پراگماتيزم

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

پراگماتيزم یو فلسفي ښوونځي دی.

د امريكايي فلسفې په اړه د اسلام دريځ

د نني غربي، سياسي واكداران، د مصلحتونو او منفعتونو خبرې ډېرې اړوي رااړوي، چې په حقيقت كې ددې ترشا كوم سپېڅلى ارزښت او معنوي ملاتړ نشته. خبره ټوله د ماده پالنې او شخصي مصلحت او منفعت ده. انسان من حيث الانسان بايد د شخصي گټو پر ځاى ټولنيزې گټې په پام كې ونېسي، خو دا چې اوس خبره ټوله ترخپل ځان پورې تړل شوې ده څه لامل خامخا كېداى شي، په امريكا كې يې پراگماتي فلسفه ستر لامل دى چې امريكايان ترې په مستقيم او شعوري توگه او نوره نړۍ ترې په غېر مستقيمه خو ځينې په شعوري او ځينې په غېر شعوري توگه اغيزمن شوي. ددې فلسفې پلويان تر اوسه ددې كليمې په پوره روښانولو او تشرېح ندي بريالي شوي خو عربانو ورته د دوي د كړنو په بنياد (النفعيه) نوم غوره كړې. دا فلسفه د نړۍ تر ټولو وروستۍ فلسفه ده چې د نولسمې پېړۍ په آخر او د شلمې پېړۍ په سر كې پېدا شوه، چې لومړى په امريكا كې ډېره مشهوره شوه او بيا يې د نورې نړۍ فكري مكتبونه هم تر اغيز لاندې راوستل چې آن اسلامي نړۍ هم ترې پاتې نشوه. پوښتنه دا ده چې اسلام د گټې (نفعې) په اړه څه دريځ لري په ځانگړي توگه هغه گټه كومې ته چې ددې فلسفې پلويان قايل دي؟ نو ښكاره خبره ده چې اسلام د بشريت د خېر ښېگڼې يا منفعت مانع نه گرځي البته ددې منفعت څخه مونږ هغه اخلو د كومې چې وسيله او غايه دواړه سپېڅلي دي او د ټول بشريت گډ منفعت وي پاتې شو هغه منفعت چې پراگماتيان يې غواړي، د همدې په اړه زموږ ليكنه د تفصيل غېږې ته لوېدلې، خو لومړى به ددې فلسفې پر تاريخ يو ځغلنده نظر واچوو:

