پښتونولي
د لړۍ یوه برخه په واکمنۍ (لودي · سوري |
پښتونولي هغه قاعده ده چی په پخوانی وخت کی د پښتنو لخوا جوړه شوې ده او يا په بل عبارت يې چې ووايو پښتونوالي هغه دود او دستورونه دي چې پښتنو د خپل ټولنيز ژوند لپاره يې ځانګړي کړي دي. د دې مانا دا راووځي چی پښتون هغه وخت پښتون دی کله چی په خپلې پښتونوالې ولاړ وي او د پښتونوالې دستورونه او دود په ټولنيز ژوند کې مراعت کړي. د پښتونولي پېښليک اووه زره کاله مخزېږدي پېړيو ته رسېږي . د ځينو څېړونکو په آند پښتونولي د پخوانيو افغانانو يو دوديزه تګلاره وه چې د هغوی د ژوند د ګروهو په څېر ګڼل شوې .
نيوليک |
اساسي دودونه
پښتانه یو شمیر دودونه او اصول لري چې د پښتونوالي په نامه یادېږي. کوم دودونه او اصول چې په حقیقت کې د پښتونوالي ستنې جوړوي، هغه مېلمه پانه، بدل او ننواتې دي.
مېلمه پانه
مېلمه په پښتنو کې دومره قدر لري چې وایی: مېلمه د خدای دوست دي. که مېلمه دښمن څه چې نامسلمان هم وي پښتون یی اقدر کوي. ځینی پښتانه مشران د نامسلمان مېلمه د خوشخاله ساتلو لپاره په کور کې د ځینو خاصو شیانو د ساتلو سپارښتنه هم کوي. پښتانه بنګو، تریاکو او مفرح ته په بده سترګه ګوري. مګر د پښتنو یو لوي مشر او د پښتو ژبې ستر شاعر او لیکوال خوشحال خان خټک په دستارنامه کې لیکي چې سړۍ دغه شایان په کور کې باید ولري. ځکه دی وایی ښایی کوم کافر مېلمه په سړۍ ورپېښ شی او و یی غواړي. پښتون مېلمه ته ډېر زیات مصرف هم کوي او معمولا داسی ښه ډوډۍ ورته پخوي چې خپله یی د جوړولو توان نه لري. ددي متل معنی دا ده چې سړۍ باید په مېلمه سختي ونګړي او په ورین تندی یی په خپل کور کې وساتي.
بدل
د بدل کلمه دوه معناوي لري. کله چې یو سړۍ خپله لور د چا زوي ته ورکوي، دې ته بدل وایی. د بدو په مقابله کې بد کول هم بدل بلل کېږي. مثال په توګه که یو څوک بل څوک مړکړي او د مړي د کورنۍ کوم بل غړي قاتل ووژني، نو ویل کېږي چې دغه شخص د خپلې کورنۍ د غړي بدل واخیست.
عزت
پښتنو ته خپل عزت ډېر اهمیت لري هیچا ته دا حق ته ورکوي چې تېری پرې وکړي.
|
|
||
|---|---|---|
| نامتو څېرې | سلطان ابراهيم لودي · شېرشاه سوري · بايزيد پير روښان · پير بابا · خوشحال خان خټک · ميرويس هوتک · احمد شاه بابا · وزير محمد اکبر خان · امير دوست محمد خان · ملالۍ · امير عبدالرحمن خان · ملا پاينده · مرزا علي خان · امير امان الله خان · خان عبد الغفار خان · سردار محمد داود خان · خان عبدالولي خان · ډاکتر کبير ستوری · | |
| هڅوب | پښتونولي · پښتانه ټبرې · لويه جرګه · د خټکو نڅا · اتڼ · د مسودو نڅا · آدم خان او درخانی · يوسف خان او شېرينو | |
| شاعران | عبدالرحمان مومند · خوشحال خان خټک · امير حمزه شينواری · اجمل خټک · کبير ستوری · غني خان | |
| متنونه او جګړی |
د ډيورنډ کرښه · خدايي خدمتګار · پښتونستان · د کالا باغ بند · طالبان · د خيبر پښتونخوا نومونه | |
| جګړې او نښتې |
د پاني پت لومړۍ جګړه · د پاني پت دريمه جګړه · د افغان-انګرېز لومړۍ جګړه · د نوښار جګړه · د جمرود جګړه(۱۸۳۷) · د ملاکنډ محاصره · د افغان-انګرېز دويمه جګړه · د ميوند جګړه · تيره کمپاين · د افغان-انګرېز درېمه جګړه · د افغانستان جګړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹) · د افغانستان جګړه (۲۰۰۱) · د پاکستان په شمال لوېديځ کې جکړه | |