لېبراليزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لېبراليزم (liberalism) لاتېني كلېمه ده. له (liber) څخه اخيستل شوې، چې د فردي اصالت او فردي خپلواكۍ په مانا ده. او په اصطلاحي تعريف يې لېبرالستانو داسې كړې دى. لېبر پر دې باندې گروهه لرل چې انسان ته نړۍ ته خپلواك راغلې دى او په مطلق ډول ټولواك دى، څه چې وغواړي په خپله خوښۀ ازاد ژوند وكړي. هېڅوك او هېڅ طاقت هم دا حق نلري چې دكوم قانون په ذريعه د فرد ازادي سلب، غصب يا محدوده كړي. دا د فرد حق دى، چې له هرې لارې وغواړي دولت وگټي، او هر ډول سياسي نظام وغواړي ځان ته يې غوره كړي، او هرډول چې وغواړي گروهه او فكر ولري. مطذلبّ دا چې فرد مطلق خپلواك پېدا شوې دى او بايد په كړو، وړو كې او په ژوند كولو، ناسته پاسته، ولاړه كې او غۍ مفكورې او مكتب ته لبرالېزم او ددغه فكر خاوندانو ته لېبرالستان وېل كېږي.

تاريخ

لېبرالېزم په اتلسمه پېړۍ كې يانې له نن څخه دوه سوه شپږويشت كالهدمخه په ۱۷۷۶ز كال دغه مفكوره منځته راغلې ده، چې په همدې اساس د (Humanism) انسان پرستي او (Liberalism) لېبرالېزم يانې مطلقه فردي خپلواكي دواړه په يوه موده او يو تاريخ كې منځته رغلي دي، او په يو وخت كې دواړو د دين، اخلاقو او بشري كرامت په خلاف او اجتماعي فساد په خپرولو پېل كړې دى. او د فردي حقيقي ازادى د تعحقق لپاهر يې له دين څخه په هراړخيزه توگه د بېزارتيا اصل وض غ كړ او همغه شرط يې د حقيقي خپلواكۍ لپاره اړين وگاڼه. لكه چې د لېبًراليزم د مفكورې يو مخكښ (Zepalsachtch) ژېپال ساختخ اعلان كړې ؤ او په هغه كې يې وېلي دي چې: انسان ترهغه پورې خپلواكي ترلاسه كولاى نشي، ترڅو پورې چې د څښتن تعالى له منلو، مذهب او اخلاقو څخه بېزارتيا په ډاگه اعلان نكړي، او د انسان الوهيت (Divinity) او سپېڅلتيا (Holiness) د ړه له كومې ونه مني.

بنسټ اېښودنكي او د تبارز لومړۍ سيمه

د لېبرالېزم لومړۍ بنسټ اېښودونكې د انگلستان د اتلسمې پېړۍ نامتو بې دينه فلسفي جرمي بنتهام هيوم دى. او ددغه فلسفي مكتب د تبارز لومړۍ سيمه د نړۍ د فحشا او فجاېعو له گردو څخه لوى بشردښمنه ښكېلاكي هېواد برتانيه دى، چې بيا په نولسمه پېړۍ كې ځينې نور فلسفيانو او هم د لوېديځ بې دينه فلسفيانو لكه: جېمزمېل، جان اسټوراټمل (John Stuart Mill) (۱۸۰۶ز پېدا، ۱۸۷۳ز مړ) انگلېسي، توماس هېل گرين هم د لېبراليزم مخكښان وو. او هم د لېبرالېزم لمن له انگلستان څخه بهر ته هم وغځول شوه. په فرانسه او المان كې يې تود هركلې وشو. تردې چې كله په ۱۷۸۹ز كال په فرانسه كې ناپليون بوناپارټ اووښتون راغې، نو په په ۱۷۹۹ز د فرانسې په پلازمېنه كې درې سوه ښځو بربنډ لاريون وكړ او د ښار په گردو بازارونو كې وگرځېدى او دا شعار يې وركاوه چې: ((موږ د نړۍ له مېندو څخه دغسې بربنډې او لغړې راغلې يو او همداسې بربنډې به ژوند كوو.)) دا هغه ښځې وى چې د لېبراليزم د مفكورې او مكتب غيتوب يې لاره اوپه عملي توگه يې لېبراليزم او فدي خپلواكي پر خپلو ځآنونو تطبيق كړه او په خپل لاريون سره يې نه يوازې د فرانسوي ملت د ښځو له ځانونو سره د ملتيا هاند وكړ، بلكه په گرده اروپا كې يې د لېبراليزم تحريك په حېرانوونكي توگه په څپو كړ. منځلارې وكړي او د كليسا دعوتگران يې له ماتې سره مخ كړل او هغوي ددغه طاغوتي توپان له تم كېدو څخه عاغز كړل.

