سيد جمال الدين افغاني

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د ختيځ فيلسوف
نوی پېر
SayedJamaluddinAfghani.jpg
نوم: سيد جمال الدين (افغان)
زېږېدنه: ١٨٣٩ ز.پ / ١٢٥٤ ه.پ
مړينه: ۱۸۹۷ ز.پ
ښوونځی/دود: سني

علامه سيد جمال الدين افغان په کال ١٢٥٤ هجري سپوږميز کال د شعبان په مياشت کي چي له ١٨٣٩ زېږد کال سره برابر دی د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد کې په يوه ديندوسته کورنۍ کي زېږېدلې دی. دې د اسلامي نوښت بنسټگر او يو فعال سياسي غړی و، چې د اسلامي ملتپالنې يو مخور پلوي و.

سېد جمال الدين افغان په ۱۸۸۵ زېږد کال کې د پان اسلاميزم غورځنگ په جوړولو بريالې شو. د علامه نظريه او مبارزه په دوه اصولو (اسلاميت) او (افغانيت) ولاړه وه.

مخينه

افغان فيلسوف علامه سيد جمال الدين افغاني چې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۶ ز. کال کې له افغانستان نه مصر ته په سفر تللی و.
سيد جمال الدين افغاني

سيد جمال الدين د سيد صفدر ځوى و نوموړی په ۱۲۵۴ سپوږميز کال د کونړ په اسعداباد کي وزيږېد. د سيد جمال الدين افغاني کورنۍ د کونړ په اسعداباد کي اوسېدله خو د امير دوست محمد خان په وخت کي د ځينو اړتياوو له مخې د هغه په امر د سيد پلار له کورنۍ سره کابل ته راغى او هلته مېشت شو.

زده کړې

افغان فيلسوف سيد جمال الدين افغاني په استنبول کې

سيد جمال الدين افغان په اووه کلنۍ کي په خپل کور کي د دوديزو پوهنو په زده کړه پېل وکړ. دې ډېر ځيرک او هوښيار و، دفکر پراخي يې دونه وه چي په لږ وخت کي يې د وخت دود نړي پوهني ټولي زده کړې ان چي استادانو يې هم له نبوغ او فکر څخه گټى اخيستلې. افغان سيد پر اتلس کلنۍ صرف، نحوه، معانى، بيان، نوى او زوړ تاريخ ، تفسير ، حديث، فقه، اصول، عقايد، کلام، منظق، رياضى، هندسه او طب ختم کړل. ده له ډېر ځراکت او قوى ذهن سره پراخه مطالعه هم کوله او په هر برخه کي يې د خلگو د ويښتا په او هوسايني له پاره يو نوى نظر او پېغام ډگر ته راا ايستى چي دا دده د نبوغ ښه بئلگه او د ذهن د پياوړتيا څرگنده نښه گڼل کيږي چي د خپلي بيساري پوهي په برکت يې کور، کلى، هيواد او دنوۍ ډېر هيوادونه ويښ او د ژوند په رستينې مانا پوه کړل او د هغوى بيده وجود ته يې د ويښتا په روح ننيستى.

کابل تر تگ مخکي يې په کونړ کي ه سيد فقير بادشاه څخه دينى او عربى پوهنى زده کولې او په کابل کي يې بيا د گداى گذري په ماجت کي له لويو پوهانو څخه لوست کاوه. د وخت په تيرېدو سره پردې زده کړو قناعت ونکړ او د پوهى مينى تر هنده ورساوه.

د پوهى او زده کړې په لار کي يې د هيڅ ستونزو او خنډونو پروا نه کوله. سيد افغان په هند کي يو کال او څو مياشتي تيري کړې. پر تېره زه کړه يې نوي پوهه د نوو اصولو سره زياته کړه يانى سيد مخکي په عربې، فارسي او ترکى علوم لوستلي و واو په همديې ژبو ږغېدى په هند کي يې انگلېسي او اردو هم زده کړه. سيد چي پخوا يې فلسفه د عربې پوهنو سره يوځاى ويلېگ وه دا وخت يې په هند کي د نوي فلسفې په کارولو سره چي له اروپا څخه يې ځرک رارسېدلى وزده کړه.په سيد جمال الدين کې د کوچنيوالي څخه د ښه استعداد او نبوغ نښي نښانې څرگندي وې ځکه نو پلار دی لومړی د کامې د شير گړ د حضرتانو په ديني مدرسه کي شامل کړ . بيا پلار د ځان سره کابل ته بوت ، هلته يې له مشهورو استادانو څخه ديني علوم ، رياضي ، طب ، منطق او فلسفي کتابونه ولوستل او د دې تر څنگ يې پوځي زده کړه هم و کړه . په لږه موده کي ډېرعالمان ده ته د تدريس کولو څخه عاجز شول . په زلمي توب کي يې هند ته سفر و کړ او هلته يې د ديني او نورو عصري علومو زده کړي بشپړي کړې . بيا حجاز ته ولاړ ، يو کال د عربو په ملکونو کي و گرزېد .