په منځنيو پېړيو كې د افكارو، نظرياتو او فلسفو سرمشري دين كوله، چې د كليسا او بابا په شكل ېې په ټولنه كې ځان ښكاره كړې ؤ. كليسا داسې بادشاهي وكړه، چې د (الف) څخه نيولې تر (ى) پورې ټول حقوق يې ځانته وركړي وو. پدې دليل چې بابا د خداى (ج) سره په مستقيم تماس كې دي، كه څوك بخښي، هم د بابا په واسطه به يې بخښي او كه څوك تعذيبوي نو هم د همده په واسطه به يې كوي. هېچا نشو كولې چې داسې نظريه وړاندې كړي چې د كليسا او د بابا د تعليماتو او لارښوونو په ضد، خلاف يا لږ تر لږه ورسره په ټكر كې وي. دداسې نظرياتو وړاندې كوونكي د اور خوراك كېدل او يا هم په دار ځړېدل، لنډه دا چې د اتلسمې پېړۍ تر نيمايي پورې كليسا د وحشت او ظلم څخه ډكه واكمني وكړه، چې د ژوند ټول اختيارات يې پكې ځانته وركړې ؤ. د انجيل د اصولو تفسير به يواځې د كليسا غړو كولې شو، بل چا هېڅ حق نه درلود چې د كليسا د اجازې پرته د انجيل نصوص تفسير كړي، كله چې د كليسا يو فعال غړي (مارتن لوتر) د باباگانو سره مخالفت پېل كړ او د كليسا په كارونو كې يې د اصلاحاتو د راوستلو تحريك پېل كړ، نو د كليسا پر خلاف د بغاوتونو لړۍ پېل شوه. د مارتن لوثر مخالفت د بغاوتونو مقدمه وه، چې ددې په سلسله كې كليسا ماته شوه او د اتلسمې پېړۍ د نيمايي څخه وروسته نوې دوره پېل شوه، چې د (روښنايئ) تنوير پېړۍ ونومول شوه، چې د دې پېړۍ سرمشري او سيادت عقل او علم كولو. دې پېړۍ كې د كليسا ډار نه ؤ، هرچا په ښكاره ډول د كليسا او بابا خرافات ردول او د تجريبي علم، معرفت او عقل پلوي يې ښكاره كوله، له همدې ځايه د كليسا پر خلاف د نفرت خورولو كار پېل شو. چې په نتيجه كې يې كليسا د ظلم او وحشت اساس او سرچينه وگرځول شوه. دې نفرت خورولو ته دومره كار وشو چې په هرځاى كې هر دين د يو نوع ټكنيتوب سره مخامخ شو ان تردې چې د اسلام په څېر حقاني دين هم ترېنه خلاص نشو. كه څه هم اسلام د نورو اديانو په څېر خپل حقانيت دلاسه ندې وركړې، خو بيا هم ځينې ړانده عقلانيان يې پر خلاف ډېر سخت كار كوي او ددې خلكو زيات برياليتوب په هغو ټولنو كې وي، چېرې چې اسلامي تعليمات كمزورې وركړل شوي وي او د خلكو اسلامي روحيات هم ډېر قوي نه وي. ددې افكارو ځلوونكي او پرمخ بيوونكي فرانسوي او الماني فلسفيان وو، چې تر ډېره بريده پكې بريالي شول. دوي غوښتل چې د دين ريښې له ټولنو وباسي او دارنگه هغه افكار چې كليسا وړاندې كړي، د يوه قوي استدلال په ترڅ كې رد كړي. دوي ډېره خواري پدې هم وكړه چې دين د عقل تابع وگرځوي، چې په ځينې ځايونو كې دا غورځنگ هم بريالې وچلېده.

نولسمې پېړۍ د ختمېدو سره د روښنايئ (تنوير) پېړۍ پاى ته ورسېده، چې په (نوي پېړۍ) ونومول شوه. دې پېړۍ كې غربي فلسفيانو دا كوښښ كاوه چې د نوي پېړۍ سره، نوى فكر پېدا كړي، داسې فكر چې د نورو فكري مكتبونو سرمشري او سيادت وكړي، ددې غور او سوچ په نتيجه كې ډېرې فلسفې او نظريې منځته راغلې چې په ټولو بحث نشو كولې، خو آخر يې پراگماتيزم ته را ورسېد او همدې فلسفي تر اوسه په نړۍ كې د افكارو زمامداري نيولۍ (د غربي افكارو).

د پراگماتيزم بنسټونه

د غربي افكارو او فلسفو سفر وهونكي تراوسه په امريكه كې تم دي او ټولو خپل فكري قوت ورته تسليم كړې . پدې مانا چې اوس نورې فلسفې زړې نسخې بلل شوي څوك يې پاڼه هم نه اړوي. او زور ټول د پراگماتيزم سره دى، چې په امريكا كې ترټولو مشهوره فلسفه ده او د امريكايانو په خوله همدې فلسفې د امريكا ژوند بدل كړ او يوه نوې ساه يې وركړه. دې فلسفې د امريكا په مادي پرمختگ كې د امريكايانو لپاره مثبت خو پاروونكې پايلې ولرلې او دا ځكه، چې دوي د خپل منفعت لپاره د نورو په ككريو، ديني معتقداتو او مقدساتو خپې كېښودې او په زړو يې ورته د غم څپې په مستۍ راوستې. پراگماتيان پدې باور دي چې زموږ خدى هغه دى، چې زموږ گټه پكې وي، پاتې شو هغه خداى چې دا نور يې وايي، د منلو وړ ندې، ځكه چې هغه موږ ته څه ښكاره گټه نه راكوي، د دوي اصل خبره په ماديت كې ده، ماده د دوي خداى دى. دوي داسې بېړنۍ مادي گټۀ غواړي چې په خپلو سترگو يې وويني، دوي پدې اند دي كه بيا هم د چا چاره په همغه غيبي خداى كېږي، نو ودې مني، ځكه چې مشكل يې ورسره حل كېږي او كه مشكل يې په كوم بل خداى حل كېږي، هغه دې پرېږدي دا دې ومني، لنډه داچې دوي وايي: ځانته گټۀ وكړه كه په هره لاره وي، گټه كول يو سپېڅلې هدف دى، ددې لپاره چې هره وسيله په كار واچوې سپېڅلې كېږي.

