محمد

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد
صلی الله عليه وسلم[۱]  د (P1035) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
(اراگونېسي: أَبُو الْقَاسِمِ مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
محمد
محمد

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۰ اپرېل ۰۵۷۱[۲][۳][۴]
مړینه ۸ جون، ۶۳۲
هديره شين گنبد  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه خديجه بنت خويلد (۰۵۹۵–۰۶۱۹)
سوده بنت زمعه (۰۶۱۹–۰۶۳۲)
حفصه بنت عمر بن خطاب (۰۶۲۴–۰۶۳۲)
جويريه بنت الحارث (۰۶۲۸–۰۶۳۲)
عايشه بنت ابي بکر (۰۶۱۹–۰۶۳۲)
زينب بنت جحش (۰۶۲۷–۰۶۳۲)
صفيه بنت حيي بن اخطب (۰۶۲۹–۰۶۳۲)
زينب بنت خزيمه (۰۶۲۵–۰۶۲۷)
ام سلمه هند بنت ابي اميه (۰۶۲۹–۰۶۳۲)
رمله بنت ابي سفيان (۰۶۲۸–۰۶۳۲)
ريحانه بنت زيد قرظي (۰۶۲۹–۰۶۳۱)
ماريه القبطيه (۰۶۳۰–۰۶۳۲)
ميمونه بنت الحارث (۰۶۳۰–۰۶۳۲)  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
نامتو زده کونکي انس بن مالک  د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک د اسلام انبیاء
سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه عربي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ځانګړي کړنې قرآن  د (P800) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د بدر غزا
د احد غزا
د خندق غزا
د خيبر غزا
د حنين غزا
د تبوک غزا  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب د اسلام د وروستي پيغمبر نوم دی. مسلمانان په دې گروهه دي چې محمد

د الله وروستی پيغمبر دی او تر هغه وروسته پيغمبري يا نبوت ختم شوی نو له همدې کبله د هغه د خاتم النبيين په نامه هم پېژندل کېږي. دې کایناتو دپيداکوونکى په انسانيت باندې دټولو نه لوى احسان دا دی چې ددوى دهدايت لپاره یې وخت په وخت دنياته انبياء عليهم السلام راليږلي دي او بيا په تيره تيره دټولو نه اخر ته یې زمونږ خوږ نبى صلى الله عليه وسلم درحمت اللعالمين په حيث راوليږلو اودهغوي بلنه او دژوند حالات یې دا رنگ په حفاظت کې وساتل چې دهغې بېلگه د نړۍ په يوانسانى تاريخ کې هيچرته هم نۀ شى موندل کيدی. درسول پاک ص دژوند ورځې شپې مونږته دارنگ په حفاظت اومکمل ډول رارسيدلى دى چې يو طرف ته خودهغې د دريښتنوالى داسې انتظام وشو چې تراوسه پورې د هغې په صداقت کې څوک چوڼ قدر له هم نۀ شى کولی اوبل طرف ته داوږدوالى یې داحال دی چې دحضور (ص) ويناگانې دژوند تيرولو لارې چارې کړه وړه ناسته پاسته خبرې اترې داستوگنې چلونه کلى کلولى اولاتيریدا چې د خوراک څښاک ، د ویده کيدو ويښيدو اودو شتو ټوکو پورې واړه حرکتونه دامت مشرانو محفوظ ساتلى دى

لنډه دا چې دهغوى (ص) پحقله يونيم زر کاله پس نن هم مونږ دهرڅه نه خبر يو اوداځکه چې دهغوى (ص) تعليمات ترقيامته پورې پاتې کيدونکى دى دلته زۀ صرف دحضور (ص) داولنى ژوند مبارک په حقله څوټکى عرض کول غواړم .

دحضور پاک (ص) دژوند مبارک دحالاتو نه وړاندې داضرورى ده چې مونږ دهغه زمانې تاريخى حالت ته لږه ډيره توجه وکړو کوم چې په هغه وخت کې دعربو يادخواوشا دملکونو وه اودا ځکه چې ددې نه بغير مونږه دنبوت اهميت نه شو محسوسولی اسلام چې کوم تعليم پيش کړی دی دهغې بنياد په توحيدرسالت اواخرت دی داهغه رڼاده چې ددې نه هغه زمانې کې نه صرف عرب بلکې ټوله دنيا بې خبره او په تيارۀ کې پرته وه داصحيح ده چې درسول پاک نه وړاندې دالله تعالى ډير نازولى نبيان دنياته راغلى وو اودزمکې هرگټ ته ئې دتوحيدتعليم رسولی ؤ دگمراهۍ په تياروکښې بد بد راگير وو سپوږمۍ ،نمر، ستورى اوفرښتې غرونه، ماران اوکاڼى بوټى ئې ځان له دخدائى تعالى په نوم نيولى وو دبې شميره خدايانو په لاس کې ئې د ژوند واگې ورکړې وې او يوحقيقى الله پاک ترې نه هيرؤ .

سياسى اعتبارسره په دغه زمانه کې دوه ښه طاقتونه موجود وو يوفارس اوبل روم دفارس مذهب مجوسيت ؤ او دروم عيسائيت ددې دوو نه علاوه يهوديانو اوهندوانو هم وجود لرلو اوپه خپل خپل ډول کې ؤ درښتياوالى دعوى کوله په ايران کې دستورو عبادت عام ؤ نوره دنياهم په رنگ رنگ اوتوبوتو سر وه لنډه دا چې په هر لور دکفر تور تم وه انسانيت دخپل خلاصون دپاره دچاخوا خوږى په انتظار کې خپلې دوه سترگې څلور کړې وې دعربو په يوه لويه حصه کې يعنې قرى وادى ،خيبر اووزک کې ديهوديانو اکثريت ؤ مدينه کې هم ديهوديانو شمير زيات ؤ په ملک کې دشرک دود دستور راج ؤ خلقو دبتانو کاڼو فرښتو اوپيريانو عبادت کولو .

ليکن ددې هرڅه باوجود ديوخدائې تصور هم خلقو کې موجود ؤ خوداتردې حده پورې چې هغه به ئې د نورو خدايانو نه لوئى خدائې گڼلو ولې دا عقيده ئې دومره کمزورې وه چې عملاً به ئې په خپلو لاسونو جوړ شوى خدايان هرڅه گڼل اوپه دې غرض ئې خانه کعبه کې چې اسلام نه اگاهو به ورته بيت الحرام وئيلی شو درې سوه شپيتۀ بتان ايښودى وو چې دژوند هره کشاله کې به عربو دوى ته دخپلې حاجت روايۍ پحقله منت زارى کوله اولسى حيثيت سره هم هر رنگ بدى په دوى کې پيدا شوې وې ولې بياهم دعربو بعضې صفتونه دقدر وړ دى په دې کې ميلمستيا پياوړتوب، دسختۍ ژوند تيرول دژبې فصاحت ،دحافظې مضبوطى اوپه لوظ قول ټينگ پاتې کيدل وغيره.

زيږيدنه

موږ ملسمانان پدې گروهه او ايمان لرو چې محمد صلى الله عليه وسلم د څښتن تعالى رالېږل شوې رسول او وروستې نبي او د رسولانو پاى په ده شوې دى. محمد صلى الله عليه وسلم يوې كورنۍ، قبيلې، يا قوم ته نه دى رالېږل شوې، بلكه ټولې نړۍ ته رالېږل شوې، كه هغه انسان دې كه پېرې دى. نبي عليه السلام د دوشمنبې په ورځ، د ربېع الاول په دولسمه نيټه، د فيل له كال څخه پنځوس ورځې وروسته چې د كال له ۵۷۰زېږيز كال سره سمون خوري، په مكه مكرمه كې زېږېدلې.

نبوي نومونه

  • محمد:رسول الله
  • أحمد:
  • الماحى:
  • الحاشر:
  • العاقب:
  • هغه نبي چې وروسته ترې بل نبي او رسول نشته.

