انارشيزم
انارشيزم د وړې بورژوازي هغه ارتجاعي نظر ته وايي چې هر ډول دولتي قدرت او حاکميت ردوي او په مقابل کې ګډوډي او بې نظمي تاييدوي.
انارشي دغه لغت د يوناني ژبې له اناركيا Anarchia نه اخيستل شوى دى، معنا يې د يوې ټاكلې، مثبتې او فعالې رهبرۍ او حکومت نشتوالى دى او په حقيقت كې انارشيزم د انډيويډواليزم ډير افراطي شكل دى. انارشيزم د يو مكتب په حيث تقريباً ۱۵۰ كاله د مخه په اروپا كې منځ ته راغى. له سترو پلويانو څخه يې ״باګونين״ (۱۸۱۴. ۱۸۷۶) چې د ۱۸۴۵ نه تر ۱۸۷۶ پورې د اروپا د كمونستو انارشستانو رهبر ؤ، ״پرودون״، ״باتكين״ او نور دي. همدارنګه ״ليوتولستوى״ (۱۸۳۸. ۱۹۱۵) روسي ليكوال هم مذهبي انارشيست ؤ. انارشيزم په يوه ټولنه كې د ټولو ملي مترقي عناصرو ضد واقع كېږي. انارشيستان په هر ډول اجتماعي شرايطو كې د دولت وجود او حزبي مشې ردوي. دوى سره له دې چې د دولت وجود نه مني. د هر ډول اجتماعي او ديني سازمان ضد هم دي. دوى په دې باندې چې انسان ازاد دى، د هر ډول ګډ عمل اتحاد او د ملي مترقي نهضتونو د پراختيا او پياوړتيا ضد واقع كېږي او انفرادي عمل ته ترجيح وركوي. دغه ډول يو جريان چې په ملت كې د ملي مترقي نهضتونو ضد واقع شي، نو هغه جريان د آزادي بخښونكو غورځنګونو د يووالي مخه نيسي. دغه جريان زيار باسي چې په خلكو كې ځان ځاني راولي او د وطنپالو ملي مترقي عناصرو ترمنځ بې اتفاقي واچوي. انارشيستان د دولتونو قوانين د تعرض او تيريو منشاء ګڼي او د دولت پر ځاى د داؤطلبانه همكارۍ غوښتونكي دي. ځينې وايي چې لكه څنګه چې پسې مشهوره ده، انارشيستان بې نظمه ټولنه نه غواړي او د يوه داسې نظام په لټه كې دي چې ازاد وي. انارشيستان انسانان اساساً او ذاتاً اجتماعي بولي. دوى وايي چې زموږ هدف په يو بې قانونه او بې دولته ټولنه كې ژوند كول دي. د دوى په عقيده،يوه ازاده او بې اجباره ټولنه كې به اقتصاد پرمخ ولاړ شي او هغه څه چې نن يې دولت په زور سرته رسوي، په داؤطلبانه شكل به هغه ښه ترسره شي. انارشيستان په عمومي ډول درې ډلې دي:
- تحول غوښتونكي انارشيستان
- كمونست انارشيستان
- انډيويډواليست انارشيستان
انارشيستان ټول د دولت په نه موجوديت كې سره متفق دي. كه څه هم په ډيموكراسۍ معتقد دولت وي. دوى ديموكراسي د اكثريت استبداد ګڼي. د انارشيستانو بين المللي كنګره په (۱۸۷۷. او ۱۹۵۷) كال كې جوړه شوه، خو دوى هيڅكله د ځان له پاره د دايمي تشكيلاتو خاوندان نه شول.
|
|
|---|
|
انارشيزم · مسیحي ولسواکي · کمونیزم · Communitarianism · محافظه کاري · فاشيزم · فېمينيزم · زرغون سیاست · اسلامي سیاست · لېبراليزم · Libertarianism · ولسپالنه · ټولنیزه ولسواکي · ټولنپالنه · Utilitarianism |
|
|
||||||||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
| لوېديځه فلسفه · ختيځه فلسفه | ||||||||||||
| تاريخ |
|
|||||||||||
| لړليکونه | بهر لیکه · ليکلړ · ښونځي · وييپانګه · فيلسوفان · خوځښتونه · خپرونې | |||||||||||
| څانګې |
|
|||||||||||
| د فکر ښوونځي |
افريکانا · انارشيزم · ارستوتليزم · Averroism · ابن سينيزم · کلاسيک لېبراليزم · کره کتنیزه تیوري · Cynicism · Deconstructionism · ډئيزم · Deontology · Dialectical materialism · Dualism · Egoism · اپیکوریزم · Epiphenomenalism · Existentialism · فېمينيزم · Functionalism · Hedonism · Hegelianism · هرمنېټېکس · هيومانيزم · آندپوهنه · کانتيزم · کيوټو مکتب · قانوني مثبتيت · منطقي مثبتيت · مارکسيزم · مټرياليزم · موډرنيزم · مونيزم · نېچراليزم · نيوپلاټونيزم · نوي فيلسوفان · Nihilism · Ordinary ژبه · Particularism · Peripatetic · ځليزپوهنه · Platonism · Posthumanism · Postmodernism · Post-structuralism · پراګماتيزم · Presocratic · Process · ساشننه · Solipsism · رياليزم · نسبيت · Scholasticism · Skepticism · Stoicism · Structuralism · Thomism · Utilitarianism · more... | |||||||||||
| تانبه · وېشنيزه · ويکي پروژه · بدلونونه | ||||||||||||