خلافت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خلافت يا خلافة د اسلامي حکومتولۍ لومړنی نظام دی چې د اسلامي هېوادونو د مشرانو تر منځ د يو ډول اتحاد په توگه رامېنځ ته شوی و. په اصل کې دا د اشرافو پر بنسټ ولاړ يو جمهوريت دی چې ځانته اساسي قانون لري. په داسې يو نظام کې د دولت مشر خليفه بلل کېږي او خليفه او د هغه د دولت نور رسمي غړي د خلکو او د اسلام پلاوي گڼل کېږي او بايد د شرعيت او اساسي قانون له مخې حکومتولي وکړي. د خلافت په لومړنيو وختونو کې دا نظام د يوې مستقيمې ولسواکۍ ته ورته والی درلود چې خليفه د خلکو لخوا ټاکل کېده.

د خلافت معنی څه ده؟

خلافت په لغت کي د چا پر ځای کوم کار اجراء کولو ته وايي، او د کوم کار د سرته رسولو لپاره په خپل ځای د بل چا درولو ته استخلاف وايي، د خلافت لفظ په همدي معنی د قران کريم په دي ايت کي استعمال شوي دي، په کوم کي چي الله جل جلاله فرمايي: (وَقَالَ مُوسَى لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ)1 يعني (حضرت) موسی خپل ورور هارون (عليه السلام) ته وويل: ته زما په قوم کي زما پر ځاي د لارښووني کار پرمخ يوسه، او د اصلاح هڅه کوه او د ورانکارو پسي مه ځه.دي؟ ددي په باب د بيلا بيلو خلکو دريځونه څه دي؟ غربيان څه وايي؟ د مسلمانانو دريځ څه دي؟ ددي اعادي په وړاندي څه خنډونه پراته دي؟

په اصطلاح کي خلافت څه ته وايي:

په اصطلاح کې ددې مفهوم لپاره په عربي کي دوه لفظونه استعمال شوي دي، لومړی خلافت، او څوک چي ددې منصب درلودونکق وي هغه ته خليفه ويل کيږي، دوهم لفظ امامت او د منصب درلودونکي ته امام ويل کيږي. د خلافت په باب راغب اصفهاني وايي: (والخلافة النيابة عن الغير إما لغيبة المنوب عنه وإما لموته وإما لعجزه وإما لتشريف المستخلف وعلى هذا الوجه الأخير استخلف الله أولياءه في الأرض ، قال تعالى : { هو الذي جعلكم خلائف في الأرض } – { وهو الذي جعلكم خلائف الأرض } وقال { ويستخلف ربي قوما غيركم }2 يعني خلافت د بل چا نيابت ته ويل کيږي، يا خو د هغه د نه موجوديت له امله، او يا د هغه د مرگ له امله، او يا د هغه د ناتواني له امله، او يا هم ددې لپاره چي نيابت کوونکي ته د نيابت کولو په ذريعه عزت ورکړی شي، په همدې اخري معنا الله جل جلاله په مځکه کي خپل دوستان خليفه گان جوړ کړي دي، لکه په هغه ذکر شوو ايتونو کي چي راغلي دي. په خلافت کي دا ضروري نه ده چي هغه څوک چي د هغه نيابت کيږي هغه دي مړ او يا هم غائب وي، د همدي مفهوم د واضح کولو لپاره راغب اصفهاني وايي:(وخلف فلان فلانا قام بالأمر عنه إما معه وإما بعده) يعني د چا د نيابت معنی دا ده چي يا د هغه په موجوديت کي د هغه پر ځای کار وکړي، او يا هم له هغه څخه وروسته او د نه موجوديت په وخت کې. ددې معنی سره سم خليفه د اسلامي دولت هغه سر مشر ته ويل کيږي چي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په نقش قدم په عملي توگه د دين د پلي کولو لپاره هلي ځلي کوي، او په پرله پسي توگه د خلکو د گټو د ساتلو لاري چاري لټوي3.

