باچا خان

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له خان عبدالغفار خان نه مخ گرځېدلی)
باچا خان
باچا خان
باچا خان

د شخص معلومات
پيدايښت ۶ فبروري ۱۸۹۰[۱][۲]
مړینه 20 جنوري 1988 (98 کاله)[۳][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پېښور[۴]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره جلال اباد  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برطانوي هند
اولاد خان عبدالولي خان
غني خان  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال[۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه پښتو  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) اوردو ژبه
انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 بهارت رتنا (۱۹۸۷)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

خان عبد الغفار خان (په هندي: ख़ान अब्दुल ग़फ़्फ़ार ख़ान)، (په انگرېزي: Khan Abdul Ghaffar Khan) يا باچا خان چې په فخرې افغان او بادشاه خان هم ياد شوی د پېښور په هشنغر سيمه د اتمانزو په کلي کې ، خان بهرام خان محمدزي په کور کې کال (١٨۹۰ - ۲۰ جنوري ۱۹۸۸) زېږېدلی. دی د عدم تشدد په موخه د خدایي خدمتگار يوه ټولنه جوړه کړه او د انگرېز په مقابل د وخت د نوموتي هندي سياستوال مهاتما گاندي سره يو ځای ېې د انگرېز اشغال پر وړاندې مبارزه پبل کړه .

سياسي مخينه

عبدالغفار خان د ترنکزو دحاجی فضل واحد تارڼ کاکړ په ملگرتيا يې د استعمار په ضد د افغانانو د راويښولو او ملي حکومت د جوړولو له پاره تاريخي کارنامی په سر رسولی دی. خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۲۰ م= ۱۲۶۸ ش) کې د خلافت د تحريک په بهير کې له يو زيات شمير خلکو سره کابل ته هجرت وکړ او د بيرته تلو په وخت کې يې د انجمن اصلاح الافاغنه ټولنه جوړه کړه. دغه ټولنه په ( ۱۹۲۹ م= ۱۳۰۷ ش) کې د خدايی خدمتگارانو په ټولنه بدله شوه، خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۳۱ م= ۱۳۰۹ ه‍.ش) کال کې د کانگرس په ملگرتيا د هند د نيمی وچی د ازادولو له پاره زياتی مبارزی وکړی و له ۱۹۳۱ را په ديخوا د استعمار سره د مخالفت به جرم په اوه کاله بند محکوم شو.

فخر افغان خان عبدالغفار خان

د نړی په عمومی لومړی جنگ کې د انگرېزانو سره د عدم تعاون په جرم د کانگرس د نورو مشرانو سره دوه کاله په زندان کې و او د ( ۱۹۴۷ م) کال راپه ديخوا د پښتنو ملی خپلواکۍ د غوښتلو په جرم پاکستاني حکومتونو د استعمار د لاسه په وار، وار جيل ته لېږل شوی ؤ. خان عبدالغفارخان (فخر افغان، پاچا خان) په خپل يوه تاريخي ليک کېد ( ۱۹۳۵ م) د مي په پنځه ويشتمه چې د سابرمنی، سنټرل جيل احمداباد څخه يې د حکيم عبدالخالق خليق په نامه ليکلی دی داسی وايې:

خوږه خليقه خوشاله اوسی

اسلام عليکم ورحمته الله و برکاته:

د بمبيی نه د جدا کيدو په وخت کې ماتاسره وعده کړی وه چې زما په خيال کې هر وقت ستاسو متعلق څه خبر راشی نو تاسو به پری خبروم، ليکن ژر تر ژره گرفتار شوم. جيل خانه کې مې هم ته يادوی او خدايې خدمتگار مې هم هير نه وو ليکن داسې څه خيال مې پېدا شوی نه وو چې تاسو ته می ليکلی وای تاسو به زما د قيد په حقيقت رسيدلی يي، زما جرم صرف دومره وو چې ما د سرحد او دخدايې خدمتگارو متعلق خلکو ته لږ غوندی حالات څرگند کړي وو.

