د پاني پت لومړۍ جگړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پاني پت لومړۍ جگړه

تاريخ ۱۵.۴.۱۵۲۶
هېواد پانجاب
پوځونه
ظهرالدین محمد بابر سلطان ابراهيم لودي
قوماندان
ظهیرالدین محمد بابر ابراهیم لودي

د پاني پت لومړۍ جگړه په ۲۱.۴.۱۵۲۶ کې په شمالي هندوستان کې د ظهیرالدین محمد بابر او د سلطان ابراهیم لودي په منځ کې یوه مهمه جگړه وه. په دي جگړې کې ظهيرالدین محمد بابر د دهلي سلطان د ابراهیم لودي پوځ ته ماته ورکړه. تر جگړې وروسته شمالي هندوستان د ظهيرالدین محمد بابر لاس ته ورغي او د مغولو پاچایی د ظهرالدین بابر لخوا جوړه شوه.

تاریخ

د بابر نوم ظهیرالدین دی خو د بابر معنا ( ببر ، یا پړانگ ) دی . د ده ټول ژوند په جگړو کی تیر سوی دی . بابر د پلار لخوا گوډ تیمور او د مور لخوا چنگیزخان ته رسیږی . پلار یې « شیخ عمر میرزا » د فرغانې مشر و . بابر د ۱۱ کالو و چی د پلار پر ځای کښېناست . په ۱۴۹۷ کی یې د عمر په ۱۴ کلنۍ کی سمرقند د خپل اکا تر مړینی وروسته ونیو . خو وروسته یې ورور دواړه ځایونه ( فرغانه او سمرقند ) ځنی ونیول . ده بیا هغه ونیول او بیرته یې د لاسه ورکړل څو چی باالاخره غرونو ته وتښتېد او هلته د فراري په توگه د چوپانانو سره اوسېدﺉ . وروسته یې څه کسان پیدا کړل او د هندوکش څخه راواوښت څو چی په ۱۵۰۴ کی یې کابل ونیو او د فرغانې څخه تر شړل کېدو وروسته آن تر هغه لا غټ واکمن سو ( خو په بله سیمه کی ) . کله چی په کابل کی د پاچا په توگه ټینگ سو ، نو بیرته مخ پر سمرقند ورغی او د ایرانی پاچا « شاه اسمعیل » په مرسته یې هغه ونیو او شیعه مذهب یې ومانه . وروسته یې بخارا او خراسان هم د اسمعیل په کومک ونیول ( ۱۵۱۱ ) . مگر د ازبکو مشر « عبیدالله خان » د شاه اسمعیل تر وتلو وروسته برید پر وکړ او دا ټول متصرفات یې بیرته ځنی ونیول څو چی بابر هم کابل ته راستون سو ( ۱۵۱۳ ) او صرف بدخشان ورپاته سو چی مرکز یې کندز و . د دې نفرت علت د ده لخوا د شیعه مذهب قبلول و ( چی وروسته بیرته سُنی سو . ) بابر کرار پاته نسو او دا چی د منځنۍ آسیا څخه مأیوس او نهیلی سو ، نو خپلو جاه طلبیو ته یې مخ د هند پر خوا ادامه ورکړه تر څو د « پاچا » په عوض کی « امپراتور » سوی وای . بابر د هند پر لور په خپلو جاه طلبیو کی هغو جنگی تاکتیکونو وهڅاوه چی د ازبکانو ، ترکانو او پارسیانو څخه یې زده کړي وو . د ازبکو څخه یې پر دښمن باندی په یو وخت کی د مخ او شا لخوا د حملو چمونه او فنون زده کړل . د پارسیانو څخه یې د باروتو استعمال او د هغه طریقې زده کړې . د ترکانو څخه یې د خوځنده سپاره نظام فن او تاکتیکونه زده کړل . دا چی دوه تکړه او مجرب توپچیان ( استاد علی او استاد مصطفی ) یې لرل ، نو دې کار نور هم تلولی او بېړنی کړ . بابر چی کله خپل پوځ په دغو تجهیزاتو او تاکتیکونو سره ښه سمبال کړ ، نو په ۱۵۱۸ کی د هند نیولو ته متوجه سو . په هند کی داخلی نفاق او شخړو هغه نور هم تشویق او