د امامت معنی

امامت په لغت کې په چا پسې تللو، د هغه د خبرې منلو او هغه پسې د اقتداء کولو په معنی راځي، هغه که ښه وي او که بد.

دامامت اصطلاحي معنی

په اصطلاح کې امامت د أبو الحسن ماوردي په الفاظو کې دې ته وايي:”الإمامة: موضوعة لخلافة النبوة في حراسة الدين وسياسة الدنيا “4 امامت داسې اصطلاح ده چي د دين په ساتلو او د دنياوي چارو په سمبالولو کي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د نيابت د معنی لپاره ايښودل شوې ده. او امام الحرمين أبو المعالي عبدالملك الجويني چي يو لوی فقيه او متکلم دی هغه د امامت په تعريف کې وايي:”رياسة تامة، وزعامة عامة، تتعلق بالخاصة والعامة في مهمات الدين والدنيا مهمتها حفظ الحوزة، ورعاية الرعية، وإقامة الدعوة بالحجة والسيف وكفّ الحيف والخيف، والانتصاف للمظلومين من الظالمين، واستيفاء الحقوق من الممتنعين وإيفاؤها على المستحقين”(5). امامت يو داسې عام او بشپړ قيادت او مشرتابه ته ويل کيږي چې د دين او دنيا د مهمو قضاياوو په رابطه د عامو او خاصو ټولو پوري اړه لري، او دنده يې د اسلامي امت او دولت ساتنه، او د عامو خلکو د گټو ساتل، او په دليل او تورې (وسلي) سره د دعوت کار سرته رسول، او د ظلم او ويرې له منځه وړل، د مظلومانو لپاره د ظالمانو څخه انصاف تر لاسه کول، او د حقوقو د نه اداء کونکو څخه په بشپړه توگه حقوق تر لاسه کول او مستحقينو ته يي سپارل ـ ده. د علماوو ددې مخکي ذکر شوو تعريفاتو څخه په ډاگه د څرگنديږي چي داسي څوک چي ددين د ساتنې، د هغه د پلي کولو، او په دنياوي امورو کي د اسلامي امت د گټو په ساتلو کي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم نيابت کوي هغه ته خليفه ويل کيږي، او د هغه دې کار او منصب ته خلافت، او څرنگه چې د شرعي نصوصو په رڼا کي د امت په ټولو افرادو که هغه علماء وي او که عام وگړي په هغوي دداسي قيادت او زعامت خبره منل ضروري او فرض دي، او چي د صريح معصيت کار نه وي نو طاعت يي لازم دي له دي امله دي ته امام هم ويل کيږي.

