کلبيان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سپي ډوله ژوند خوښوونكي فېلسوفانو يوه ډله

بې پروايي د لرغونې يوناني فلسفې يو مکتب فکر دی چې «سينيکس» عملې کړې. د سينيکس لپاره د ژوند موخه په غوره والي کې ژوند کول دي، د طبيعيت سره په سمون کې. خلک د استدلالي موجوداتو په توګه کولای شي، د دقيقې روزنې او په داسې طريقه ژوند کولو په مټ چې د دوی لپاره طبيعي وي، د شتمنۍ، قدرت او شهرت لپاره د هر ډول دوديزو هيلو په ردولو سره، ان علناً په څرګند ډول د دودونو پسې د ملنډو وهلو او مسخرو کولو له لارې خوښي تر لاسه کولای شي. د دې پر ځای دوی له هر ډول شتمنيو څخه خالي ساده ژوند کولای شي.

لومړی فيلسوف چې په ۴۰۰ مخزېږیديز کال کې يې د دې موضوعاتو لومړۍ ډهانچه وړاندې کړه، د سقراط شاګرد «انتيستينيس» و. له هغه وروسته «ډاييوګينيس» راغی، څوک چې د اتن په کوڅو کې د کولال په يوه کوزه کې اوسېده. ډايوګينيس بې پروايی خپل منطقي وروستي حد ته ورسوله او د يو لرغوني نمونوي شکمن فيلسوف په توګه وپېژندل شو. له هغه وروسته د تبس «کراتس» راغی، چا چې زیاته شتمني وړيا ورکړه، تر څو په اتن کې د بې وزلۍ بې پروا ژوند وکړي.[۱]

له درېيمې مخزېږديزې پېړۍ څخه وروسته بې پروايي سوکه سوکه مخ په ځوړ ولاړه، خو په لومړۍ پېړۍ کې د رومي سترواکۍ له راپورته کېدو سره بيا راژوندی شوه. بې پروا د دې سترواکۍ په ټولو ښارونو کې په تبليغ او سوالګرۍ وليدل شول او د مسيحيت په لومړيو کې دې ته ورته له زهد او تقوا ډک باورونه او ويناوې راڅرګندې شوې. تر نولسمې پېړۍ پورې، د بې پروايۍ فلسفې په منفي اړخونو د ټينګار په پايله کې د نوې بې پروايۍ پوهه منځ ته راغله چې معنا يې د انساني موخو او کارونو په اخلاص يا ښه والي له بې باوره کېدو څخه خلاصون و.[۲]

د بې پروايۍ نوم سرچینه

د « cynic» ټکی، د لرغوني يوناني ژبې له « κυνικός» (kynikos) له ټکي څخه اخستل شوی چې معنا يې ده «د سپي په څېر» او κύων (kyôn) «سپي» (له « kynos» سره يو شان). دا چې ولې شکمنو ته سپي ويل کېدل، په لرغونو وختونو کې د دې لپاره يوه تشرېح په دې ډول شوې، ځکه چې لومړي بې پروا «انتيستينيس» د اتن په «ساينو سارجس» لوبغالي کې تدريس کاوه. د « cynosarges » د ټکي معنا ده «د سپینو سپيو خای». څرګنده ده چې لومړي بې پروا ته د سپي نوم، په بې شرمانه ډول د دوديزو ادابو د ردولو او په کوڅو کې د دوی د ژوند غوره کولو د پرېکړې له امله د سپکاوي په توګه ورکړل شوی دی. په ځانګړي ډول «ډایوګنيسس» ته «سپي» ويل کېدل، يو توپير چې هغه ورڅخه خوند اخيست، نوموړي ويل چې «نور سپي په خپلو دښمنانو خولې لګوي، زه په خپلو ملګرو خولې لګوم چې خوندي يې کړم». وروسته بې پروايانو هڅه وکړه چې دا ټکی د خپلې ګټې لپاره وکاروي، لکه چې وروستيو مبصرينو روښانه کړې ده:[۳][۴][۵][۶]

