خراسان

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د خراسان ځانگړې سیمه د خوارزم او فرارود سره

خراسان د اوسني افغانستان لوېديځه برخه او د ايران ختيځې سيمې بلل شوي. ټولټال خراسان په څلورو ايالتونو وېشلې سيمه بلل شوې ده. لکه څنگه چې ښکاره ده د افغانستان لرغونی نوم آريانا و . په لومړي ځل دغه نوم د آراتسفن په کتاب کې چې مخزېږدي پېړيو کې ليکل شوی په يوناني ژبې Ariane (اريان ) يا(ارين) ياد شوی دی. د دغه آريانا په ختيځ کې هند ، په شمال کې د هند د غرونو لړۍ ، چې د هند لوېدیځې خواته پولې لري ښکاره دي. په سوېل کې د هند لوی سمندر، په لوېديځې پولې کې د خزر ور ، يانې هغه غرنۍ لاره چې د پارت له ماد څخه او گارمانيا له پارس څخه بېلوي . د آريانا مهم ولايتونه پدې توگه ياد شوي دي : باختر (بلخ، تخار، مروهآريا (هرات)، خوارزميش (خوارزماپارتياطوس او نېشاپور ولايتونه ) ،کارامانيا (کرمانسکاستين يا درانگيانا (سيستانآراکوسيا (کندهارگدروسيا (بلوچستان) ، پاکتيا ( د خوست ولايت تر سندهگندهاراپېښور او کابل ولاياتپاروپاميس (غور او هزاره جات ) .

آرپوهنه

د افغان مخور تاريخپوه غلام محمد غبار له خوا په ليکل شوي زمکپوهنيز پېښليک کې داسې راغلي دي چې کله د آريانا سيمه د پردو تر واکمنيو راغلې نو د سيمو تجزيه هم پيل شوې . خو د سياسي مصالحې له کبله ډېری د رازو رازو ولاياتو خپل نومونه په لويو سيمو غوره شوي . همداسې ليکي : داسې گڼل کېږي چې د خراسان نوم د ساسانيانو له پيلنيو پېرونو څخه رامنځته شوی .او مخکې له هغه پېر څخه دا نوم نه موندل کېده . دا خبره د تورکيې لیکوالانو خپلو تاريخونو کې ياده کړې ده . همدا رنگه د ارمنستان تاريخ پوهانو هم پرې ټينگار کړی دی . دخراسان ويېکه د خور يانې ٫٫لمر٬٬ چې د ختيځپوهانو لخوا ورته د ٫٫ ختيځ لور٬٬ وېل شوي او اسان چې ٫٫ځای٬٬ بلل شوی تړنگنوم دی . سترانج يو انگرېز ختيځپوه داسې وايي : خراسان په پخوانۍ پارسي ژبې کې د لمر خاته سیمه چې ختيځ لورې بلل شوې ياده کړېده . همدا رنگه ابوالقدا يو عربی ختيځپوه د اتمې هـجري پېړۍ چې د نهمې زېږدي پېړۍ سره سمون لري داسې ليکلي : خر (خور) د لمر په مانا او اسان (آسان) دځای په مانا راځي، چې مطلع الشمس يا مشرق لورې (ختيځې خوا ) په مانا ياده شوې . همدارنگه ټولو عربي تاريخپوهانو د خراسان همدا ويېکه د پارسي ژبې څخه رااخيستې ده او د افغانستان لورې چې د عربو ختيځې خوا سيمې ته پرته ده په اشارې سره ختيځ ياد شوی دی چې استلاحي ويېکه ده او همداسې ېې د افغانستان سلاطین يا پاچايانو ته د مشرق يا ختيځې سيمې مسلمان پاچايانو خطاب کړی دی . لکه د بېلگې په توگه : ابن خرداد چې ځمکه پوهاند (جغرافيه پوه) و په خپلې لرغونې زمکپوهنې کتاب کې د افغانستان خواته د (خبر المشرق) چې د خراسان نوم هم ورکړل شوی په نوم ياد کړی دی . د سيستان تاريخ يو پخوانی تد تاریخ کتاب دی، د يو نامالوم ليکوال لخوا لیکل شوی اثر دی . په دغه کتاب کې د خراسان سيمه په څلورو وېشل شويو سيمه واکيو ياده شوې ده . د دغه وېش پدې توگه ياد شوی دی : ایران (خاوران) ، نیمروز ، باختر. همداسې ويل شوي چې هره هغه سیمه چې په شمال کې وه باختر يادېده ،او هره هغه سیمه چې په جنوب کې وه نیمروز يادېده، خو ورسره ېې ددې يادونه کړېده چې نيمروز په دوه سيمه واکيو وېشل شوی و چې ختيځه برخه ېې خراسان وه او هره هغه سیمه چې لوېديځې خواته ښکاره شوې ايران بلل شوی . همدا رنگه د افغانستان يو بل نوميالی تاريخپوه پوهاند عبدالشکور رشاد د غبار د آند سره تر ډېره همغږی دی او تر څنگ ېې په بشپړه توگه د (خراسان) وييکه د بېلگو سره داسې شنلې : د خراسان وی يا كلمه، د فخرالدين گرگاني په قول، چې په ويس و رامينکتاب كې يې راوړې ده، پهلوي بلل شوې ده. همدا رنگه زياتوي ! "خو زما په نظر خراسان كلمه له دريو مورفيمو څخه جوړه ده، يو خور، چې د حور په شكل باندې هم دى او اوس يې مزيد اليه د خورشيد په شكل په پاړسي كې مروج دى، چې د لمر مانا لري او بل آس، چې په پښت كې اوس هم راسه د راختلو او راوتلو په معنى دى او په پهلوي كې د آس كلمه د گرگاني په قول د راختلو معنى لري او د يان جز، چې يې دى هغه د ځاى معنى لري، چې د پښتو په ياڼه كې دغه نفهوم موجود دى٬٬ "په باميان كلمه كې هم يان راغلى دى، چې باميان يانې نوراني ځاى، نو د دغه درې مورفيمه كلمې مانا دا شوه، چې خور يانې لمر، آس راختل او يان ځاى، دا د عربي مشرق او د پاړسي "افتاب برامد٬٬ او زموږ په ژبه کې د ختيځ مانا او مفوم وركوي.

د خراسان د سيمه واکيو پولې

دا نوم د اوسني افغانستان دغرب پلو خلكو چې اوسيني ايران کې اوسېږي پرې ايښى دى ځكه پر هغو لمر له دغې خوا څخه ورخاته نو هغو دېته خراسان ووايه" د افغان تاريخپوه عبدالشکور رشاد لخوا چې زياتوي ، "په خراسان كې هم عين دغه موضوع ده، چې دا كلمه د افغانستان يا د هغه وخت د خراسان يا لوېديځو گاونډيانو چې د نن ورځې ايران بلل کېږي ورباندې ايښې ده او بله مهمه خبره دا ده، چې ياقوت حموي د شام مخور ليكوال، چې معجم الادبا ، معجم البلدان او مراصدالاطلاع کتابونه يې ليكلي دي، هغه سړي خراسان په څلورو ايالتونو ويشلى دى، يو ايالت يې د ابرشهر په نامه راوړى دى، چې نور خلك بيا لكه عبدالحی گرديزي په زين الاخبار كې هغه د هرات ولايت په نامه راوړى او په دې هرات، بادغيس، پوشنج، د ايران طوس، چې اوس يې مشهد بولي، قاين، طبس او نيشاپور شامل و. بل ايالت يې بلخ و، چې تر بدخشان پورې دا سيمې په كې شاملې وې خو دوه نور ايالتونه يې له اوسيني افغانستان څخه دباندې و، چې يوه ته يې د ماورالنهر ايالت وېل، چې په هغه كې بخارا، سمرقند، تاشكند او فرغانه شامل و، او بل يې د مروې ايالت باله، چې په هغه كې له مروې څخه بيا د جيحون يانې اوسنى آمو تر روده پورې بيا د هرات تر حواشيو او حواليو پورې دا سيمې په كې شاملې وې٬٬ نو د هغه تاريخي خراسان په څلورو ايالتونو كې، دوه ايالته تر افغانستان دباندې دي. چې يو د مروې ايالت دى، چې هغه اوس په تركمنستان كې واقع دى او بل د ماورالنهر ايالت دى، چې هغه اوس په اوزبكستان كې دى او د ايران د ختيځې پولې سيمې، چې دا هم په خراسان كې شاملې وې يادې شوي . اوس هم ايرانيان د ستان خراسان په نامه دا سيمه يادوي او مشهد يې، چې پخوا طوس بلل كېده هغه يې اوس مركز دى٬٬ . لدې ښکاري چې خراسان څو خپلواکې سيمې يادې شوي چې د پیر مختلفو ولسونو پرې خپلې واکمنۍ چلولي او بېرته ترې څه پاتې څه ېې پرې ايښي او څه ېې هم وېشلي دي چې د افغانستان بشپړه نوم نه دی پاتې شوی ٬٬

سرچينې