مزار شريف
| مزار شريف |
|
|---|---|
| هېواد | |
| ولایت | د بلخ ولایت |
| د اوسېدونکي شمیر | ۳۷۵،۱۸۱ |
| د بحر له سطحې لوړوالي | ۳۸۰ متره |
| دین | اسلام |
مزار شريف د افغانستان څلورم لوي ښار دي چې د افغانستان په شمال کې پروت دي. مزار شريف تقریبًا ۳۷۵،۱۸۱ نفوس لري او د بلخ د ولایت مرکز دي. په دی ښار کې مهم هوايی ډګر هم شته. په دي ښار کې په ځانګړي ډول ازبکان، هزارګان،او تاجکان ژوند کوي. د مزار شریف په مرکز کې ښایسته شین مسجد پروت دي. د شیعه ګانو په نظر په دي مسجد کې د حضرت علي بن علي طالب مقبره پرته ده.
تاریخ
په پخوانۍ وخت کې مزار شریف د لوي خراسان د حکمرانانو په لاس کې وو. په ۱۷۵۰ کال کې احمد شاه دراني مزار شریف لاس ته راوړ. په ۱۸۷۰ کال کې انګرېزي ځواکونو پر کابل برید وکړ او د افغانستان پاچا امیر شېر علي خان د کابل څخه مزار شریف ته تیښته وکړ. په ۱۹۷۹ کال کې شوروي پوځ پر افغانستان یرید وکړ او په مزار شریف کې یی لوی پوځي اډه جوړه کړه. د ۱۹۹۰ کال څخه تر ۱۹۹۷ کال پورې دغه ښار د جنرال عبدالرشید دوستم په لاس کې وو. په ۱۹۹۷ کال کې د طالبانو ځواک پر مزار شریف برید وکړ مګر پوځ یی د شیعه ګانو قوماندان عبدالمالک لخوا ماته وخوړله او تقریبًا ۳۰۰۰ د طالبانو عسکران ووژل شول. په ۱۹۹۸ کال کې د طالبانو ځواک بیا پر مزار شریف برید وکړ او مزار شریف یی ونیو. تر جګړې وروسته تقریبًا ۸۰۰۰ هزارګان د طالبانو لجوا ووژل شول. ايراني دیپلوماتان چي هزارګانو ته یی وسلې ورکولی هم د طالبانو د قوماندانانو په امر ووژل شول. په ۲۰۰۱ کال کې مزار شریف د امریکایی پوځ لخوا ونیول شو.