کابل
د ويکيپېډيا لخوا
کابل د افغانستان پلازمېنه ده. دا سيمه د افغانستان ختيځ لور ته پرته ده او د افغانستان د څلوردېرشو ولايتونو څخه يو ولايت ګڼل کېږي. د کابل ولايت مرکز د کابل ښار په نامه يادېږي او همدا ښار د سمندر د سطحې نه ۱۸۰۰ متره په لوړه کې پروت دی او په همدې توګه دا يو د هغو پلازمېنو څخه دی چې په نړۍ کې تر ټولو لوړه سطحه موقعيت لري. د ۱۳مې پېړۍ په پيل کې کابل په ټوله نړۍ کې د زده کړو ځای او د ښکلو ځايونو په کتار کې شمېرل کېده. خو د هماغه وخت نه راپدېخوا د بېلابېلو جګړو او تاريخي ناورينونو، او د باندنيو ځواکونو د يرغل وروسته کابل ړنګ شو. کابل د افغانستان يو ګڼ فرهڼيز ښار دی چې د حکومت اداري مرکزيت هم همدلته دی. ددغه ښار اوسينی والي حاجي دين محمد دی.
نيوليک |
تاريخ
ولسوالۍ او د هغو توکميز جوړښت
کابل د ۱۵ ولسواليو نه جوړ دی.
| ولسوالي | مرکز | بګرامي | بګرامي | 20% پښتانه, 80% دېګان | |
|---|---|---|---|---|---|
| چهار آسياب | قلعه نعيم | 32,500 | پښتانه ډېرکيان دي بيا په لږکيانو کې دېګان او هزاره ګان شمېرل کېږي | ||
| ده سبز | تره خېل | 47,900 | 40% پښتانه, 60% دېګان | ||
| فرزا | ده نو فرزا | 19,100 | پښتانه او دېګان ګډ سره اوسېږي | ||
| ګلدره | ګلدره | 20,300 | 40% پښتانه, 60% دېګان | ||
| استالف | استالف | 29,800 | دېګان ډېرکي دي تر دې وروسته پښتانه او هزاره ګان لږکيانو کې شمېرل کېږي | ||
| کابل (پلازمېنه) | کابل (پلازمېنه) | 2,536,300 | 60% دېګان, 15% پښتانه,20% هزاره ګان, 5% نور[1] | ||
| کلکان | کلکان | 26,900 | 90% دېګان, 10% پښتانه | ||
| خاکجبار | خاکجبار | 75,000 | 55% پښتانه, 45% دېګان | ||
| مير بچه کوټ | مير بچه کوټ | 46,300 | 95% دېګان, 5% پښتانه | ||
| موسايي | موسايي | 30,000 | 70% پښتانه, 30% دېګان | ||
| پغمان | پغمان | 150,000 | 30% پښتانه, 70% دېګان | ||
| قره باغ | قره باغ | 67,700 | 80% دېګان, 20% پښتانه | ||
| شکردره | شکردره | 72,900 | 90% دېګان, 10% پښتانه | ||
| سروبي | سروبي | 150,000 | 90% پښتانه, او پاتې نور پشه يان دي |
تګ راتګ
د افغانستان سيمه ايز ټلويزونونه په دې توګه دي:
- اينه ټېلېوېژن
- اريانا ټېلېوېژن
- خراسان ټېلېوېژن (ډېر ژر به د امريکا خڅه په کابل کې خپور شي)
- لمر ټېلېوېژن
- نور ټېلېوېژن
- تمدن ټېلېوېژن
- شمشاد ټېلېوېژن
- طلوع ټېلېوېژن
- د افغانستان مليټېلېوېژن
د کابل پوهنتونونه
- د کابل پوهنتون
- د کابل پوليتخنيک پوهنتون
- د افغانستان امريکايي پوهنتون
- د کابل د طب انسټېټېوټ
- د کابل نړېواله ښوونځی[2]
- د افغانستان د ملي پوځ اکادمي
انځوریز البوم
|
Bagh-e-Bala1.jpg
Bagh-e Bala Park |
|||
دا هم وګورۍ
- کابلستان
- د کابل د ګلف کلب
- د افغانستان د ښارونو لړليک
- City of Light Development
- د کابل راډيو
- کابل ايکسپرس
په کابل کې بهرني پلاوي
|
|||||
| د افغانستان ولايتونه | |||
|---|---|---|---|
| بادغیس • بامیان • بدخشان • بغلان • بلخ • پروان • پکتیا • پکتیکا • پنجشېر • تخار • جوزجان • خوست • دايکندي • روزګان • زابل • سرپل • سمنګان • غزني • غور فاریاب • فَراه • کندهار • کابل • کاپیسا • کندوز • کڼر • لغمان • لوګر • ننګرهار • نورستان • نیمروز • وردګ • هرات • هلمند | |||
Cite error: <ref> tags exist, but no <references/> tag was found