تېمور شاه دراني

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
تېمور شاه درانی

تېمور شاه درانی
واکمني دراني واکمني: ۱۷۷۲ ز، - ۱۷۹۳ ز.
بشپړ نوم تېمور شاه درانی
لقبونه پاچا
زېږون ۱۷۴۸ ز.
مړينه ۱۸ د مۍ، ۱۷۹۳ ز.
د مړينې ځای کابل
هديره د تېمور شاه مقبره، کابل
مخکنی پاچا احمد شاه دراني
وروستنی پاچا شاه زمان خان
کورنۍ دراني
پلار احمد شاه دراني

اعليحضرت تېمور شاه درانى (په انګرېزي: Timur Shah Durrani) د افغانستان د لوى او نوميالي مشر ، د افغان دولت د بنسټ اېښودونكى او ټولواكمن اعليحضرت احمد شاه بابا زوى وو ، چې د ۱۷۴۸ ز كال د مى په ۱۸ زېږېدلى دى . تېمور شاه په ۱۷۷۳ ز كال كې د خپل پلار له مړينې وروسته د افغانستان پر پلاز كېناست . د افغانستان پلاز دده د واكمنۍ پر مهال له كندهار نه كابل ته ولېږدول شو . موږ د ښوونځي په تاريخونو كې لوستي وو ، چې تېمورشاه هوسايي غوښتونكى سړى وو او دده له نرم طبيعت نه محلي مشران له ده ياغي شول . دا ډول ذهنيت زموږ په ذهن كې پاتې وو . بله خبره دا راووته ، چې ده قزلباش ډېر پالل او پښتو ته يې پاملرنه نه كوله . صديق فرهنگ په ۱۹۸۸ ز كال كې وليكل ، چې تېمور شاه پخپل حرم كې درې سوه ښځې درلودې او هره مياشت يوه ښځه زياتېدله . بيا ليكي ، خو ويښ سړى وو ، له هرې جګړې نه بريالى راستون شوى دى . اوس به همدغه خبره وڅېړو : د ملي تاريخ لپاره دده ويښتوب ، زړورتيا او هېوادپالنه ضروري ده . د ښځو معامله يې څوك څه كوي ؟ بيا درې سوه ښځې دومره ډېرې دي ، چې په يوه كلي كې هم نه ځاييږي ، نو په يوه كور كې چې د پاچا هم وي ، څنگه ځايدا شي ، او يو سړى ټولو ته څنگه رسېداى شي ؟ تېمور شاه د هند او ايران د پادشاهانو لوڼې كړې وې ، څو نورې د قومي مشرانو لوڼې هم وې ، چې ټولې لس تنه كېدې ، نو د يوې شاهزادگۍ ساتل چې يوه ايرانۍ او بله هندۍ وه ، دوئ سترگې نه درلودې . د تېمورشاه خسران برحال پادشاهان وو ، په هره مياشت كې چې يې يوه ښځه زياته شي ، په كال كې دولس كيږي ، په دې صورت كې نو دده د پادشاهۍ تر پايه پورې بايد د هغوى شمېر پېنځه سوه شوى واى . دا د نه منلو وړ خبره ده . د تېمور شاه دوره په ټوله امپراتورۍ كې د تهران او مشهد له سړكه تر گنگا پورې ، له امو د هند تر سممندره پورې كراره كراري وه . په شلو كلونو كې ايله څلور پېښې وشوې ، چې امپراتور پخپله ورغلى او عاملين يې سم كړي دي . ده دوه نيم سوه بېړۍ درلودې او سوداگري ښه روانه وه . عدالت خپور وو ، دى ظالم سړى نه وو . د تېمرو شاه په دوران كې دوه ايراني شهزادگان په كابل كې اوسېدل ، چې له فروغي سره درې كېدل ، يانې دوه افشار او يو صفوي وو . په افغانستان كې د امپراتور شاه زمان له واكمنۍ نه راهيسې ، يانې له ۱۸۰۱ ز كال نه بيا تر ۱۹۷۹ پورې د ايران اغېز پر سلطنت پروت وو .

