عبدالقادر گيلاني

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

عبدالقادر گیلانی (جیلانی) (۱۰۷۷ - ۱۱۶۶ م) چې بشپړ نوم یی عبدالقادر بن صالح جنگی دوست گیلانی، د پنځمې او شپږمې پېړې له شاعرانو او صوفیانو څخه یو وو [1].

شيخ محي الدين عبدالقادر الجيلاني رضي الله تعالى عنه عمر مبارك نوي (۹۰)كاله وو اتلس كاله عمر يې په خپل ټاټوبي جيلان كي تير كړ او اووه(۷)كاله دعلم په حاصلولو كي كي مشغول وو. پنځه و يشت كاله (۲۵) د نفس په سپيڅلتيا، د باطني علومو په لاس ته راوړلو، رياضت، مجاهدي او دلوى څښتن په طلب كي تير كړ . څلويښت (۴۰)كاله په دعوت، ارشاد ،وعظا، تدريس ،خلگ وخد اى جل جلاله ته رابللو او دمريدانو په روزلو بوخت وو. حضرت غوث الاعظم پيران پير قدس الله سره په څلور سوه اويا (۴۷۰ ) هـ ق كي د روژې مباركي مياشت د دوشنبې په ورځ د صبح صادق په وخت كي زيږېدلى دى . تر اتلس (۱۸)كلنۍ پوري يې لومړنۍ زده كړي او روزنه پخپل نوموړي وطن كي د ډيرو متقيانو او سپيڅلو مشائخو او علماؤو له خوا شوېده تر اتلس (۱۸)كلنۍ و روسته د لوړو زده كړو او علومو لپاره بغداد شريف ته سفر وكړ ، د اوو كلونو په موده كي يې هلته ټول علوم د قرآنكريم، احاديث، فقه او بلكه ټول علوم دمتقينو او جيدو مشائخو او علماؤو څخه حاصل او مكمل كړه تر څو دلوى څښتن له لوري د ټوله بغداد او نورو ښارو تر ټولو علماؤو وړاندي والى په برخه سو په پنځه ويشت (۲۵) كلنۍ كي د ټولو علومو دتحصيل څخه فارغ سو. د رياضت ،مجاهدي باطني سپيڅلتيا وختونه كه څه هم و محبوب سبحاني قطب الرباني شيخ محي الدين الجيلاني رضي الله تعالي عنه ته ولايت او دلوى څښتن نږدې والى مخ كي ور په برخه شوى وو ، او غوث الثقلين نور الله مرقده په خپل زړه كي دلوى څښتن طبعي او فطري مينه لرله بيا هم دنفس د تزكيې او دولايت د كمالاتو د لاس ته راوړلو لپاره تر يو حده ضرورت وو، تر څو په دې لاره كي يې د ډير وخت لپاره بې شميره ستونزي وگاللې . وروسته ورته دلوى څښتن له لوري ظاهري او باطني حالات، علوم،كمالات، او ولايت په كامله توگه وركول سو. الله عزوجل د ټولو خواصو او عوامو په زړونو كي د ده قبوليت ، عظمت، او محبت كښيښود او لمر غوندي يې د ټولي نړۍ په شرق او غرب كي وځلاوه او تر قيامته به يې روښنايې، ښيگڼي، فيوضات، او بركات ټولو اولياؤوته په خاصه توگه و ټوله مؤمن امت ته په عامه توگه ورسيږي. او د دنيا تر وروستۍ ورځي پوري ددې بې پايان درياب څخه ټول امت ترې د ده دميني او خلوص په اندازه سيراب كيږي . كله چي د لوى څښتن جل جلاله له لوري د ده ولايت او عظمت و خلگو ته څرگند سو دنړۍ د هر گوټ څخه علماؤو، اولياؤو، فقهاؤو، مخلصينو، فقيرانو، او درويشانو خاص او عامو د ده لور ته مخه كړه. شيخ عبدالقادر الجيلاني رضي الله عنه په (۵۵۳)هـ ق كال كي پر خپل كرسۍ داسي وويل چي د ( ۵۲۱) هـ ق كال دشوال د مياشتي پر شپاړلسمه د سه شنبې په ورځ د ماپښين مخكي مي رسول الله صلى الله عليه وسلم وليدى راته يې وويل اې زويه ! ولي خبري نه كوې ماورته وويل اې پلاره جانه !څنگه د بغداد په فصيحو او اديبانو عربو په منځ كي به فصيحه عربې خبري وكړم نو يې راته وويل چي خوله خلاصه كړه ما ورته خپله خوله خلاصه كړه او اووه(۷) ځله يې خپلي مباركي ناوړي زما په خوله كي تو كړې او راته يې وويل خلگو ته خبري وكړه او دلوى څښتن جل جلاله ولاري ته يې په حكمت او موعظه حسنه سره راوبله ه ما د ماپښين لمونځ اداكړ زيات شمير خلگ راته حاضر سول او امير المؤمنين امام علي ابن ابي طالب رضي الله عنه په همدې مجلس كي مخامخ راته ولاړ وو، او راته يې وويل خوله خلاصه كړه خوله مي خلاصه كړه شپږ ځله يې د خپلي مباركي خولې ناوړي زما په خوله كي را تو كړې ماورته و ويله و لي دي اووه ځله پوره نه كړل راته يې وويل د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د ادب له كبله . دجمعې د ورځي څخه دسيدنا مولانا غوث الاعظم رحمه الله تعالى د حكمت اسرارو او انوارو ملغلري د زړه دخزاني څخه د ژبي د ترجمان په واسطه راوايستلې ، په زرگونو عاشقانو ،خريدارانو دده دپيروۍ او ميني په گرانو قيمتونو رانيولې .

مخينه

د غوث الاعظم رحمه الله تعالي د نسب مورنۍ سلسله

1. مباركه مور يې حضرت ام الخيرامة الجبار فاطمه رحمها الله

2. لور د ابو عبدالله الصومعي رحمة الله تعالي عليه .

3. زوى د سيد ابو الجمال رحمة الله تعالي عليه .

4. زوى د سيد ابو محمد رحمة الله تعالى عليه .

5. زوى د سيد احمد رحمة الله تعالى عليه .

6. زوى دمحمود سيد طاهر رحمة الله تعالى عليه .

7. زوى د ابو عطاسيد عبدالله رحمة الله تعالى عليه .

8. زوى دسيد ابوالكمال علي رحمة الله تعالى عليه .

9. زوى دسيد علاوالدين محمد رحمة الله تعالى عليه .

10. زوى د امام جعفر الصادق رحمة الله تعالى عليه .

11. زوى دامام محمد باقر رحمة الله تعالي عليه .

12. زوى دامام زين العابدين رضي الله تعالي عنه .

13. زوى دامام ابي عبدالله الحسين رضي الله تعالي عنه .

14. زوى د امام امير المؤمنين علي المرتضى رضي الله تعالي عنهم اجمعين .


د غوث الاعظم پيران پير سيد محى الدين عبدالقادر الجيلاني نورالله مرقد ه د نسب مباركه سسلسله .

1. ابو محمد سيد شيخ عبدالقادر الجيلاني الحسني الحسيني قدس الله سره ابن .

2. ابي صالح سيد موسي جنگي دوست رضي الله تعالي عنه ابن .

3. سيد عبدالله الجيلي رحمه الله تعالي ابن

4. سيد يحيي الزاهد رحمه الله تعالي ابن .

5. سيد محمد رحمة الله تعالي ابن

6. سيد داؤد رحمه الله تعالي ابن

7. سيد موسى رحمه الله تعالي ابن .

8. سيد عبدالله رحمه الله تعالي ابن .

9. سيد موسى رحمه الله تعالي ابن .

10. سيد عبدالله المحض رحمه الله تعالي ابن .

11. سيد الحسن المثني رحمه الله تعالي ابن .

12. امير المؤمنين امام الحسن المجتبى رضي الله تعالي عنه ابن .

13. امام امير المؤمنين على بن ابي الطالب رضي الله تعالي عنهم اجمعين .