پېداېښت او روزنه

د اسلامي سيرت د كتابونو له مخې محمد صلى الله عليه وسلم په بني هاشم كورنۍ كې يتيم وزېږېد. پلار يې دده مبارك له پېداېښت څخه لږ مخكې وفات شوې ؤ. محمد نوم ورته عبدالمطلب چې نيكه يې كېده، غوره كړ. دا نوم په هغه وخت كې په عربو كې چا نه پېژانده. د عربو دا عادت ؤ چې خپل كوچنيان به يې د رضايي مېندو په لاس وركول ترڅو د ناروغيو څخه په امن كې پاتې شي، او دارنگه ددوي جسمونه او اعصاب قوي شي. او لدې ټولو څخه زيات پام به يې د كليوالې سوچه عربي ژبې ته ؤ، ترڅو ددوي كوچنيان سوچه عربي ژبه زده كړي. نو بني سعد قبيلې ښځې د كوچنيانو ترلاسه كولو لپاره د مكې پر لور راوخوځېدې، خو هېچا هم دا نه خوښوله چې د محمد صلى الله عليه وسلم په څېر يتيم كوچنې ځان سره بوځي. ځكه له داسې يتيم څخه د څه شي ترلاسه كول ورته ناشونې ښكارېده چې پلار به يې نه ؤ ژوندې. ټولې ښځې د كاروان پر لور روانې وې او خوشالۍ يې كولې ځكه چې هرې يوې د روزلو لپاره كوچنې موندلې ؤ خو حليمه سعديه يو له هغو نا امېده ښځو څخه وه چې محمد صلى الله عليه وسلم يې ددې لپاره پرېښې ؤ چې هغه خواركې يتيم ؤ. نو په پاى حليمې او د هغې خاوند دا وپتېيله چې د قوم له شرمه چې مبادا سبا ونه وايي چې چا ورته زوې د روزلو لپاره ورنه كړ، پدې سلا راغله چې محمد صلى الله عليه وسلم له ځان سره كلي ته بوځي. كله چې كاروان د بني سعد په لورې يون پېل كړ نو د حليمې بي بي ډنگره اوښه داسې په منډه وه چې له ټول كاروان څخه مخكې شوه او كلي ته ورسېده. ټول كاروان دې معجزې ته هك پك پاتې ول. بي بي حليمه دې ته اريانه وه چې يوخوا خپل ماشومان نه شي مړولاى، او له بلې خوا دا يتيم سره به څه كوي، خو د څښتن تعالى كارونه وه، د بي بي حليمې شېدې دومره زياتې شوې چې د ټولو ماشومو او محمد صلى الله عليه وسلم به وڅښلې نو بيا به هم پاتې وى. د چېليو غولانځې راپرېښودې. اوښه ښه مسته او له ډنگروالي خلاصه شوه. ملك ټول زرغون شو. هرېخوا خوشاله خوشالي راغله. بي بي حليمې دا درك كړه چې دا ټول نعمتونه يواځې د همدې يتيم كوچني له بركه پر دوي راورېږي. نو د هغه په روزنه او پاملرنه كې به يې هېڅكله هم درېغ نه كاوه. نبي عليه السلام په بني سعد كې تر څلورو كلو پورې و اوسېده، ان تردې چې د سينې څېرې كېدنه (شق الصدر) ورپېښ شول. نو حليمه بي بي پدې كوچني ووېرېده چې نه مبادا څوك ضرر ور ونه رسوي، نو ځكه يې خپلې مور بي بي امنې ته ور وستلو. كله چې شپږو كلو ته ورسېد نو مور بي بي يې وغوښتل ترڅو له ځان سره يې د پلار قبر ته بوځي. نو له خپل يتيم زوې محمد صلى الله عليه وسلم او خدمتگارې سره مكې معظمې څخه د مدينې منورې په لورې وخوځېده. بېرته راتلو په وخت په لار كې بي بي امنه ناروغه او په حق ورسېده. محمد صلى الله عليه وسلم د خادمې سره د هغه د نيكه څنگ ته وروستل شو. پس لدې له عبدالمطلب سره اوسېده. نيكه به وربانې ډېر خيال كاوه، ان تردې چې د قرېشو په غونډو كې به يې خپل څنگ ته كېناولې ؤ چې دا كار په قرېشو ښه نه لگېده. كله چې محمد صلى الله عليه وسلم ۸ كلن شو نو نيكه يې هم په مكه معظمه كې په حق ورسېد. مخكې لدې چې مړ شي خپل نوسې يې ابو طالب چې د پلار سكنې ورور يې ؤ ته وسپاره. ابو طالب د خپل وراره ترخپلې وسې او له وسې اخوا هم روزنه وكړه، وراره له خپلو زامنو څخه ورته ډېر گران ؤ. محمد صلى الله عليه وسلم د خپلې ځوانۍ په لومړنيو كلونو له خپلو رضاعي وروڼو سره په بني سعد كې پسونه څرول، او په مكه كې خپلې كورنۍ ته. وروسته لدې چې ښه ځوان شو سوداگرۍ ته يې مخه كړه. نبي صلى الله عليه وسلم له نبوت څخه مخكې په رښتوني او امانت كار (صادق الامين) نومول شوې ؤ، ان دښمنانو به يې هم ورسره خپل امانتونه اېښودل.

د نبي عليه السلام صحابه

ابو بكر صديق رضي الله عنه -حضرت عمر فاروق رضي الله عنه - عثمان رضي الله عنه - علي بن أبي طالب - خالد بن الوليد رضي الله عنه - عمرو بن العاص رضي الله عنه - عمار بن ياسر رضي الله عنه - بلال بن رباح - أبي بن كعب - سعد بن أبي وقاص - سعد بن معاذ - عبد الله بن عمر بن الخطاب - عبد الرحمن بن عوف - الزبير بن العوام - طلحة بن عبيدالله - سعيد بن زيد

د سيدنا محمد د ژوند مهمې پېښې په څو ليكو كې

شپږم زېږيزه پېړۍ

  • ۵۴۵. د عبدالله بن عبدالمطلب زېږېدنه.
  • 571م. د نبي عليه السلام زېږېدنه د قيل په كال كله چې د يمن واكمن حبشي ابرهه غوښتل په مكه مكرمه بريد وكړي، خو پدې بريد كې يې خپل سر وخوړ.
  • 577م. نبي عليه السلام مدينې منورې ته له خپلې مور بي بي سره ځي، چې د لارې په اوږدو كې يې مور بي بي په حق رسېږي.
  • 580 م. دنبي عليه السلام د تره عبدالمطلب مړينه .
  • 583 م. له خپل تره ابو طالب سره د شام په لورې په سوداگريز كارون كې يون پېل كول، كله چې يهودي راهب بحيرا په بصره كې د هغه ونې لاندې وليده چې ښاخونه يې په نبي عليه السلام باندې راښكه كړي وه، نو نوموړي راهب ابو طالب ته دده په خوندي ساتلو كې سپارښتنه وكړه.
  • 586م. د حرب الفجار جگړه كې گډون كول.
  • 591 م. النبي محمد ينضم لحلف الفضول لنصرة الضعفاء .
  • 594 م . نبي صلى الله عليه وسلم له سيده خدجه رضي الله عنها سره په سوداگرۍ كې مرسته كوي، او د هغې سوداگريزه مالونه د شام په لورې وړي.
  • 595م .نبي عليه السلام له خديجې رضي الله عنها سره واده كوي.

اووم زېږيز پېړۍ

  • 605 م. نبي عليه السلام د توره ډبره (حجر الاسود) د ټولو قرېشو په استازيتون د كعبې شريفې په دېوال كې كېدې.
  • 610 م . د لومړي ځل لپاره د حرا په غار كې وحې (قران) راغله، او د څښتن تعالى له لورې رسول غوره شو.
  • 613 م. رسول عليه السلام د ساره غره په څنگ كې خلك اسلام ته راوبلل.
  • 614 م . رسول عليه السلام بني هاشم اسلام ته راوبلل.
  • 615م. د مسلمانانو زورول د قرېشو لخوا، او د ځينو كډه كېدنه حبشې ته په لومړي هجرت كې.
  • 616 م. د مسلمانانو دوهمه كډه كېدنه حبشې ته.
  • 617 م. د قرېشو لخوا د اړيكو پرېكول او د رسول صلى الله عليه وسلم او د بني هاشم راگېرول په شعب كې د مكې څخه له باندې.
  • 619م . د بنديزونو پورته كول. د ابو طالب او خديجې (د رسول الله صلى الله عليه وسلم ماندينه) رضي الله عنمها مړينه. او دا كال د خپگان په كال ونومول شو.
  • 620 م . د رسول الله صلى الله عليه وسلم سفر طايف ته. او د اسرا او معراج سفر.
  • 621م. د عقبه لومړې تړون.
  • 622م. د عقبه دوهم تړون. او د رسول الله صلى الله عليه وسلم هجرت يثرت (مديني) په لورې.
  • 624 م . د بدر غزا چې د مسلمانانو په بري تمامه شوه. او د بني قېنقاع يهود له مدينې منورې څخه وشړل شول.
  • 625م. د احد پېښه او د ۷۰ صحابه ؤ په شهادت رسېدل د منى له كوهي سره، او د بني نظير يهودو شړل له مدينې منورې څخه.
  • 626م. د بني المصطلق غزا.
  • 626م . د خندق غزا. وترحيل يهود بني قريظة من المدينة المنورة.
  • 627م. د رسول الله صلى الله عليه وسلم او قريشو ترمنځ د حدېبيې تړون.
  • 629م.حجة الرسول لمكة . د مؤتة غزا د روم پرضد.
  • 630 م .د مكې برې .
  • 631 م . د تبوك غزا. عام الوفود .
  • 632م . حجةالوداع . د رسول الله مړينه . دابي بكر غوره كول د رسول الله د خليفه په توگه. او د اسمامه په مشرۍ يوه ډله مجاهدين د شام په لورې لېږل.

دنبوي نسب لړۍ

رسول الله صلى الله عليه وسلم ټبر د عرب په بنو اسماعيل كې دقريشو دقبيلې دهاشم له كورنۍ څخه دى چې دنسب لړۍ يې داده : محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصى بن كلاب بن كعب بن لؤى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان . له تاريخي رواياتو څخه څرگنديږي چې له عدنان څخه تر حضرت اسماعيل عليه السلام پورې دڅلويښتو پلرونو واټن دى خو په همدې منځ كې ټول نومونه ثبت شوي نه دي ځكه عربو به په لرې ليكونو كې يواځې وتلي نومونه يادول هغه نومونه چې له عدنان څخه تر اسماعيل عليه السلام پورې ثبت شوي دا دي : عدنان بن عدو بن المقوم بن تارح بن يثحب بن يعرب بن ثابت بن اسماعيل بن ابراهيم عليهما السلام .

درسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه

ديوه وتلي مصري هيئت پوهاند محمود پاشا فلكي د رياضي له څيړنې سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم دربيع الاول په نهمه نيټه ددوشنبې په ورځ چې د571 م كال داپريل دمياشتې له شلمې نيټې سره سمون خوري زيږيدلى . پلار يې تر پيدايښت له مخې وفات شوى وو , او عبدالمطلب ورباندې محمد نوم كيښود. رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دوه درې ورځې بي بي آمنې ,بيا دابو لهب وينځې (ثوبيي) او وروسته حليمې سعديي تى وركړ , دعربو دا دود ووچي خپل ماشومان به يې له ښاره دباندې ښځو ته دشيدو وركولو لپاره ورسپارل ,او په دې كې دا گټه وه چې يوخو به ماشومانو دعربي ژبې سوچه لهجه زده كوله او بل داچې دعربو ځانگړتياوې به پكې راتلې په همدې موخه به دكليو ښځې په كال كې دوه ځله ښار ته راتلې اوماشومان به يې وړل . درسول الله صلى الله عليه وسلم له پيدايښت څخه څو ورځې وروسته دهوازن كورنۍ ښځې ښار ته راغلې چې په دوی كې يوه هم حليمه وه , حليمې بل ماشوم پيدا نكړای شو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم مور بي بي غوښتل تر څو خپل زوی ورته وسپاري حليمې سره له دې چې دهغوی دبې وزلۍ او دماشوم ديتيمتوب له كبله دڅه شي تمه نه درلوده ,خو تر تش لاس تللو ورته ښه وبريښيدله او ماشوم يې له ځان سره واخيست . رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته دبني سعد (هوازن) په كورنۍ كې دوه كاله پاتې شو,خو كله چې حليمې سعديي هغه ښار ته راوست نو د(وبا) ناروغي گډه وه نو بي بي آمنې ورته وويل چې محمد صلى الله عليه وسلم بيا له ځانه سره بوځه ,حليمې سعديې ومنله او په يوه روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته تر شپږو كلونو پورې پاتي شو.

درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره

درسول الله صلى الله عليه وسلم قد منځنى , غړي برابر , رنگ سور او سپين , تندى پلن , وروځي سره نښتي , پزه يې دنگه او لوړوالي ته مايله وه ,مخ يې ډير غوښن نه وو ,خوله يې څه ناڅه غټه ,او غاښونه يې سره بيل بيل وو,غاړه يې دنگه اوسريي غټوالي ته مايل وو ,سينه يې پراخه ,دسر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو,مباركه ږيره يې گڼه وه ,سترگې يې تورې , باڼه يې لوی او اوږده وو , وُلي يې غوښن ,او دوږو هډونه يې لوی وو, په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه , په اوږو اوليڅو يې ويښتان وو , دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو ,څنگلي يې اوږدې او پوندې يې نازكې وې , دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبه تيريدلای شوې . درسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهگۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير گړندى گرځيده ,خبرې به يې په دمه دمه كولې , كه به يې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله ,غږ يې لوړ وو , دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير لږخندل ,او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو .

درسول الله صلى الله عليه وسلم لباس

په نبوي لباس كې كومه ځانگړتيا نه وه ,عام كالي يې له څادر ,كميس او لنگ څخه عبارت وو ,يو روايت راغلى چې يو پرتوگ يې اخيستى وو او دا شوني ده چې اغوستى به يې وي . ډيرى مهال به يې توره پگړۍ په سر كوله ,پگړۍ به په خولۍ برسيره تړله ,خولۍ به يې ساده اوټيټه وه ,شمله به يې كله (په ښي اوږه-ځكه خو هم كيڼ لورې ته دشملې پريښودل له شرعي پلوه بدعت بلل شوي) او كله هم دوليو په منځ كې پرته وه ,او كله به يې تر غاړه تاووله . يمني څادر يې ډير خوښ وو ,چې هغه به كرښې درلودې , شامي عبا (چوپانه) يې هم استعمال كړې ده ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به كله كله قيمتي او ښكلې جامې هم اغوستې ,په رنگونو كي يې (سپين) رنگ خوښ وو سور رنگ يې نه خوښاوه . درسول الله صلى الله عليه وسلم به ښه بوی ډير خوښيده , د(سكته )په نوم عطر به يې ډير استعمالول ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دموزو پښو كولوډيرخوی نه درلود, خو كومې دڅرمنې موزې چې نجاشي ورته راليږلې وې هغه يې استعمال كړې وې ,معمولا به يې څپليو ته ورته پڼې (موچڼې) په پښو كولې . نبوي بستر يوه څرمن وه , چې دخُرما له پاڼو څخه ډكه شوې وه ,او كټ يې په بوڼ اُوبدل شوى وو. د(محمدرسول الله ) په نوم دسپينو زرو په گوتې كې يو مهر كندل شوى وو چې دټاپې لگولو په مهال به يې دښي لاس په گوته كوله ,رسول اكرم صلى الله عليه وسلم په جنگونو كې خول او زغره هم استعمالوله , داُحد په وتلي جگړه كې يې دوه زغري اچولې وې . بلنې

ځانگړتياوې

داځانگړتياوې دوه ډوله دي : ذاتي او نبوي

ذاتي ځانگړتياوې هغه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دامت په مقابل كې وركړل شوي دي , او نبوي ځانگړتياوې هغه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دنورو انبياوو په مقابل كې وركړل شوي دي .

ذاتي ځانگړتياوې

نبوة او دنبوة لوازم لكه وحي ,الهي انباء , دحضرت جبرايل عليه السلام راتلل ,او داحكاموتنسيخ , داټول هغه څه دي چې دامت افرادو ته ندي وركړل شوي .بلكه دامت افرادو ته يواځې ريښتينى خوب ,كشف او الهام پاتې دي . عام مسلمانان پدې شرط چې عدل وساتلی شي يواځې څلور ښځې په نكاح كولای شي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم تر څلورو زياتې ميرمنې هم په نكاح اخيستې شوې . عام مسلمانان كولای شي چې داهل كتابو له ښځو سره نكاح وكړي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا اجازه نه وه او داځانگړتيا يو قيد وو . رسول اله صلى الله عليه وسلم ته دا اختيار وركړل شوى وو چې په موجوده نهو بيبيانو كې څلور ځان ته ورنژدې كړي او نورې سره له دې چې دپيغمبر صلى الله عليه وسلم دنكاح شرف يې درلودخو له ځان څخه يې لرې كړې اوپدې غوراوي كې يې رد او بدل هم كولای شو . درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته دهغه پاكې بيبيانې هيچا هم نشوای په نكاح كولای . دشپې لمونځ (تهجد) دعام امت لپاره مستحب دى خو په رسول الله صلى الله عليه وسلم فرض وو . دڅاښت لمونځ په رسول الله صلى الله عليه وسلم دفرض لمانځه په څير واجب الادا وو . رسول الله صلى الله عليه وسلم به دمازديگر تر لمانځه وروسته هم دوه ركعته لمونځ كاوه خو امت ته تر مازديگر وروسته او تر ماښام له مخه لمونځ كول روا ندي . دامت لپاره پر له پسې(بې له روژه ماتي كولو) روژه نيول نه دي روا ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم به څو ورځېپه پرله پسېتوگه پرته له ماتولو روژه نيوله . درسول الله صلى الله عليه وسلم اودټول اهل بيت لپاره دزكوة دمال خوړل ناروادي .

نبوي ځانگړتياوې

له حديثو څخه څرگنديږي چې درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانگړتياوېپه لاندېډول دي

رعب او نصرت

تر رسول الله صلى الله عليه وسلم وړاندېدنبيانو مادي ځواك لږ وو, او كه به دحضرت موسى او حضرت داود او حضرت سليمان عليهم السلام په څير نبيانو مادي ځواك درلودهم مگر رعب ورسره نه وو, خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دمادي ځواك ترڅنگ دومره رعب هم وو چې ډير زورور خلك پرته له جگړې كولو څخه دتسليمې کړۍ ته راغلل .

دسجدې عام ځای

تر رسول الله صلى الله عليه وسلم دمخه نبيانو قرباني او عبادت له ځانگړيو ځايونو پرته بل چيرې نه وو روا, خو درسول الله صلى الله عليه وسلم دين په ځانگړو ځايونو پورې ندى تړلى ,هر ځای سجده ,دعا او قرباني كيږي .

دپيروانو ډيرښت

ډيرى انبيا عليهم السلام داسې تير شوي چې دامتونو شميره يې دگوتو تر شمير نه ده اوښتې , خو محمدي امت آن درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كې دومره ډير وو چې دحجة الوداع په مهال نژدې سل زره كسان درسول الله شاو خوا راټول وو اودلبيك اللهم لبيك نارې يې وهلې .

