حديث

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حديث د حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم اقوالو، افعالو او تقاريرو ته ويلې کېږي. اقوال یعنې چې هغه څه ويلی دی او امر یې کړی دی. افعال هغه کارونه چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم په خپله کړی خو امر يې پرې نه دی کړی. تقارير هغه کارونه چې نورو صحابه و د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکې کړي او هغه ترې نه منع کړې او نه یې پرې امر کړی دی د حديثو په اړه د زياتو معلوماتو لپاره لاندې سوال او ځواب مطالعه کړﺉ س : دحديث د علم ځينې اهميتونه ( ارزښتونه ) بيان كړه؟ ج : د حديث علم د شرعي علومو له جملې څخه يو اوچت علم دى، چې په دې علم باندې نور شرعي علوم بناء شويدي، او كه د چا سره ددې علم په باب معلومات نه وي نو په خپله خطاوې كوي او نور هم په خطا كې اچوي، اوكه په خپله خپلې خطاوي ته متوجه شي او كه نشي د سمې او صحيحې لارې څخه وځي، برابره ده كه دا انسان مفسر وي اويا فقيه، اويا اصولي وي او يا مبلغ او يامؤرخ. ځينې به داسې مفسر وي چې د قرآن شريف آيتونه تفسيروي او په تفسيرولو كې له خورا زيات كوښښ څخه كار اخلي، مگر سره دداسې كوښښ او هڅې د صواب (سمې) له لارې څخه وځي او دا له دې سببه چې دغه مفسر د ضعيفو اوموضوعه و ( له ځانه جوړ شوي) احاديثو په رڼا كې اوپه داسې اثر چې له ويونكي څخه ثابت شوى نه وي د آيتونو تفسيريې كړى دى. اوځيني به داسې فقيه وي چې د يوې فقهي مسئلې په ليكلو كې به سوچ او فكر كوي، اودخپل توان په اندازه به غواړى چې دهغې مسئلې په حكم كې حق (صواب) ته ورسيږي، مگر هغه نه بريالۍ كيږي، ځكه چې خپل نظريې په ضعيف حديث باندې بناء كړي دي چې په خپلې غلطۍ نه پوهيږي. همداراز داصولو علماو په نسبت هم (دمثال په توگه) داصول عالم (پوه) به وي ولې يوه قاعده به د اصولو له قاعدو څخه چې ورباندې احكام بناء كيږي جوړ كړي، او په هغې باندې به ددين مسايل بناء كړي، حال داچې دا قاعده به په ضعيف حديث بناء شوي وي، نو په نتيجه كې دغه قاعده او هغه څه چې په دغې قاعدې بناء شويدي هغه به دين ته زيات زيان ورسوي نسبت هغې گټې ته چې دغه اصولي عالم ور څخه هيلمن دى. (په دي باب د (ضعيف الاحاديث القدسية – لاحمد العيسوى) كتاب وكتل شي.)

دغه كار (استدلال په ضعيفو او موضوعو احاديثو باندې) په مبلغينو او خطيبانو كې څومره زيات دى، نو هغه كسان چې گمان كوي چې خلک – الله تعالې ته نژدې كوي، په داسې حال كې چې هغه به پر رسول اكرم صلى الله عليه وسلم باندې دروغ وايي، او دداسې ويناو نسبت به پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته كوي كوم چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغه ويلي نه دي، دا لاڅه چې پر الله تعالې باندې به درواغ وايي او زيات قدسي احاديث به په داسې حال كې چې هغه ثابت نه دي، الله تعالې ته د هغو نسبت كوي، چې ځينې غير ثابت داسې قدسيو احاديثو كې ښكاره خطاوې شته كوم چې داهل سنت او جماعت دقواعدو او ددين داصولو سره ضديت لري، سربيره په دې چې په داسې ضعيفو قدسيو احاديثو كې د الله تعالې صفت داسې شويدئ چې الله تعالې هغسې دخپل ذات صفت نه دى كړى، نو دوى په دې كار سره ددې مبارك آيت دحكم او معنې لاندې راځې چې الله تعالې فرمايي:

فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا لِيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ١٤٤ / الأنعام