کله چي سيد جمال الدين افغان په دغو سفرونو کي پر زده کړه سربېره د شاو خوا سيمو د سياسي ، اجتماعي او اقتصادي حالت ډېره ژوره مطالعه و کړه نو دا فکر ور سره پيدا شو چي څرنگه خپل هيواد، ټول اسلامي هيوادونه او نوره نړۍ د انگرېزانو د استعماري بند، اثر او نفوذ څخه خلاصه کړي ، نو يې عملي هلي ځلي شروع کړې .
پدې وخت کي امير محمد اعظم خان د امير دوست محمد خان زوی د افغانستان پاچا وو ، سيد جمال الدين د نوموړي پاچا د نيژدې مشاورينو او د دربار د مخورينو څخه وو . د امير محمد اعظم خان د پاچاهۍ دوره ډېره لنډه وه او بيرته امير شير علي خان د دوهم ځل د پاره پاچا شو . امير شيرعلي خان له خپل ورور ( محمد اعظم خان ) سره د نيژدې تعلقاتو ، يا د انگرېزيانو په اشاره او يا د سيد جمال الدين څخه خپلي واکمنۍ ته د خطر په نسبت دی د خپل هيواد پرېښودو ته اړ کړ . سيد له هيواد څخه تر وتلو وختي لا خپل ټول پلانونه او مترقي پروگرامونه د وخت امير ته و سپارل او له هيواد څخه و وت .

لومړی هند ته ولاړ ، خو انگرېزيانو د هغه ځايه څخه و ايست او له هغه ځايه مصر او بيا ترکيې ته ولاړ . په ترکيه کي د هغه هيواد د صدراعظم په غوښتنه د پوهني او معارف د وزارت د مجلس غړی و ټاکل شو . سيد د ترکيې څخه مصر ته ولاړ او هلته يې نهه کاله د الازهر په اسلامي مدرسه کي د استاد په توگه دنده تر سره کړه . په ١٨٧٩ ميلادي کال کي له هغه ځايه وتلو ته مجبور شو، هند ته ولاړ . ډېر ژر انگرېزانو مجبوره کړ چي له هنده څخه هم ووزي . له هغه ځايه لندن ته ولاړ او هلته يې د ( ضياالخافقين ) په نامه يو اخبار پيل کړ او له هغه ځايه فرانسې ته ولاړ او هلته يې هم يو اخبار پيل کړ . اخبار يې د فرانسې حکومت بند کړ ، هغه وو چي د هغه ځايه څخه ترکيې ته ولاړ .

په ١٣١٤ هجري سپوږميز ( ١٨٩٧ ) ميلادي کال د سرطان د ناروغۍ له امله وفات شو او په ترکيه کي ښخ شو . چي وروسته بيا ١٣٢٣ هجري لمريز ( ١٩٤٤ ) ميلادي کال کي د ده تابوت د ترکيې د حکومت په موافقه کابل ته راوړه شو او د کابل پوهنتون په احاطه کې په شاندارو مراسمو ښخ شو .