عامه بلنه

پخوانيو نبيانو به يواځې يوه قوم يا يوه هيواد يا ديوه مهال لپاره مبعوث كيدل خو دمحمدي رسالت لمن له انسانانو څخه پرته آن تر پيريانو هم واوښته او پيريانوته يې هم سمې لاري ته دراتلو بلنه وركړه .

جوامع الكلم

پخواني كتابونه او صحيفې يو هم جامعيت نه لري ,په ځينو كې يواځې دقومونو تاريخ دى ځيني يې بيا دعقيدې برخې بيانوي او ځينې نور يې هم داسې درواخله خو قرآنكريم هغه يواځينى جامع كلام دى چې د دين او دنيا ټول گوټونه يې روښانه كړي ,عقايد ,اخلاقيات ,اومعاملات هرڅه پكې شته هرچا څه ترې ايستلي كه څه هم دقرآنكريم ډيره برخه مباركوحديثو واضحه كړې خو بيا يې هم باريكۍ پاتې دي .

د دين پوره والى

الهي دين چې له آدم عليه السلام څخه رانيولی بيا تر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پورې يودين وو او دانبياوو له خوادهمدې يوه دين اصولو ته بلنه كيدله همدا دين دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په بعثت او بلنه سره بشپړشو .

دنبوت پای ته رسيدل

درسول الله صلى الله عليه وسلم په سپيڅلي ذات ټول پيغمبرانه نعمتونه پای ته ورسيدل ,او دنبوت لړۍ هم پای ته ورسيدله ,اوپدې ډول نو نړيوال دبل پيغمبر دراتگ له انتظار څخه خلاص شول .

تلپاتې معجزه

دنوروانبياوو معجزې دهمهغه مهال لپاره وې ,خو محمدي معجزه دتل لپاره ده .كه قرآنكريم په هغه مهال دعربو دادب او شاعرۍ په ډگر كې معجزه وه ,خو نن دژوند په هر ډگر كې معجزه ده , دانساني ماغزو نوې لاس ته راوړنه (كمپيوټر) هم نن نارې وهي چې قرآنكريم يوه معجزه او له هر ډول لاس وهنې څخه خلاص يو كتاب دى .

دشفاعت كولو مقام محمود

په هغه ورځ چې انسانان دمايوسۍ په حالت كې حضرت آدم عليه السلام ,حضرت نوح عليه السلام ,حضرت ابراهيم عليه السلام , حضرت موسى عليه السلام ,او حضرت عيسى عليه السلام ته ورشي اودشفاعت غوښتنه ترينه وكړي , هر يوبه خپل خپل عذر ورته ووايي او په نفسي نفسي نارو به سر وي خو چې ددواړو كونو سردار محبوب رب العالمين حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم ته ورشي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به دلوی پالونكي په درباركې عرض وكړي , دخدای جل جلاله له لورې به ورته دشفاعت كولو اجازه وركړل شي او دې ته مقام محمود ويل كيږي دكوم چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دقرآنكريم په سورة اسراء كې ژمنه شويده .

کورنۍ

ميرمنې

  1. خديجه بنت خويلد
  2. سوده بنت زمعه
  3. عايشه بنت ابي بکر
  4. حفصه بنت عمر بن خطاب
  5. زينب بنت خزيمه
  6. ام سلمه هند بنت ابي اميه
  7. زينب بنت جحش
  8. جويريه بنت الحارث
  9. رمله بنت ابي سفيان
  10. ميمونه بنت الحارث
  11. صفيه بنت حيي بن اخطب
  12. ماريه قبطيه
  13. ريحانه بنت زيد قرظي

زامن

درسول الله صلى الله عليه وسلم داولادونو په شميره كي اختلاف دى خو په كوم روايت چې اتفاق راغلى په هغه كي درسول الله صلى الله عليه وسلم اولاد شپږ ښودل شوى ,دوه زامن او څلور لوڼي ,خو ابن اسحاق دطاهر او طيب په نامه هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه نور زامن ياد كړي دي . يو روايت لا داهم دى چې دسول الله صلى الله عليه وسلم څلور لوڼي او اته زامن وو . دااتفاقي خبره ده چې له ابراهيم نه پرته درسول الله صلى الله عليه وسلم نور ټول اولادونه له ام المؤمنين حضرت خديجې رضى الله عنها څخه زيږيدلي وو .

    1. قاسم حضرت زينب رضي الله عنها
    2. حضرت رقيه رضى الله عنها
    3. حضرت ام كلثوم رضى الله عنها
    4. دجنتي ښځو سرداره حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها
    5. ابراهيم

ابراهيم

د رسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى زوى ابراهيم دى ,دهجرت په اتم كال د ذى الحجې په مياشت كې زيږيدلى ,حضرت ماريه قبطيه رضى الله عنها به په عاليه نومې ځای كې اوسيدله ابراهيم هم هلته زيږيدلى خلكو به وروسته هغه ځای د ( ابراهيم مشربه) بلله . په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې دابراهيم زيرى ابو رافع وكړ,په زيري كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته يو مريي وركړ .رسول الله صلى الله عليه وسلم په اوومه ورځ دابراهيم عقيقه وكړه ,دده دويښتانو په كچ سپين زر يې خيرات كړل ,او نوم يې ورباندي ابراهيم كيښود . دابراهيم لومړۍ دايه دحضرت ابو رافع ميرمن بي بي سلمى وه , بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم نوموړى ام سيف ته وسپاره چې دمدينې په شاو خوا كي اوسيدله , رسول الله صلى الله عليه وسلم به دام سيف كورته دابراهيم دليدو لپاره ورتلو ,هغه به يې په غيږ كي نيولو مينه به يې ورسره كوله او ښكلولوبه يې . ابراهيم دام سيف په كور كي وفات شو ,دوفات په مهال د دوو مياشتو او لسو ورځو وو ,دزنكدن په مهال يې رسول الله صلى الله عليه وسلم څنگ ته ناست وو ,دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ . اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا د رسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى زوى ابراهيم دى ,دهجرت په اتم كال د ذى الحجې په مياشت كې زيږيدلى ,حضرت ماريه قبطيه رضى الله عنها به په عاليه نومې ځای كې اوسيدله ابراهيم هم هلته زيږيدلى خلكو به وروسته هغه ځای د ( ابراهيم مشربه) بلله . په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې دابراهيم زيرى ابو رافع وكړ,په زيري كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته يو مريي وركړ .رسول الله صلى الله عليه وسلم په اوومه ورځ دابراهيم عقيقه وكړه ,دده دويښتانو په كچ سپين زر يې خيرات كړل ,او نوم يې ورباندي ابراهيم كيښود . دابراهيم لومړۍ دايه دحضرت ابو رافع ميرمن بي بي سلمى وه , بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم نوموړى ام سيف ته وسپاره چې دمدينې په شاو خوا كي اوسيدله , رسول الله صلى الله عليه وسلم به دام سيف كورته دابراهيم دليدو لپاره ورتلو ,هغه به يې په غيږ كي نيولو مينه به يې ورسره كوله او ښكلولوبه يې . ابراهيم دام سيف په كور كي وفات شو ,دوفات په مهال د دوو مياشتو او لسو ورځو وو ,دزنكدن په مهال يې رسول الله صلى الله عليه وسلم څنگ ته ناست وو ,دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ . اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا

لوڼې

درسول اکرم ﷺ څلور لوڼي وې چي عبارت له فاطمه، رقیه، ام کلثوم او زینب رضی الله تعالی عنهن اجمعین څخه وې .

رقيه رضى الله عنها

رقيه رضى الله عنها هم تر بعثت له مخه زيږيدلې وه ,لومړۍ نكاح يې دابو لهب له زوی عتبه سره شوې وه , درسول الله صلى الله عليه وسلم بله لور حضرت ام كلثوم رضى الله عنها هم دابو لهب نږور وه ,خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ددښمني له امله ابو لهب خپل دواړه زامن ددې بيبيانو طلاقولو ته اړايستل ,او همداسي وشول . حضرت رقيه رضى الله عنها وروسته حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,او ورسره يوځای يې حبشې ته هجرت وكړ , بيا مكې ته راغلل او مدينې ته مهاجر شول ,حضرت رقيه رضى الله عنها دبدر دغزا په مهال ناروغه او وفات شوه,ددې دناروغي له امله حضرت عثمان رضى الله عنه دبدر په غزا كي او دبدر دغزا له كبله رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې بي بي په جنازه كي گډون ونه كړاي شواي . دحضرت رقيي رضى الله عنها په حبشه كي يو ماشوم زيږيدلى وو چې عبدالله نوميده او په شپږ كلنۍ كي وفات شو . اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا .

ام کلثومرضى الله عنها

حضرت ام كلثوم رضى الله عنها دحضرت رقيي رضى الله عنها تر وفات وروسته دهجرت په دؤيم كال حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,شپږ كاله وروسته دهجرت په نهم كال دشعبان په مياشت كي وفات شوه ,دجنازې لمونځ يې دپالونكي څښتن محبوب حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم ادا كړ ,حضرت علي رضى الله عنه ,حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او اسامه رضى الله عنه قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون .

دجنتي ښځو سرداره فاطمة الزهرا رضى الله عنها

حضرت فاطمة الزهر رضى الله عنها تربعثت وړاندي زيږيدلي او دهجرت په دوهم كال حضرت علي رضى الله عنه ته ورواده شوه ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها لپاره حضرت علي رضى الله عنه خپله زغره په 480 درهمه خرڅه كړه او هغه پيسې يې درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته راوړې رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضى الله عنه ته امر وكړ تر خوشبويي راوړي بيا نكاح سره وتړله شوه . دواده په ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت فاطمې رضى الله عنها ته يو كټ ,يوه بستره ,يوڅادر ,دوه ميچني او يو مشك وركړل . تر واده وروسته حضرت علي رضى الله عنه او حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها له نبوي حرم څخه دباندې په يوه گوښه كوركې اوسيدل . دحضرت فاطمې رضى الله عنها پنځه ماشومان شوي : حسن ,حسين ,محسن ,ام كلثوم او زينب ,محسن په وړوكتوب كي وفات شو . دجنتي ښځو نوموړې سرداره دنهه ويشتو كلونو په عمر دهجرت په يوولسم كال دروژې په مياشت كې درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات شپږ مياشتي وروسته وفات شوه .دحضرت فاطمې رضى الله عنها دوفات خبر رسول الله صلى الله عليه وسلم دخپل وفات په مهال داسي وركړى وو ((په ما پسي به ته ژرراشې)) . انالله وانا اليه راجعون .

غزاگانې

  1. دبدر وتلې غزا
  2. د بني قينُعاع غزا
  3. داحد وتلې غزا
  4. دبئر معونه پيښه
  5. درجيع پيښه
  6. دبنو نضيرشړل
  7. دخندق غزا
  8. دبنو قريظه پای

دا خبره ډيره اختلافي ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په څو غزاگانو كې گډون كړى وو څوك 27 څوك 20 او څوك يې بيا 18 ښيي چې مونږ له هغوی څخه لاندې يوڅو غزاگانې را اخلو :

دبدر وتلې غزا

د بدر غزا د هجرت په دوهم كال درجب مياشت وه چې مسلمانانو دكفارو په يوه تجارتي قافله باندې چې دابو سفيان په مشرۍ كې له شام نه مكې ته راروانه وه دبريد كولو تابيا ونيوله 313 تنه مجاهدين چې ٧٤ تنه پكې مهاجر او نور يې انصار وو درسول الله صلى الله عليه وسلم په ملتيا دزرو تنوكفري لښكرو چې له هغه مهال سره سم دهرډول جنگي ساز او سامان په درلودلو سره جگړې ته چمتو ووله مدينې څخه د باندې دمقابلې لپاره راووتل . درمضان المبارك په اوولسمه ورځ دواړه لښكرې سره مخامخ شوې ,خو ترجنگ په مخته شپه كې باران وشو ,دمسلمانانو د لورې شگلنه ځمكه كلكه اودمشركانو د لورې ځمكه خټې شوه ,په همدې شپه صحابۀ كرام بې غمه ويده شول ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ټوله شپه له الله تعالى سره په راز او نياز كې رڼه تيره كړه , دقريشو لښكر ته ارام ورپه برخه نه شو ,سهار دومره زړه نازړه وو چې دمسلمانانو لښكر ورته په سترگو ډير ښكاريده ,جگړه پيل شوه ډير ژر دقريشو مشران ووژل شول ,او لښكرې يې زړه ماتي او تيښته پرې گډه شوه , دقريشو له لورې اويا تنه چې ډيرى يې مشران وو ووژل شول او همدومره بنديان شول ,له مسلمانانو څخه څوار لس تنه شهيدان شول چې شپږ تنه پكې مهاجر او اته تنه انصار وو,پدې ډول دا خونړۍ جگړه دمسلمانانو په بري سره پای ته ورسيدله .

د بني قينُعاع غزا

څنگه چې دمدينې منورې ډيرى اوسيدونكي يهودان ووپه دوی كې بني قينقاع ,بني نضير او بني قريضه غټې كورنۍ وې , د بني قينقاع دكورنۍ خلكو زرگري كوله ,او په نورو يهودانو كې دوی زړه ور او جنگيالي وو ,له دې كبله لومړى دوی دجگړې داعلان جرأت وكړ, او دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له لورې ورسره شوى تړون يې مات كړ , دبدر دجنگ په شپو كې نوموړې كورنۍ خپله كينه ښكاره كړه ,او گړبړ يې جوړ كړ ,ورسره داپيښه هم وشوه چې يوه مسلمانه ميرمنه ديهودو هټۍ ته ورغله , هغوی د دې ميرمنې بې پتي وكړه ,يو مسلمان چې هلته ولاړوو هغه يهودي يې وواژه , او يهودو بيا هغه مسلمان شهيد كړ . كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر شو نو ورغى او يهودانو ته يې وفرمايل :

ای له خدايه وويريږئ داسې ونه شي لكه دبدر په خلكو چې وشول او په تاسې عذاب راښكته شي


. يهودانو په ځواب كې ورته وويل : مونږ قريش نه يو ,كه له مونږ سره مو شخړه پيښه شوه نو مونږ به تاسو ته وښيو چې جنگ څه ته وايي ؟ كله چې ديهودو له لورې تړون مات شو , رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دې ته اړشو چې له دوی سره جنگ وكړي . يهودان يې كلابند كړ او دا كلابندي تر پنځلسو ورځو اوږده شوه , وروسته په دې راضي شول چې هره پريكړه رسول الله صلى الله عليه وسلم وكړي مونږ يې منو ,عبدالله بن ابي چې د دوی سوگندي وو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چې دوی دې جلاوطنه شي ,هماغه وو چې دايهود چې اووه سوه تنه وو او دريو سوو تنو پكې زغرې اغوستي وې دهجرت په دوهم كال د(وړوكي اختر) په مياشت كې دشام اړوندې سيمې (اذرعات) ته وشړل شول

د احد وتلې غزا

داحدغزا د بدر په غزا كې چې كله قريشو ماتې وخوړله او ډيرى مشران يې دجنگ په ډگر كې ووژل شول ,نو دوی هم دكسات اخستلو لپاره هلې ځلې پيل كړې ,هغه تجارتي كاروان چې دابو سفيان په مشرۍ له شام څخه راغلى وو ,ټوله گټه يې دجنگ په تياري خرڅه كړه . حضرت عباس رضى الله عنه چې مسلمان شوى وو,خولا هم په مكه كې اوسيده ، ديو ليك له لارې رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې لښكر له څرنگوالي نه خبر كړ ,رسول الله صلى اله عليه وسلم هم دحال احوال معلومولو لپاره څوك واستول ,هغوی خبر راوړچې قريش احد ته نژدې رارسيدلي دي . احد دمدينې شمال لورې ته يو نيم ميل لرې پروت د يو غره نوم دى . له ډيرى صحابۀ كرامو سره تر مشورې كولو وروسته رسول ا لله صلى الله عليه وسلم دهجرت په دريم كال دشوال په مياشت كې دجمعې په مباركه ورځ له يوزر تنه نبوي لښكرسره له مدينې نه دباندې ووت ,خو دمنافقينو مشر عبدالله بن ابى ابن سلول له خپلو دريو سوو ملگرو سره بيرته راستون شو ,نو له دې امله رسول الله صلى الله عليه وسلم سره اووه سوه تنه پاتې شول ,چې په هغوی يواځې سلو تنو زغرې درلودې . رسول الله صلى الله عليه وسلم داحد غره تر څنگ لښكر دا شان برابر كړ چې شايي غره ته شوه ,اودلښكر صفونه (مقدمه , ميمنه ,ميسره ,اوخلفيه ) يې تيار كړل او قومندانان يې معلوم كړل . رسول الله صلى الله عليه وسلم پنځوس تنه دحضرت عبدا لله بن جبير رضى الله عنه په مشرۍ دغره دهغه كنډَو دساتلو لپاره وگمارل چيرې چې دشا له لورې دقريشو دبريد ويره وه ,او ورته ويې فرمايل : كه په مونږ هرڅه كيدل خو چې تاسې هغه ځای پرې نږدئ ,جنگ په پيل كې ځان ته ځانته وو ,خو وروسته صفونه سره گډشول ,دقريشو بيرغ وړونكي په يو بل پسې ووژل شول , حضرت علي او حضرت ابو دجانه رضى الله عنهما هم ددښمن په لښكر كې لارې جوړې كړې , څو د دښمن پښې سستې او تيښتې ته اړشول ,خو مسلمانانو په غنيمت ټولولو لاس پورې كړ واو دغره دكنډو ساتونكو چې همدا حال وليد ,نو پوه شول چې مسلمانان بريالي شوي او دغنيمت غونډولو مهال دى ,كه څه هم حضرت عبدالله بن جبير رضى الله عنه ورته دنه تللو ډير وويل ,خوهغوی لاړل يواځې حضرت عبدالله بن زبيررضى الله عنه له لسو تنو سره پاتې شو ,كله چې خالد بن وليد (چې هغه مهال لا نه وو مسلمان شوى اودكفارو له لورې راجنگيده ) هغه كنډو خالي وليد نو له نورو سپرو سره په هماغه كنډو راواوښت , كوم كسان چې هلته پاتې وو هغوی شهيدان كړل ,او دجنگ ډگرته يې ځان راورساوه ,قريش يې بيرته سره راټول او نوى جنگ پيل شو , مسلمانانو چې دغنيمت غونډولو له امله وسلې له ځانه لرې كړې وې , دومره وارخطا شو چې خپل او پردي يې نه پيژندل ,په همدې وارخطايۍ كې څو تنه مسلمانان پخپل منځ كې شهيدان شول . جنگ دومره تيز شو چې آن درسول الله صلى الله عليه وسلم په ښكلي رخسار هم دوينو لارې جوړې شوې ,او داغږ پورته شو چې محمد صلى الله عليه وسلم شهيد شو ,خو څو تنه وو چې له خپل ځانونو يې درسول الله صلى الله عليه وسلم دساتلو ډال جوړكړى وو . په نوموړي جنگ كې اويا تنه مسلمانان شهيدان شول ,چې ډير يې انصار وو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم تره حضرت حمزه رضى لله عنه هم دشهيدانو دكاروان ملگرى وو , چې هندې (دابو سفيان ميرمنې )دحضرت حمزه رضى الله عنه نس څيرې او ځيگر يې را وايست او خوله يې پرې ولگوله . (علماوو ليكلي چې كله هندې ايمان راوړ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې ماته مه رامخامخ كيږه ,هغه ووچي هندې به چيري رسول الله صلى الله عليه وسلم وليدنو لاره به يې ورڅخه چپوله ) دجنگ په پای كې رسول الله صلى الله عليه وسلم څو تنه وټاكل ترڅو ددښمن څارنه وكړي , پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دوهمه ورځ آن تر اتو ميلو پورې ددښمن څارنه وكړه . همدا جنگ وو چې دمسلمانانو دبې وزلي توب او تش لاسي له امله ,دحضرت مصعب بن عمير رضى الله عنه شهيد وجود نيم په كفن او نيم په وښو پټ كړای شو . كه څه هم داحد په غزاكې مسلمانانو ته دسر ډير تاوان ورسيده ,خو ماتې يې خوړلې نه ده ,ځكه له جنگ پلوه دماتي دوه شرطونه دي : ١) داچې دهغه هيواد خاوره ونيسي ٢) دا چې دهغه هيواد پوځ ورك كړي . خو مشركانو نه مدينه ونيوله او نه يې دمسلمانانو پوځ ورك كړ ,ځكه په هماغې ورځ داسلامي لښكر اوياتنه صحابۀ كرام رضى الله عنهم ددښمن دڅارنې لپاره روان شول .