پسی کامیاب کړ . د ډیلی سلطنت تر پخوا ډیر کمزوره او کوچنی ( محدود ) سوی و . سلطان ابراهیم لودی تر بل هر وخت ډیر تجرید او د مخالفتونو په غېږ ورغلی و . ده خپل تکړه خوانین او مخور خوابدي کړي وو . پنجاب چی والی یې « دولت خان لودی » و ، عملأ مستقل خو په نوم د ډیلی تابع و . په لویدیځ کی د سند او ملتان والیان او په ختیځ کی جېپور او بنگال هم همدغسی وو . د راجپوت کوچنیو حکومتونو د « میواړ » د راناسنگا په مشرۍ یو اییتلاف جوړ کړی و . ځکه نو د ډیلی سلطنت صرف په نوم چلېدﺉ . د دغو کوچنیو حکومتونو تر شا یعنی په جنوب ختیځ کی هم ( د بنډل کنډ او گوند واڼه ) هندو سیمه ییز حکومتونه مستقر وو . په شمال کی گجرات ، مالوه ، او کندیش د خپلواکو اسلامی سیمه ییزو حکومتونو په توگه چلېدل . په دکن کی حالات تر دې هم خراب وو . ځکه نو هندوستان په مجموع کی پر څه باندی لسو محلی ځانځاني حکومتونو وېشل سوی و ، او د ډیلی سلطنت په دغسی یو ناوړه حالت کی واکمن و . له بلی خوا ، راناسنگا د راجپوتانه د ختیځی برخی په سر د ابراهیم لودی سره شخړه لرله ، نو ځکه ده هم بابر ته د ابراهیم لودی پر خلاف بلنه او د دوستۍ لاس ورکړ . جنگسالار بابر د دې شخړو او نفاق څخه لویه گټه واخیسته . پر پنجاب یې څو حملې وکړې . والی ( دولت خان لودی ) او حتی پخپله د ابراهیم لودی اکا ( عالم خان لودی ) په ۱۵۲۳ کی د ډیلی د سلطنت پر خلاف د بابر سره ودرېدل ( دولت خان د پنجاب د صلاحیت لرونکی والی کېدو په اسره ، او عالم خان لودی هم د خپل وراره څخه د ډیلی د سلطنت اخیستو په هوس بابر ته لاس ورکړ . ) بابر دولت خان لودی ته داسی وویل : « تا د دیرشو کالو راهیسی د سلطان ابراهیم او د هغه د پلار نمک خوړلی دی ، اوس ولی دغسی کوې ؟ » هغه ورته وویل چی دا صحیح ده چی پلار او نیکه می ډیر کلونه د هغوی په خدمت کی تیر کړي دي ، خو دغه سلطان خپل ډیر وفادار اتباع وژلي دي . ده بېله کوم دلیله خپل ۲۳ بهترین خلک له منځه وړي او د هغوی کورونه یې وران کړي دي . همدا علت دی چی مخورو زه تا ته رالیږلی یم تر څو رسمأ بیعت درته وکړو او هغوی په بې صبرۍ سره منتظر دي . نو هغه و چی بابر هم ژمنه ورسره وکړه چی د سلطان ابراهیم سره به جنگیږی او هغه به ماتوی . خو بابر چی کله پر لاهور حمله وکړه نو د دولت خان لودی سره یې خیانت وکړ او هغه یې له صحنې وشړﺉ څو چی هغه هم په تجرید او حسرت کی پسی مړ سو . بابر د پنجاب تر نیولو وروسته مخ پر ډیلی وخوځېد او د پانی پت په ارت دښت کی مورچل بندی سو . اکثره منابع د بابر د پوځیانو شمېر ۱۲ ـ ۱۵ زره او د سلطان ابراهیم لودی پوځیان د یو لک ( یعنی سل زره ) په شاوخوا کی بولی . څنگه چی زیاترو منابعو دا تعداد د بابر د خپلو خاطراتو ( بابر نامه ـ تزک بابری ) څخه اخیستی ، نو ځکه مؤثق نه ښکاری او دا نن یو تریخ حقیقت ثابت سوی چی د جگړې سوبمن لورﺉ تل ملامت یا مجرم راپیژنی او تاریخ هم په دې هکله پټه خوله نیولې وی . په هر