د هندوستان دخلکو د سرحد او خدايې خدمتگارو سره دومره مينه او محبت دی چې زه په دوره هری صوبی ته تللی يم، نو د خلکو او له مطالبه دا وه چې موږ ه د سرحد او خدايې خدمتگارو د تحريک حقيقت بيان کړ. خير دې کې به خير وی. د الله تعالی هر کار د خير دی ولی مونږ پرې نه پوهېږو ځکه چې موږ ظاهر بين يو. لږ غوندی ظاهری تکليف چې راباندې راشي نو بيا مو وار خطا وي . زه په خپل قيد خفه نه يم ولی چې څه وخت زه بهر شوم نو ما ته دا خبره ښه ښکاريده چې زه خو د بهر يم او زما بعضی خدايي خدمتگاران ورونه دی په جيل خانه کې وی ماصرف دا خبره د خپل ځان د پاره ښه گڼله.

خدايي خدمتگاران ورونو چې د جيل خانو بی اتفاقۍ ، بهر ځان سره راوړی وی ، هغه يې پېښودی که لا هغه شان پکښې اخته دی؟، که چيرې په صداقت سره يې دا بدعادتونه پرې نه ښودل او رشتينې خدايې خدمتگاران نه شوو ، نو دا ټولی قربانۍ به په سيند لاهو شي او اوچت سوی پښتون به بيا پريوځي ولی چې زموږ د کاميابۍ راز په رشتيني خدايي حدمتگاران کې دی.

زه چې کله دې جيل ته راغلی يم نو همېشه ناجوړه يم، ولی چې ددی ځای اب او هوا په ما صافه نه ده. بل زه يوازې يم داسی يو سړی نشته چې تبادله خيلات ورسره وکړم. زما په خيالاتو که چيری زه سرحد يا پنجاب ته بدل شم نو شايد چې ښه شم ليکن د پنجاب او سرحد حکومتو زما د اخستو نه انکار وکړ او تر اوسه پورې دې حکومت هم زه بلې جيل خانی ته بدل نه کړم.

تاسو زما څه فکر مه کوي ، خپل کار کوډ، که چيری الله تعالی زما د وجود نه د خپل مخلوق خدمت اخستل منظور وي نو ما له به صحت هم راکړی. دا دهغه طرف نه په ما يو بل ازمايش دی. تاسو راته دعا کوی چې ما پکښې الله تعالی کامياب کړی او ما له صبر او استقبال راکړی.

زه قيدی يم، زه هر چاته خط ليکلی نه شم ولی چې زما خپل اختيار نه دی. دا خط زما ټولو خدايې خدمتگارو ته ښکاره کړی او زما ډير سلامونه ورته وواياست. زه همېشه تاسو ته دعا کوم او اميد دی چې تاسو په هم هره جمع کې ماته دعا کوی چې الله تعالی ما ددی لايق کړی چې زه د هغه د مخلوق خدمت وکړی شم او ماته روغ او ښه صحت راکړی.

آمين فقط

ستا ورور عبدالغفار

خان عبدالغفار خان د زوالفقار علی بهټو د حکومت په مخت کې د نيشنل عوامي پارټي د صوبايي حکومت په بلنه په ( ۱۹۷۰ م) کېد کابل څخه پېښور ته ولاړ او کله چې هغه حکومت ړنگ شو بيرته افغانستان ته راغی او تر ( ۱۹۸۰ م) کال پوری کله په کابل او کله په ننگرهار کې او سيده. دی د افغانانو ، د ملی آزادي غو ښتونکو او طنپالونکو لوی لارښود او (بابا) وو او حضور يې د افغانستان او سيمې د ازاديخواهانو بل مشعل وو. ده د جنرال ضياءالحق د حکومت په دور کې سختی ورځی او شپی تيرولی څو ناروغه شو او د شپږو مياشتو د کوما د حالت ورپېښيدلو او د مغز فلجيدولو وروسته په کال ( ۱۳۶۶ ش) د دلو په اوله د چهارشنبی د سهار په څلورو بجو و په پنځه څلويښت دقيقو د پيښور په ليډی ريډنگ روغتون کې وفات شو، او جنازه يې د وصيت سره سم د جمعی په ورځ د ( ۱۳۶۶ ش)کال د دلو په دريمه ( ۱۹۸۹ م) د جنوری په شلمه په ډيره درناوی د ننگرهار په مرکز جلال اباد کې خاورو ته وسپارله شوه.