دبئر معونه پيښه :

دهجرت په څلورم كال دصفر په مياشت كې ,دكلاب دكورنۍ مشر ابو براء رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او عرض يې وكړچې : له ما سره يوڅو تنه وليږه ترڅو زما قبيلې ته داسلام بلنه وركړي . رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : زه دنجد له لورې په ويره كې يم ,ابو براء وويل :دهغه ځای دخلكو ضامن زه يم . درسول الله صلى الله عليه وسلم ويره ځكه وه چې عامر بن طفيل دنجد دسيمې مشر رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ويلي ووچې : زما او ستا تر منځ درې خبرې دي , لومړى داچې : دكليو او بانډو مشري به ستا وي ,او دښارونو مشربه زه يم ,دوهم داچې ترخپل ځان وروسته ما خليفه كړه ,كه دانه منل كيږي نودريمه خبره داچې ټول غطفان به راټول او سخت بريد به درباندې وكړي . كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له ابو براء سره اويا تنه صحابۀ كرام واستول ,او هغوی بئر معونه نومې ځای ته ورسيدل , نو دحضرت حرام بن ملحان رضى الله عنه په لاس يې درسول الله صلى الله عليه وسلم ليك همدې عامر ته واستاوه عامر حرام رضى الله عنه شهيد كړاو له شاو خوا كورنيو نه يې يولښكر تيار كړ ,عامر له همدې لښكر سره دبئر معونه په لورې راروان شو ,صحابۀ كرام رضى الله عنهم دحضرت حرام رضى الله عنه دراتلو په هيله وو خو داچې ځنډ يې وكړ نو ورپسې روان شول ,په لاره دعامر له لښكر سره مخامخ شول ,دعامر لښكر دوی ټول ونيول او هلته يې شهيدان كړل ,خو يو تن عمرو اميه ترې ژوندى پاتي شو ,او هغه هم داسې چې عامرورته وويل چې زما مور ديوه مريي دازادولو نذر منلى وو نو زه تا ازادوم . رسول الله صلى الله عليه وسلم چې له نوموړې پيښې خبرشو نو ډير وغميده ,او يوه مياشت يې دسهار په لمانځه كې دې تيرى كوونكو ته ښيراوې كولې .

درجيع پيښه :

د بير معونه له پيښې سره نژدې درجيع پيښه هم يوه زړه دردوونكې پيښه ده . دعضل او قاره دكورنيو څو تنه راغلل او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې عرض وكړ چې له مونږ سره يوڅو تنه دتبليغ لپاره وليږه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ورسره دحضرت عاصم بن ثابت په مشرۍ لس تنه صحابۀ كرام واستول ,كله چې دا مبلغين رجيع نومې ځای ته ورسيدل نو دې كسانو ورسره ټگي وكړه ,اودبنو لحيان كورنۍ يې ولمسوله ترڅو دا مبلغين شهيدان كړي ,هغه وو چې دبنو لحيانو دوه سوه كسان ورپسې راووتل خو دا مبلغين ورڅخه يوې غونډۍ ته وختل ,كفارو ورته وويل راښكته شئ مونږ تاسې ته پناه دركوو ,حضرت عاصم رضى الله عنه ورته وفرمايل :مونږ له كفارو څخه پناه نه غواړو جگړه ونښته او دامبارك مبلغين شهيدان شول ,يواځې دوه تنه حضرت خُبيب او حضرت زيد رضى الله عنهما دكفارو په خبره تيروتل ,او له غونډۍ څخه راښكته شول ,دښمنانو دهغوی مټې وروتړلې او مكې ته يې بوتلل . څنگه چې حضرت خُبيب رضى الله عنه داحد په جنگ كې حارث نومې كافر وژلى وو ، نو نوموړى هم دحارث زامنو واخيست ,څو يې دخپل پلار په كسات كې ووژني ,كله چې دې كسانو حضرت خُبيب رضى الله عنه دوژلو په موخه دحرم له پولو څخه دباندې بوتلو ,نو حضرت خُبيب رضى الله عنه ورته وفرمايل : اجازه راكړئ چې دوه ركعته لمونځ وكړم , وژونكو ورته اجازه وركړه ,حضرت خُبيب رضى الله عنه دوه ركعته لمونځ اداكړ اوورته وويل : زما زړه غوښتل چې ډير لمونځ وكړم خو ستاسې به داخيال شي چې له مرگه ويريږي (ځكه نو په همدې دوو ركعتونو بسنه كوم ) . له همدې مهال راپديخوا چې څوك وژل كيږي نو تر وژل كيدو مخه دوه ركعته لمونځ اداكول ورباندي سنت بلل شوي ترڅو دحضرت خبيب رضى الله عنه داياد په امت محمدي كې ديوه ښندونكي دښندوينې د علامې په توگه تر قيامته پورې جاري پاتې شي . دشهادت نه لږ وړاندې حضرت خُبيب رضى الله عنه داشعر ووايه :

 
لستُ اُبالِي حِينَ اُقتَلُ مُسلِمًا .............. على اَيِ شِقٍ كانَ لِلهِ مَصرَعِ .
وذالك في ذاتِ الاِلَه ِوَاِن يَشَأ............. يُبارِك على اوصالِ شِلوٍ مُمَزَعِ

ژباړه :كله چې زه دپالونكي څښتن په لاره كې وژل كيږم نو بيا هيڅ پروا نلرم چې په كوم اړخ به ووژلى شم .او كه خدای وغواړي نوزما په غوڅو اندامونواو بندونو به بركت وكړي . حضرت زيد رضى الله عنه بيا صفوان بن اميه دوژلو لپاره واخيست ,دهغه دوژلو پر مهال دقريشو ډيرو مشرانو دهغه ننداره كوله . كله چې وژونكي توره راواخيسته ,,ابو سفيان وويل :ريښتيا ووايه ! كه پدې مهال كې ستا په ځای محمد (صلى الله عليه وسلم) وژل كړل شوى وای نو داكاربه تا خپله نيكمرغي نه وه گڼلې ؟ حضرت زيد رضى الله عنه ورته وويل : زما دې په خدای جل جلاله لوړه وي ,چې زه پدې خبره هم سر وركولو ته تيار يم چې دمحمد صلى الله عليه وسلم په پښه كې اغزى ولاړ شي , په همدې مهال كې دصفوان مريي (نسطاس ) دهغه سر وواهه . انا لله وانا اليه راجعون .