(نوڅوك دي ډير ظالم "نشته لوى ظالم" له هغه چا څخه چې پر الله باندې درواغ تړي ددې لپاره چې خلک بې له علمه گمراه كړي، بيشكه الله هدايت نه كوي ظالم قوم ته". اما د تاريخ خاوندان وايي: "ووايه پروانشته". صالح او امانتكار په دوى كې خورا لږ دي، او درواغ په دوى كې خپور دي، نو دوى تاريخ له درواغو څخه ډك كړيدي، اوپه حقايقو كې يې باطل گډ كړيدى، او دنبي كريم صلى الله عليه وسلم ښايسته سيرت يې د خلکو لخوا د ځانه جوړ كړى شويو شيانو په نسبت وركولو بدرنگه كړېدى. نو په داسې بيان شويو حالاتو كې د حديث علم فيصله كوونكي دى، نو الله تعالې دې ددې مبارك علم خاوندانو ته نيكه جزاء وركړي، چې دوى د خپل پيغمبر له سنتو څخه دفاع كړيده، او دشرعي علومو تگ لارې يې سمې كړيدي اودهغو منبع يې له ټولو عيوبو او په كې له داخلې شوي شيانو څخه پاك كړيدى، نو الله تعالې دې دوى ته لوي اجر وركړي او ددوى خطاوې دې و بخښي، او ددوى درجې دې اوچتې كړي، اوپه جنتونو كې دې دوى ته هستوگنه وركړي. داد حديث د علم (مصطلح الحديث) داهميت يوه برخه وه، او كه دا ځاى ددې موضوع دپاره واي نو مونږ به لا زيات اهميتونه بيان كړي واى چې دايې ځاي نه دى، مگر هغه څه مو چې بيان كړى په هغو كې خامخا ذكر او پند دى هر هغه چالره چې هغه لره روغ زړه او هغه فكر كوونكي وي په داسې حال كې چې دى په زړه سره حاضر او متوجه وي.

س : د سند (اوطريق) معنې څه ده؟ او دمتن معنې څه ده؟ خپله وينا د مثال سره وكړه؟ ج : سند (طريق) د راويانو هغه سلسله ده چې د حديث متن ته رسيږي. اومتن: هغه كلام دى چې د سند پاي هغه ته رسيدلى وي. دسند اومتن مثال: كوم (حديث) چې بخارى او مسلم او ابو داود تخريج كړيدى چې لفظ دابوداود دى: "حدثنا سليمان بن حرب، حدثنا حماد عن ايوب عن نافع عن ابن عمر قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم "لاتمنعوا اماء الله مساجدالله". دغه وينا: (حدثنا سليمان بن حرب، حدثنا حماد عن ايوب عن نافع عن ابن عمر) دحديث سند دى.

(او "لاتمنعوا اماء الله مساجدالله " دحديث متن دی.)

س : حديث د طريقو (سندونو) دشمير له مخې په څو ډوله ويشل كيږي؟ ج : حديث د طريقو د شمير له مخې په دوه ډوله دى: • متواتر • آحاد س : متواتر حديث څه ته وايي؟ ج : متواتر هغه حديث دى چې د زيات شمير راويانو څخه رسيدلى (روايت شوې) وي او دا دشمير زياتوالى دسند په ټولو طبقو كې وي. چې دهغوى اتفاق په درواغو باندې مستحيل (نه كيدونكى) وي، او هغوى په محسوس امرباندې استناد كړى وي. دتعريف په باب وضاحتونه او پاملرنه: ا - دمتواتر د سندونو شمير ځينې علماو په څلورو، او ځينو په پنځو، او ځينو په لسو، او ځينو په څلويښتو، او ځينو په اوياو او داسې نورو تعيين كړيدى، او هغه شمير چې د زياترو علماو نظر دى هغه دادى: چې شمير دومره وى چې له هغه څخه يقين ترلاسه شي. ددى بيان نسبت جمهورو علماو ته شويدى دتوضيح الأفکار – ٢ / ٤٠٣ ) کتاب ته دې مراجعه وشي. ب - (دا زيات شمير راويانو په محسوس امر استناد كړى وي). معنې داده: چې د حدثنا (مونږ ته ويلي دي) او سمعنا (مونږ اوريدلي دي) اولمسنا (مونږ ليدلي دي) په الفاظو سره روايت شوى وى. س : متواتر حديث څو ډوله دى؟ هر يو يې تعريف كړه؟ ج : متواتر دوه ډوله دي: ا - لفظي متواتر: دا هغه تواتر ته وايي چې د حديث لفظ (متن) په تواتر سره روايت شوى وي. ب - معنوى متواتر: سيوطي په خپل كتاب (تدريب الراوي – ٢ / ١٨٠) کې وايي: معنوي متواتر هغه دى چې يوه داسې ډله چې د هغوى اتفاق په درواغو باندې مستحيل وي مختلفې واقعي رانقل كړي وي چې دا مختلفې واقعې په يوه امراو ټكي باندې په تواتر سره يوځاى وي. دمثال په توگه: يو سړى دحاتم څخه نقل كړئ: چې هغه يو اوښ وركړ، او بل نقل كوي: چې هغه يو آس وركړ، او يوبل نقل كوي: چې هغه دينار وركړ او په دې شان نور هم. نو ددوى د نقل شويو اخبارو څخه د تواتر گډ ټكى دحاتم وركړه ده، ځكه چې د (وركړې) موجوديت په ټولو روايتونو كې يوشريك شى دى. س : د لفظى متواتر احاديثو مثالونه، اودمعنوي متواتر يومثال بيان كړه: ج : دلفظى متواتر مثالونه: لومړۍ حديث: " من كذب على متعمدا فليتبوأ مقعده من النار". دويم حديث: "نضر الله امرا سمع مقالتى فوعاها، ثم اداها كما سمعها". دريم حديث: "من بني لله مسجدا بني الله له بيتا في الجنه". دمعنوي متواتر مثال: په دعاء كې ددواړو لاسونو د اوچتولو په باب حديثونه.