د امپراتور تېمورشاه دربار

همداسې چې په يوولسمه زېږديزه پېړۍ كې غزني د فارسي شاعرانو او ليكوالو بانډه وه ، په اتلسه پېړۍ كې كابل د فارسي شاعرانو مركز وو . په دغه عصر كې توپير دومره دى ، چې امپراتور تېمورشاه د پښتو شاعر او ليكوال وو . پير محمد كاكړ ، عبدالله خان دېوان بېگي او نور كه پښتانه وو ټولو فارسي شاعري كوله او د خپل مهال پاخه شاعران له هند او ايران څخه راغلي وو ، البته د دوى كور وو . لكه واقف لاهوري ، عشرت له هند څخه ، فروعي اصفهاني ، موسوي ، مهدي له ياران څخه او عاجز له كابل څخه . (( افغان )) ، حزين حيرت شاملو ، ذكي ، رضا ، هما ، شاه عبدالحكيم خراساني ، شجاع ، شهاب ، ليكوال محمودالحسني ، مظهر جانان ، محمد حيات ، لچهمي رام پنډت ، الشايي ، بوسعيد ، ميرزيان ، عبدالله ميرزا علي عسكر وصفي ، ميرزا شكيبا ، ميرزا عطار او په سلگونو نور واړه او غټ دراني شاهزادگانو ټولو په يوه خوله پارسي شاعري كوله . داسې نه وه ، چې د شاهي كورنۍ ژبه پښتو نه وه ، دوى په پښتو غږېدل ، سم پښتانه وو ، خو د موضوع په اهميت نه پوهېدل . له دوى څخه يوازې د امپراتور تېمور شاه او سردار عبدالله خان دېوان بېگي د پښتو شعرونو نمونې شته ، چې دلته به يې د امپراتور تېمورشاه د پښتو شعر يوه نمونه راوړوو :

کينډۍ:د شعر پای

د پښتو شعر يوه بله بېلگه يې داده :

کينډۍ:د شعر پای

د تېمور شاه له دغو شعري بېلگو نه د هغه مهال پښتو ښكاري ، لښكر ، ډگر ،جنگ او نور دده له پوځي ژوند څخه څرگند دى . د امپراتور تېمور شاه اداره ، سياست ، او پوځي لياقت روښانه دى . يوازې دبدبه ، شان ، شوكت او هوسايي دده تر احمد شاه بابا ډېر وو . يو دوو جگړو ته چې ولاړ بېرته بريالى راغى . دده د كابل د بڼونو ښكلا ، د پوهانو ، كسبگرو له مخې د اسيا يو معظم ښار وو ، خو د يوې نېمې پېړۍ كورنيو او بهرينو جګړو داسې وران كړ ، چې اوس يې بنسټونه هم نه ښكاري . كابل كې د ايران ، بخارا او هند شاهزادگان اوسېدل او همدلته پاتې دي . په افغانستان ، ايران او هند كې دده له خوا منظمې ابادۍ شوې دي . ددغه ستر هېواد اقتصاد په سوداگرۍ او صنعت ولاړ وو ، خو ډېره برخه ي ې د زمكو او باغونو ماليه وه . دده بېړۍ په سيندونو او د سمندر پر غاړو كې گرزېدې . د محمدزايي سردارانو جگړو او د انگليس درې وارې يرغل هېڅ نه دي پرې اېښي . دغو جگړو د شاه زمان له دورې نه وروسته له ۱۸۰۰ نه تر ۱۹۱۹ پورې دوام درلود . محمدزايي سردارانو د سردار پاينده خان تر وژلو وروسته خپلې دوښمنۍ دومره وغځولې ، چې په افغانستان كې د احمدشاه بابا د سدوزي قبيلې وگړي د گوتو په شمار پاتې شول . ټول يې هند ته وشړل او د دراني په نامه په هند او پاكستان كې د عادي خلكو په څېر اوسي . دوى هم پارسي د ملي ژبې په توگه ساتلې ده . ما د دوى ډېر خلك د هند او پاكستان په سفرونو او هجرتونو كې وليدل ، چې د هېواد ارمان ورسره وو . اعليحضرت تېمور شاه په ۱۷۹۳ ز كال كې په حق ورسېد او د كابل په ښار كې خاورو ته وسپارل شو . دده ارام ځاى د كابل په باغ عمومي كې دى ، چې رغاونې ته ضرورت لري او د شاه زمان له مهال نه راهيسې چا لاس هم نه دى پرې وهلى او هماغسې پاتې دى .

اخځونه

  • قدرت الله حداد ( فرهاد )، د افغان ملي تاريخ ، ۱۴۰ - ۱۴۱ ، ۱۴۲ ، ۱۱۱ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مر كز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .
نن مې بيا له تورو سترگو سره جنگ دى په لبانو يې د زړه د وينو رنگ دى
كه پرې كړى سر په لاس ورلره ورشم لا په دا يې باور نه شي په زړه سنگ دى
ستا د حسن لښكر راغى ځاى به نشي د عاشق د زړه ميدان هرگوره تنگ دى
عېشق او مشك پټېداى نشي تېمورشاهه چې پخپله ځان رسوا كړى هغه رنگ دى
هسې دى د يار صورت لكه گلونه كه وهلي يې پر مخ دي شنه خالونه
تېر شو عمر د وصال په انتظار كې اوس پر زړه مې د هجران لگي اورونه
د پتنگ په دود دې ياره په ژوند وسوم د باڼو به دارويږي يې زخمونه
راشه مينه پخپل خداى كړه تېمور شاهه! څه په كار دي د فاني دنيا كارونه