دبنو نضيرشړل :

له يهودانو سره داتړون هم شوى وو چې كه دكومې وينې بيه دمدينې په هستوگنو راتله نو هره كورنۍ به خپله ونډه وركوي ,كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوو تنو دوينې دبيې دوركولو لپاره بنو نضير ته ورغى , نو كه څه هم په ښكاره ډول خو يهودانو دا غوښتنه ومنله ,خو په پټه يې يو سړى چې عمرو بن حجاش نوميده ,دخونې دوهم پوړته خيژولى وو ,او ورته ويلي وو چې محمد (صلى الله عليه وسلم )دهمدې خونې سيوري ته ولاړدى ,له هغه بامه ډبره ورباندې راواچوه ترڅو ووژل شي ,خو رسو ل الله صلى الله عليه وسلم ته دا دسيسه كشف شوه اوپه سملاسي ډول مدينې ته ولاړ . همداراز بنو نضير له قريشو سره دمسلمانانو په خلاف په يوه بله دسيسه كې هم گډون درلود چې دمسلمانانو پټ ځايونه يې ورته ښودلي وو ,سربيره پر دې ديهودو همدې قبيلې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو پيغام هم رااستولى وو چې له ديرشو كسانو سره راشه او مونږ به هم ديرش تنه پوهان درولو ,كه هغوی ستا خبرې ومنلې نو مونږبه هم اسلام راوړو .رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا څرگنده وه چې دوی دبغاوت هوډ كړى ,نو په ځواب كي يې ورته وويل : تر څو تاسې له ما سره يو بيل تړون نه وي كړى زه په تاسې باور نلرم .بنو نضير دتړون له كولو په شا شول ,سره له دې چې د دوی ديني ورونو (بني قريظه )همداسې تړون كړى وو . بل ځل يې بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم ته پيغام راوليږه چې ته هم درې كسان راوله مونږ به هم درې كسان پوهان درولو نو كه هغوی ستا خبر ومنله نو مونږ به هم اسلام راوړو ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغوی دا خبره ومنله ,خو په لاره چا خبر وركړ چې يهود توري په لاس درته ولاړاوستا دوژلو اراده لري . دبنو نضيروددې شرارتونو لامل داوو چې يو خو ددوي كلاوي ډيري كلكي وې او له جنگ څخه نه ويريدل , اوبل دوي ته دمنافقينو مشر عبدالله بن ابى ټټر وهلى وو چې دچا خبره مه منۍ كه جگړه ونښته نو بني قريضه به هم ستاسي ملاتړ وكړي او زه به هم له دوو زرو كسانو سره ستاسې ملاتړ ته درودانگم .خو كله چې اسلامي لښكر درسول الله صلى الله عليه وسلم په امر د دوی كلاگانې محاصره كړې نو نه يواځې داچې بنو قريضه يې ملاتړ ونه كړ بلكه دمنافقينو رئيس عبدالله هم په ښكاره ډول له مسلمانانو سره دجگړې كولو ځواك نه درلود . محاصره پنځلس ورځې اوږده شوه ,په پای كې بنو نضير پدې راضي شول چې هرڅومره سامان په اوښانو وړای شي هغه دې يوسي او له مدينې څخه دې جلا وطن شي . ديهودو دنوموړې كورنۍ ډير كسان خيبر ته ولاړل ,او په هغوی كې سلام بن ابي الحقيق ,كنانه بن الربيع ,او حيي بن اخطب غوندي يهودي سرداران هم وو ,چې په خيبر كې يې دومره درناوى وشو ,چې دخيبريهودانو هم دوی دخپلو مشرانو په توگه ومنل . دهجرت په څلورم كال دربيع الاول په مياشت كې بنو نضير وشړل شول ,او مسلمانانو ته له دوی څخه پنځوس زغرې ,پنځوس خولونه ,او درې سوه څلويښت توري په غنيمت پاتې شوې . والحمد لله على ذلك .

د خندق غزا :

د خندق غزا كله چې بني نضير له مدينې نه ووتل ,نو داسلام پر خلاف يې په يو لوی سازش لاس پورې كړ , لومړى د دې يهودو مشران مكې ته ولاړل او قريشو ته يې وويل : كه تاسو راسره مرسته وكړئ نو مونږ به دمسلمانانو جرړې وباسو ,قريشو همدا ورځ غوښتله . دهمدې ليدنو كتنو پايله دا شوه چې قريشو خپل او يهودو خپل سوگندي سره راټول كړل ,څو تر 24000 ډير پوځ په مدينه باندې دبريد كولو لپاره چمتو شو . رسول الله صلى الله عليه وسلم چې خبر شو نو له صحابۀ كرامو سره يې مشوره وكړه ,دحضرت سلمان فارسي رضى الله عنه په رايه دخندق په كندلو پريكړه وشوه ,دمدينې ښار دريو لورو ته كلاگانې او ونې درلودې خو شمال لورې خلاص وو,همدې لورې ته دخندق په كندلو پيل وشو .رسول الله صلى الله عليه وسلم دخندق نقشه پخپله وښودله ,په اوسني حساب دا خندق شپږ كلو متره اوږد او پنځه شرعي گزونه كډى وو. دهجرت په پنځم كال د ذي قعدې د مياشتې په اتمه نيټه دخندق كار پيل شو ,رسول الله صلى الله عليه وسلم هرو لسو تنو ته لس گزه ځمكه دكندلو لپاره معلومه كړه ,او پخپله هم په كار لگيا وو ,صحابه و به دكار په ترڅ كې دا ترانه ويله : نحن الذين بايعو ا محمدا ....................على الجهاد ما بقينا ابدا . مونږهغه كسان يوچي له محمد صلى الله عليه وسلم سره مو تر خپله ژونده پورې دجهاد كولو بيعت كړى . رسول الله صلى الله عليه وسلم به ورته په ځواب كي دادعابدرگه كوله : اللهم لا اجر الا اجر الآخرة .................فاغفر الانصار والمهاجرة . اجرخو دآخيرت غوره دى نو اى خدايه ته بښنه وكړه انصارو اومهاجرو ته . كه څه هم دوي به دلوږي له كبله په نسونو پوري كاڼي تړلي وو , خو بياهم دخندق كار په شلو ورځو كي د دريو زرو تنوپه مباركو لاسونو پاي ته ورسيده . مسلماني ميرمنې او ماشومان دښار خوندي كلاگانو ته بوتلل شول ,او هلته دبنو قريظه ديهودو دبريد له ويرې دوه سوه تنه دحضرت سلمه بن الاكوع رضى الله عنه تر مشرۍ لاندې سنگري شول ,نور لښكر د(سلع ) نومې غونډۍ په لمن كې مورچې ووهلې . دمسلمانانو په لښكر كې ځينې منافقين هم وو ,چې په يوه او بله بهانه به يې اجازه غوښتله ,او دلښكر له صفونو څخه به وتل ,اودنورو يهودو په لمسون بنو قريظه هم دمسلمانانو په مقابل كې ودريدل . كله چې دابو سفيان په مشرۍ دكفارووسله وال لښكر په خورا جوش او جذبه مدينې ته راورسيدل نو له خندق سره مخامخ هك پك پاتې شول . دخندق خوا ته يې خيمې ووهلې ,او له هغه ځايه به يې غشي ويشتل ,خو دوه ځلې سخته نښته هم وشوه ,يو ورځ داسې چې دكفارو مشرانو ديوې يوې ورځې دجگړې لپاره ټټرونه ووهل ,او هره ورځ به يې بې شميره غشي دمسلمانانو په لورې ويشتل . دوهم ځل دتيري كوونكي لښكر وتلي اتلان له خندق څخه راپورې وتل ,او دننه لورته په جگړه لگيا شول ,په دوی كې عمرو بن عبدود ,نوفل او ضرار هم وو ,خو د دوی په مقابل كې حضرت علي او حضرت عمر رضى الله عنهما په خورا ميړانه وجنگيدل ,عبدود او نوفل ووژل شول او ضرار په تيښته بريالى شو . دا ورځ خورا سخته ورځ وه ,مشركينو له هر لورې غشي ويشتل ,په همدې ورځ له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پرله پسې څلور لمونځونه قضا شول ,ځكه دغشو دباران له كبله هيچا هم له خپل سنگر څخه سر نه شوای راپورته كولای , څومره چې جگړه اوږديدله هغومره كفار وارخطا كيدل ,ځكه د څلرويشت زره پوځ توښه اوخرڅ مخ په تماميدو وو . دپالونكي څښتن په قدرت يوه شپه داسې باران او ږلۍ ووريده چې دمشركينو دخيمو مراندې يې غوڅ ,او دخوراك څښاك لوښي يې په بل لورې ورته واړول ,په همدې حال كې مشركين په دې ويره كې وو چې مسلمانان بريد ونه كړي ,نو په سبا يې دماتي او بيرته تلو نغاره وغږوله ,پدې توگه له يوې مياشتې محاصر ې څخه وروسته مدينه له كلابندۍ څخه خلاصه شوه ,د دې تيري كوونكي لښكر په وارخطايۍ كې دنعيم ابن مسعود اشجعي كردار هم دستاينې وړدى . ابن مسعود يو غطفاني رئيس وو ,نوموړى مسلمان شوى وو خو يهود او قريش ورباندې خبر نه وو,او ده ورسره اړيكې درلودې , ابن مسعود بنو قريظه يهودوته چې لا په مدينه كې وو وويل : تاسې او مسلمانان ديوه ښار اوسيدونكي ياست ,كه قريش او نور يهود ماتې وخوري نو ستاسي ژوند سختيږي ,ددې لپاره چې قريش تل در سره مرسته ولري له هغوی څخه څو تنه يرغمل كينوئ ,بيا قريشو ته ورغى او ورته ويې ويل : بنو قريظه په تاسو باور نلري هغوی وايي كه تاسو له مونږ سره په ژمنه ولاړياست نو څو تنه راسره گرَو (يرغمل) واوسئ . قريشو چې داخبره واوريدله په بنو قريظه پې باوره شول ,او دازموينې لپاره يې ترې وغوښتل څو د شنبې په ورځ په مسلمانانو بريد وكړي ,يهودو مخالفت وكړ چې پدې څه سره د دوې تر منځ بې باوري لاهم ډيره او دقريشو ملا سسته شوه . دخندق دجنگ دوهم نوم احزاب هم دى ,ځكه پدې جنگ كې دعربو او يهودو ډيرو كورنيواو ډلو ټپلو گډون كړى وو,پدې جنگ كې شپږ تنه مسلمانان شهيدان او اته تنه مشركين ووژل شول ,خو د(اَوس )دكورنۍ مشر او دانصارو يو غښتلى مټ حضرت سعد بن معاذرضى الله عنه پدې جنگ كې ټپي اوڅوورځې وروسته دهمدې ټپ له امله په شهادت ورسيده . انالله وانا اليه راجعون .