خلافت کله پيل شو؟

د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د وفات سره سم د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه په خليفه کيدو د خلافت راشده نظام رامنځته شو، تر شا او خوا څلويښت کاله د راشدينو خلفاو نظام پرځاي پاتي شو، او د يو لړ طبيعي اسبابو له امله په کال 41 هجري کي خلافت د بنو اميه کورنۍ ته انتقال شو، او دا هغه وخت کله چي د حضرت حسن رضي الله عنه سره د صلحي نه وروسته حضرت معاويه رضي الله عنه د خلافت واگي په لاس کي واخيستي6، اموي خلافت تر کال 132هـ پوري دوام پيدا کړ، او کله چي په همدي کال ددي کورنۍ اخري خليفه مروان بن محمد د عباسيانو په لاس ماتي وخوړه نو خلافت د بنو العباس کورنۍ ته منتقل شو، او ابو العباس السفاح د چارو واگي په لاس کي واخيستي، عباسي خلافت په بغداد کي تر 30 محرم الحرام کال 656هـ الموافق 6 فروري 1258م کي په بغداد باندي د مغولو د قبضي تر وخته پوري قايم وه، او کله يي چي په همدي کال په بغداد کي د خلافت د سقوط حادثه رامنځ ته شوه په مسلمانانو دا حالت دومره سخت او مشکل وه چي په هيڅ ډول ورته د تحمل وړ نه وه، او دا ځکه چي مسلمانانو په هيڅ ډول دا تصور هم نشو کولاي چي دا دنيا دي د اسلامي خلافت له وجود څخه پرته قائمه پاتي شي، ابن الاثير چي د هغه وخت يو لوي مؤرخ دي په دي باب وايي: فلو قال قائل: إن العالم مذ خلق الله سبحانه وتعالى آدم، وإلى الآن، لم يبتلوا بمثلها؛ لكان صادقاً، فإن التواريخ لم تتضمن ما يقاربها ولا ما يدانيها7. که څوک ووايي چي د کومي ورځي څخه چي الله په دي دنيا کي ادم عليه السلام پيدا کړي ده په داسي مصبيت تر اوسه پوري نه ده مبتلا شوي نو خبره به يي سمه وي، ځکه هيڅ تاريخ د دي په څير د کومي حادثي د يادوني څخه خالي دي. ددي څخه وروسته مسلمانانو د خلافت د بيا اعادي لپاره کوښښونه پيل کړل چي په نتيجه کي لومړي د عين جالوت د معرکي اتل سلطان قطز چي په مصر کي د مماليکو يو قدرتمند حاکم وه، او بيا د سلطان الظاهر بيبرس چي د قطز د وژلو نه وروسته يي د چارو واگي په لاس کي واخيستي د منگوليانو د شکست څخه يوازې څو کاله وروسته په خپلو کوښښونو بيرته عباسي خلافت په کال 1261م کي بيرته په (قاهره) مصر کي را ژوندي کړ، او دي خلافت د کال 1517م پوري دوام وکړ کله چي سلطان سليم اول عثماني په همدي کال د مماليکو اخري پادشاه (قنصوي غوري) ته د (الريدانيه) په جنگ کي شکست ورکړ، د مماليکو حکومت يي پاي ته ورساوه، او د قاهري (مصر) د عباسيانو اخري خليفه (المتوکل علی الله دريم) يي د ځان سره (استاني) استنبول ته يوړ، او په دي توگه د عباسي خلافت دويم پړاو هم پاي ته ورسيد، او پر ځاي يي عثماني خلافت د اسلامي امت قيادت په غاړه واخيست، او د 3 مارچ کال 1924م پوري يي دوام پيدا کړ، او هغه وخت يي سقوط وکړ چي کله د غرب په لاسونو کي د لوبيدونکي او د هغوي د يو مزدور او يو بي دينه او اسلام دښمن شخص چي د مؤرخينو غالب گمان پري دا دي چي د دونما د يهودو له جملي څخه وه او مصطفی کمال نوميده په همدي کال او همدي ورځ د سلطان (عبد المجيد دويم) خلافت ملغی اعلان کړ او پر ځاي يي نوي ترکي جمهوريت اعلان کړ.

اوس چي کوم سوال راولاړيږي هغه دا دي چي ايا په اوسنيو حالاتو کي بيرته د خلافت د بيا را ژوندي کولو څه امکانات شته؟ او ايا دا ممکن کار اوسني زمانه کي به ددي شکل او صورت څه وي؟ څنگه به دا دومره لويه اسلامي نړۍ اداره کوي؟ دا او داسي نور ډير سوالونه د څيړلو وړ دي او بايد مفکرين دي ته د حل لاري ولټوي، په مختصر مضمون کي ماته په دي ټولو موضوعاتو څه ويل ممکن نه دي، له دي امله به زه د يو څو بنسټيزو پوښتنو په باب خپل معروضات وړاندي کړم.