ددې خبرې ښكاره او ژوندۍ بېلگې موږ گورو، چې امريكايانو د خپلو مادي گټو لپاره څه ونه كړل؟ هرڅه يې وكړل د دوي په اند دوي خپل فرض پوره كړي، دوي له چا سره ظلم ندې كړې، په هر صورت پراگماتيزم اوس يو فكري حركت دى، چې په ډېرو برخو لكه اقتصاد، سياست، بربنډ ثقافت او ورسره د دين په كمزوري كولو كې يې ځانگړى پرمختگونه كړيدي. دا فكر په هغه غونډه كې رابرسېره شو چې په كال ۱۸۷۰ زېږديز د كېمبرج په ښار (Metaphiscal club) كې دائره شوې وه دا موضوع پدې غونډۀ كې د (charles sanders Peirs) چارلس سېنډروپېرس لخوا وړاندې شوه، د يوې اوږدې مناقشې څخه وروسته د يو فكري اصل په توگه ومنل شوه چې بيا د پېريس بل ملگري (Wilam James) وليم جېمز پكې د يوڅو نورو مشرانو په شمول څه تعديلات وكړل او دارنگه يې څه پراختيا هم وركړه. پټه دې نه وي چې په دې موضوع بحث كولو څو لاملونه درلودل.

  1. - د پوهې اهميت او د علمي مېتود رواج، چې پدې پېړيو كې يې د مېتودونو مخكښي كوله.
  2. - په همدې پېړيو كې د تجريبي پديدې قوت او سيادت.
  3. - د داروين د نظريې وجود او په امريكا كې د هغې مقبوليت.
  4. - په امريكا كې د ډېموكراسۍ مقبوليت.

پورتني لاملونه وه چې امريكايي پوهان يې مجبور كړل چې پدې موضوع بحث وكړى، خو ځينې خلك بيا پدې اند دي چې پراگماتيزم خالصه امريكايي فلسفه نده، ځكه چې امريكا ځينې محصلين ددې لپاره اروپا ته ولېږل چې يو نوې فكر ځان سره راوړي همغه و چې پېرس او وليم جېمز سره د انډيوالانو پدې وتوانېدل چې داسې يو فكر منځته راوړي لكه جون ديوي چې وايي: پېرس د كانت څخه ډېر متاثره ؤ، نو پدې كې به يې له هغه خامخا گټه ترلاسه كړې وي او بل هغه دا فكر له نورو اروپايي هېوادو څخه راوړې، د هغه خپل فكر نه ؤ.

پراگماتيزم كې د اخلاقو ارزښت

پراگماتيزم اخلاقو ته په يو ثابت ارزښت نه گوري، بلكه د عامه راى او يا د ټولنې تابع يې بولي د بېلگې په توگه د همدې فلسفې دوهم پلار وليم جېمز وايي: اخلاق هغه عملي جوړجاړتيا ده چې بايد د زمانې تابع او بدلون منلو ته تيار وي، ددې د تغيير او ثبات فېصلې به دعامه رايو په قانون كېږي، په همدې بنا كه چېرې فضائل او رزائل د عامه راى په معيار بې توپيره بې توپيره ومنل شي، بايد اخلاقي ونه گڼل شي. په همدې نظر ددې فلسفې ورستې معتقد جون ديوي هم دى. ددې بلعكس اسلام اخلاق يو ثابت او غير متغير ارزښت بولي، مثلا رښتيا ويل په هر وخت كې يو ښه صفت دى، او د ثواب گټلو سبب گرځي دارنگه دروغ ويل بدي ده او په هر وخت كې د عذاب گټلو موجب گرځي.

