ټولنپالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټولنپالنه يا سوسياليزم (انگريزي: Socialism) هغه تيوري يا سياست دى چې غواړي د ټولنې پر ټولو توليدي منابعو او توليدي وسايلو د ټولنې د ټولو افرادو څارنه او كنټرول موجود وي او دا وسايل او منابع د ټولنې ملكيت وي. د دغو وسايلو او منابعو په گټه كې د ټولنې ټول افراد شريك وي. يا په بل عبارت كله چې په ټولنه كې توليدي وسايل او منابع د ټولنې ملكيت شي او د هغې په واسطه دسته جمعي توليد وكړي او دا توليد بېرته په ټولنې باندې په عادلانه توگه توزيع شي، سوسياليزم بلل كېږي. دغه تعريف نه شي كولى د نظرياتو هغه اختلاف چې ددې نظريې د غوښتونكو ترمنځ تشه له منځه يوسي، دا ځكه چې ددې نظريې پلويان د عمومي څارنې او ټولنيز ملكيت په باب يوه عمومي توافق ته نه دي رسيدلي. سوسياليزم پخوانۍ تاريخچه او مختلف ډولونه لري، په تاريخ لحاظ سوسياليزم د انډيويډواليزم او د نوي عصر د ليبراليزم په ضد يو طغيان دى. سوسيالستان عقيده لري چې په توليدي او اقتصادي چارو كې د ټولنې اكثريت د نماينده په توگه گډون وكړي او په دې ترتيب عمومي منافع د افرادو له تجاوز څخه خوندي كړي. د سوسياليست اصطلاح په نوې معنا په لومړي ځل په ۱۸۲۷ ميلادي كال د رابرت اون د پيروانو له پاره وكارول شوه او د سوسياليزم اصطلاح په ۱۸۳۳ كې د سن سيمون او دده د پيروانو د عقايدو له پاره استعماليده، وروسته تر دې په آلمان، فرانسه، انگلستان او امريكا كې دغه اصطلاح عامه شوه. دغه نظريه اوس په مختلفو څانگو ويشل شوې ده، لكه سنډيكاليزم، سوسياليزم، مسيحي سوسياليزم، ډيموكرات سوسياليزم او بولشويزم.