د مغولو پاچايي
د مغل سلطنت ( فارسی: ګورکانیان هند ) د ۱۵۲۶ کال څخه تر ۱۸۵۷ کال پورې یو مسلم سلطنت وو چه د ظهیرالدین بابر لخوا په هندوستان کښې تاسیس شو.د مغل د سلطنت مساحت تقریبا ۳۰۰۰۰۰۰ کیلومتره مربع وو چه پکښې تقریبا ۱۵۰۰۰۰۰۰۰ خلک ژوند کړل. پایتخت یی آګره وه. فارسی رسمی ژبه وه.
نيوليک |
تاریخ
ظهیرالدین بابر چه د مغل د سلطنت جوړونکی وو په ۱۵۲۶ کال کښې د دهلی پر سلطنت برید وکړ او د پانی پت په جګړه کښې د ابراهیم لودهی اردو ته ماته ورکړه او ابراهیم لودهی په جګره کښې وژل شو. بابر د مغلو تر ټولو مشهور سلطان وو چه په هندوستان کښې سړکونه، روغتونونه، کاروان سرای او د اوبو کوهیان جوړ کړل او شاعران یی خپل مقر ته دعوت کړل. ظهیر الدین محمد بابر په ۱۵۳۰ کال کښې له دنیا ولاړ او مقبره یی په کابل کښې دی. د بابر تر وفات وروسته زوی یی همایون د مغل سلطان شو. همایون ډېر ناتوانی پاچا وو. په ۱۵۳۹ کال کښې شېر شاه سوری د مغل پر سلطنت برید وکړ او همایون مجبور شو ایران ته ولاړ سی. مګر تر ۱۵ کال وروسته همایون د صفوی د اردو سره سوریانو برید وکړ او تخت یی لاس ته راوړل.
جلال الدین محمد اکبر د همایون زوی وو چه د مغل سلطنت یی پراخ کړ. جلال الدین اکبر پر پښتونخوا برید او په ۱۵۹۵ کال کښې یی اردو کندهار ونیول. د جلال الدین اکبر تر وفات وروسته نورالدین جهانګیر په ۱۶۱۱ کال کښې کابل او کندهار له لاسه ورکړ. زوی یی شاهجهان په ۱۶۳۸ کال کښې پر کندهار برید وکړ مګر تر بری وروسته مجبور شو د پښتو د مخالفینو پر ضد جنګ وکړی. شاهجهان د خپلې میرمنی سره مینه لرل او د دې په سبب یی د هغی تر وفات وروسته په آګره کښې لوی مقبره جوړ کړ چه تاج محل په نوم یادېږی. د شاهجهان زوی اورنګزیب عالمګیر دوه کاله وروسته یی پښتونخوا لاس تر راوړل. اورنګزیب هم پر غیر مسلمانو ډېر ظلمونه کول او د هند معندونه یی په هندوستان کښې خرابول. مګر د اورنګزیب عالمګیر تر وفات وروسته د مغلی پاچاهانو د ناتوانی په سبب د مغل د سلطنت زوال شروع شو. نادر شاه په ۱۸۳۹ کال کښې د مغل پر سلطنت برید وکړ او د هلی ونیول. په دی وخت کښې دهلی د مغل د سلطنت پایتخت وو. نادر شاه د دهلی تر نیولو وروسته د هغه ښار څخه لوی ګنج ایران ته یوړل. په ۱۸ پیړۍ کښې هندوستان د برطانوی امپراټوری په لاس کښیوت.
د مغل معماری
دمغل معماری یو ډول د اسلام معماری دی چه په هندوستان کښې د مغلی پاچاهانو لخوا جوړ شو. تاج محل، د پادشاهی جومات، د شالمار باغ، د نیمله باغ تر ټولو مشهور تاریخی یادګارونه دی.
| یادګار | ښار | هېواد |
|---|---|---|
| تاج محل | آګره | هندوستان |
| د پادشاهی جومات | لاهور | پاکستان |
| د شالمار باغ، | لاهور | پاکستان |
فارسی او اردو
د فارسی ژبه د مغل سلطنت رسمی ژبه وه. مامورانو د مغل په سلطنت کښې په فارسی خبرې وکړل. مګر عسکرانو چه یوازې په د هندی ژبه خبرې وکړل، د هندی په ژبه کښې د فارسی د کلمې څخه کار واخیستل.
د مغلی پاچاها
| د مغل سلطنت | ||||||||||||
| پاچا | د پادشاهی پیل | د پادشاهی پای | ||||||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
| بابر (ببر) | ۱۵۲۶ | ۱۵۳۰ | ||||||||||
| همایون | ۱۵۳۰ | ۱۵۴۰ | ||||||||||
| سوریان | ۱۵۴۰ | ۱۵۵۵ | ||||||||||
| همایون | ۱۵۵۵ | ۱۵۵۶ | ||||||||||
| اکبرشاه | ۱۵۵۶ | ۱۶۰۵ | ||||||||||
| جهانگیرشاه | ۱۶۰۵ | ۱۶۲۷ | ||||||||||
| شاه جهان | ۱۶۲۷ | ۱۶۵۸ | ||||||||||
| اورنگزیب | ۱۶۵۸ | ۱۷۰۷ | ||||||||||
| بهادرشاه اول | ۱۷۰۷ | ۱۷۱۲ | ||||||||||
| جهاندار شاه | ۱۷۱۲ | ۱۷۱۳ | ||||||||||
| فرخسیار شاه | ۱۷۱۹ | ۱۷۱۹ | ||||||||||
| رفیع الدرجات | ۱۷۱۹ | ۱۷۱۹ | ||||||||||
| رفیع الدولت(شاهجهان دوم) | ۱۷۱۹ | ۱۷۱۹ | ||||||||||
| نیکوسیر | ۱۷۲۰ | ۱۷۲۰ | ||||||||||
| محمد ابراهیم | ۱۷۲۰ | ۱۷۲۰ | ||||||||||
| محمد شاه | ۱۷۱۹ | ۱۷۴۸ | ||||||||||
| احمدشاه بهادر | ۱۷۴۸ | ۱۷۵۴ | ||||||||||
| عالمگیر دوم | ۱۷۵۴ | ۱۷۵۹ | ||||||||||
| شاهجهان سوم | ۱۷۵۹ | ۱۷۵۹ | ||||||||||
| شاه عالم دوم | ۱۷۵۹ | ۱۸۰۶ | ||||||||||
| اکبرشاه دوم | ۱۸۰۶ | ۱۸۳۷ | ||||||||||
| بهدرشاه دوم | ۱۸۳۷ | ۱۸۵۷ | ||||||||||