سيد دا مهال د پوهي او اخلاقو نوى لار پرانيستله دى په هند کي پر يوه ځاي ديره نه شو بلکى غوښته يې چي د هند هري سيمي ته ولاړ شي، د خلگو سره وگوري او د هغوى د ژوند په اړه خبري ورسره وکړي. په دې کوگه په ټول هند کي وگرځېدى او په هر ځاى کي يې له خلگو سره په ټولنو او غونډو کي وليدل اود خپل سفر پر مهال يېد هغو ځايو اصول او احوال ځانته ښه روښانه کړل. سيد ته پر يوه ځاى پاته کېدل د خفگان خبره وه ځکه يې نو د نړۍ ډېرو برخو او هېوادو ته په مناسب وخت کي سفرونه وکړل او د هري سيمى او هېواد خلگ يې د ژوند د رښتينى مانا د پوهېدو له لپاره راپور ته کړل. سيد افغان له هنده مکې شريفي ته ولاړ، حج يې وکړ اود عربو خوى، کړه وړه اودودونه يې وليدل او ډېره گټه يې ورته وکړه. ترحج وروسته بيرته افغانستان ته راغى چي دا مهال لوى پوه او نابغه ځني جوړ شوي و. کله چي بيرته هيواد ته راستون شو نو د وخت حکومت دده د ځراکت او پوهي امله ورته د حکومت په حاکمه درجه کي اوچت او لوړ ځاى ورکړ. څه وخت چي امير دوست محمد خان هرات ته د وراره او زوم سلطان د احمد خان تسليم کړه او وروسته د وربيښي ناروغۍ له امله مړ شو، وروسته محمد خان د زامنو تر منځ شخړي رواني وې امير شېر علي خان او محمد اعظم خان تر منځ دواکمنۍ پر سر شخړه روانه وه دې پيښو سيد افغان ډېرو زوراوه، که څه هم د محمد اعظم خان ملگرى و، سيد افغان دا مهال اووه ويشت کلن و او د وزارت تر جوکۍ رسېدلى و،د محمد اعظم په زړه کي يې خورا ځاى نيولى و اوتل به يې مشوره ورسره کولْ، سيد افغان ده ته په هره برخه کي د نوى فلسفې له مخي پوهه ورکړې وه، ده هم د واک پر مهال دده لار ښووني منلې. کله چي امير شير علي خان، محمد اعظم خان ته ماته ورکړه نو سيد افغان ته يې بلنه ورکړه، خو هغه ونه منله، د محمد اعظم په ماته يې اراده له لاسه وزکړه او د امير شير علي خان سره يي هم مرسته ونکړه. دا مهال سيد د خپل ځان له پاره وضعه سمه ونه گڼله ځکه يې بهر ته د تگ هوډ وکړ. ددې له پاره چي خپل هيواد او خلگو ته يې خدمت کړى وي نو امير شير علي خان ته ورغي او د رخصتېدو پر مهال يې هغه دهيواد د پرمختگ په نيت ځيني مواد وړانتدي کړل لکه په کابل کي د يوې چريدې خپرول، د افغانستان د سياسي خپلواکي اخيستلو اعلان، د کابينې جوړونه، د عسکرو منظمول، د ملي ژبي پښتو پالل او بدا يول، د ښوونځيو جوړول، سړکونه جوړول د پستې او مخابرې وسايل برابرول او نور... دارنگه د سيد په باره کي وايي چي ده محمد افضل خان ته پوره درس ورکړې و. که چيري افضل خان باچا سوى واى نو به سيد افغان د خاوري د آبادۍ، خپلواکۍ د گټلو په لار کي او د خلگو د هوسا ژوند له پاره نه تسړي کېدونکي خدمتونه کړى واى، تر دې وروسته سيد افغان له خپلي خاوري په ژوند ولاړ او تر مړينى وروسته پسله ډېره وخته تش تابوت اوهډوکي گران هيواد ته په خورا درنښت راوړل شول او د کابل پوهنتون په منځ کي ښخ شو. چي په هيواد د کورنيو ورانوونکو جگړو په ترځ کي نه يوازي داچي ژوندي انسانان مو بې پټ هاو په خاورو ومنډل سول بلکي له مړو اومزارونو سره هم دښمنۍ وپالل سوې. چي په دې ترڅ کي د سيد افغان قبر هم دا ډول وران او په بې شمېره مرميو سورۍ، سورۍ سو، چي ته به وايي د ډېر منظم پلان له مخي دا کار سوي دي. زموږ د خاوريوانسانانو ادرين غليمانو يوازي په دې زړه نه سړېدى چي نن او سبا ته مو اور واچوي بلکې د پرون د وياړونو پر تندي يې هم داغونه راکښېښول... که څه هم د سيد افغان د ژوند اړخونه په څو پاڼو او کتابو کي نشي ځاييداى او د هغه د وياړلي ژوند په اړه کتابونه ليکل په کار دي، چي دده د ژوند او اثارو په برخه کي مالومات بشپړ سي. خو دلته ددغه ستر انسان په اړه يو څو ټکي روښانوو. سيد جمال الدين افغان د ختيځي نړۍ ستر عالم، لوى سياستبوه ، مبارز او انقلابي و، دى نه يوازي پوه او مفکر و بلکي له پوهي او مفکورې سره عمل هم ملگرى کړي و، ځکه نو د عمل او مبارزې د لاري اتل او مخکښ گڼل کيږي، دده دعمل له پاره بايد داووايو چي دده پيغامونه او نظريې دي، چي هر وخت او هره ورځ يې په بيلو، بيلو هيوادو او خپلو تاليفاتو کي ځاى کړي دي، دده دا پيغامونه يوازي د يوې ورځي او يوه تن له پاره نهوو بلکې هغه مهال د هغو قومو او هيوادو د ويښولو له پاره لوى درس و چي د استعمار تر تتۍ لاندي و واو خورا ښه بېلگه يې دعروۍ الوثًى مجل هده. ده د نړۍ پر مخ مسلمانان چي د اروپا له خوا تر ښکېلاک او تيري لاندي وو د يوه لاس گوتي گڼلې او ددغه ښکېلاکي واکمنۍ د ختمولو له پاره يې دوى يو والي او ورورۍ ته رابلل چي ځانونه خپلواک او هيوادونه يې له ښکېلاکه وژغورل سي او پردى وان ونه توانيږي چي ددوى پر مادي او مانيزو شتمنيو خېټه واچوي ستر سيد د ښکېلاک د ناوړي پاليسۍ ورکولو له پاره په هر هيواد کي هر قامته خپلي سوي، سوي نارې په ډېر حراکت اوزړورتيا سره وهلې او دايې لويه هيله وه چي د ښکېلاک (استعمار) تور ټغرله دغو هيوادو څخه ټول کړه سي. ده غوښتل چي دا هيوادونه د مفکورې او عمل له لاري راويښ کړي د پردي دښمن پر وړاندي کلک و د ډيري او استعماري نقښې يې وراني کړي او په پاى کي وکولاى سي چي د استعمار کور ځنځير د تل له پاره له خپلي غاړي وباسي. همدارنگه سيد افغان تبعيض او تفرقه نه منله، هه ته انسان انسان ښکراېدى، تور، سپين او ژړ يې يو وجود گڼل. دده دالوړه مفکوره هر ځاى په هر هيواد کي جوته سوې ده. ياني دى چي به هرځاى ته ولاړي ځان يې د هغه ځاي او د هغه د ځاى د خلگو گاڼه، هند ته چي ولاړي، هندوانو، د هند مسلمانانو او نورو توکمونو ته يې د مبارزې مفکوره ورکړه او ځان يېد دوى يو غړى گاڼه حو چي هند ځان داروپا له ښکېلاکه خپواک کړي مصر او ايران ته چي ولاړ، هلته د هغوى په درد دردمن و او د ښکېلاک د ورکېو لاري يې ورښولې، ترکيې تهچي ولاړ، هلته د ترکانو وروڼو په غم کي ځان کډ باله، دى چي به هرځاى تليى، هلته به يې د هغه له پوهانو اومخورو سره کتل او هغوى به يې خپلواک اوسرلوړي ژوند ته هڅول چي خپل ولس د ښکېلاک ختمولو له پاره پوه او ويښ کړي. د سيد افغان مفکوره تدرې هم لوړه وه، ځکه هغه انسان د اسنان په نوم پېژندى چي بايد د نړۍ پر مخ خپواک ژوند وکړي، د نړۍ مخ سيد افغان ته د يوه کور حيثيت درلود او نړيوال يې د يوې کورنۍ غړي بلل. موږ په پوره باور سره ويلاى سو چي دى له يوې بيوزلي کورنۍ څخه راپورته سو او په خپله پوهه يې کور، کلى، هيواد، ختيځ او لويديځ روښانه کړ، دده شخصيت ډېر اوچت و، دده په باب پوره او بشپړه ليکنه البته زموږ د توان خبره نه ده او نه هم موږ دده ديادوني حق ادا کولاى سو. دده د سرت تاريخي او نړيوال شخصيت يادونه لکه څنگه چي دده له شان سره لازمه ده موږ نه سو کولاى دده په اړه چي هرڅه ويل سوى او ليکل سوي دي بيا هم لږ دي، ښايي او لازمه دهچي د وخت چاوراکي زموږ دغه ستر افغان ته پام واړوي په اړه يې ملي او نړيوالو سيمنارو او سرتو سترو غونډو ته لار هواره کړي. چي له يوې خوا دده ستر انسان حق اداء سوى ويا و له بله پلوه زموږ ځوان نسل د هغه له بيساري ستر ارمان او اوچت شخصيت سره ښه ډېر آشنا سوى وي. گوندي وي چي افغان ځوان نسل وکولاى شي دستر سيد افغان د پوهي تفکر او لوړ ارمان په رڼا کي ځانته د ژغورني يوه روڼه لار پيدا کړي او د روانو بدبختيو له تورو تاريکو څخه ځان راوباسي. د ستر سيد افغان شخصيت د نورو په نظر کي: ډېرو بهرنيو پوهانو د سيد افغان د لوړ پوهنيز شخصيت په اړه ډيري ژوري او علمي نظريې څرگندي کړي دي، چي په دې لنډه مقاله کي يې بشپړ بيان نسو راوړلاى، خو بيا به هم د څو تنو د نظر په لنډ ډول راواخلو. چارلزايدمز ليکي: ددې نامتو عالم کارنامې او کار روايي د يوه ځانگړي هيواد د سمون له پاره نه وې بلکې د ټولو اسلامي هيوادو له پاره وې. زموږ ددې خبري ثبوت د هغه څرگند اوجوت نظردى چي د گران هيواد افغانستان، مصر، ترکيې، ايران او هندوستان په باره کي يو شان وې، ده په هر هيواد کي د وينا او تبلغ په پايله کي يو ږوږ پيدا کړى و او بيده خلگ يې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو له پاره يې راويښول. مرسيو ميستل ليک: د لرغوني او تاريخي افغانستان نامتو پوه او سيد هري خوا ته چي تللى دي، د تلو سره سم يې هلته ذهني انقلاب راوستلى دي او دده ددغه خوڅښت او ښور پايله وه چي په ختيځو هيوادو خلگ د خپلو حقو د ترلاسه کولو له پاره راويښ سول... د امريکا يو پوهوايي: سيد جمال الدين افغان د لوړي فلسفې خاوند، د فصاحت او بلاغت پر ډگر تر هر چا پا تر ټولو دمڅه و، لوى سياست پوه او د کللکو دلايلو څښتن و، ډېر زړه و راو همت بئگلگه گڼل کېده، په خبرو کي يې زياته اغېزه وه، په خپل وخت کي د نړۍ په خلگو کي د دونه عزت خاوند و چي لږ سيالان يې درلوده، ډېره پخه اوعلمي تجربه يې درلوده چي موږ يې پوره مننه کوو...