صورت ، دواړه پوځونه د پانی پت په ارت دښت کی یو بل ته مخامخ ځای پر ځای سول . د بابر زوی همایون د ده پر ښیً خوا مورچل بندی سو ، او کیڼی خوا ته یې محمد سلطان میرزا سنگر ونیو . د هغوی دواړو هدف دا و چی د ابراهیم لودی پوځیان به محاصره کوی . تر نیمایی ډیر پوځیان په مرکزی برخه کی ځای پر ځای سول او پخپله بابر همدلته جنگ قومانده کاوه . د ټولو شا ته سامان آلات ، لوژستیک او هغه ښځي موجودي وې چی پوځیان به یې خوشاله او تازه ساتل . بابر په مرکزی برخه کی ارابه لرونکي گاډۍ او نور عراده جات داسی ځای پر ځای کړل چی د ونو له څانگو یې ډک کړل او د هری گاډۍ او کراچي تر منځ یې شپاړس متره واټن خالی پرېښود چی له هغه ځایه به توپونو او ویشتونکو آلاتو خپل گوزارونه کول . بل دا چی له همدې برخو څخه به سپرو عسکرو پرغلیم یرغل هم کاوه . د بابر دغه او هر جنگ د گوډ تیمور او چنگیز غوندی علمی او د یو ځانگړې پلان له مخی طرح سوی و . د ده یو لوی تدبیر دا و چی د غشو ویشتونکو او توره لرونکو پوځیانو په قطار کی یې خپله عصری او مجهزه توپخانه هم پر یو وخت استعمالوله او دا د هند په تاریخ کی لومړنی جنگ دی چی باروت پکښی استعمالیږی . خو د دې برخلاف ، د سلطان ابراهیم پوځونه په شمیر ډیر مگر د جنگی تاکتیک او منظم پلان څخه بی برخي وو . د هغوی اصلی شمیر پنځوس زرو ته رسېدﺉ لاکن توپخانه یې نه لرله حال دا چی څه نا څه زر پیلان یې لرل . د لودی پوځیان اکثره ناراضه او زړه نا زړه وو ، ځکه د پوځ اصلی قوماندانان قومی مشران وو او ابراهیم لودی ته یې د زړه له اخلاصه وفاداري نه لرله . حتی ویل کیږی چی ځینی هغوی موقع ته په انتظار وو ، څو چی پوځیان یې د جنگ پر مهال شا تگ ته هڅول . د سلطان ابراهیم پوځیان ټول پښتانه وو خو د بابر پوځیان ازبکان ، ترکان ، عرب ، تاجک او لږ شمیر افغانان وو . د لودی پوځ صرف د ځانو د بقأ او د لودی لپاره جنگېدل حال دا چی د بابر پوځیان د ډیلی د سلطنت د نیولو په احساس راغلي او په کلک هوډ سره جنگېدل . بل دا چی سلطان ابراهیم لودی ته خپل پوځ په میراث رسېدلی و او هغه دونه وخت پیدا نه کړ چی له سره یې تنظیم او پر خپله طریقه کارولی وای ، بابر دا مهلت ور نه کړ . کله چی د اپریل پر یوویشتمه څاښت مهال جگړه پیل سوه نو د بابر پوځیانو په ډیر شدت او سرعت سره جنگ کاوه حال دا چی افغانانو په بطالت او تردد سره مقابله کوله . بابر داسی لیکی : « ابراهیم لودی یو بې تجربه ځوان و ، او د جگړې پر مهال بېله سنجش او بېله کوم خاص پلان څخه په زړه نا زړه ډول جنگېدﺉ او همدا تردد یې د ماتی علت سو . » د ابراهیم لودی د هر پوځی د یو غشي په ځواب کی د بابر پوځی درې غشي ور خطا کول او درې واړه به په هدف کی لگېدل . ویل کیږی چی د بابر غشي ویشتونکي ډیر ماهر او ښکاریان وو چی غشو به یې د پیلانو پوست سورﺉ کاوه ، او هر ډول هدف یې د ۶۰ ـ ۷۰ متره واټن څخه په اغېزمنه توگه ویشتلی سو . دغه کار ابراهیم لودی بې حوصله کړ څو چی ډیر سخت یرغل یې وکړ او په څلور ساعته کی یې درې میله سیمه ونیوله او څه باندی دوه زره مغولی پوځیان یې ووژل . خو کله چی پوځیان ډیر مخته ورغلل نو د منظم پلان د نشتوالي له امله ځای پر ځای ودرېدل ، او نه پوهېدل چی څه وکړی ( آیا نور هم مخته ولاړ سی ؟ ځای پر ځای ودریږی او نیول سوې منطقه وساتی ؟ او که بیرته را پر شا سی ؟ ) بابر چی ډیره جنگی تجربه او سابقه لرله ، بېله ځنډه د دې تردد څخه گټه واخیسته او د دوو خواوو څخه یې افغانان کلابند کړل او توپونو ته یې د غلیم پر مرکزی او مخکښه تجمع باندی د شدید گوزار امر وکړ . څنگه چی دا په هند کی د باروتو لومړنی استعمال و ، نو د بابر د توپچی ځواک مسلسلو گوزارونو د جنگ پر ډگر څلور غوڅي او ټاکونکی اغیزې وښندلې ، یعنی : لومړی ـ د افغانانو پیلان د دې پرله پسې درنو او هیبت ناکو ږغونو له امله وتورېدل ، له کنټروله ووتل ، بی اختیاره دوری هوری په ځغستا سول څو چی په سلگونو آن زرگونو خپل پوځیان یې تر پښو لاندی لټپیر کړل .

دوهم ـ د افغانانو د قوماندې او پرمخیون لړۍ یې وشلوله او یوه مطلقه گډوډي او خپل سري په گډه سوه . درېیم ـ دې کار په زرگونو افغانان د پرشاتگ او درنو تلفاتو سره مخامخ کړل چی مغولو ته یې نور سېک او جرأت هم پسی ورکړ . څلورم ـ پای دا چی د پانی پت میدان د شل زره پښتنو وینو پر سر واخیست او دې کار په هند کی د پښتنو د باالقوه واک پای راپیل کړ . سلطان ابراهیم لودی تر پایه سخت وجنگېد څو چی پخپله هم ووژل سو . د ده سر یې پرې کړ او بابر ته یې راوړ . بابر چی کله د سلطان ابراهیم لودی جسد ته راغی نو د اعتراف په توگه یې داسی مخاطب کړ : « ستا زړه ورتوب او میړانی ته د احترام مراتب ادا کوم . » تاریخ پوهان په دې عقیده دي چی که ابراهیم لودی او پوځیانو یې فقط یو ساعت نور هم جنگ ته دوام ورکړی وای ، نو بابر به ډیره سخته ماته خوړلې وای او ممکن تر کابل پوری یې خپلي ټولي سیمی د لاسه هم ورکړي وای ، ځکه : الف ـ بابر نور اکمالات نسول کولای او هر څه یې پای ته رسېدل ؛ ب ـ بابر نور زخیروی یا احتیاطی پوځیان نه لرل او نه یې هم له بله ځایه تهیه کولای سول ؛ ج ـ هندوانو مغول یرغلگر بلل او د هغوی په پرتله یې پښتنو ته ډیره لوړتیا او ترجیح ورکوله ، او رانا سنگا هم د بابر سره خپل ملگرتوب ختم اعلان کړ ؛ د ـ د بابر پوځ د شا لخوا خپل ارتباط د لاسه ورکړی و ، بس په همدې پانی پت کی تجرید او ایسار پاته و ؛ په هر حال ، دا چی د بابر پوځیان په شمیر لږ وو ، خو بیا هم کامیابه سول ، خپل علتونه لری چی هغه عمدتأ شپږ دي ، یعنی : لومړی ـ څنگه چی بابر د خپل ټول قوت سره پانی پت ته راغلی او پر میدان پاته و ، نو دا جنگ د هغوی لپاره د تباهۍ یا کامیابۍ جنگ و ، او هغوی طبعأ د خپل ژوند په بیه د « ناکامۍ » په پرتله « کامیابۍ » ته مجبورأ لومړیتوب ورکاوه . حال دا چی لودی پوځ د غلیم د اصلی ارادې او مجبوریت څخه بې خبره و . آن د ډیلی د