افغان

د ويکيپېډيا لخوا

ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

د افغان کلمه چې اوس د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دی او د اسيا په زړه کې تر ټولو تاريخي، اقتصادي او اجتماعي شرايطو لاندې يونه بيلېدونکی واحد اووه سوه ( ۷۰۰ ) کلن تاريخي لرغونتوب او ملي اصالت اري.

په افغانستان کې دننه او دباندې ځينې کسان فکر کوي چې دانومونه د احمدشاه ابدالي په لاس د افغاني دولت تر بيا جوړولو وروسته په اتلسمه پېړۍ کې رامينځ ته شوي او زمونږ هغه هېوادوال چې له تاريخي پېښونه خبر نه دي تل له مانه پوشتي چې ايا دا نومونه لرغونی تاريخ لري کنه؟ نو ځکه په دې ليکنه کې په ډېر لنډيز سره د خپل ملي تاريخ دا موضوع درنو لوستونکو ته وړاندې کوم.

د افغان نوم تر کومه ځايه چې ماته څرګند دی په تاريخ کې اوږدې ريښې لري او په همدې سيمه کې د هلمند او سند د دوو لويو سيندونو تر مينځ په همدې نامه يوې ډلې وګړو ژوند کاوه چې تفصيل يې دادی.

شل کاله پخوا (اوس پنځه پنځوس کاله مترجم) د ايران د شېراز په نقش رستم کې د شيکاګو د ختيځې موسسې د لرغونپوهانو يوې ډلې د هغه ځای په ډبر ليکونو کې د زردشت په کعبه کې په دوو پهلوي اشکاني (پارتي) او يوناني ژبو يو ډبر ليک وموند چې هغه د ساساني کورنی دوهم بادشاه لومړني شاه پورتر ۲۶۰ ميلادي کال او د او يسي په جګړه کې د روم د امپراتور واليرين ( valerian ) تر ماتې او اسارت وروسته دلته د زردشت د کعبې د ديوال په ډبرو ليکلي دي.

څرنګه چې لومړی شاپور ۲۷۳ م کال مړشوی نو د دې ډبرليکلو نېټه د ۲۶۰ تر ۲۷۳ ع کال پورې د ديارلسو کلونو تر مينځ ټاکلای شو.

(د دې ډبر ليک نيمګړې فارسي ژباړه دې د لرغونپوهنې د رپوټونو د ۴ ټوک په ۱۸۱ مخ کې چې په ۱۹۵۹ ع کال په شېراز (ايران) کې خپور شوی، وکتل شي). د دې ډبرليک په دوهم بند کې د پشکابور ( Pashkabur ) د ښار نوم د کوشان خساتر ( kushan-khsatr ) يعنې د کوشاني هېواد د وروستني ختيځ سرحد په توګه ياد شوی دی چې هغه يې د يوناني له “کسپاپوروس” د چيني هيون تسنګ له پو-لو-شا-پو-لو او د اسلامي دورې د مورخينو له پرشا پور او پر شاور (پېښور) سره يو بللی دی. دهمدې ډبرليک په شپږمه برخه کې د شاه پور د واکمنۍ په مهمو کسانو کې د “ وينده فرو ابګان رزمه ود” ( ۱ ) نوم ياد شوی دی چې د سپرنګ لونګ ( Sprengling ) په نامه يوه محقق لومړی ځل دا ډبر ليک ولوست او دامريکې په سامي مجله کې يې په ۱۹۴۰ کال يوه مقاله وليکله او دوهمه کلمه “ابګان” يې په قاطع ډول د افغان له او سني پاچا دريم شاه پور له نامه سره چې له ۳۰۹ تر ۳۷۹ ع کال پورې يې او يا کاله پاچاهي کړې د اپکان ( Apkan ) په بڼه يو صفت او لقب ياد شوی دی چې دا کلمه هم کولای شو د “ ابګان” د يادې شوې کلمې غوندې وګڼو چې د زړورتوب، رشد او نجابت د صفت او يا به هم د نژادي تړون په بنا راوړل شوې وي او همدا موضوع ده چې ځينې مورخين لکه سر او لف کيرو يې د ساساني دربارپه مشرانو کې د درانيو او يو سفزيو د شته والي په فکر کړی دی (و ګورئ پټانان – انګليسي متن ۸۰ مخ) او موږ نوموړی نوم “وينده فرن افغان رزم بد” يعنې يو افغان د جګړې سالار وينده فرن ويلای شو چې ښايي يو افغاني سلار وي. د فردوسي په شهنامه کې هم دوه ځله د “آوګان” نوم راغلی چې د فريدون د وخت له سپه سالارانو څخه ؤ.