د دين په اړه د پراگماتيزم دريځ

په عامه توگه ټول غربي مذهبونه د دين په اړه ښه موقف نه لري خو پراگماتيزم د نورو څخه په طرز كې جلا برېښي. پراگماتيان وايي: كه دين دې په ژوند ښۀ اغيز ولري او متدين كېدل دې د هر راز ستونزو حل وي نو متدين شه او كه نه وي نو دا دي بيا هېځ اهميت نه لري خو دا لكه څنگه چې ښكارېږي د دين په اړه يو ښه او مثبت موقف نشو بللې. ولېم جېمز يو وار بيا هغه متدين انسان چې په غيبياتو ايمان لري د يو ړانده سړي سره مشابه كوي چې په توره شپه، په كوټۀ كې د تورې پيشو لټون كوي او هغه پېشو اصلا په كوټۀ كې وجود نه لري، خو بيا هم د دين په اړه د پراگماتيزم دريځ موږ له هغه قراره تر ډېر ښه جوتېږي كوم چې په كال ۱۹۳۲ زېږيز په امريكا كې د جون ديوي لخوا د ديني معتقداتو پر خلاف د عكس العمل ښكاره كولو پر وخت صادر شو.

  1. - جهان يا نړۍ مخلوق ندى، بلكه پخپله پېدا شوې دى.
  2. - انسان د طبيعيت جزء او د طبعيت د همېشنيو كړنو پايله ده.
  3. - عقل او بدن په يوبل كې حل دي، نو انساني حواس چې ژوند ته په كوم نظر گوري هغه رښتينې نظر دى.
  4. - دانسان ديني ثقافت بې لدې چې د يو تدريجي پرمختگ نتيجه شي، چې د انسان او طبيعي ټولنې د تفاعل څخه زېږېدلې بل هېڅ شې ندى.
  5. - كومو زمانو كې چې خلكو په الله او دين ايمان درلود، ډېرې وروسته پاتې او له وحشته ډكې وې.
  6. - د انساني شخصيت څېړنه د انسان تر ټولو ستره موخه ده.
  7. - ديني ننگونې مازې شخصي جذبات او احساسات دي، تر شا يې كوم لوړوالې او سپېڅلتيا نشته.
  8. - داسې تړون هېېڅ وجود نلري چې انسان د يو داسې چا سره وتړي چې د طبعيت څخه لوړ وي.

له پورتني قرار څخه د دين په اړه د پراگماتيزم دريځ ډېر ښه جوتېږي. اوس چې كوم حكومتونه په خپلو ټولنو كې د دين او اخلاقي قوت د پرزونې كوښښ كوي، دوي په مستقيم او شعوري توگه ددې فلسفې خدمت كوي او ورته پوره ژمن دي. دوي په همدې هڅو كې دي چې له وحشته ووځي خو بيا هم پداسې وحشت كې لوېږي چې د راوتو په چل يې نه پوهېږي.

د پراگماتيزم په اړه د اسلام دريځ

غربي فلسفيانو كوښښ وكړ چې د خپلو ځآنونو لپاره داسې لاره راوباسي چې دوي پرې د خېر او امن په گدۍ كښېني او لكه څنگه چې د هغوي ذهنونه او كړنې معصومې نه وي، او د وحې سره يې هم څه اړيكي نه وي نو همغه شو چې كړنلاره يې د الهي حكمت څخه خالي او د وخت د مادي غوښتنو سره سم پكې د بدلون او تغير سره عادي شول.