د لېبراليزم ډولونه

د لېبراليزم په څلورمه مرحله كې د توماس هېل گرين په ژوندون لېبراليزم تجزيه كړاى شو دا ځكه چې په دويمه مرحله كې د لېبراليزم مخكښ د ستر كمونست فلسفي جان اسټوراټ مل په لاس كې وه. او نوموړي د څښتن تعالى له سپېڅلي ذات څخه منكر ؤ. اخلاق او دين يې خرافات گڼل. او د خپل پنځوس كلن قيادت په موده كې يې د هېگل د فلسفې په پلي كولو او تبليغ سره په گوند كې موجود ؤ په زرگونو وگړي سوسياليزم ته معتقد كړل او د هغه د تصنيف كړي مشهور كتاب On liberty په وزله چې په ۱۸۵۹ز ليكل او خپور شوې لېبرالي په دوه ټكړو وېشلې دى چې:

  1. محافظه كاره لېبراليزم (Conservative Liberalism):

Conservatism له Conserve څخه اخيستل شوې دى، چې په انگريزي كې د حفظ په مانا دى. له همدې كبله Conservatism د محافظه كارۍ په مانا دى او د ټولنپوهانو په اصطلاح كې دا مانا چې ټولنه يا حكومت پر كوم سېسټم له پخوا څخه له رهۍ وي د هغه درناوې كول ا د هغه د پاېښت تكل كول دي، او د هغه د تبديلولو مخالفت كول دي، بيا په ځانگړي ډول په هغه صورت كې چې دغه سياسي او اجتماعي سېسټم اوږده سابقه ولري. د لېبراليزم دغه ډله په دې نظر وه چې د انگلستان لپاره مشروطه شاهي سياسي نظام اوږده سابقه لري بايد په خپل حال پاتې شي او بدلون ونه خوري او دولت د لزوم په صورت كې په فردي اقتصادي چارو، ټولنيزو او ځاني چارو كې په نسبي ډول د مداخلې كولو حق لري. پدې شرط چې د فردي اصالت او فردي مطلقه ازادي زيانمنه نشي.

  1. ټولنيز لېبراليزم Social liberalism:

سوسياليزم له social څخه اخيستل شوې دى، او دا د فرانسوي كلېمې چې د ټولنيز په مانا ددى او اصطلاح كې سوسياليزم له هغې تيورۍ او سياست څخه عبارت د چې د هغه له نظره د گردو توليدي وساېلو او د دولت توزيغ او صنعتي وساېل د ټولنې په ولكه او نظارت كې وي. دغه تيوري د تاريخ پوهانو له نظره له كارل ماركس څخه دوه زده څلور سوه كلونه دمخه د يونان په سپار ټاكي چې په ۵۸۰مخزېږيز كال كې نظامي قوماندان لايي كرگس د لومړي ځل لپاره منځته راوړې وه. بيا د يونان په اتن كې ډېموكراټ او دېوجانس كلبي لخوا په ۳۴۳م ز، او په فارس كې په ۵۳۸ز كال د مزدك او بيا په اوولسمه پېړۍ كې د انگلستان سېنټ سېمون (Saint-Simon)، بيا د نوي سوسياليزم په نوم اسټوراټ مل منځته راوړې وه. د كارل ماركس ابتكار نه ؤ. دومره خبره ده چې جديد سوسياليزم ته كارل ماركس د مزدك د نظرياتو په متابعت هماغه انقلابي بڼه وركړه چې لومړۍ بنسټ يې لاس كرگس يوناني كېښودلې ؤ او هغه زمكې، دولت او ښځو ټولنيز حق گرځول ؤ. او د فردي مالكيت په مطلق ډول ملغي كول ؤ.................

