شاه ولي الله

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د شاه ولي الله قبر

شاه ولي الله د اسلامي هند د پير يو نامتو اسلامپوه او د اتلسمې پيړۍ د اسلام مجدد ؤ، چې په خپل څښتن وركړي وړتيا يې د مغولو اسلامي واكمنۍ لړزېدونكي بنسټونو ته د دوه پېړيو لپاره نور ژوند وروباښه.

دې د خپل پير يو نامتو ديني عالم ؤ، څخه پرته د پوهو يوه خزانه وه، د شريعت د قوادو مجدد او د طريقت د قوانينو قانون جوړونكې بلل كېږي. ده د خلپلې لرليد له مخې داسې ويلي: زه د حاضر وخت د امام درجه لرم، ځكه چې په پوهه او حكمت كې پوره برلاسي لرم.


د شاه ولي الله په اړه د هند نامتو ليكوال او څېړونكې رياض صديقي داسې ليكي

د انقلاب امام ستر مجتهد حضرت شاه ولي الله دهلوي د مسلمانو پوهانو او مفكرينو څڅه لومړنې كس دى، چې له قرآن او حديث او د صحابه له ويناؤ څخه يې د هغه وټه اييز (اقتصادي) اروا په نښه كړې ده، چې كومه چې د اسلامي رياست د ملا د تير حيثيت لري.

بل ځاى كې داسې ليكي:

د هغه په فكر كې د : ساېنس، حكمت (فلسفې)، ټولنپوهنې، پېښليك (تاريخ)، اقتصاد، الهيات، رياست، نړيوالو اړيكو او سوداګرۍ او صنعت په څېر موضوعات خپرې وى.

نوم، پېداېښت، زده كړې او مړينه[سمول]

د شاه ولي الله دهلوي پوره نوم، ابو الفياض قطب الدين احمد بن ابو الفيض شاه عبدالرحيم شاه وجيه الدين بن معظم العمري الدهلوي دى. د نسب لړۍ يې د پلار له لورې په نهه ويشتم نيكه كې د اسلامي له دويم خليفه حضرت عمربن خطاب رضي الله عنه سره نښلي، او د مور له اړخه د حضرت اما موسى كاظم رضي اله عنه سره نښلي.

دمولانا سيد ابوالحسن علي ندوي دڅيړني له مخې ويل کيږي چې دشاه صاحب له پيدايښته وړاندي دهغه پلار نامتو صوفي اوعالم شيخ قطب الدين بختيار کاکي رحمة الله عليه په خوب وليد چې ورته فرمايل يې چې تاته که خدای جل جلاله داځل زوی درکړي نو زمانوم قطب الدين به ورباندي ږدې. خودشاه صاحب دپيدايښت پرمهال دغه خوب دشاه عبدالرحيم له ياده وتلی وو.څه موده وروسته چې کله دغه خوب ورپه يادشو نو دهغه له نامه سره يې دقطب الدين نوم هم ورزيات کړ،خو شاه صاحب دشاه ولي الله په نامه شهرت وموند.دده تاريخي نوم عظيم الدين دى.

د شاه ولي الله زوكړه د شوال په څلورمه نيټۀ كال ۱۱۱۴هجري سپوږميز، چې د فبرورۍ له ۱۰مې كال ۱۷۰۳ز سره سمون خوري د لمر ختو پر وخت د هندي مظفرنګر په ولسوالۍ دې فاني نړۍ ته سترګې پرانيستې.

زده كړې[سمول]

كله چې د شاه ولي الله عمر پينځو كلونو ته ورسېد، نو د ښوونځي پر لور يې ولېږه، په اووه كلنۍ كې يې پلار لمونځ او روژه هم ورباندې پيل كړه. د اووم كال په ختمېدو سره شاه صېب قرآن په يادو زده كړې ؤ. د پاړسو او عربي ژبو زده كړه يې هم پيل كړه. د لسو كلو په موده كې ؤ، چې د جامي شرحه يې هم ولوسته، له دې څخه وروسته په ده جې د كتابونو لوستو تلوسه پيدا شوه.

واده او اولاد[سمول]

شاه صېپ په څوارلس كلنۍ كې د خپل ماما شاه عبيدالله له لور سره واده وكړ، له واده څخه يو كال وروسته يې له خپل پلار سره د سلوك (تصوف) بيعت وكړ، او د نقشبنديانو په ډله كې ورګډ شو. دويم واده يې په ۱۱۵۷ز كال د مولوي حامد علي سون پتي له لور سره وكړ. له دې دويمې ښځې څخه يې څلور اولاده وزېږېدل، چې نومونه يې په دې ډول دي:

  • شاه عبدالعزيز
  • شاه رفيع الدين
  • شاه عبدالقادر
  • شاه عبدالغني

دې زامنو له خپل پلار څخه د فراغت سندونه ترلاسه كړل، او د پوهې لوړو پوړيو ته يې ځانونه ورسول.

د شاه ولي الله شخصيت او ځانګړتياوې[سمول]

د شاه ولي الله پوهنيزې، فلسفي، ټولنيزې، تصوفي او فقهي ليكنې[سمول]

تاريخپوهانو او ادبپوهانو دده د ليكنو شمېره د سلو شاوخوا بيان كړي، چې له دې ډلې څخه يې لاندې كتابونه د يادولو وړ دي:

قرآن[سمول]

سپېڅلې حديث[سمول]

  • شرح موطاء (مسمي)
  • شرح موطاء مصفى (پاړسو)
  • اربعون حديثا سلسله بالاشراف في غالب سندها
  • الدر الثمين في مبشرات النبي الامين
  • النوادر من احاديث سيد الاوائل و آخر
  • الفضل في السلسل من حديث النبي الامين
  • الارشاد الهي مهمات علم الاسناد
  • تراجم البخاري
  • شرح بعض ابواب البخاري
  • انتباه في سلاسل اولياء الله و اسانيد دارشي برسول الله

د شاه ولي الله فلسفي آندونه او سوچونه[سمول]

باندنۍ تړنې[سمول]

دا هم وګورئ[سمول]

سرچينې[سمول]

مسلمان فیلسوفان
Ibn rushd1.jpg
يعقوب كندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفیل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسكوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي