶ .