بودايي فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا



بودایي فلسفه هغو فلسفي څېړنو او څېړنیزو سیستمونو ته ویل کېږي چې په هند کې د بېلابېلو بودايي مکتبونو تر منځ له «پاري نیروانا» وروسته رامنځته شول او بیا په ټوله آسیا کې خپاره شول. بودايي طریقه فلسفي استدلال او تفکر سره یوځای کوي. بېلابېل بودايي دودونه د خلاصون او نجات لپاره بېلابېلې لارې چارې وړاندې کوي. بودايي متفکرانو په هند او بیا وروسته په ختیځه اسیا کې د دغو لارو چارو په اړه په تحلیلونو کې بېلابېل موضوعات لکه پدیده پېژندنه، اخلاق، کاینات پېژندنه، علم‌پوهنه، منطق او د وخت فلسفه رانغاړلي دي.[۱]

لومړنی بودایېزم د تجربي شواهدو پر اساس ولاړ و چې د حسي غړو په واسطه ترلاسه شوی و او داسې ښکاري چې بودا ځينو مشخصو میتافزيکي پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کوله، ځکه د نجات لپاره ګټورې نه وې او د لا ډېرو ګومانونو لامل کېدې. په بودايي فلسفه کې یوه ډېره تکرار شوې موضوع مفاهیمو ته عملي بڼه ورکول او له هغه وروسته د بودایي منځنۍ لارې ته بېرته راتګ دی.[۲][۳]

د بودايي فلسفې ځینې مشخص ټکي تر ډېره د بېلابېلو بودايي مکتبونو تر منځ د بحث موضوع وه. دغه بحثونه او اختلافات د «ابهیدرما» په لومړني بودایېزم او د مهایانا په سنتونو لکه پراجناپارامیتا، مادهیامکا، د بودا طبعیت او یوګاکارا کې د بېلابېلو مکتبونو د پیدايښت لامل شول.

د بودايي فلسفې تاریخي پړاوونه

اډوارد کونز د هندي بودايي فلسفې وده په درېیو پړاوونو وېشي:[۴]

  1. له فرقه‌يي بودایېزم څخه د مخکېنیو لارښوونو پړاو چې دا لارښوونې له شفاهي سنتونو څخه اخیستل شوې او سرچینه یې د ګوتاما بودا د ژوند زمانې ته ور ګرځي، همدا راز د بودايېزم په ټولو وروستیو مکتبونو کې مشترکې دي.
  2. دویم پړاو په غیر مهایانا «مکتبي» بودایېزم پورې اړوند دی، لکه څرنګه چې د ابهیدرما په متنونو کې راغلي، تر میلاد وړاندې له درېیمې پېړۍ را پیلېږي چې مکتبي بیاکتنه او په شرعي احکامو کې د شیانو ظاهري طبقه‌بندي ښيي.
  3. درېیم پړاو په مهایانا بودایېزم پورې اړوند دی چې د لومړۍ میلادي پېړۍ په وروستیو کې پیلېږي. دغه غورځنګ د بودیستاتوا پر طریقه ټینګار کوي او بېلابېل فکري مکتبونه لکه پراجناپارامیتا، مادهیماکا او یوګاکارا پکې شاملېږي.

د دغو درېیو پړاوونو بېلابېل اساسات په فلسفه او د بودایېزم د هغو بېلابېلو فرقو په نړۍ‌لید کې چې وروسته را څرګندې شوې، راغلي یا یې ډېره وده کړې ده.

فلسفي تمایل

په هند کې د فلسفې موخه تر ډېره معنوي نجات و. پیټر ډېلر سانتینا په هند کې د مډياماکا د بودايي فلسفې په اړه په خپله څېړنه کې لیکي:[۵]

تر هر څه وړاندې باید دې واقعیت ته پام وکړو چې په هند کې فلسفي سیستمونه ډېر کم نظري یا توصیفي وو. د هند نږدې ټولو لویو فلسفي سیستمونو لکه سانکیا، ادوایتاودانتا، مادیماکا او نورو د نجات یا ژغورنې لپاره پر لارو چارو وړاندې کولو تمرکز درلود. دا د دغو سیستمونو په اړه یوه ضمني انګېرنه وه چې که د دوی فلسفه په ښه ډول درک شي، ښايي بې قید و شرطه، بې کړاوه او بې محدودیته پاک حالت رامنځته شي. که دغه واقعیت ته پام ونه‌شي، لکه څرنګه چې ډېری مهال خالص توصیفي فلسفي کار ته د پام لپاره د لوېديځ رسمي فلسفې ته د تمایل په پایله کې داسې پېښېږي، د هندي او بودايي فلسفې رښتینی اهمیت به له پامه وغورځل شي.

د هندي بودايي فیلسوفانو لپاره د بودا لارښوونې د دې لپاره نه وې چې یوازې ایمان پرې راوړل شي، بلکې باید د نړۍ په منطقي تحلیلونو (پرامانا) سره ومنل شي. په لومړنيو بودايي متنونو کې راغلي چې هر شخص د بودا د لارښوونو په اړه له تفکر وروسته د هغه پیروي کوي او همدا راز زده‌کوونکی باید د نورو لارښوونو په زده‌کړه کې هم «څېړنه» او «دقت» ولري. همدا راز بودا له خپلو پیروانو تمه لرله چې د یوه لارښود په توګه ده ته په انتقادي طریقه ور نږدې شي او کړنې او خبرې یې وڅاري، لکه څرنګه چې په ویماساکا سوتا کې ویل شوي. [۶][۷]

بودا او لومړنی بودایېزم

بودا

په دې اړه علمي نظریات مختلف دي چې ایا په‌خپله بودا هم په فلسفي څېړنو کې ښکېل و که نه. بودا (تر میلاد وړاندې پنځمه پېړۍ) یو هندي شمالي سرامانا (سرګردانه زاهد) و چې لارښوونې یې په پالي نیکایاها او اګاماها او همدا راز په ځینو نورو لیکلو ټولګو کې شته او ساتل شوې دي (چې په ټول کې د لومړنیو بوايي متنونو په توګه پېژندل کېږي). د دغو متونو نېټه معلومول ګران کار دی او په دې اړه هم نظرونه بېلابېل دي چې د دغو مطالبو څومره اندازه یوازې یوه مذهبي بنسټګر ته ور ګرځي. په داسې حال کې چې د بودا د لارښوونو تمرکز د نیروانا د «خیر» تر ټولو لوړې مرتبې ته پر رسېدو دی، خو بیا هم د انسان د کړاو د سرچینې، د شخصي ماهیت او هویت او د نړۍ په اړه د پوهې ترلاسه کولو د پروسې تحلیل هم لري.[۸]

منځنۍ لار

بودا خپلې لارښوونې د (منځنۍ لارې) په نامه ونومولې. د (ډماکاکاپاواټانا سوټا) په نامه متن کې دغه نوم د دې لپاره کارول شوی چې ګواکي د ده لارښوونې د زهد د سخت‌دریځیو او بدني بندیزونو (لکه د جین او نورو زاهدو ډلو پيروان چې کوي) او د نفساني لذتونو تر منځ د یوې منځنۍ لارې لارښوونه کوي. د بودا د وخت ډېری سرامنیاینو [هغه کسان وو چې د نجات لپاره یې سخت‌دریځي کارونه کول] پر بدني بندیزونو ډېر ټینګار کاوه او له بدن څخه د ذهن د خلاصون لپاره یې د روژې نیولو په څېر عملونه کول. سره له دې بودا پر دې پوهېده چې ذهن مجسم دی او د یوه لامل له مخې له بدن سره تړلی دی، له همدې امله خوارځواکي بدن نه پرېږدي چې ذهن وروزل شي او وده وکړي. له دې امله د بودایېزم اصلي مسئله عیش او نېستي نه دي، بلکې د دې پرځای شرایطو ته د انسان ځواب دی.[۹][۱۰]

هندي مهیانا فلسفه

تر میلاد وړاندې له شاوخوا لومړۍ پېړۍ راهیسې د مهایانا  په نوم نوی متني سنت یا دود د هند په بودايي تفکر کې پیل شو چې ورو ورو یې د هند پر بودايي فلسفه تسلط پیدا کړ. بودايي فلسفې د لویو خانقاوو- پوهنتونونو لکه نالاندا او ویکراماسیلا په ودانیو کې، چې د هند په شمال کې پر ښوونیزو مرکزونو بدلې شوې، وده وکړه. د مهایانا فیلسوفانو د ابهیدرما د فلسفې پروژو ته دوام ورکړ او په ورته وخت کې یې د هغو پر نقد او څېړنه پیل وکړ او نوي مفاهیم او نظریات یې را وایستل. مهایانا د حقیقت عملي مفهوم ته ژمن و. مهایانا همدا راز د بودیساتوا هغه ارمان پراخ کړ چې په هغو کې د ټولو ژوندیو موجوداتو لپاره د مهربانۍ نظر موجود و. بودیساتوا هغه څوک دی چې غوښتل یې په سامسارا کې پاتې شي تر څو ټولو هغو موجوداتو ته ګټه ورسوي چې کړېږي. [۱۱]

د مهایانا په لویو فلسفي مکتبونو او دودونو کې پراجناپارامیتا، مادهیاماکا، تاتاګاتاګاربا، د دیګناګا د علم پوهنې مکتب، یوګاکارا، هوایان، تیانتای او د چان/زین مکتبونه شامل دي.

سرچينې

  1. Siderits, Mark. Buddhism as philosophy, 2007, p. 6
  2. David Kalupahana, Causality: The Central Philosophy of Buddhism. The University Press of Hawaii, 1975, p. 70.
  3. Kalupahana 1994.
  4. Conze, Edward. Buddhist thought in India: Three phases of Buddhist philosophy. Vol. 4. Routledge, 2013.
  5. Santina, Peter Della. Madhyamaka Schools in India: A Study of the Madhyamaka Philosophy and of the Division of the System into the Prasangika and Svatantrika Schools. 2008. p. 31
  6. Smith, Douglas; Whitaker, Justin; Reading the Buddha as a philosopher, Philosophy east and west, volume 66, April 2016, pp. 515–538, University of Hawaii Press, http://buddhism.lib.ntu.edu.tw/FULLTEXT/JR-PHIL/phil551854.pdf Archived 19 September 2016 at the Wayback Machine.
  7. Siderits, Mark. Buddhism as philosophy, 2007, p. 6
  8. Smith, Douglass, and Justin Whitaker. "Reading the Buddha as a Philosopher." Philosophy East and West 66, no. 2 (2016): pp. 515–538.
  9. Panjvani, Cyrus; Buddhism: A Philosophical Approach (2013), p. 29
  10. Swearer, Donald K. Ethics, wealth, and salvation: A study in Buddhist social ethics. Edited by Russell F. Sizemore. Columbia: University of South Carolina Press, 1990. (from the introduction)
  11. Williams, Mahayana Buddhism, Routledge, 1989, p. 2