سپهدار چون قارن کاو ګان

سپه کش چو شيروي وچون آوګان

( شاهنامه، د مسکوچاپ، لومړی ټوک، ۱۱۰ مخ)

همدا د فريدون په داستان کې يوځل وايي:

همه ګرد ايوان، دورويه سپاه

بزرين غمود و به زرين کلاه

سپهدار چون قارن کاوان

به پيش سپاه اندرون آوګان

(لومړی ټوک، ۱۱۶ مخ)

په هر حال له دې يادونې څخه داسې څرګندېږي چې اوه – اوګان په لرغونو اريايي رواياتو او شاهنامو کې دود و او که د بو ستي د وينا له مخې يې اصل او ستايي و بولو نو معنی به يې مهربان او لاس نيوونکی وي چې نومونه له لرغونو اتلانو سره وړ وو او که بيا وروسته د يوه قوم او يا ټولنې په معنی او ښتی وي ليرې نه ده. که د ابګان، په اګان کلمو ته په زړو رواياتو او د ساساني دورې په پاتې شونو کې د باور وړ اهميت ورکړل شي لکه چې سپرنګ لنګ او او لف کيرو همدا نظر لري نو دعوه کولای شو چې د افغان نوم يا صفتد بګان او اپه ګان په بڼه له دريمې غيسوي پېړۍ (صدۍ) څخه اخيستل کېده او بادشاهانو، اداره چيانو او او وا کمنانو پېژانده او دا سند تر اوسه د دې نامه د لرغونتوب په باب د يادولو وړ زوړ سند دی چې د زړو روايتونو “او ګان” هم ورته دی.

دوهم له ترلاسه شويو او پاتې شويو آثار سره اړه لري چې دا نوم د اوه ګانه ( Avagana ) بڼه چې د ساساني دورې د ابګان او اپه ګان له بڼو سره ورته دی، په هندي آثارو کې په لاندې تفصيل مومو.

ورهامي هيرا ( Varha-Mihira ) هندي شاعر او نجومي دی چې د پنځمې عيسوي پېړۍ په پای کې د هند په راجين کې وزېږېد او د ۵۰۵ ع شاوخوا يې ښه شهرت وموند، د ده مهم کتاب “پنجد سيد هانتيکا” ) pance Siddhantika ) نومېده چې د نجوم د علم د پنځو کتابونو لنډيز ؤ او دی د نجوم په باب يو منظوم کتاب هم لري چې پکې يې د ښکلو ډبرو. د هند د جغرافيې او نور د کار وړ موضوعاتو په باب هم خبرې کړې او نوم يې پرې بهريته سنهيته ( ‌Bhrita Sanhita ) اېښي دي چې په ۶۱ - ۱۱ او ۳۱ - ۱۶ بيتونو کې يې دافغان نوم داوه ګانه په بڼه ياد شوی دی. لکه څرنګه چې فرانسوي عالم موسيو فوشه په خپل تکسيلا ته د هند او باختر زړه لار “ ۱۹۴۷ ” کال کې د پاريس چاپ، ۲۳۵ - ۲۵۲ مخونه، ۱۷ نوټ کې شرح کړی دی. دا د شپږمې پېړۍ په مينځ-مينځ کې د افغان ډېر زوړ ياد دی، ځکه هندي منجم “ورهاميهيرا” په ۵۸۷ ع کال مړشوی او وايي چې د ده نجومي معلومات يو ناني سرچينه درلوده او د ځمکې په کرويتوب (ګردوالي) قايل و، دده دوه کتابونه ابو ريحان بېروني په عربي ژباړلي نوله همدې امله په پوهانو کې د ده شهرت او ثقه والی تل د باور وړو.

د همدې تاريخي سند له مخې د “افغان” کلمه په هنديانو کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کاله وړاندې هم مشهوره وه او هندي ليکوالو ياده کړې ده.