د لېبراليزم څانگې

  1. اقتصادي لېبراليزم
  2. سياسي لېبراليزم
  3. فكري لېبراليزم
  4. اجتماعي لېبراليزم
  5. ديني لېبراليزم
  6. د بيان ازادي
  7. د انتقاد ازادي

د لېبراليزم ملاتړ

د لېبراليزم د ملاتړ په اړه د نړۍ څخه مختلف غبرگونونه مخې ته راغله، په ځانگړي ډول د لوېديځې نړۍ غبرگون پدې اړه له ټولو څخه روښانه ؤ. اوس به راشو ددې هر لوديځ هېواد بېل، بېل غبرگون ته.

د الماني حكومت ملاتړ

په ۱۹۲ز كال د جرمني پارلمان د فردي ازادۍ په ملاتړ د رايو په اكثريت سره دا قانوني ماده تصويب كړه چې لواطت قانوني جرم ندې، خو پدې شرط چې د دواړو اړخونو خپلمنځي رضامندي سره وي. دغه راز نارينه له نارينه سره واده هم كولې شي او كه چېرې منكوح هلك نابالغ وي او غواړي چې له غټ سړي سره واده وكړي، نو داسې كولې شي او دا دده حق دى، مگرد نابالغ منكوح هلك د اېجاب او قبول رسم به په حكومتي رسمي محكمه كې د هغه ولي ترسره كوي. د جرمني د پارلمان او حكومت له دغې قانوني اجازه ليك وركولو څڅه وروسته د المان وتلي اديب ډاكټر برشفېلډ په پرله پسې توگه شپږ كلونه د لواطت د ترويج لپاره او همجنسي ازدواج لپاره تبليغات وكړل ځكه چې نومړي د المان د لېبرالېزم د څانگې مسؤل ؤ.

د برتانوي حكومت ملاتړ

د المان له حكومت او پارلمان څخه وروسته د انگلستان حكومت او پارلمان دغه شېطاني لېبرالېستي ازادي اعلان او قانوني گرځولې وه. او هه داسې كله چې په ۱۹۶۷ز كال د انگلستان د حكومت يو وزير د لواطت مرتكب شو نو د انگلستان په پارلمان كې كې دغه موضوع تربحث لاندې ونيول شوه. او جنايت كوونكې وزير پارلمان ته احضار كړاى شو. كله چې پدې اړه ورڅخه پوښتنه وشوه، نو هغه شرمنده نه شو او په ډېر وياړ يې وويل: زه د يو فرد په توگه حق لرم چې څه كوم بايد ازاد واوسېږم او كومت يا قانوني ځواك حق نلري چې زما د ازادۍ په لار كې خنډ شي. د پارلمان زياتره غړو د وزير د وينا ملاتړ وكړ چې په تنيجه كې يې د ۱۴پر ۶۹۰ په مقابل كې د رايو په اكثريت د لاسو پړكا په بدرگه دا قانون منظور او تصويپ كړاى شو. پدې ډول نارينه په خپله خوښه كولې شي له خپل همجنس څخه خوند واخلي.دا مصوبه ملكې الېزابېت لاسليك كړه چې په دې ډول په برتانوي ټولنز نظام كې لوطت قانوني وگرځولې شو.

د امريكايي حكومت ملاتړ

امريكايي بې دينه حكومت هم خپلو دوه پنځوس ايالتونو كې د لېبراليزم په ترويج كې له اروپايي حكومتونو څڅه كم نه دى. بلكه له فرانسې څه هم په ټولنيز ډگر كې د لېبرالېزم د تيوري په عملي كولو كې زيات وړاندې دى. ځكه چې په پاريس كې په سونو ښځو لوڅ لاريون وكړ، مگر په امريكا كې د بې حياء او فاحشو ښځو شمېره په لكونو ده. لكه چي په ۱۹۴۵ز كال د امريكا د سترې محكمې قاضي دوه لكه بربنډ انځورونه وليدل نو په خواشينۍ سره يې وويل له نيويارك څخه سدوم او عموريا جوړېدونكې دى. ((سدوم او عموريا د لوط عليه السلام د امت هغه ښآرونه ول، چې په څلورنيم زده مخزېږيز كال څښتن تعالى د لوطت د جنايت په سبب تباه كړي وو.)) يواځې د امريكا په نيوېارك ايالت كې د هغو ښځو شمېر چې په فحاشۍ او لوځلغړتوب كې ژوند كوي له پينځه پنځوس لكو څخه وراخوا دى.

  1. د اديبانو ملاتړ

په اروپا كې د لېبراليزم د ترويج په تكل د پاريس د ښځو له بربنډ او لوڅ لاريو سره، سره د فرانسې، المان او په خپله د انگلستان خپلواكۍ خوښوونكيو اديبانو او ليكوالانو هم په زړه پورې ونډه اخيستې وه او بيا په ځانگړي توگه په ټولنيز ډگر كې يانې د ښځو په خپلواكۍ كې او په دوي پورې د اړوندو مساېلو په باره كې لكه نكاح، طلاق، زېږون او داسې نور. پدې اړه يې ځانگړي مضامين، افسانې او ناولونه وليكل او خپاره كړل، چې د بېلگې په توگه يې د يو څو كسانو يادونه اړينه بولم:

    1. د فرانسې د هغه وخت نامتو لېبرالي ليكوال او ادب لېډيز ژورسان چې پخپله خورا بدلمننه او بې حيا ښځه وه په خپل ناول (ژاك) كې د ښځو د نكاح په اړه داسې ليكلي دي:

زما په اند نكاح د ازدواج په گردو طريقو كې خورا زياته ناوړه طريقه ده، اوزهباور لرم چې د لېبراليزم په ترويج سره به دغه طريقه په بشريت كې بنده او پاى ته ورسول شي. هغه څوك احمق او ناپوه دى، چې د مينې او عشق په خپله بتخانهه كې چې په خپل زيار سره يې تعمير كړي او بيا هغه كې ټول عمر د ايكي يو بت لمانځنې ته كښېني. بلكه د خوند اخيستلو لپاره هره شېبه بايد د نوي مېلمه انتخاب وكړاى شي.

    1. د فرانسې د هغه وخت يو بل اديب ببرالويي (Bobralwiv) د لېبراليزم يانې مطلقې فردي خپلواكۍ د خپرولو او بري په تكل په دې اړوند په خپل ليكلي تصنيف كې ويلي دي:

((اخلاقي بنديزونه په حقيقت كې د انساني ذهن او دماغي ځواكونو په وده كې لوى خنډ دى، او ترڅو پورې چې په بشپړه او هراړخيزه توگه دغه بنديزونه پاى ته ونه رسولۍ شي او پرې نښودلې شي او انسان په بشپړې خپلواكۍ سره او جسماني خوندونو څخه برخمن نشي، تر هغه پورې د انسان لپاره هېڅ ډول عقلي، عملي، مادي او اروايي (سېكالوجي) پرمختگ نشي ممكن كېداى. ځكه چې د اخلاقي بنديزونو د موجوديت په صورت كې داسې كول هېڅ ممكن ندي.

  1. د فلسفيانو ملاتړ

د جرجي بنتهام د لېبراليزم مفكورې اويون ته د لوېديځ ځينې ملحدو فلسفيانو او ساېنسپوهانو هم وده وركړه، او ددغې بشر دښمنه شېطاني اندود او تحريك ملاتړ يې وكړ او بيا په ځانگړي ډول يهودي فلسفيانو په ځغرده سره نه يواځې دا چې ملاتړ يې وكړ بلكه د خپلو فلسفي نظرياتو ملاك او چورليځ يې لېبراليزم وگرځاوه. چې دا دې د هغوي له ډلې څخه د يو څو كسانو لبرالېستي اقوال د بېلگې په توگه دلته بيان او وړاندې كوم:

    1. كارلس ماركس (KARL MARKX) (۱۸۱۸ز- ۱۸۸۳ز)

كارل ماركس د جرمني له يهودي فلسفيانو څخه دى. په اقتصادي ډگر كې د سوسيالېستي لېبرالېزم له مخكښانو څخه ؤ. نوموړي ويلې دي: دين د ملتونو افيوم دى چې د كپېټالېزم لپاره په زړه پورې خدمت كوي مزدوره پاټكۍ د بروژوايانو د مظالمو د سهلو لپاره د جنت په واهي ژمنو غولوي. اخلاقي اصول په خپل ذات كې هېڅ ارزښت نلري او هغه څخه چې اصل او حقيقت دى، ماديت او اقتصاد دى. په اقتصادي ډگر كې د پرمختگ لپاره له دين او اخلاقو څخه ازادي اړينه ده، ځكه ترڅو چې دغه دواړه خنډونه وي اقتصادي پرمختگ ممكن ندى.

    1. دُركاېم يهودي (DURKHEIM) د فرانسې له يهوديانو څخه دى، چې په ۱۹۱۲ز كې تېر شوې. نوموړې په ټولنپوهنه كې د لېبرالېزم په ترويج كې پراخه ونډه اخيستې ده. نوموړې په خپل كتاب قواعد المنهج علم الاجتماع كې داسې ويلي دي:

((دا خبره يو ثابت حقيقت دى، چې دين، ازدواجي قوانين، كورنى نظام يو هم پنځېزنه دى. بلكه دا هر څه توهمات دي، او د فرد د ازادۍ په خلاف منځته راوړې شوي دي، او له Totemism څخه يې پېلامه شوې ده. دغه راز اخلاق هم او اخلاقي قوانين ځانگړى اساس نلري او انسان ته پكار دي، چې په موجوده صنعتي انقلابي دور كې لدې هرڅه څخه ځان ازاد كړي.

    1. زېمونډ فروېډ (SIGMUND FREUD) (۱۸۵۶ز پېدا- ۱۹۳۹ز مړ)

د اتريش له يهوديانو څه دى. نوموړې په ارواپوهنه كې لېبراليزم ته خدمت كړې دى، او په خپلو نظرياتو كې يې ويلي دي چې: كه چېرې نفس ته د شهوت د اظهار ا وتسكين ازادي ترلاسه شي نو انسان ته به بشپړ ډاډ او سكون حاصل شي.

اخځليكونه

    • په افغانستان كې د لېبراليزم غورځنگ، ليكوال: پوهنمل زاهدي احمدزى.
    • مذهب او ساېنس، ليكوال: ناصر مكارم.
    • پرده، ليكوال: ابو الاعلى مودودي.
    • د اروپايي فلسفې تاريخ، ليكوال، بي رېټرنډ روسېل.
    • الانسان بين الماديه و الاسلام، ليكوال: استاد محمد قطب.
    • مغربي فلسفه تعليم كا تنقيدي مطالعه، ليكوال: پوهاند سېد محمد سليم
    • اسلامي اقتصادي نظام د كمونستي او كپېټالزم په پرتله، ليكوال: مولانا شمس الدين افغاني اردو الحق مجله، ۱۹۶۷ز كال د اگست گڼه.