د افغانستان د طالبانو اسلامی امارت او د ځينو ملی مجاهدينو تنظيمونه د افغانستان جهادی معرکې چې د هيواد د ازادۍ، خاوری د تماميت،ننگ او ناموس ساتلو په نيت په عمل راغلی او تاريخی وياړونه يې په برخه شوی دی، د خان عبدالغفارخان د دغه ناوړه تفسير څخه چې هغه د روس او امريکی د سياسي رقابتونو او دښمنيو څخه راو لاړی پیښی بولې، گېله مند دیاو داسې تفسير واقع بيناه او وطن دوستانه نه گڼی.

مسلمانان در نهضت ازادی هندوستان اثر په خپل ( ۱۲۸ ) مخ کې د خان عبدالغفارخان د ملی مبارزو په هلکه ليکی: (... در همان هنگام که دولت کاملاً بر اوضاع مسلط بود وبه وسيله زور و سر نيزه توانسته بود ملت را وادار په اطاعت سازد، زر نواحی مرز هند و مخصوصاً درميان قبايل سلحشور و مسلمان پتانها اشوب و انقلاب عظيم بر ضد دولت بر پا نمود. مسلمانان اين ايالات مرزی به رهبری خان عبدالغفارخان جبهه نيرومند تشکيل داده در برابر حکومت مستبدانه و رعب آميز انگليس استاد گی ومقاومت کردند. جواهر لال نهرو در توصيف اين رهبر جنگجوی پتان ميگويد: از دهکده په دهکده ميرفت وبرای افراد آهئين جمعيت سرخ پوشان پايگاه په وجود می اورد. اين شخص و پيروانش خاری در چشم دولت بودند. موقيعت و نفوذ او در ايالت مرزی کمتر از موقيعت و نفوذ گاندی در سراسر هندوستان نه بود. اتفاقاً در ميان او و گاندی ارتباط بر قرار شد و جمعيت سرخ پيراهنان به حزب کانگرس پيوست. چنانچه از سخن نهرو بر می ايد قيام خان عبدالغفار خان در اغاز ارتباطی با گاندی و حذب کانگره نداشته وخود او با انگيزه گسيختن زنجير استعمار برتانيه و بدست اوردن استقلال نهضت بزرگ و خونين شروع کرده است و بعد ها وقتيکه کارگردانان حزب کانگره استقلال را در برنامه يې خو قرار داده و نيرو های خود را در اين راه بکار انداختند، با انها همگام شده و به عضويت کانگره در امده است.) و درجای ديگر ميگويد: جميعت سرخ پوشان و رهبر شان خان عبدالغفار خان حقی عظيمی بر جنبش ملی هند دارند...)