تر اسلام وړاندې پېړيو کې مو د افغان نوم په دوو پخوانيو سندونو لويديځ ته په پارس او ختيځ ته په هندوکې در وښود او موږ پوهېږو چې همدا وخت بودايي دين د افغانستان په ختيځ او شمال کې دودؤ بېلو ښارونو لکه بلځ، کندز، کاپيسا، هډې، لغمان او له غزني نه تر کندهاره پورې ودان وو او څرنګه چې د چين خلک هم د دين له مخې بودايان وونو ځکه به د چين بودايي زيارت کوونکي تل د زيارت او تبرک له پاره دې هېواد ته تلل له دې زيارت کوونکو څخه يو هم “هيون تسنګ” دی چې د اوومې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د اسلام له ظهورسره سم خو د عربو په لاس د افغانستان تر فتح کېدو وړاندې دې هېواد ته راغلی دی، دی د ۶۲۹ ع کال د اګست په لومړۍ نېټه له “ليانګ چو” نه را روان شو او د ۶۳۰ ع د مارچ په ۵ ”سمرقند” او په ۲۰ نېټه د افغانستان “خلم” ته راورسېدل، دی د اپريل په ۲۰ په “بلخ” او د اپريل په ۳۰ په باميانو کې ؤ او د هندوکش په له واورو ډک غره د می په لسمه نېټه “کاپيسا” ته راورسېد، د اوړي تر پايه پورې د کابل شاهانو په دې پايتخت کې پاتې شو او بيا يې خپل سفر ته داسې دوام ورکړ.

د اګست په ۱۵ لغمان ته راغی او درې ورځې يې هلته تېرې کړې، د اګست په ۲۰ ننګرهار ته راغی، دوې مياشتې هلته پاتې شو، د نومبر له لومړۍ نيټې نه د ګندهارا په نورو برخو او ددسمبر له لومړۍ نيټې نه د ګندهارا په نورو برخو او د درسمبر له اومړۍ نېټې نه د پېښور په سيمو کې ؤ، د ۶۳۱ ع د جنوري په لومړۍ نېټه د سند د سيند په کڅونو کې په سفر روان شو او د اپريل په ۱۰ نېټه ټکسيلا ته ورسېد، دی ۱۲ کاله په هند کې پاتې شو او په بېرته راستنيدو کې د ۶۴۳ ع کال د دسمبر په ۱۵ نېټه بېرته ټکسيلا ته راغی او بيايې د افغانستان لاندني ښارونه وليدل.

د دسمبر په ۲۵ نېټه د فيل په سورلۍ له اباسين نه راواوښت، د ۶۴۴ ع کال د مارچ په ۱۵ نېټه لغمان ته راورسېد او دهغه ځای له پاچا سره يوه مياشت پاتې شو، د جون په ۱۵ “فه-له-نه” يعنې “بنو” ته ورسېد، د جون په ۲۰ “و – پو-کين” او دجون په ۲۵ “ تساو-کيو-تو” (غزني) ته ولاړ، د جولای په ۵ کاپيسا، د جولای په لومړۍ نېټه اور تسپانه (کابل) د جولای په ۵ کاپيسا، د جولای په ۲۰ اندراب، د اګست په لومړۍ نېټه توخار (تخار) د ستمبر په ۸ بدخشان او د دسمبر په ۱۲ پامير ته ورسيد چې بيا له هغه ځايه يار کند او ختن ته تېر شو.

د هيون تسنګ سفر نامه د “سي-يو-کي” يعنې د لويديځو هيوادو خاطرې نومېږي او له چيني ژبې نه په انګليسي ژباړل شوې او په وارو – وارو خپره شوې ده چې د دې ارښتناک کتاب يوه برخه دهغه وخت د افغانستا د خاورې او خلکو د جغرافيايي، ديني، سياسي او اجتماعي او ضاعو په باب ډېر په زړه پورې مواد لري او کله چې دی له هند نه په راغبر ګېدو کښې “فه-له-نه” يعنې د "بنو" ولايت ته رسېږي، د " سي-يو-کي” د لومړي ټوک په ۲۵۶ مخ کې (انګليسي ژباړه) د “او-پو-کين” ( o-po-kien ) په نامه يوه سيمه د بنون او غزني تر منځ د بنو شمال لويديځ او دغزني جنوب ختيځ ته، يادوي چې تر ده وړاندي يوه بل چيني زايرفاهيان هغه د “لو-يې” يعنې “روه” ( Roh ) په نامه ياده کړې وه ( ۲ ) څېړونکو خصوصا جنرال کننګهم د هند د لرغوني جغرافيې ليکوال دا “او-پو-کين” د “اوه ګان” (افغان) له کلمې سره تطبيق کوي او وايي چې هيون تسنګ د دې خلکو ژبه هندي نه بولي خو دده په وينا يې دهند له ژبو سره لږ ورته والی درلود نو له دې نه به مطلب پښتو وي لو څرنګه چې چيني “او-پو-کين” همغه د لرغوني “اوه-ګان” هجاوې (څپې) لري نو بويه په باور ووايو چې مراد همدا افغان دی چې اوس هم د سند‍ه‍ او غزني تر مينځ د پکتيا – پکتيکا او غزني ولايتونه د افغاني اصيلو او لرغونو قبيلو استوګنځي دي، دی حتما د همدې کورمې او ګوملې په غرونو چې د “او-پو-کين” يعنې “افغان” استوګنځی و او په همدې نامه يادېده، او پکتيا ولايت ته ور او ښتی دی.

