صوفي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

صوفي د تصوف د طريقت پيرو، له نفساني غوښتنو څخه احتراز او د ماسوا الله څخه اعراض کوونکی ته وايي. د نړۍ د ټولو ولسونو په تاريخ کې داسې کسان وو چې د هغو پوهه پر حسي عنصرو نه وه ولاړه او له مادي نړۍ څخه يې هاخوا ته د غيرمادي نړۍ په لور غاړه هسکه کړې وه او د کښاره وجود پر ځای يې پام د باطن وجود وخواته وو. دغه خلک په اسلامي تاريخ کې صوفيان بولي او مسلک ته يې تصوف وايي. د نوم يا لقب په اړه يې اختلافات شته. ځينې يې د صوف، ځينې يې د الصفه، ځينې يې د صف، صفت، صفا، صوفه، القفا، سوپ، صوفه، صفوت، theosophy... څخه را پيدا شوی گڼي. په اسلامي نړۍ کې ١٢ ډلې صوفيان را پيدا شوي دي چې دوه يې باطل او لس يې پر حقه دی.