عبدالقادر الجيلاني رحمه الله ته الله عزوجل په وړكتوب كي ولايت وركړى وو

نسب

د غوث الاعظم پيران پير سيد محى الدين عبدالقادر الجيلاني نورالله مرقد ه د نسب مباركه سسلسله .

  1. ابو محمد سيد شيخ عبدالقادر الجيلاني الحسني الحسيني قدس الله سره ابن .
  2. ابي صالح سيد موسي جنگي دوست رضي الله تعالي عنه ابن .
  3. سيد عبدالله الجيلي رحمه الله تعالي ابن
  4. سيد يحيي الزاهد رحمه الله تعالي ابن .
  5. سيد محمد رحمة الله تعالي ابن
  6. سيد داؤد رحمه الله تعالي ابن
  7. سيد موسى رحمه الله تعالي ابن .
  8. سيد عبدالله رحمه الله تعالي ابن .
  9. سيد موسى رحمه الله تعالي ابن .
  10. سيد عبدالله المحض رحمه الله تعالي ابن .
  11. سيد الحسن المثني رحمه الله تعالي ابن .
  12. امير المؤمنين امام الحسن المجتبى رضي الله تعالي عنه ابن .
  13. امام امير المؤمنين على بن ابي الطالب رضي الله تعالي عنهم اجمعين

د غوث الاعظم رحمه الله تعالي د نسب مورنۍ سلسله

  1. مباركه مور يې حضرت ام الخيرامة الجبار فاطمه رحمها الله لور د ابو عبدالله الصومعي رحمة الله تعالي عليه
  2. زوى د سيد ابو الجمال رحمة الله تعالي عليه
  3. زوى د سيد ابو محمد رحمة الله تعالى عليه
  4. زوى د سيد احمد رحمة الله تعالى عليه
  5. زوى دمحمود سيد طاهر رحمة الله تعالى عليه
  6. زوى د ابو عطاسيد عبدالله رحمة الله تعالى عليه
  7. زوى دسيد ابوالكمال علي رحمة الله تعالى عليه
  8. زوى دسيد علاوالدين محمد رحمة الله تعالى عليه
  9. زوى د امام جعفر الصادق رحمة الله تعالى عليه
  10. زوى دامام محمد باقر رحمة الله تعالي عليه
  11. زوى دامام زين العابدين رضي الله تعالي عنه
  12. زوى دامام ابي عبدالله الحسين رضي الله تعالي عنه
  13. زوى د امام امير المؤمنين علي المرتضى رضي الله تعالي عنهم اجمعين

عبدالقادر الجيلانيرحمه الله ته الله عزوجل په وړكتوب كي ولايت وركړى وو:

د غوث الثقلېن د مبارك زوى سيد شيخ ابوبكر عبدالرزاق رحمه الله څخه روايت دى دى فرمايې چي شيخ عبدالقادر الجيلاني رحمه الله تعالى څخه وپوښتل سول ته كله و پوهيدلې چي ته دالله جل جلاله ولي يې ؟

ده مبارك وفرمايل كله چه زه لس كلن وم يوه ورځ په خپل ښار كي د خپل كوره ووتلم تر څو مكتب ته ولاړ سم دوې ملكي مي وليدلې چي كوچنيانو ته وايې ځاى پراخه كړئ ودې ولي الله ته تر څو كښيني .

په همدې وخت كي يو سړى تيريدى كوم چي ما نه پيژندى د ملائكو ځخه يې همداخبره واوريدل يوې ملكي ته يې وويل داڅنگه كوچنى دى ملكي ورته وويل ډير ژر به دده يو لوى شان وي ده ته به هر څه وركړل سي او الله جل جلاله ته به نږدې كيږي .

وروسته تر څلويښت كلونو څخه ما همهغه سړى و پيژندى چه د هغه وخت د ابدالانو څخه وو .

دى مبارك فرمايې كله چه زه كوچنى وم او وه به مي غوښتل تر څو دكوچنيانو سره بازۍ وكړم يو اواز به مي واوريدى چي راته به وويل شوه چيرته ځې اې مباركه ! زه به وويريدم او خپل ځان به مي دمور په غيږ كي واچاوه .


مصدر




  1. http://www.aljlees.com/7s3898203-3027.html