س : په متواترو احاديثو كې تاليف شوي كتابونه كوم دى؟ ج : له تاليف شوي كتابونو څخه مو دا لانديني كتابونه ترلاسه كړيدي: ا-"الازهار المتناثرة في الاخبار المتواترة- للسيوطي". ب - نظم المتناثر في الحديث المتواتر- لكتانى.

س : آحاد خبر كوم دى؟ ج : آحاد هغه حديث دى چې متواتر نه وى.

س :آحاد خبر په څوډوله ويشل كيږى؟ اوكوم دى؟ ج : آحاد خبر په درې ډوله دى: ا- مشهور ب‌- عزيز ت - غريب

س : دمحدثينو له نظره مشهور حديث كوم دى؟ ج : مشهور هغه حديث دى چې په هره طبقه كې دريو راويانو اوياله دريو څخه زياتو راويانو روايت كړى وي، چې دتواتر حد ته نه وي رسيدلى. او ويل شويدي: كه په اوله طبقه كې (دصحابه و په طبقه كې) له دريو څخه لږ هم وي پروانلرى.

س : عزيز حديث كوم دى؟ ج :عزيز حديث هغه ته وايي، چې په هره طبقه كې دوه راويانو روايت كړى وي، او كيداى شي چې حديث دراويانو له يوه تن څخه عزيز وي، او هغه داسې چې له هغه څخه دوه و راويانو روايت كړى وي.

س : غريب (فرد) حديث كوم حديث ته وايي؟ يومثال يي ذكر كړه؟ ج : غريب حديث هغه دى چې په روايت دحديث كې يو راوي دسند په هر ځاى كې چې وي يواځې وي. او مثال يي: د"انما الاعمال بالنيات" حديث دى چې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه په روايتولو كې عمر بن الخطاب رضي الله عنه يواځې روايت كړيدى، اوبيا دعمر څخه علقمه بن وقاص ليثي روايت كړى، او دعلقمه بن وقاص ليثي څخه محمد بن ابراهيم التيمي روايت كړى، او دمحمد بن ابراهيم التيمي څخه يحيى بن سعيد الانصارى روايت كړيدى.

س : دآحاد حديث او متواتر حديث تر منځه دقبول (منلو) او رد (نه منلو) يعنې د صحيحوالي اودضعيفوالي له حيثه څه فرق دى؟ ج : دمتواتر حديث صحيحوالى قطعي دى يعنې په قطعي ډول سره دقبول وړ دى. اما آحاد حديث څخه ځينې صحيح د قبول وړ دى او ځينې ضعيف اودمنلو وړ ندى.

س : حديث د صحيحوالي او دضعيفوالي له حيثه څو ډوله دى؟ ج : هغه چې عمل ور باندې ثابت دى حديث په درې ډوله ويشل كيږي: ا- صحيح ب- حسن ت- ضعيف زياتره پخوانيو علماو حديث په دوه ډوله ويشل او هغه : صحيح او ضعيف و. او هغه چاچې دحسن اصطلاح اضافه كړه هغه ترمذى رحمه الله و او مخكې له هغه څخه دا لفظ ډير لږ استعماليده

س : صحيح لذاته حديث تعريف كړه؟ ج : صحيح لذاته هغه مسند حديث دى چې په متصل اسناد سره روايت شوى وي او راويان يې له اوله تر پايه ټول دعدل او دپوره ضبط (حفظ) خاوندان وى او شاذ اومعلل نه وي.