محمد حسن کاکړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پوهاند ډاکتر حسن کاکړ
پوهاند ډاکتر حسن کاکړ
محمد حسن کاکړ يو افغان تاريخپوه دی

پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ (زوکړه ۱۹۲۹ ز کال، د لغمان ولايت - مړينه د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري ۵، د امريکا متحده ایالات، کاليفورنيا) د افغانستان يو نامتو پښتو ژبی ليکوال، ژباړن، څېړونکی او تاريخپوه وو.

مخينه

 محمد حسن کاکړ پخپله ویلي وو چې ښایي په ۱۹۲۹ زېږدي کال د لغمان ولايت د اليشنگ ولسوالۍ په پلوټه (د ډېوې په کلي کې) زېږېدلی وي. نوموړی یو کلن وو چې پلار یې میرزا فضل حق کاکړ په حق ورسېد چې روزنه او پالنه یې د مور بي بي (چې خاتمه نیازۍ نومېده) په غاړه شوه. دی لا تنکی ځوان وو چې مور یې هم له دې نړۍ سترگې پټې کړې، خو له ټولو ستونزو او کړاوونو سره سره یې بیا هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې یې تر نهم ټولگي پورې په لغمان کې وکړې او بیا د کندهار په احمد شاه بابا لېسه کې شامل شو، چې هلته د خپلې نیایي نیکه ارواښاد عبدالمقیم خان نیازي کره اوسېده. نوموړي دوه کاله د کابل دارالمعلمین ولوست او بیا يې په ۱۹۵۰ ز کال کې له غازي لېسې نه لومړۍ درجه بری لیک تر لاسه کړ. نوموړی په ۱۹۵۳ ز کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې شامل او په ۱۹۵۷ ز کال کې له همدغه پوهنځي څخه د تېر په څېر یو ځل بیا لومړی درجه فارغ شو. نوموړي د همدغو علمي هاند و هڅو له برکته د دولتي چارواکو په سر کې د هغه مهال د پوهنې وزیر ارواښاد ډاکتر علي احمد پوپل پام ځانته راواړاوه. نو هماغه وو چې د نورو لوړو زده کړو لپاره په ۱۹۶۱ ز کال کې د افغانستان د حکومت په سکالر شپ لندن پوهنتون ته ولاړ. هغه په لندن پوهنتون کې اوه کاله د منځني ختیځ د اسلامي پېر او د اوسنۍ اروپا د تاریخ په ځانگه کې زده کړه وکړه. استاد په سر کې د کابل پوهنتون لیسانس د لندن پوهنتون د لسان معادل کړ او بیا یې د امیر عبدالرحمن خان پېر د لومړنیو ارشفي پاڼو له مخې په ځانگړي ډول وڅېړه چې د همدغې څېړنې پر بنسټ یې د M.PHIL یا د فلسفې ماستري په نوم بریلیک تر لاسه کړ. تر دې وروسته په ۱۹۷۲ ز کال کې د نورو ځانگړو څېړنو لپاره د امریکا پوهنتون ته ولاړ او هلته یې د امیر عبدالرحمن په مهال د افغانستان د حکومت او ټولنې په اړه څېړنه پیل کړه، چې بیا یې د همدې گټور اثر له مخې د لندن له پوهنتون څخه د ډاکترۍ یا P-H-D بریلیک ترلاسه کړ. یو کال یې نور هم خپلو څېړنو ته دوام ورکړ او بیا په ۱۹۷۶ ز کال کې بېرته وژن ته راستون شو.

دندې

محمد حسن کاکړ لومړی د پښتو ټولنې غړی شو او دا هغه مهال وو چې د هېواد ویاړلي او نامتو شاعر گل پاچا الفت د پښتو ټولنې مشر وو. که کاکړ صاحب له یوې خوا د کابل مجلې چلوونکی وو، خو له بلې خوا د ادبیاتو په پوهنځي کې استاد هم وو. استاد په ۱۹۵۸ ز کال کې له یوه پلاوي سره لومړی شوروي اتحاد او په بل کال يې بیا امریکا ته سفر وکړ.