بایللو هیڅ کوم تصور یې هم نه کاوه . دوهم ـ د بابر پوځ عالی دسپلین ، اوسپنیزه تکل او خورا مجهز او گوزاریز توپونه او مجرب ، ماهر او مسلکی پوځیان لرل . دا یو لاس پوځ و چی د هندوستان د نیولو ټینگه تلوسه یې لرله . حال دا چی د ابراهیم لودی پوځ ټوټې ټوټې و ، یعنی هر خان او سردار خپل خپل پوځ اداره کاوه او کومه توپخانه یې هم نه لرله . درېیم ـ له یوې خوا بابر ته د دولت خان لودی او عالم خان لودی عملی کومک او بیعت او د بلی خوا د ډیلی په شاوخوا کی نفاق او د ټولو سره د ابراهیم لودی مخالفت او عداوت نوموړﺉ د خوږېدو او سولېدو وړ گرځولی و . څلورم ـ د هندو « راناسنگا » لخوا بابر ته بلنه او د هغه هڅونه ( چی وروسته بیرته پښېمانه سو خو نور نو ډیر ناوخته سوی و . ) پنځم ـ بابر شخصأ یو لوی جنگسالار او مجرب قوماندان و چی د کوچنیوالي څخه په جنگ جگړو کی را لوی سوی و ، حال دا چی ابراهیم لودی یو بې تجربه ځوان و ، سیاسی کمزوري او وچه دلاوري یې لرله او په میراثی ډول پاچهۍ ته رسېدلی و . ده لوی پوځ درلود خو د هغه په اغېزمن کنټرول نه پوهېدﺉ . شپږم ـ ابراهیم لودی د مخکی څخه لا د دوو ډلو د مخالفت او عداوت سره مخامخ و چی لومړی بېلابېل سیمه ییز کوچني حکومتونه وو ( چی پورته ذکر سول ) او دوهم د ده په خپل ټبر او حتی کهول کی د مخورو ، عزیزانو او مشرانو د دښمنۍ په غېږ ورغلی و ( چی پورته اشاره ورته سوې ده ) . دغو نیمگړتیاوو ، ناخوالو او گواښمنو څپو ابراهیم لودی زیان منونکی او ماتېدونکی کړی و ، څو چی د بابر لخوا پسی مات سو او په دې توگه د هند پښتنی حکومت هم د تل لپاره د هند په سمندر کی ډوب او غرق سو . په هر صورت ، که څه هم په دې جگړه کی د افغانانو نفاق او د بابر د پوځ لوړ دسپلین په تیره بیا د هغه د اور غورځونکو گلولو او سوځونکو آلاتو استعمال هغه عوامل وو چی افغانان یې مات کړل ، خو څنگه چی دغه تاکتیکونه او فنون وروسته شیرشاه سوری زده کړل ، نو په عین همدغو تاکتیکونو او چمونو سره یې د بابر زوی همایون ته سخته ماته ورکړه ( ۱۵۳۹ میلادی ) ، او په ډیلی کی یې یو ځل بیا ( د بابر تر مړینی وروسته ) د پښتنو حکومت قایم کړ . مگر له بده مرغه د ده په ناببره مړینه سره هلته د پښتنو د باالقوه زوال مخ را و نه گرځېدﺉ . بابر د دې جگړې څخه بریالی راووت او د ابراهیم لودی په شمول یې شل زره پښتانه ووژل چی د هغوی په وینو د پانی پت مځکه نن سور رنگ لری او د خاوري په ذره ذره کی یې د بدنونو حجرات پراته دي . بابر ته د ډیلی سلطنت ټول میراث ، خزانه او غنیمت په لاس ورغلل . دﺉ دوې اوونۍ وروسته اگرې ته ورسېد او هلته د « کوه نور » مشهور الماس ورکړه سو . په دې سوبه سره هندوستان د څه باندی دوو پیړیو لپاره د مغولو په قبضه کی راغی او همالته د پښتنو عملی زوال را پیل سو .

سرچینې

  • Historical Dictionary of India Surjit Mansingh
  • BABUR-NAMA Translated by: Annette Susanneh Beveridge Reprinted: 1979