دا هم د ستر سيد يو قول

سيد جمال الدين افغاني.png

وهم

اې لويه خداي! زموږ له سترگو دوهم پردې پورته کړې چي حقايق هغسي ووينو لکه څنگه چي دي او په توگه له بد مرغۍ او گمراهۍ وژغورل سو. لويه خدايه! ته وهم ټپ کړې ځکه کله، کله وهم د بېرو هنداره سي اوډاروونکي څېرې پکښي ليدل کيږي او کله، کله بيا بې حقيقته خوشالي سړي ته ځلوي. وهم په هر حال د حقيقت حجاب دى او پر ليمو باندييوه پرده غوړوي، وهم د ارادې واکمن دى او پر عزم باندي غالب له ده شرزيږي او خير کښتي، نو ځکه وهم د شر بابيلونکي او د خبر شړونکي دى، وهم کمواکه غښتلى ښيي، نژدې ليري ايسوي، د امن ځاى له خظره ډک څرگندوي او د پنا ځاى د مرگ خوله ښکاره کوي. وهم وهمېدلي له ځانه بې خبره کوي او له صحيح حسه يې ليري بياي ې موجود يې په خيال کي معدوم راځي او معدوم يې موجود وهمېدلى په يوه بې حقيقته دنياگي اوسي او په يوه داسي عالم کي ځان گڼي چي ليدل يې ناشوني دي، وهمېدلي په دغه خيالي عالم کي د مېرگي نيولي په څيرلو څي يو څي کوي هډو نه وهيږي چي څه کوم؟ څوک ولاړه؟ څوک راغله؟ څه راکړه سوه څه راڅ يو وړل سوه؟ وهم يو ناولي روح دي چي د انساني نفس هغه مهال په پېڅه کيږي چي هغه د ناپوهۍ او ناخبرۍ په ترايو کي گوډ، ړوند کيږي او له ويري هيسته هڅه کوي حقايق چي پټ سي نو وهم ټيگيږي او ارادې تر خپل واکل اندي کوي. وهمېدلي د گمراهۍ چول ته غورځوي، پر ناليدلو او کږو وږو لارو يې سر کوي، څو بيخي د مقصد لوري حتي ورک کړي

