د پاني پت دريمه جگړه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د پاني پت دريمه جگړه

The Third battle of Panipat 13 January 1761.jpg
تاريخ د ۱۷۶۱ د جنوري پر ۱۴
هېواد پانجاب
پوځونه
Flag of the Emirate of Herat.svg د درانیانو واکمني Flag of the Maratha Empire.svg د مرهیټانو واکمني
قوماندان
Ahmad-Shah-Durani.jpeg Sadashivrao bhau.jpg
احمد شاه دراني Sadashivrao Bhau

د پاني پت دريمه جگړه د ۱۷۶۱ په جنوري ۱۴ کې په شمالي هندوستان کې د احمد شاه بابا او مرهیټه ایًیتلاف په منځ کې یوه لویه جگړه وله. په دي جگړې کې احمد شاه بابا هندوستاني پوځ ته ماته ورکړه او تقریبًا ۵۰،۰۰۰ هندوستاني عسکران ووژل شول. دغه جگړه د پانی پت د مخکنیو دوو جگړو څخه ځکه ډیره مهمه ده چی د دواړو هېوادونو ( افغانستان او هندوستان ) معاصر تاریخ ته یې بدلونیزه لورﺉ ورکړ . په دې جگړه کی د افغانانو د سوبی ستراتیژیکی اهمیت دا دی چی نه یوازی یې د مرهیټه وو ستر ځواک پر گونډو کړ ، بلکی دا د هندوانو او افغانانو یو داسی تن په تن شدید جنگ و چی تر هغه مهاله یې سارﺉ نه درلود ، حتی وروسته هم بی مثاله دی .