ايپي فقير
فقير د عربئ ټکې دې او مطلب یې د غریب يا روحاني سړي کیږي، خو د ټکې په پښتو کښې هم مستعمل دې- ايپي د شمالي وزيرستان يو کلي نامه ده چه د بنو او رزمک واټ باندې پروت دې او دغه د ايپي فقير اوسيدنې ځائی وو-
مخينه
د ايپي فقير اصلي نوم مرزا علي خان وو- اګرچه هغه صحيح زيږيدنی کال نه دې معلوم خو دومره معلومه ده چه ۱۸۹۲ - ۱۸۹۷ کالو پر مينځ کښې د توري خیل وزیرو د مداخیل برخه کې د بنګل خیل خاندان کې پیدا شوی وو- پر دې کلي کې هغه ورو ورو په داوړو قام کې د برخې څښتن یا بزرګ مشهور شو-
مارچ ۱۹۳۶ په بنو کې يوه واقعه وشوه چې د ايپي فقير ژوند لاره یي بدله کړله- دا پېښه د یوې ښځې اسلام بي بي محاکمه وه- دا پنځلس کلنه ښځه، چې مخکې هندوه وه او د يو هندو میرمن وه، د یو ښوونځي پښتون ښوونکي سره وتښتيده او مسلمانه شوه او نوم یې د چند بي بي نه پر اسلام بي بي واړاوه- دا محاکمه هندو وګټله اسلام بي بي هغه ته واپس کړې شوه او پښتون ښوونکی بندي شو-
دغه خبرې د سيمې خلک ډیر په غصه کړل او ايپي فقير په وینه او مشرۍ یې د انګریزانو پر ضد جنګ پيل کړ- انګریزانو پر دې جنګ کې ۳۶ بټالین پیاده ځواک، نژدې خپل ټول هوايي ځواک، او توپخانې او د کمکي ځواک یوه ښه برخه يې پر شمالي وزیرستان کې استعمال کړله- دا جنګ یو کال وشو انګریزانو ډیر کوښښ وکړو چې ايپي فقير ونیسي خو دې کې بریالي نه شو- او ايپي فقير د وزیرستان په غرونو کې پټ شو-
په دويمه نړيواله جګړه کې د متحده ځواکونو (المان، ایټالیې، او نورو) هڅه دا وه چې د ايپي فقير په مشرۍ د پښتونخوا پښتانه د هند د انګریزانو په ضد راولاړ شول خو چې کله المان په روسیې حمله وکړه نو دا کار ناشونی پاتې شو-
کله چې په ۱۹۴۷ کې پاکستان د انګریزانو د میراث مالک شو، نو ايپي فقير د پښتنو د پاره د بیل هیواد غوښته وکړه، هغه د پښتونستان اعلان وکړ او ملي جرګه ئې جوړه کړله او پخپله د دې ولسمشر شو- په ۱۹۴۸کال کې ايپي فقير دته خیل ونیو- که څه هم چې پاکستان کې د انګریزانو په شان زور نه وو خو د انګریزانو په شان ئې پر وزیرو باندې هوائي بریدونه کول-
مړينه
ايپي فقير کال ۱۹۶۰ کښې مړ شو- -
|
|
||
|---|---|---|
| نامتو څېرې | سلطان ابراهيم لودي · شېرشاه سوري · بايزيد پير روښان · پير بابا · خوشحال خان خټک · ميرويس هوتک · احمد شاه بابا · وزير محمد اکبر خان · امير دوست محمد خان · ملالۍ · امير عبدالرحمن خان · ملا پاينده · مرزا علي خان · امير امان الله خان · خان عبد الغفار خان · سردار محمد داود خان · خان عبدالولي خان · ډاکتر کبير ستوری · | |
| هڅوب | پښتونولي · پښتانه ټبرې · لويه جرګه · د خټکو نڅا · اتڼ · د مسودو نڅا · آدم خان او درخانی · يوسف خان او شېرينو | |
| شاعران | عبدالرحمان مومند · خوشحال خان خټک · امير حمزه شينواری · اجمل خټک · کبير ستوری · غني خان | |
| متنونه او جګړی |
د ډيورنډ کرښه · خدايي خدمتګار · پښتونستان · د کالا باغ بند · طالبان · د خيبر پښتونخوا نومونه | |
| جګړې او نښتې |
د پاني پت لومړۍ جګړه · د پاني پت دريمه جګړه · د افغان-انګرېز لومړۍ جګړه · د نوښار جګړه · د جمرود جګړه(۱۸۳۷) · د ملاکنډ محاصره · د افغان-انګرېز دويمه جګړه · د ميوند جګړه · تيره کمپاين · د افغان-انګرېز درېمه جګړه · د افغانستان جګړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹) · د افغانستان جګړه (۲۰۰۱) · د پاکستان په شمال لوېديځ کې جکړه | |