خان عبدالغفارخان په هغه ليک کې چې د (عبدالغفارخان فيټ ازای بيټل) د (ډی، جی تنډر اثر)، ( Abdul ghafar khan fait is a battle D.G Tender ) دکتاب له پاره ليږلی او هغه دغه ليک د خپل کتاب په څلورم مخ کې کليشه کړی دی، د خپل ژوندانه او عقيدې په داسې ليکی: (... زه چې د اتو، نهو کالو وم او په پيښور کې مې به سکول کې سبق وايه نو اکثره مې لوبی د بنگيانو د بچو سره کولی، زه به هغه خپلو ملگرو منع کولم چې دا خو چوړيان دی؟ د دوی سره ولی لوبې کوی. ولی زه به دهغوی په دی خبرو نه منع کيدم او نه به زما په زړه د دی خبرو اثر کيدو. چې زه زلمی شوم نو زما تعلقات به اکثر د باکسته خلکو سره وو، زما دوستان اکثره لوواران، جولاگان ، ترکاڼان، شاخيلان و ، حالانکه زه د خان زوی وم. زه چې هلک وم نو د قصر اوريدلو سره مې ډير شوق وو او دا قصې به مې زياتی د خولو او يا کتابو کې اوريدی او ډيری به مې خوښی وي. بيا مې ژر په طبيعت کې تبديلي راتله او داسی کتابونه مې خوښ وه چې به هغو کې د داسې خلکو حالات چې چا به د انسانيت او د خدای د مخلوق له پاره ډير تکليفونه او مصيبتونه تير کړی وو راغلی وو).

د هند په دوه برخو وېشنه

فخرې افغان په زغرده د هند په دوه برخو وېشنې سره بډوالی درلود . تر څنگ ېې دغو پښتنو غوښتل چې د هند سياستوالو سره په گډه کار وکړي په ځانگړې توگه د سرو کميسونو پښتنو . همدا رنگه ډېرو نورو پښتنو بيا د هند په دوه ؤ برخو وېشنې چې يوه برخه ېې د مسلمانانو خپلواکه ولکه جوړېده او د انگرېزانو د وتلو د آند هرکلی ېې کاوه . د همدې لپاره ځينو فخرې افغان باندې د غیر مسلمانانو د ملگري ټاپه وهله ، تر څنگ ېې په کال ۱۹۴۶ ز . کې په هغه باندې يو بريد وشو له کبله ېې چې د پېښور روغتون کې بستر شو . د کانگرېس پارټۍ د بېلتون د ممصلحتي پرېکړې مخنيوی وکړ او پرېکړه ېې لکه د کابينې د موخې له مخې چې گاندهي د محمد علي جناح لپاره د صدر اعظمۍ وړانديز کړی و ونه منله . په پايله کې بادشاه خان او د هغه پلويانو دا احساس کړه چې دواړه د هند او پاکستان لخوا ورسره درغلي وشوه او دوکه شول . د همدې په هکله بادشاه خان (فخرې افغان، غفار خان ) گاندهي ته خپلې اخري خبرې په يوې تاريخي خبرې چې د کانگرېس پارټي سره تراوسه پاتې ده داسې وکړه ( تا موږ د لېوانو خولو ته ورټېل وهلو ) . کله چې د پاکستان د نوم پر سرټولټاکنې کېدې نو باچا خان او د هند کانگرېس ملي پارټۍ د هغو ټولټاکنو څخه په څنگ شول او بايکاټ ېې ترې وکړ . ددې پايله داسې راووته چې په ۱۹۴۷ز . کال کې د پاکستان په نوم هېواد ومنل شو او د پاکستان چارواکو له خوا د خيبر پښتونخوا نوم د پښتنو سيمې ته ونومول شو. په قبايلي سيمو کې هم پاکستان د ځينو ملکانو په پيسو اخيستلو سره يوه ټولټاکنه ترسره کړه چې پايله ېې په ۵۰،۱ ٪ سله کې خلکو هاغه نوم د باچا خان پر بډوالي سربېره ومانه . باچا خان او د ولسپاله پښتنو پلويانو سره د دغه نوم سره بډوالی وښود او له ټولټاکنو څخه بيا په څنگ شول .

د هند کانگرېس پارټۍ او غفار خان

خدايي خدمتگار ټولنه او غړي ېې

خدايي خدمتگاري او عدم تشدد (د ظلم ځخه لاس اخيستنې) دا دواړه خبرې تر يو بله سره تړلي دي . خدايي خدمتگاري ، د خدای د مخلوق خدمت دی . او دا خدمت به په زور ، جبراکراه او تشدد نه ، بلکه په رضا ، قناعت ، مينه ، محبت او عدم تشدد وي . د خدايي خدمتگارۍ په مرامنامه کې د انسان د ټولنيز ژوندانه د سمون لپاره پرنسپونه او اصول وړاندې شوي ، چې مرامنامه يې په لاندې ډول لوستلی شۍ.