تر اسلام وړاندې د افغان د نامه په باب همدا درې لرغوني ساساني، هندي، چيني سندونه لرو او تر دې وروسته په اسلامي دوره کې د دې نامه ياد په درې او عربي کتابونو کې په مکرر ډول راځي چې ډېر زوړ ياد يې په “حدودالعلم” کې دی چې په دې کتاب کې د عبدالجبار عتبي په “تاريخ يميني” کې “افغان” د سبکتګين او د ده د کورنۍ په عصر کې په وارو – وارو ياد کړی ان چي ابن اثير په الکامل کې هغه د ابغان په زړه املاهم ليکي، ترې راوروسته مور خانو لکه فخر مدبر په اداب الحرب والشجاعه، قاضي منهاج سراج جوزجاني په طبقات ناصري، حمدالله مستوفي په تاريخ ګزېده او محمد قاسم فرشته او نوروهم “افغان” او “اوغاني” قبايل په وارو – وارو ياد کړی دي.

همدا راز د افغانستان د کلمې په باب هم ويلای شو چې دا داسې نوی نوم نه دی چې د احمدشاه ابدالي په وخت کې دې جوړ شوی وي، بلکه تر ده په پېړيو وړاندې يعنې ( ۷۰۰ ) کاله مخکې هم موجود او داستعمال وړ او موږ د سيفي هروي په تاريخ هرات کې چې د ۷۲۱ ه‍ ( ۱۳۲۱ )ع کال شا او خوا تاليف شوي وينو چې همدا د افغانستان ختيځي سيمې يې د سند تر څنډو پورې د “د افغانستان” په نامه بللې او له دې نه هيواد د غزنويانو او غوريانو د سياسي وحدت له دورنه د چنګيزيانو د تېريو له امله د تجزيې او ورانۍ په لور روان و، د افغانستان نوم هغه وخت هم موجود وخو دومره پراختيا يې نه درلوده لکه د احمدشاه بابا په وخت کې يې چې ترلاسه کړه.

د هرات دتيموريانو په وخت کې مولانا کمال الدين عبدالرزاق سمرقندي هروي چې په ۸۱۶ ه‍ ) ۱۴۱۳ ) کال په هرات کې زېږيدلی او د هرات د دربار د پوهانو، مورخانو قضا او سياست له کسانو څخه و خپل د “مطلع سعدين او مجمع بحرين” تاريخ په ۸۷۵ ه‍ ( ۱۴۷۰ ع)کال وليکه، دی هم په خپل کتاب کې افغانستان په همهغه جغرافيايي وسعت چې سيفي پېژانده و وارو – وارو يادوي چې د هرات د تيموريانو د لوی هېواد خراسان يوه برخه و او معين الدين اسفزاري هم په روضات الجنات کې افغانستان په وارو – وارو ياد کړی دی.

کله چې بابر په ۹۳۲ ه‍ ( ۱۵۲۶ )ع کال له افغانستان نه د هند په لور ولاړ او په ډيلي کې يې د هند د مغولو امپراتوري جوړه کړه نو دال بابر په اکثرو تاريخونو کې وينو چې همدا د افغانستان نوم په همهغه واړه جغرافيايي مفهوم موجود او مستعمل دی او د دې سيمې خلک تل د هند د تيموريانو او دايران د صفويانو د يرغلګرو امپراتوريو په مقابل کې د خپل ژوند او ازادۍ د ساتلو په جګړه بوخت دي – څو چې په همدې افغانستان کې ددووپېړيو د اوږده مقاومت او مقابلې په نتيجه کې د ميرويس او احمدشاهد مېړنيو قيامونو په وسيله يو ځل بيا ددې خاورې په سياسي وحدت، بيا احياء او دلوي افغانستان په جوړولو بريالي شولاو دادی موږ اوس د افغان يو زر اووه سوه کلن او دافغانستان اووه سوه کلن وياړ من نومونه د خپل ملي وحدت او تاريخي سوابقو د وياړ وړ پيل او مبداء په توګه پېژنو ( ۳