څلور لاملونه شته چې ولې بې پروايانو ته دا نوم ورکړل شوی. لومړی د خپل ژوند د طريقې په اړوند د دوی د بې تفاوتۍ له امله، ځکه چې هغوی د بې تفاوتۍ يوه ډله جوړوي او د سپيو په څېر په عامه ځایونو کې خوراک او مینه کوي، ابلې پښې ګرځي او په خدنګونو او د سرکونو پر سرونو ويده کېږي. دويم لامل دا دی چې سپي يو بې شرمه ژوی دی، دوی د بې حيايۍ يو فکر جوړوي، له شرم څخه د ښکته نه، بلکې له هغې څخه د پیاوړي په توګه. درېیم لامل دا دی چې سپي يو ښه ساتونکی دی او دوی د خپلې فلسفې د اصولو ساتنه کوي، څلورم لامل دا دی چې سپي يو توپير کونکی ژوی دی چې کولای شي د ملګرو او دښمنانو تر منځ توپير وکړي. په همدې بنسټ دوی هغه خلک چې له فلسفې سره بلد دي، د ملګرو په توګه پېژني او له هغوی څخه په مهربانۍ ښه راغلاست کوي او وړتيا نه لرونکي خلک د سپيو په څېر په غپلو سره لرې کوي.[۷]

فلسفه

بې پروايي د هلينستي فلسفو له منځه يوه له تر ټولو زياته هېښونکې فلسفه ده. دا فلسفه ادعا کوي چې د بې ثباتۍ په يو پړاو کې خلکو ته د خوښۍ او له ځور څخه د خلاصون شونتيا وړاندې کوي. که څه هم بې پروايۍ هېڅکله يو رسمي اصول نه درلودل، د بې پروايۍ بنسټيز اصولو په لاندې ډول لنډيز کېدای شي:[۸][۹][۱۰][۱۱]

  • د ژوند موخه «يوډيمونيا» او ذهني روښانتيا يا روڼتيا (ἁτυφια)- په لفظي ډول «له لوږي څخه ازادي (τύφος)» ده، کوم څه چې د درواغجن باور، بې عقلۍ، حماقت او تکبر نښه ده.
  • یوډيمونيا د طبيعيت سره سم ژوند کولو له لارې تر لاسه کېدای شي، لکه چې د انساني عقل له لارې درک کېدای شي.
  • تکبر (τύφος) د ارزښت د ناسم قضاوت پايله ده، کوم چې د منفي احساساتو، غېر طبيعي هيلو او شرير شخصيت لامل ګرځي.
  • یوډيمونيا، يا انساني وده کول، پر خپل ځان بسياينې (αὐτάρκεια)، برابرۍ، مینې، له انسانيت سره د مينې، په خبرو کې تر ازادۍ او د ژوند د لوړو ژرو په اړه تر بې تفاوتۍ پورې تړلي دي (adiaphora ἁδιαφορία).[۱۲]
  • يو څوک د بې پروايۍ په عملي کولو (ἄσκησις) سره د ودې او شفافيت پر لور پرمختګونه کوي، کوم چې له يو چا سره مرسته کوي د شتمنۍ، شهرت او قدرت په څېر اغېزو څخه ازاد شي، کوم څه چې په طبيعیت کې کوم ارزښت نه لري. د دې پر ځای دوی د «پونو» ژوند ته وده ورکړه. د بې پرواهانو لپاره دې د واقعي فيزيکي کار معنا درلوده. د بېلګې په ډول د «ينوپي» «ډايوګنيس» په سوالګرۍ ژوند کاوه، نه په عادي مزدورۍ سره. په قصدي ډول د يو سخت ژوند غوره کول دي - د بېلګې په ډول په ژمي کې یواځې د نري څادر اغوستل او ابلې پښې ګرځېدل[۱۳]
  • يو بې پروا په بې شرمۍ او بې حيايۍ (Αναιδεια) عمل کوي او د ټولنې «نوموز» خرابوي؛ قوانين، دودونه او ټولنيز تړونونه، کومو ته چې خلک د درناوي په سترګه ګوري.