د خدايي خدمتگارﺉ مرامنامه

بسم الله الرحمن الرحيم
ولتکن منکم امهّ يدعون الی الخير ويامرون بالمعروف وينهون عن المنکر و اولّک هم المفلحون ـ قرآن مجيد . ترجمه : او تاسې څخه دې همېشه يوه ډله وي چې خلق د خير خواته غواړي او په نېکو کارونو حکم کوي او خلق د بدو کارونو څخه منع کوي . همدوی دي خپله مطلب ته رسېدونکي .

خدايي خدمتگاري د هغه تحريک (خوځښت) نوم دی چې په خلکو کې د خدای د مخلوق د خدمت جذبه راپیدا کوي . او څرنگه چې خدای پاک ته د خدمت ضرورت نشته نو د هغه د مخلوق خدمت د خدای خدمت گڼي . او د هغه ډلې نوم دی چې بې بدله د خدای د مخلوق خدمت کوي . دا يو سوشل (مجلسي،ټولنيز)اصلاحي او اخلاقي تحريک دی . ددې باني او محرک خان عبدالغفار خان دی . د دې تحریک ابتدا په سنه ۱۹۲۹م زېږديز کې د هشنغر په اتمانزو کلي کې شوې وه .

  • اول ـ هر خدايي خدمتگار به د خپلې ژبې او لاس نه د خدای مخلوق ته ضرر نه رسوي او کوم کار چه د ځان دپاره نه خوښوي هغه به د بل دپاره هم نه خوښوي .
  • دوهم ـ هر خدايي خدمتگار به د چا غيبت او سپکه نه کوي او درواغ به نه وايي .
  • درېيم ـ هر خدايي خدمتگار به صابر وي او د زور ظلم او زياتی مقابله په ښو خويونو کوي او په مينه محبت به تيري کوونکي د بدکار نه اړوي .
  • ځلورم ـ هر خدايي خدمتگار به د ظالم ملگرتيا نه کوي او د مظلوم مرسته به کوي .
  • پينځم ـ هر خدايي خدمتگار به پرې جنبي تربگنﺉ او دښمنﺉ نه کوي .
  • شپږم ـ هر خدايي خدمتگار به غلط رسمونه او رواجونه ، چه قام او وطن ته ترې تاوان رسي ، پرېږدي او د بدو رسمونو د ورک کولو دپاره به مجاهده ، مجادله او تبليغ کوي .
  • اووم ـ هر خدايي خدمتگار به ساده ژوند اختياروي .
  • اتم ـ هر خدايي خدمتگار به خپل حلال کسب و کار کوي د تيارخورﺉ او بېکارﺉ ژوند به نه خوښوي .
  • نهم ـ هر خدايي خدمتگار به په قام او وطن مين وي او په ايماندارﺉ به يې خدمت کوي . قام او وطن به په پیسو او منصب نه خرڅوي . د قام وطن دپاره به د هېڅ قسم قربانﺉ نه درېغ نه کوي .
  • لسم ـ هر خدايي خدمتگار به د خپلې ډلې اکثريت منلې فيصله او پرېکړه مني او په هغې به عمل کوي .
د خدايي خدمتگارو وعده (ژمنه)

زه خدای حاضر ناضر گڼم او ورسره وعده کوم چه زه به د خپلې ډلې سره وفا داريم او د پاس لسو موادو پيروي کوم . ان الله لايغير ما بقوم حتی يغيرو اما بانفسهم . ترجمه: خدای پاک هغه قام ته تغير نه ورکوي چه قام پخپله ځان له ترڅو تغير ورنه کړي .