کاکړ په ۱۹۶۸ کال بېرته هېواد ته ستون شو او یو ځل بیا په کابل پوهنتون کې د تاریخ استاد وټاکل شو. هغه د خپلو پوهنیزو او ښوونیزو فعاليتونو او گټورو اثارو د کښلو له برکته په ۱۹۸۱ ز کال کې د پوهاندۍ علمي درجې ته ورسید.

ښايي پوهاند کاکړ د اکاډېميک پښت له لومړنيو کسانو څخه وي. اکاډېمیک پښت د هغو افغانانو ډله وه چې په افغانستان کې یې د پوهنتوني زده کړو بهیر سره گډې زده کړې پیل کړې. هغه شمېر ځوانانو چې په هغه وخت کې پوهنتوني زده کړې وکړې او ځینې بیا د پي ایچ ډي ترکچې پورې ورسېدل، په دې لړ کې يو هم کاکړ صاحب و.

استاد کاکړ که يو ښه استاد وو، يو ښه ليکوال هم وو. ده په لسگونه کتابونه کښلي دي او په سلگونه څېړنيزې ليکنې یې په ډله یيزو رسنيو کې خپرې شوې دي. پوهاند کاکړ لا د پوهنتون محصل وم چې له يوه انګرېزي کتابه يې د بريتانيا د سياسي تگلارې په نوم يوه ليکنه وژباړله. له همدې بابته يې د ابن سينا جايزه وگټله. دا د کاکړ صاحب لومړۍ ژباړه وه ولې وروستۍ نه وه. له دې وروسته یې نورې لیکنې هم له انگليسي پښتو ژبې ته راړولي دي چې موږ د الفسټن (د کابل سلطنت بيان) د بېلگې په توگه يادولی شو.

پوهاند کاکړ په دريو ژبو، پښتو، پارسي او انگليسي، څېړنيزې ليکنې کړې دي، چې هره يوه ليکنه يې د تاريخ مينه والو او د پوهنتون محصلينو ته اکاډېميک ارزښت لري. هغه خپل ټول ژوند د هېواد فرهنگ ته ځانگړی کړی وو او يو گڼ شمېر اثار يې وليکل اووژباړل. د هغه يو گڼ شېر چاپ شوي اثار د افغانستان د معاصر تاريخ پورې اړه لري.

سياسي ژوند

پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ د یوې لیکنې په ترڅ کې ډاگیزه کړې او وایي: کله چې شوروي اتحاد په افغانستان تېری وکړ نو د پوهنتون د استادانو او محصلانو د عمومي اتحادې غړی شوم او له نورو سره یو ځای مو په پټه د شوروي او پرچمي رجیم پر ضد فعالیت پیل کړ. د ویښ ځلمیانو له غړیتوب نه وروسته مې دا لومړی ځل وو چې د عملي سیاست ډگر ته ورودانگل. هغه وخت چې مې د شوروي پوځ تیری او د هغوی ټانکونه ولیدل خپل یوولس کلن زوی کاوون ته مې وښودل او ورته په ټینگه مې وویل چې افغانان هرو مرو شورویان له خپل هېواده شړي.... ما په پوهنتون کې استادان او شاگردان د شوروي ښکېلاک پر وړاندې ولمسول نو ځکه په پایله کې د همدې هاند و هڅو له بابته وو چې په ۱۹۸۲ ز کال کې ونیول شوم او پنځه کاله مې په زندان کې تېر کړل.

کله چې د ستر استاد له بند نه یو شمېر نړيوالو سازمانونو په سر کې د بښنې نړیوالې ټولنې خبر تر لاسه کړ نه یوازې د هغه مهال په حکومت فشار راووړ، بلکې کاکړ صاحب یې د وجدان بندي اعلان کړ. هغه وخت چې استاد په ۱۹۸۷ ز کال کې له بند نه خلاص شو، بیا یې په پوهنتون کې د استادۍ دنده پیل کړه، خو د همدې کال په پای کې يې له خپلې کورنۍ سره یو ځای پېښور ته کډه وکړه او په قلمي جهاد یې لاس پورې کړ. په دغه لړ کې يې یو شمېر لویدیزو هېوادونو ته هم سفرونه وکړل او په ځينو سمینارونو او کنفرانسونو کې يې برخه واخسته چې له بابته یې د افغانستان د سیاسي کړکېچ او کشالې په اړه برخه والو ته گټور معلومات وړاندې کړل.

پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ په ۱۹۸۹ ز کال کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای امریکا ته ولاړ. په ۱۹۹۰ ز کال کې یې د یوه مهم خوځښت بنسټ کېښود چې لومړی د دې خوځښت غړی او بیا وروسته د نورو غړو لخوا د دې خوځښت مشر او سروال وټاکل شو. د دې خوځښت نوښت په دې کې وو چې دوی لا هغه مهال دا خبره په زغرده کوله چې باید د لويې جرگې له خوا د افغانستان د کشالې په اړه فکر وشي او بیا همداسې هم وشول.

کاکړ صاحب په دغه موده کې په یو شمېر علمي کنفرانسونو او سمینارونو کې هم گډون کړی، وروستی سمینار یې هغه وو چې په دې وروستیو کې د ترکيې په هېواد کې جوړ شوی وو. له دې پرته وخت په وخت یې له یو شمېر ډله ییزو رسنیو او خپرونو سره مرکې هم کړې چې موږ د بي بي سي، امریکا غږ، دعوت خپرونه، افغان اولس، د افغانستان آینه او افغان پوست د بېلگې په توگه یادولی شو.

په لنډه توگه ویلی شو چې ښاغلی پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ د خپل عمر ډېره برخه خپل هېواد ته د خدمت په لاره کې تېره کړې ده؛ ډېر ځوانان یې روزلي او پاللي دي، په ډېرو علمي مرکزونو کې په زده کړې، څېړنې او لیکنې بوخت پاتې شوی او د ژوند پعه وروستیو کې هم په څېړنیزو کارونو بوخت وو.

کورنۍ

کاکړ صاحب په امریکا کې له خپلې کورنۍ او مېرمن مریم کاکړ سره یو ځای اوسېده؛ دوه زامن لري چې کاوون او سباوون نومېږي؛ درې لوڼې لري چې پلوشه، وږمه او خوږه نومېږي. څلور لمسیان لري چې غورځنگ، آتل، څپاند او اکمل نومېږي. درې لمسیانې لري چې ځلا، موسکا او هیله نومېږي.

مړینه

پوهاند محمد حسن کاکړ د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري پر ۵ د امريکا متحده ایالاتو په کاليفورنيا ايالت کې د ۸۸ کلونو په عمر له دې نړۍ وکوچېد.


چاپ شوي اثار يې

دلته به د پوهاند کاکړ صاحب يو شمېر هغه اثار وپېژندل شي چې په اړه يې زموږ لاس ته مالومات راغلي دي.

  1. د کابل سلطنت بيان، ليکوال الفسټن، له انگرېزي ژیې څخه ژباړه.
  2. طالبان اواسلامي بنسټ پالنه، څېړنه.
  3. د افغانستان سياسي او ديپلوماتيک تاريخ (څېړنه، په انگرېزي ژبه کښل شوی.)
  4. امير عبد الرحمن خان، د پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ په انگليسي ژبه بل کښل شوی ګټور اثر.
  5. افغانستان (څېړنه).
  6. افغان، افغانستان (څېړنه).
  7. د افغان او انگليس دويمه جگړه (ځېړنه).
  8. د ثور کودتا (څېړنه).
  9. د سرطان کودتا، د افغانستان د اوږدې بې ثباتۍ پيلامه.

خځونه

  1. د امریکا غږ راډیو ويبپاڼه. http://www.pashtovoa.com/a/afghan-known-historian-mohammad-hassan-kakar-died-in-usa-/3665539.html
  2. https://www.bbc.com/pashto/arts-and-literature-38527516
  3. https://www.bbc.com/pashto/columns-38546392