په همدې بنسټ يو بې پروا هېڅ شتمني نه لري او هغه د پيسو، شهرت، قدرت او نوم هر ډول دوديز ارزښتونه ردوي. له طبيعيت سره سم ژوند کول د موجوديت لپاره يواځې څرګندو اړتياوو ته اړتيا لري او يو تن کولای شي له هرې هغې اړتيا څخه په ازادېدو سره ځان ازاد کړي چې د دودونو پايله وي. بې پرواهان هرقل د خپل اتل په توګه بولي، څوک چې د بيلګه ييز «بې پروا» نښه ده. هرقل «هغه و چې سربروس، ښکاري سپي يې د مړيو له نړۍ راوست، کوم چې د سپي-سړي، ډايوګنيس د ځانګړې پاملرنې مرکز و». د لوسيان په باور، د سربروس او سينیک په يقين سره د سپي په مټ يو له بل سره تړلي دي».[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د بې پروا د ژوند طريقه د دوامدارې روزنې غوښتنه کوي، نه يواځې د پرېکړو او ذهني اغېزو د کارونو له لارې، بلکې د بدني روزنې له لارې هم:

[ډايوګينيس] به ويل چې دوه ډوله کارونه شته: يو د ذهن او بل د بدن دی؛ او دا چې دويم ډول يې په ذهن کې د کار پر مهال داسې چټکې او تېزې اغېزې پنځولي دي، لکه د نېکۍ په کار کې يې زياته اسانتيا وړاندې کړې؛ خو يو له بل پرته نيمګړی دی، ځکه چې د ښه کار لپاره روغتیا او د ذهن پیاوړتيا دواړه اړين دي، په همدې بنسټ په ذهن او بدن پورې يو شان تړلي دي.[۱۹]

هېڅ يو يې دا معنا نه لري چې بې پروا له ټولنې شاتګ کوي. په اصل کې بې پروا بايد د عوامو د بشپړې ځير کتنې لاندې ژوند وکړی او د هر ډول سپکاوي په وړاندې بې پرې پاتې شي چې شونې ده د هغوی د غېر عادي چلند زېږنده وي. ويل کېږي چې بې پرواهانو د نړۍ هيوادوالۍ اند منځ ته راوړی دی: کله چې له «ډايوګنيس» څخه وپوښتل شول چې هغه له کومه راغلی دی، نوموړي ځواب ورکړ «د نړۍ اوسېدونکی دی» (kosmopolitês).[۲۰]

تړلي موضوعگانې

  1. Laërtius & Hicks 1925, VI:23; Jerome, Adversus Jovinianum, 2.14.
  2. Dudley 1937, p. 117
  3. Kynikos, "A Greek-English Lexicon", Liddell and Scott, at Perseus
  4. Diogenes Laërtius, vi. 13. Cf. The Oxford Companion to Classical Literature, 2nd edition, p. 165.
  5. An obscure reference to "the Dog" in Aristotle's Rhetoric (3.10.1411a25) is generally agreed to be the first reference to Diogenes.
  6. Diogenes of Sinope, quoted by Stobaeus, Florilegium, iii. 13. 44.
  7. Christian August Brandis, Scholium on Aristotle's Rhetoric, quoted in Dudley 1937, p. 5
  8. Long 1996, p. 28
  9. Kidd 2005
  10. Long 1996, p. 29
  11. Navia, Luis E. Classical Cynicism: A Critical Study. p. 140.
  12. Navia, Luis E. Classical Cynicism: A Critical Study. p. 140.
  13. Adamson, Peter (2015). Philosophy in the Hellenistic and Roman Worlds (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-872802-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kidd 2005
  15. Long 1996, p. 34
  16. Orlando Patterson: Freedom. p. 186
  17. Lucian, Dialogues of the Dead, 21
  18. Diogenes Laërtius, vi. 2, 71; Dio Chrysostom, Orations, viii. 26–32; Pseudo-Lucian, Cynicus, 13; Lucian, De Morte Peregrini, 4, 33, 36.
  19. Diogenes Laërtius, vi. 70
  20. Diogenes Laërtius, vi. 63