د پاکستان لخوا په باچا خان بنديزونه

د افغانانو \پښتنو د بیدارۍ ، یووالي او خپلواکۍ دپاره د ده اوږدې هلې ځلې او مبارزواو په دې لار کې د جیلونو او کړاوونو له گاللو څخه هیڅوک سترگې نه شي پټولی . د افغانانو دې ستر ملي مبارز ته د« هندي ناسیونالیست » نوم ورکول ، نه یواځې له واقعیتونو څخه سترگې پټول دي ، بلکې دافغانانو د ملي ارزښتونو سره په ټکرکې کار دی . همدارنگه باچاخان نه یواځې خپل ټول ژوند د پښتنو یووالي او د ډیورنډ کرښې نفې د پاره وقف کړی و ، بلکې په عمل کې یې په خپل وصیت سره ، چې وروسته له مړینې یې جنازه په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شي دغه ارمان تر سره کړیدی . فخر افغان خان عبدالغفار خان د پاکستاني حکومت لخوا شاوخوا ۲۲ کاله جېل ته د افغانانو د قبايلو د يووالي لپاره د کار له کبله غورځېدلی . د پاکستان د وخت حکومت دی د هند او افغانستان د ملگرتيا جوړولو او د پاکستاني ـ انگرېزي ښکېلاک د ختمولو پر بډوالي تورناوه . ډېر ځلې په کور دننه بنديز پرې لگول شوی .

ټولنيز خدمت او لاسته راوړنې

فخر افغان په پښتني تولنه کې نه يوازې چې د پوهې او علم د هڅوولو عملي کار پرمخ اچولی و ، بلکه د هند ، پاکستان ، او بنگله دېش وگړي ېې هم راويښ کړي و او ورسره ېې خپل انساني غږاوچت کړی و، او لومړی ېې د هغوی د حقوقو لپاره چې د انگرېز له غلامۍ څخه خلاس شي مټې راونغاړلې ، د همدې له کبله ورته د هند د لومړي خپلواک حکومت رامنځته کېدو سره د ولسمشرۍ د څوکۍ غوښتنليک ورلېږل شوی و . د نوموړي د لوړې حوصلې او ايماندارۍ څرک د هغه له ځواب څخه په دې ډول ښکاري چې ليکلي ېې و :

د خدای خدمت د ملت خدمت دی او همدې ته ژمن يم څو د هند او پاکستان غوندې اوس خپل ملت ته هم خپلواکي ترلاسه کړم ، او که زه د ولسمشرۍ په څوکۍ کښېنم نو دغسې په ازاده توگه ولس ته خدمت نشم کولای لکه دا نن .

په ۱۹۸۴ م . زېږيز کې ېې د نوبل نړېوالې جايزې لپاره د سولې د مبارزې په لړ کې نومول شوی و ، خو د وخت د سياست له کبله ېې مخه ډب شوه . فخر افغان يو له هغو ۴۴ هندي او د سيمې نوموتومبارزو شخصيتونو په کتار کې د هند د حکومت لخوا ياد شوی چې په لړ کې ېې ورته د بهارت رتنا چې د هند تر ټولو لويه ملي جايزه ده هم ورکړی . همدا رنگه د جواهر لال نهرو ملي جايزه ېې هم په برخه شوې . د افغانستان د پخواني پاچا غازي امان الله لخوا ورته د افغانانو د وياړ لقب ورکړ شوی او د راوروسته لومړي ولسمشر داود خان لخوا ورته د افغانانو د ملي مبارز او مفکر جايزه ورنومول شوې وه .

انځورتون

سرچينې

  1. www.iccrindia.net/
  1. GND ID: https://d-nb.info/gnd/119269244 — د نشر نېټه: ۱۲ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12411802g — subject named as: ʻAbdulg̲h̲afār K̲h̲ān — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  3. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Khan-Abdul-Ghaffar-Khan — subject named as: Abdul Ghaffar Khan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. http://www.nytimes.com/1988/01/21/obituaries/abdul-ghaffar-khan-98-a-follower-of-gandhi.html
  5. http://www.dawn.com/news/1017693