د خلافت بيا اعاده او غرب او غرب پرستان

کله هم چي په اوسنۍ زمانه کي د اسلامي خلافت د اعادي او بيا را ژوندي کولو خبره کيږي، د غرب فکري او سياسي قيادت په ډيره ستغه او د معقوليت څخه په ډيره ليري توگه عکس العمل ښايي، يوازې دا نه چي عکس العمل ښايي بلکې په عملي توگه يي چي څه له وسع کيږي د داسي خلکو پر ضد يي تر سره کوي، همدا راز په اسلامي نړۍ کي د غرب د فکر څخه اغيزمن وگړي هم په همدي توگه عکس العمل ښکاره کوي، دلته د بيلگي په توگه د غرب د عکس العمل يو څو نموني وړاندي کول غواړم:

لومړي: په اوسني عصر کي چي هر اسلامي حرکت سياسي مشروع لرلي، او د هغه په نتيجه کي يي د اسلامي خلافت د اعادي لپاره د کار کولو کوښښ کړي هغه ټول اسلامي حرکتونه غرب په يو نوم او بل نوم ټکولي او ځپلي دي، د مثال په توگه په پيل کي دا ډول خوځښتونه دوي د (سياسي اسلام) او بيا د (بنسټپالو) او بيا د (ترهگرو) او (تروريستانو) په نوم د يادولو په ذريعه د اسلامي امت څخه د جدا کولو کوښښ پيل کړ، او په اسلامي نړۍ کي يي د حاکمانو په ذهنونو کي ددي ټکي ترزيق کولو په ذريعه دوي ته قناعت ورکړ چي همدا اسلامي خوځښتونه ستاسي راتلونکي سياسي سيالان او ستاسي چوکيو ته تهديد متوجه کونکي دي، او ددي کار په ذريعه يي ددي خوځښتونو د مخنيوي او په نطفه کي د خنثی کولو کوښښ وکړ، په دي لړ کي هميشه د غرب فکري منظرين او سياسي قيادتونه په پرله پسي توگه ډول ډول اصطلاحات ايجادوي8.

دوهم: په همدي لړ کي د غرب لخوا د يو شمير اسلامي خوځښتونو پر ضد د مخکينيو تورونو د لگولو نه وروسته د هغو د ځپلو او له منځه وړلو هيڅ فرصت له لاسه نه ورکول کيږي، بلکې په هر شکل د هر هغه کوښښ مخنيوي کول دوي خپله دنده بولي چي دي خوځښتونو ته د حکومتونو د جوړولو فرصت په لاس ورکوي، په دي لړ کي د غرب سياسي قيادونه هغه حکومتونه هم زغملي شي چي په استبداد او ديکتاتوري يي تورن کوي خو دي اسلامي خوځښتونو ته د قدرت د ترلاسه کولو د هر فرصت مخالفت کوي، او دا يوازې له دي امله چي دوي ويره لري چي هسي نه چي دا حرکتونه د اسلامي امت د يوځاي کولو او يو قوت جوړولو په لور عملي گامونه پورته کړي، او اسلامي خلافت احياء کړي، همدا ددوي بنسټيزه ويره ده، او شايد تر ډيره حده پوري دهغه جنگ تر شا هم همدا ويره وي چي د امريکا په مشرۍ کي غرب د تش په نامه تروريزم پر ضد پيل کړي دي.

دريم: او کله که کوم داسي څوک حکومت ترلاسه هم کړي، هغه ته په هيڅ شکل د کار کولو فرصت نه ورکول کيږي، د بيلگي په توگه کله چي په ترکيه کي استاذ نجم الدين اربکان د قدرت واگې تر لاسه کړي، او د خپل تصور سره سم يي د غرب د ظالمانه نړيوال سياسي نظام چي د هغه د وينا سره سم د ضعيفو ملتونو په استعمارولو او د هغوي د اقتصادي مواردو په استغلالولو ولاړ دي، ددي کوښښ وکړ چي په لومړي سرکي اته (8) لوي اسلامي هيوادونه را يوځاي کړي، او دا په پيل کي د اسلامي امت د يووالي لپاره بنسټ وگرځوي، او بيا نور مظلوم ملتونه هم ددي سره يوځاي کړي، چي په نتيجه کي د اوسني نړيوال نظام په مقابل کي بديل نړيوال نظام نړۍ ته وړاندي کړي، او په دي توگه نړۍ ددي اوسني غربي ظالمانه استعماري نظام څخه وژغوري، نو د پوځ په ذريعه يي د شپږ مياشتو په مختصره موده کي د قدرت څخه محروم کړ.