[سمول] افغان

د افغان کلمه د لرغوني افغانستان د اوسېدونکو لپاره له پخوا راهيسې دود ده . د افغان او پښتون کلمې په ډېرو ځايونو کې په مترادفه (هممانيزه) توګه کارېدلي دي . د پښتون کلمه د (پکت) او (پکتويکي) له مفاهيمو څخه اشتقاق شوې ده، (پکتوکي) يا (پکتويکي) يوولس ګونو آريايي ټبرونو نه يو ټبر دی، چې د پښتون له کلمې سره سمون لري. دغه مطلب د پروفيسور ډورن (Dorn) په آند ، د هېرودوټس په کتاب (Istorii) کې راغلی دی . او ويلي ېې دي چې اوسينی پښتون او افغان د همدغه (پکت) له کلمې نه جوړ شوی دی. د هيرودوټس (Herodotus) په ارزښتمن اثر د (ګندهارا رپوټ) کې راغلي دي چې د (کسپاتورس) ښار ، يانې (پېښور ) په دغه پکتويکي کې موقعيت لري .

پروفيسور ګارډون (Gordon) هم دا مني او تائيدوي چې، پښتانه د ( پکتيکوس)  يا (پکتويس )  له نسله دي. په لرغونو شرقي آثارو کې معمولاً د (افغان) او (پښتون) ترمېنځ کوم توپير نشته دا ځکه چې ددغه ټاټوبي اوسېدونکي ټول پښتانه (افغان) ؤ، او د دوی تر اړخ نور واړه واړه ټبرونه راټول او ځانو ته يې د افغانانو خطاب وکړ. دا په دې مانا ده چې اصل او اساس د دې کلمې له پاره هماغه آريايي د (پکت) يا (پکتويکي) ټبر موجوديت دی ، موږ د (پښتون ) او د (افغان) کلمې يو دبل څخه نه شو بېلولای ، خو دا جوته ده چې پښتنو قومونو ځانته (افغان) وئيل ، او پښتون قوم ېې د افغان په نامه پېژانده . دې خلکو خپله نظريه په دې بنسټ قايمه کړې ده چې پښتون افغان دی ، او دا لفظ د ټولو پښتنو لپاره وکارېده.  دې نامه دومره پراختيا او عموميت وموند چې د ټول پښتون قام نوم افغان وګرځېد او هغه ټول خلک د افغان په نامه مشهوره شول. افغان د پښتنو يو ملي نوم دی ، نه قومي او تاريخي د پروفيسور مورګن ستيرنه په عقيده (افغان) د دغې اصطلاح نوې بڼه او پښتون ېې کلاسيکه بڼه بولي ، او پختون (پښتون) د شمال ختيځو سيمو د اوسېدونکو د محلي ګړدود دی. دی هم د بېلي(Baily) پشان تائيدوي چې Kht خت وروستی ډياليکتيکي بڼه ده او Sht (شت) احتمالآ هم د يونان Kt نه  منل شوی دی. او په دې دليل د دغو غږونو ورته والی او يووالی ردوي، خو دا څرګنده ده چې پښتون (پختون) له (پکتيوس ) سره ګډه ريښه او ټينګه اړيکه لري هنري بېلو(Henry Bellow)، هېنري لوونتال (Henery Lowental)، اولف کارو او د آف اېنډيا سروې کتاب مولف جورج ګريرسن (George Grerson)، د هیرودوټس (پکت)، (پکتويس) او پکتويک (پکتيکا) او (پختويس) په عبارتونو کې دا الفاظ په ترتيب د نننۍ  (پختونخوا) او (پښتون) د کلمو معادل بولي، څومره چې مالومه ده د (افغان) کلمه د (اوغان) له کلمې نه معربه ده، چې د اسلام ا عربو په دوره کې د (اوغان) پر ځای د ليکوالو له خوا ليکل شوې ده . (اوغان) يا (افغان) د پښتنو د ټبر ډېر پخوانی نوم دی، چې د پکت يا پښت يا پښتون هممانيزه دي . او د پښتون د ټبر لپاره د پخوا نه استعمالېده . دا يوه پخوانۍ آريايي کبمه ده . دغه کلمه د (افغان) په بڼه هم راغلې او بيا ېې زيات شهرت او پراختيا موندلی ده . دا شهرت دومره زيات او عام شو چې ، دا نوم په دوولسمه هـ لمريزه پېړۍ کې د افغانستان د ټولو پښتنو او نورو اوسېدونکو نوم  وګرځېد . د (افغان) د لفظ په باره کې د يو شمېر څېړونکو عقيده دا ده چې دا تر ټولو د مخه د ايران  د (نقش رستم)  په هغې کتيبې کې راغلې ده چې په درېيمې زېږدي (ميلادي) پېړۍ کې د ساسانيانو د يوه واکدار ، لومړي شاه پور ، په هدايت او حکم په پارتي او يوناني ژبو ليکل شوې ده، (دشپرنګ لنګ) يا (دشپرنګ لن) په خپلې هغې مفصلې ليکنې کې چې سرليک ېې (( لومړيشاه پور د زردشت پر هديره باندې )) دی ، د دغې کتيبې د تشريحاتو په ترڅ کې يو ځای ليکي چې دی ، د دې کتيبې د (ابګان) يا (اوګان) کلمې ته معاصر (افغان) له نامه نه بل غوره معادل نه شي پيدا کولی څينې نوميالي پوهان بيا په دې عقيده دي چې د (افغان) نوم د لومړي ځل لپاره يوه لرغوني هندي منجم (وراهه ميهيرا) د (اوګان) په بڼه يد کړی دی. (اچ کرن) چې (براټ سنهتيا) ېې آن په کال ۱۳۴۸ هـ.. ل.  (۱۸۶۹ ز. ) کې په انګرېزي ژباړلی دی. د (اوګان) وی ېې د (افغان) په بڼه ليکلی دی. دا داسې مانا لري چې (کرن) بيخي باور درلود چې د (وراهه ميهيرا ) د اوګان وی د افغان سره کټ مټ يو شی دي. (جورج ګرېسن ) هم وايي چې ده وراهه میهیرا د اوګانه لفظ په ډېر ډاډ سره د (افغان) له کلمې سره يو شی ګڼل شوي دي. الکسانډر کننګهم د هند په لرغوني جغرافيه کې اوپوکين يا افغان تر سرليک لاندې يوازې يو ځل په يو لنډ عبارت کې ياد کړی دی. او د هغه موقيعت د (Fa-La-na) لمنه يعنې بنو او غزني تر مېنځ د بنو شمال لوېديځ او د غزني جنوب غرب تخ ښودلی دی، کننګهم خپله په دې باور دی چې د هيون تسنګ د اپوکين مطلب هرومرو افغان دی. ځکه د چیني ژبو په هجايي حرکاتو (سېلابونو) کې د (افغان) لفظ له دې په زياته څرګندتيا نه شي اداکېدلای . دا د افغانانو تر ټولو نه لرغونې يادونه ده . د آخوند دروېزه مخزن الاسلام کې ، هم د پښتون د کلمې ياد په کراتو شوی دی د (ابګان) او (اوګان) له پاره معاصر (افغان) پرته ، لیکونکي کومه بله غوره کلمه نه شي موندلای . نو ټولې هغه کلمې چې په لرغوني حالت شته ، د (افغان) کلمه ترې نه اشتقاق کېدای شي. که د ساساني عصر (اپګان) او (اوګان) ته اعتبار ورکړو، نو په هغه صورت کې به دا ډېر لرغونی سند وي، چې دغه نوم په کې یاد شوی او د میلادي درېيمې پېړۍ نه راوروسته د استعمال ځای لري. تر کومې اندازې چې معلومه شوې ده د(افغان) کلمه د لفظ (اوغان) نه معربه ده چې په اسلامي دوره کې د مؤرخینو له خوا د پښتنو له پاره کارول شوی ، ابو نصرمحمد عبدالجبار العتبي په تاریخ يمني کې په څرګند ډول دا لیکي چې په (افغان) کې د (اوغان) تعریب دی په اسلامي مؤرخینو کې ابو ریحان البېروني ، فردوسي طوسي ، ابوالفضل بیهقي ، منهاج السراج، او داسې نورو مؤرخینو هم د افغان نوم بيا بيا د دې خلکو (پښتنو)له پاره کارولی دی . سره له دې په اتمه هجري پېړۍ کې داسې مؤرخین هم ؤ ، چې هغه لرغونی لفظ (اوغان) ېې کارولی دی ، لکه ظفرنامه ، ملفوضات، تېموري مطلع السعدین او نور. 