ليکنې

    • رساله نیچریه
    • د "عروةالوثقی" په مهالنۍ کې ليکنې
    • د ارنست رنان د خطابې په رد کې ليکنه
    • د وخت واکمنو، او روڼ آنديو ته ليکونه
    • د "ضیاءالخافقین" په مهالنۍ کې ليکنې
    • تتمة البیان فی تاریخ الافغان

د علامه سېد افغاني سفرونه

د هند سفر

علامه سېد د خپلو افکارو، نظرياتو څېړنې او تبليغ لپاره په ځوانه ځوانۍ د هند په لور وخوځېد. او پدې لار کې په نه ستړې کېدونکي تلاښ لاس پورې کړ، او له هېڅ ډول کوښښ او سعي يې سرفه ونکړه. علامه سېد په ۱۸۵۶ز کال د هند په لور خوځي ترڅو د انگريزي ښکېلار ځواک پر وړاندې د خپلواکۍ د غورځنگ فکري مشري په غاړه واخلي. د علامه سېد لومړنې بهرنې سفر د هند په لورې ؤ. او تر هغه ځاى پورې چې د سېد د ځوانۍ اړيکې وى، نو دې سفر ته يو تجربوي او څېړنيزه سفر ويلاى شو.

ده غوښټل ترسو د هند له روانې سياسي او ټولنيزې وضعې څخه ځان خبر کړي، نو پدې اړه يې د هند له پوهانو، مشرانو او سياسي وتلو څېرو سره ليدنې کتنې پېل کړې. د هغوې له افکارو څخه يې ځان خبر کړ، او د ښوونيز نظام په اړه يې د هغوي کړه وړه له نظره تېر کړ. علامه سېد دا تريخ واقعيت هم درک کړ، چې په هند کې واک او چارې د مسلمانانو له لاسو څخه په ټولييز دول وتلې دي. نو لدې امله د هغه مخالفت او کينه د انگرېزانو په وړاندې له هرچا زياته وه، او د مسلمانانو څخه يې غوښتنه دا وه چې خپلې اړه يکې له پرنگيانو سره وشلوي. علامه سېد په هند کې څه کم يو کال تېر کړ، او بيا د حج مبارکې فريضې اداکولو لپاره د حجاز په لور وخوځېد.

حجاز ته سفر

علامه سېد په هند کې له يو کال تېرولو څخه وروسته د حجاز په لورې وخوځېد ترڅو په ځوانه ځوانۍ کې د حج سپېڅلې فريضه ادا کړي.

بېت المقدس ته سفر

علامه سېد د حج د فريضې له اداکولو څخه وروسته د بېت المقدس په لورې وخوځېد.

مړينه

د سيد جمال الدين مقبره

سيد جمال الدين افغاني په ۹ د مارچ ، ۱۸۹۷ زېږيز کال کې په استنبول کې له دې نړۍ نه سترگې پټې کړې او هماغلته په استنبول کې خاورو ته وسپارلی شو. د ۱۹۴۴ زېږيز کال په وروستيو کې د افغانستان د دولت په غوښتنه د هغه جسد بېرته افغانستان ته ولېږل شول او د کابل پوهنتون په انگړ کې خاورو ته وسپارلی شو چې هديره يې بيا د په گومبدې وپوښل شوه.


مسلمان فیلسوفان
Ibn rushd1.jpg
يعقوب کندي | ابن سينا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفيل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسکويه | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي