هندي فلسفه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

هندي فلسفه د لرغونې هندي فلسفي نظريات په ټوله نړۍ کې منل شوي نظرياتو څخه شمېرل کېږي. د هندي فلسفې زياتره نظريات د هغه په ديني ډلو پورې تړلي دي. د هند پېژندونکو له څېړنو څخه دا خبره جوتېږي، چې په مخزېږيزو پېړيو ې د هندي اديانواو مذدهبونو له گروهو څخه هندي فلسفه منځته راغلې. او په همدې پېړيو کې د هند ديني گروهې له فلسفي افکارو سره گډې شوې دي. دا نظريات په پېړيو پېړيو له يوې خولې وبلې خولې ته ورلېږدېدلي دي، او له ډېرې مودې پس د هند په ديني کتآبونو کې خوندي شوې دي. د لرغوني هند فلسفه په پخوا وخت کې دويمه درجه درلوده. په لومړي سر کې د يونان راتله. چېنايانو لدې فلسفې څخه په متاثره کېدو دا هېواد د (حکمت هېواد) په نامه يادکړې. هندي فلسفه له يو اړخه هر څيز څښتن گڼي، او له بل اړخه هرڅيز په څښتن کې ويني، نو پدې ډول د هند فلسفه د نړۍ او طبيعت په پېژندلو کې له اېډياليزم او ماټريالېزم (ماده پرستۍ) څخه سرچينه اخلي. کې د زياتره هندوانو په وړاندې طبيعي نړۍ نه دا چې د ژوند، اروا او عقل د مسئلو په اوارولو د ستونزو راولاړوې کړي، بلکه په خپلو صوري مظاهرو سره دوکه ورکوونکي او له رښتياوو سره په ټکر کې دي.

هندي فلسفه دا ده چې غم له کومو وجوهو منځته راځي، د بې وسۍ او مجبورۍ سبب څه دى، ايا ځآن هم کوم مادي شې (څيز) دى يا نه، د ژوند بريدونه او بندويزونه ترکوم حده پورې دي، مرگ ولې راځي، او لدې څخه څرنگه ځآن ژغولې شو، د ځيزونو (شيانو) اصل حقيقت څه دى؟ لنډه دا چې ټوله هندي فلسفه له همداسې پوښتنو گروېږنو څخه ډگه ده. هندي مفکرين پدې خبره قائل ول، چې ژغورنې (نجات) لپاره يواځې پوهه بسيا نه کوي، بلکه لدې سره سره د عمل شتون هم اړين دى. هندي فلسفه په حقيقت کې د هند د نيمې وچې د دينونو او مذهبي ډلو دويم نوم دى، چې له بتپالنې څخه پېل کېږي، او په يووالي ته رارسېږي. هو دا بېله خبره ده چې ځينې خلک څښتن مني او ځينې يې په هستۍ گروهه لري، څوک يې انکاري دى، نو څوک يې منونکې، لنډه دا چې هندي فلسفه يوه بېکاره فکر څخه نيولې تر لوړو افکارو پورې لرونکې فلسفه ده.

د هندي فلسفي افکارو او گروهو وېش

علامه محمد نادر ايوبي کندهارې د عمومي فلسفې په اړه خپل ليکلي اثر (فلسفه) کې د هند فلسفي افکار او گروهې د فلسفي وېش له مخې په دوه ډلو وېشلي چې په لاندې ډول يې بيانوي:

د لرغوني هندوانو د فلسفي افکارو او عقيدو په ارته ورشو کې فلسفه په لومړي سر کې پر دوو لويو ډلو وېشل کېږي:

ناستيکا او استيکا

  • ناستيکا: د هندوانو د (اوپنېشاد) په کتاب کې، چې د شاجهان باچا د زوى محمد دار الشکوه له لورې د سانسکرېتي ژبې څخه وپاړسي ژبې ته ژباړل شوې، د لغت ليک په برخه کې د (ناستيکا) لغت د کافر، بې دينه او ملحد چې له څښتن تعالى څخه انکار کوي، په مانا راغلې دى. ددې لارې نامتو ښوونځي د (بوديزم)، جېنيزم او چارواک څخه عبارت دي.