غرب ولې داسي کوي؟

دا سوال واقعي اهم دي چي بايد وڅيړل شي چي غرب ولي په دومره جديت سره د اسلامي امت د يوځاي والي او د اسلامي خلافت د بيا راژوندي کولو مخالفت کوي؟ او ولي يي دا د خپلي استراتيژي لپاره يوه محوري نقطه گرځولي؟ زما له نظره بلکې هر هغه څوک چي په دقيقه توگه تاريخ لولي او د هغه په رڼا کي د راتلونکي په باب رأي قايموي د داسي ټولو کسانو له نظره ددي دريځ بنسټيز لامل دا دي، چي غربي تمدن اوس خپل ځان ددي نړۍ واکدار بولي، او عملا ځان ته دا حق ورکوي چي دا نړۍ بايد د هغوي د افکارو، د هغوي د کلتور، د ژوند په باب د هغوي د فلسفو، د هغوي د اقتصادي نظام په بنسټ ولاړه وي، او د ليبرال ديموکراسي په بنسټ ولاړ سياسي او اجتماعي نظام خپل کړي، ځکه دا نظام هغوي ته داسي اعلی او بهتر نظام ښکاري چي انسان ورته رسيدلي شي9 د غرب له نظره همدا نظام د بشريت لپاره غوره دي، له بله پلوه ددي نظام په غالب پاتي کيدلو کي په نړۍ باندي د غربي تمدن قيادت او سيادت هم خوندي پاتي کيږي، دا ټولي گټي هغه وخت خوندي پاتي کيدلي شي چي داسي کوم محکم او مضبوط قوت وجود ونه لري چي د دوي دي غلبي ته تهديد متوجه کړي10، او په حقيقت کي هغه تمدن چي په بشپړه توگه د اخلاقياتو او ارزښتونو په ډگر کي د غربي تمدن سره توپير لري او دوي ته تهديد متوجه کولي شي هغه اسلامي تمدن دي، او هغه اسلامي فکر دي، همدا تمدن ددي اخلاقي مقومات لري که مادي طاقت ورسره يو ځای شي نو دوي ته ستر تهديد متوجه کولي شي، ځکه په نړۍ کي نور تمدنونه که هغه چينې تمدن دي که جاپاني تمدن دي او که کوم بل، دا تمدنونه د عقيدي، فکر، او ارزښتونو په ډگر کي د غربي تمدن سره ډير توپيرونه نه لري، او د اسلامي امت لخوا غربي تمدن ته دا تهديد هغه وخت متوجه کيدلي شي چي کله د مادي قوت اسباب ترلاسه کړي، او دا اسباب به په هغه وخت ددي امت لاس ته ورځي چي کله يو موټي شي او د مصيري او بنسټيزو قضاياوو په باب خپل دريځ يو کړي شي، يو سر ولري، د بنسټيزو قضاياو په باب د دريځ نيولو لپاره يو مرجع ولري، او دا ټول به هغه وخت رامنځته کيږي کله چي د اسلامي امت داسي يو کيان بيا ايجاد کړي شي چي موږ هغه ته اسلامي خلافت وايو، له همدي امله دوي په خپل پوره توان ددي کوښښ کوي چي دداسي ټولو کوښښونو مخنيوي وکړي چي کله هم د خلافت په بيا اعادي او راژوندي کيدو منتج کيدي شي.

ددي ترڅنگ دا هم له ياده ويستل نه دي پکار چي د غرب اوسيدونکي تر اوسه پوري د هغه ليکنو څخه اغيزمن دي چي په اروپا کي د عثماني خلافت د فتوحاتو په وخت کي ترسره شوي دي، هغه ليکنۍ اسلامي خلافت داسي تصوير کوي چي د غربي تمدن لپاره يي ستره خطره بولي، په دي باب د يو مسشرق تيودور نولدکي دکتاب (تاريخ قران) په مقدمه کي ددي کتاب مترجم (د. جورج تامر) وروسته له دې چي داسي کتابونو ته اشاره کوي چي د غرب فکري قيادتونو (مستشرقينو) ليکلي او په هغه کي اسلام ته توهين کړي او د خپل نظره يي د اسلام گمراهي په گوته کړي، له دي وروسته وايي:(طبعا کان هذا في زمن هدّدت فيه الجيوش العثمانيه وسط أوروبا، ووصلت إلی مشارف فينّا، أجل، إن صورة الإسلام کانت في ذلك الحين مطبوعة بالطابع التركي؛ حتى أن القرآن الكريم نفسه دُعي “الكتاب المقدس التركي”وهو العنوان الذي تحمله الترجمة الألمانية التي قام بها ديفيد فريدريك ميغرلين عام 1772م للقرآن الكريم من العربية مباشرة، و ربما أن هذا الواقع التاريخي ما زال يؤثر في تشكيل صورة الإسلام في أوروبا حتى يومنا هذا)11 طبعا دا په هغه وخت کي وه چي د عثماني خلافت پوځ منځنۍ اروپا د خپل تهديد لاندي نيولي وه، او د (ويانا) پولو ته رسيدلي وه، بلي، د غرب د اوسيدونکو په ذهنونو کي د اسلام تصور د هغه دريځونو څخه اغيزمن وه چي هغوي د ترکانو په وړاندي درلودل، (اسلام ته به يي هم په هغه سترگه ليدل په کوم نظر به يي چي ترکانو ته ليدل) تر دي چي قران کريم ته به يي هم (د ترکان کتاب مقدس) وايه، همدا د قران کريم په الماني ژبه د هغه ترجمي عنوان دي چي په کال 1772م کي (ديويد فريدريک مگرلين) د عربي څخه نيغ په نيغه سرته رسولي وه، او شايد همدا پخواني تاريخي حالت (يعني د عثماني خلافت د فتوحاتو حالت) تر اوسه پوري په اروپا کي د اسلام په باب د تصور په قايمولو کي اغيزمن دي!. يعني تر اوسه يي هغه ويره په ذهن کي ناسته ده چي چيرته بيا اسلامي خلافت منځته رانشي او بيا هغه حالت رامنځ ته نشي چي اسلامي امت د غرب په وړاندي د يو مغلوب امت پر ځای د يو غالب او ځواکمن امت په حيث راولاړ شي، او هغوي ته تهديد متوجه کړي.

په عين وخت کي هغوی تر اوسه هغه حالت نه دی هير کړي چي هغوي ورسره د عثماني خلافت له لاسه په شپاړسمې پيړۍ کي مخامخ وو، هغوی ددې څخه ويره لري چي که بيا اسلامي خلافت منځته راشي نو د نړۍ قيادت بيرته اسلامي امت ته منتقل شي، ځکه هغوی تاريخ گوري چي هر کله د اسلامي امت داخلي جبهه قوي شوي ده، دي امت او اسلامي تمدن د بشريت قيادت کړي دي، په دي زمانه کي هم دوي سره همدا ويره ده، که چيرته اسلامي امت يوځاي شي او اسلامي خلافت منځته راشي نو بيا دا قيادت دي امت ته منتقل کيدلي شي، او دوی هيڅکله دا نه غواړي چي له داسي حالت سره مخامخ شي، دا د هغه پلان څخه هم بالکل په ډاگه کيږي چي امريکايانو اعلان کړی دی چي شعار يې دا دی: (The 21st century is an American century) (يوويشتمه پيړۍ امريکايي پيړۍ ده) يعني بايد په دي پيړۍ کي د نړۍ قيادت د امريکايانو ـ چي د غربي تمدن مخکښه ده ـ په لاس کي پاتي شي.