سنسکرېټ په لرغونو لغاتو کې (اب ګائن) د يوداسي قوم د پاره کارول شوی دی چې موسیقي نه لري ، احتمال لري چې دا لفظ به د پښتنو لپاره استعمال شوی وي . او وروسته به هم دغه لفظ د زمانې په تېرېدو سره به په افغان اوښتی وي، مشهور چیني سېلانی هیون تسنګ هم د (نقش رستم) د کتيبې په شان د سلېمان غره په لړ کې د (اې - پې ـ ګان) په نامه د ځينو خلکو يادونې کړي . دا ټول لفظونه یعنې (اسواغان، اب ګائین، اپاکان او اې پې ګان) د لفظ افغان سره ډېره نژدېوالی لري او امکان لري چې ددې لفظونو ريښه هم د ارمني ژبې لفظ (اوغان) وي . ددې نه دا قياس او اټکل کېدای شي چې د لومړي شاه پور په منصبدارانو کې په دې لفظ (اوغان ـ ابګان ـ افغان) موسوم ځينې خلک موجود وو، او دا نوم به په اغلب ګمان دوی د خپلو غرنیزو سیمو په وجه ايښودلی وي . عبدالحی حبیبي د خلکو او عامه ذهنيتونو د روښانولو په خاطر ، او د هغوی د سیمې لارښوونې لپاره د شک او تردید د ورکولو په خاطر د (افغان) کلمه ښه راڅپړلې ، او وايي چې د (افغان) کلمه يوزرواووه سوه ۱۷۰۰ کاله لرغونتوب د تاریخي اسنادو، شواهدو، او لاسوندونو په رڼا کې لري . د افغان کلمه چې اوس د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دی او د آسيا په زړه کې تر ټولو تاریخي ، اقتصادي، او ټولنیزو شرايطو لاندې يو نه بېلېدونکی واحد جوړ کړی او يو غښتلی، لرغونی او ملي اسالت لري. د افغان نوم په تاريخ کې اوږدې ريښې لري او په همدې سيمه کې د هلمند او سندهـ د دوؤ لويو سیندونو تر مېنځ په همدې نامه ، همدې خلکو ژوند کاوه. د افغان کلمه چې تر دا اوسه پورې په عملمي اثارو کې لیدل شوې ده د هغو ټولو مېشتو وګړو نوم دی چې د تاریخ په اوږدو کې ېې په آريانا ، خوراسان، او افغانستان کې ژوند کړی دی . د افغانانو څانګې او ډلګۍ ډېرې دي ، خو دوی ټول افغانان او د واحد افغان ملت بچيان دي . موږ د اسلام نه دمخه د افغان د کلمې په باب همدا ياد شوي درې لرغوني سندونه لکه ساساني ، هندي، او چينايي لرو او لدې نه وروسته په اسلامي دوره کې ددې نامه ياد د (دري) او عربي ژبو په اثارو کې په مکرر ډول راځي چې ډېر زوړ ياد ېې په حدود العالم کې دی . چې په نهه سوه اودوه اتيا ۹۸۲ زېږيز کال کې د جوزجان د آلفريغون له کورنۍ او يا مربوطينو نه ګڼې لیکلي ېې دي . پدې کتاب کې د عبدالجبار العطبي په تاریخ يمني کې فغان د سبکتګین او دده د کورنۍ په عصر کې په وار وار ياد کړی. آن چې ابن اثیر په الکامل کې هغه د ابغان په زړه املا هم لیکلې، بيا وروسته نورو مؤرخانو لکه فخر مدبر په آداب الحرب و الشجاعه ،قاضي منهاج السراج جوزجاني په طبقات ناصري حمدالله مستفي، په تاریخ ګزیده او محمد قاسم فرشته او نورو هم افغان او اوغاني قبايل په وار وار ياد کړي دي .

آريانا دايره المعارف (پوهنغونډ)

د خوستي لیکنه

همدا مخ له "http://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86" څخه رااخيستل شوی