د کتاب نړيواله کره شمېره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نړیواله کره شمیره (ISBN) یا International Standard Book Number دا یوه ۹ گڼنیزه نړیواله شمېره ده، چې د خپرو شويو سوداگریزو کتابونو د پیژندنې او سمې کنترولونې لپاره کارول کېږي. دغه شمیره لومړی ځل د گورډن فوسټر له خوا، چې اوس د ایرلېنډ په ډوبلین ښار کې د ټرینټي په کالج کې د شمیرپوهنې استاد دی، د کتاب پلورونکو او قرطاسیه خرڅونکو لپاره په ۱۹۶۶ ز کې کې منځته راغلې وه. وروسته بیا د کتابونو د شمیر د زیاتوالي له امله د دغې شمیرې ۹ رقمونه ۱۳ ته ورسېدل.