ناستيکا چې لغوي مانا يې (نشته) ده، د هغو فلسفي او مذدهبي نظرياتو څخه عبارت دي، چې د هند لرغوني گروهې، چې پر (وېداگانو) يانې مذهبي سرودونو ولاړې دي، نه مني او ورڅخه انکار کوي.

  • استيکا: ددې ويي لغويمانا (شته) ده، استيکا د ناستيکا پرخلافد برهمن دين ټولې گروهې، چې بنست يې په وېداگانو ولاړ دى، او شپړ فلسفي ډلې (دارشانا) دي، مني.

په هندي فلسفه کې يو سپېڅلې نوم چې (برهما ) نومېږي، د فکري بشپړتيا او لوړتيا کې پوره لاس لري، ددې فلسفې له مخې د (برهما) قوت زموږ د وجود په تل کې کرل شوې، او په هر گړۍ کې د انسان د خدمت لپاره تيارسې وي، خو هغه پدې شرذ چې موږ ورڅخه ځان په بشپړ ډو خبر کړو. او هغه داسې چې لدې درې لورو څخه ځان ورنږدې کړو:

  1. د پوهې له لارې
  2. د احساساتو له لارې
  3. د عمل او کړنې له لارې.

هندي مفکرين د وجود پټو (اسرارو) ته د رسېدو لپاره په يوه بې سره او بې پايه ډکر کې ډېر اوږده واټنونه وهلي. پدې ډگر چې لومړې پل (قدم) کېږدي، هغه رياضت، د دونيوي مزاياؤ شاته غورځول، د رزيلو ځآنگړتياؤ جرړې ويستل، ترڅو وکولاى شي پدې توگه د تيارو لدې گرداب څخه ځآن وباسي، او د روښنايۍ نړۍ ته ځآن ورسوي. هندي فلسفه د اروا او مادى ترمنځ د يو ډېر لوى توپير خبره کوي، او همدا توپير د هندي فلسفې له مهمو ځانگړتياوو څخه دي، چې په خپل فلفيي فکر کې د اروا لپاره په يوه ځانگړي ځاى قائله ده. هغه ستر توپير چې د اروا او مادې ترمنځ دى، په سانکي فلسفه کې، چې وروسته به بيان شي، په ښه ډول تشرېح شوې.

په هندي فلسفه کې انسان يواځينې روحاني وجود دى، چې د خپلې اروا په روزلو سره کولې شي، لدې نړۍ څخه وراخوا (ماوراى طبيعت) ليدنه وکړي، هغه څوک چې د نړۍ وراخوا څخه ليدنه وکړي، لپاره تېره زمانه، حال او راتلونکې نشته، هغه دې نړۍ ته د تلپاتې شي په سترگه گوري، د هغه لپاره رون او سبا هم شتون نلري.

د يوه هندو مومن لپاره دا اړينه ده ترڅو د هندويزم د قانون يو بنسټيز شرط ومن، او هغه په وېداگانو چې هغه د خپل ايمان پېل او پاى وگڼي، گروهه ده. پدې ډول د وېدا څلور کتابونه د دوه شرحو او دوه تفسيرونو سره چې يو يې (براهمني) او بل يې (اوپنېشادونه) دي، د هندو دين او فلسفې بنسټيز توکي دي.

د عام هندو (ارتودوکس) فلسفه د ۱۰۰۰ کلونو (له ۵۰۰م ز څڅه تر ۵۰۰ز) کلونو پورې وخت کې راجوړه شوې، چې بيا ۱۰۰۰ کاله نور پدې ولږېدل، ترڅو دا فلسفي نظريات تصفيه شي، سم او منظم شکل ترلاسه کړي، که څۀ هم د هند د فلسفي ډلو تداد ډېر زيات دى، مگر خپله هندي مفکرينو دا ډلې په شپږو ښوونځيو کې راټولې کړي دي. پدې ډول ددې ښوونځيو دننه فلسفي سېسټم کې د پينځو نورو ښونځيو سره اختلاف ښکاري.