خوددې په خلاف كه اسلامي تعليماتو ته ځير شو ، نو گورو چې ثابت اصول نه بدلېدونكي قوانين او په خلاف موقف يې ټينگ امامان او علماء لري. داسلام له پېله فضائل، فضائل او رزائل، رزائل دي. اسلام په هر وخت كې د انسان د خېر او منفعت لپاره كار كوي خو تر ډېره د هغه خوشالۍ ته نه گوري د شخصي گټي په خاطر د بل انسان يا ټولنې په حق خپې اېښودل روا نه گڼي بلكه لارښوونه كوي چې د خپل خېر سره به د بل خېر هم غواړې. اسلامي شريعت پينځه مقاصد لري چې د انسان لپاره پكې ټوله ښېگڼه ځاى شوې:

  • ۱- د نفس ساتل. ۲- د دين ساتل. ۳- د عقل ساتل.۴- د انساني ناموس اونسل ساتل.۵- د مال ساتل.

۱- د نفس ساتل: ددې لپاره اسلامي شريعت د قصاص حكم راويستلې چې له وړو زخمونو راواخله ترمرگه پورې تطبيقېږي. پدې سره د انساني نفس پوره ساتنه كېږي. كه يو څوك بل انسان بې گناه ووژني داسلامي شريعت له مخې قاتل بايد قصاص شي ترڅو ده لپاره زجر او د نورو لپاره د عبرت سبب وگرځي. ۲- د دين ساتل دوهم مقصد دى چې د پينځو اركانو په اداء كولو سره، عملى كېږي او ساتنه يې په جهاد كېږي، په حقيقت كې وروستي ټول مقاصد له همدې اصل څخه راوتې همدا دين دى چې د انسان د خېر ښېگڼې لپاره كار كوي.

۳-د عقل ساتل: ددې لپاره اسلام شراب او نور عقل وژونكي او تخريبوونكي مخدرات حرام كړي ترڅو انساني عقل سالم پاتې شي او نور انسانان يې له شر څخه وژغورل شي . د شرابيانو او مخدراتو د استعمالوونكو وحشتي كيسې له چا څخه پټې ندي. ۴- دانساني نسل او ناموس ساتل: ددې لپاره اسلامي شريعت زنا او قذف (تومت) حرام كړي او دارنگه يې د نسل زياتولو لپاره د نكاح لاره غوره كړې ترڅو د ښځې بلكه دانسان حرمت وساتل شي او د سپېڅلو اړيكو له لارې انساني نسل زيات شي. ۵- د مال ساتنه: ددې لپاره يې دپېرلو او پېرودلو معاملات غوره كړي او د هر قسم غلطې استفادې څخه يې انسان منعه كړې لكه: غلا، سود او د نورو مال خوړل او داسې د نورو په گټو خپله گټه مقدمه گڼل او داسې يې هر محرم ته خپله سزا ټاكلې.

له پورتنيو مقاصدو څخه د اسلام اوچتوالې او انسان ته ترې خېر رسونه او منفعت په ډېره ښه توگه جوتېږي پدې موضوع ډېر بحث كېداى شي، خو اوس ترې تېرېږو چې موضوع اوږدېږي.

خپله ليكنه په لاندينيو جملو راټولوم

اسلام د ټول بشريت د خېر ښېگڼې دين دى. اسلام د ټول انسانيت د مصلحت او منفعت لپاره راغلې دى، هغه مصلحت چې په نورو هېڅ ظلم او ستم نه مني هغه منفعت چې د قربانۍ او محبت پر بنسټ ولاړ وي. هغه مصلحت چې وسيله او غايه يې دواړه سپېڅلي وي. اسلام د هغه پراگماتي منفعت پر خلاف دى چې پكې د خلكو په ككريو، ديني معتقداتو او مقدساتو خپې كېښودل كېږي او د دې بېړنۍ گټې لپاره له هرې مردارې وسيلې كار اخيستل كېږي. اسلام هغه څۀ غواړي چې هم منفعت وي او هم د انساني وينو دحرمت او كرامت ساتنه .


سرچينې

د فلسفې بلاگ