دبنو قريظه پای

له يهودو سره چې كوم تړون شوى وو نو بنو قينقاع هغه دبدر او بنو نضير داحدپه ورځ مات كړ, له همدې كبله دادواړه يهودي كورنۍ له مدينې څخه جلا وطنې شوې .بنو قريظه دخندق غزا په پيل كې دمسلمانانو لورې ونيو ,دجنگ په جريان كې يوه يهودي ځان هغه كلاوو ته ورساوه چيرې چې مسلمانې ميرمنې او ماشومان اوسيدل ,هلته حضرت حسان رضى الله عنه پهره كوله ,خو داچې په جنگ كې ديوې پيښې له كبله يې ونه شوای كولای هغه يهودي ووژني ,حضرت صفيي رضى الله عنها دحضرت حمزه رضى الله عنه خور بي بي هغه يهودى وواژه ,توره يې ترې په غنيمت كې واخيستله اوسر يې دكلا شاته وغور ځاوه , يهود پوه شول چې دلته هم وسله وال كسان شته ځكه يې نو بريد ونكړ . دجنگ په مهال كې رسول الله صلى الله عليه وسلم دبنو قريظه يهودوته حضرت سعدبن معاذ او حضرت سعد بن عباده رضى الله عنهما ورواستول ,څو هغوی ته ليكل شوى تړون ورياد كړي ,خو هغوی وويل محمد څوك دى او تړون يې څه شى دى ؟ ځكه نو دې يهودو دخندق په جنگ كې عملا برخه واخيسته ,او دماتي پر مهال يې هم داسلام لوی دښمن ,دبنونضير دجلاوطن شوو يهودو مشر حُيَي بن اخطب له ځانه سره راوست ,حُيَي بن اخطب دجلاوطنۍ په مهال ژمنه كړې وه چې دمسلمانانو په خلاف به دچا مرسته نه كوي ,خو په نوموړي جنگ كې يې نه يواځې داچې دقريشو مرسته يې وكړه بلكه دمسلمانانو حليف (سوگندي) يهود بني قريظه يې هم جنگ ته ولمسولو . دخندق دجگړې په پای كې رسول الله صلى الله عليه وسلم امر وكړ چې وسلې مه ږدئ او په بنو قريظه بريد وكړئ ,دلښكر په وړاندې حضرت علي رضى لله عنه دهغوی كلاگانو ته ور سيد,كه بنو قريظه بيا هم د روغې جوړې لاره نيولې وای شوني وه چې امان يې موندلى وای ,خو دوی دجنگ تياري نيولې وه ,او دحضرت علي رضى الله له رسيدو سره سم يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په شان كې ستغې سپورې وويلې . درسول الله صلى الله عليه وسلم په امر يې كلاگاني محاصره شوې ,او دا محاصره تر يوې مياشتې اوږده شوه ,په پای كې يهودو وويل هره پريكړه چې سعد بن معاذ رضى الله عنه وكړي مونږ يې منو ,(هغه مهال حضرت سعد بن معاذ رضى الله عنه زخمي وو شهيد شوى لا نه وو , ) يهودو فكر كاوه چې له سعد رضى الله عنه سره د هغوی د نيكيو له امله چې ښايي په يوه مهال به يې ورسره كړې وي له كبله ممكن حضرت سعد د دوی په گټه يوه پريكړه وكړي خو داسې ونه شول بلكه : حضرت سعد بن معاذرضى الله عنه پريكړه وكړه چې دبنو قريظه يهودو جگړه مار كسان دې ووژل شي ,ښځي او ماشومان دې بنديان او مال دې غنيمت ونيول شي . داپريكړه حضرت معاذ رضى الله عنه دتورات له حكم سره سمه وكړه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ته به چې په هغه مهال كومه خبره ښكاره نه وه راغلې نو دتورات احكام يې عملي كول ځكه يې نو پدې پريكړې سره حضرت سعدرضى الله عنه ته وويل چې تايوه اسماني پريكړه وكړه . د بنو قريظه يهودو دا پريكړه ومنله او ځانونه يې دوژلو ځای ته حاضر كړل , ددې پريكړې په كولو سره دبنو قريظه مسأله پای ته ورسيده .

مړينه

د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم آرامځای

ناروغي

دڅار شنبې په ورځ چې دصفر دمياشتې اتلسمه يا نولسمه نيټه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم جنت البقيع ته چې دعامومسلمانانو هديره وه ولاړ ,كله چې له هغه ځايه راستون شونو ناروغه شو,دحضرت ميمونې رضى الله عنها كره يې شپه تيره كړه ,د دوشنبې په ورځ درسول الله صلى الله عليه وسلم ناروغي زياته شوه , او دنورو بيبيانو په خوښه دحضرت عايشې رضى الله عنها كره ولاړ ,ترڅو پورې چې يې دگرځيدو ځواك درلود نو مسجد ته به يې تشريف وړلو ,وروستنى لمونځ دماښام لمونځ وو چې مسلمانانو په رسول الله صلى الله عليه وسلم پسې ادا كړ. دامهال درسول الله صلى الله عليه وسلم سر خوږيده او تړلى يې وو ,همدا شپه ماخوستن وار په وار بې هوښي ورباندې راتله ,او امر يې وكړ چې حضرت ابو بكر صديق رضى الله عنه دې لمونځ وركړي . بله ورځ ماسپښين درسول لله صلى الله عليه وسلم ناروغي يوڅه كمه وه ,غسل يې وكړ ,د حضرت عباس او حضرت علي رضى الله عنهماپه اوږو باندې يې ځان تكيه كړاوجُومات ته ولاړ ,هلته دابو بكر رضى الله عنه په امامت لمونځ ولاړوو ,چې دهغه ترڅنگ كيناست او خلكو ته يې لمونځ وركړ ,وروسته يې يوه لنډه خطبه وويله ,دادرسول الله صلى الله عليه وسلم وروستۍ خطبه وه چې پكې يې وفرمايل : (خدای جل جلاله يوه بنده ته واك وركړى چې ددُنياوي نعمتونو اوياهم دخدای له لورې داُخروي نعمتونو له منځ نه يوخوښ كړي. بنده هغه شيان دځان لپاره غوره كړل چې له آخرت سره اړيكې لري. حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه وژړل ځكه پوه شو چې هغه بنده پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم دى ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دابوبكر صديق رضى الله عنه په اړه وفرمايل ترټولو زيات چې زه دچا له شتمني او ملگرتيا څخه خوښ يم هغه ابوبكر دى .) همداراز يې په خطبه كې دانصارو په هكله وفرمايل : (اى خلكو زه دانصارو په هكله تاسې ته وصيت كوم ,عام مسلمانان به ډيريږي خو انصاربه دومره لږ شي لكه په خوړو كې مالگه ,انصارو خپله دنده تر سره كړه ,اوس په تاسو دهغوی دپور پرې كول فرض دي ,انصار زما په وجود كي دمعدې په څير دي ,هرڅوك چې ستاسو دگټو او تاوان واكدار (خليفه) وي نو دهغه دا دنده ده چې كه هرڅوك په انصارو كې ښه وي ومني ,او كه له چا څخه كومه تيروتنه شوي وي نو هغه دې وبښي . ) رسول الله صلى الله عليه وسلم ترناروغتيا يوه ورځ وړاندې حضرت اسامه رضى الله ته امر كړى وو چې دروميانو جگړې ته لاړشي ,خو دهغه له قوماندې څخه دنوموړي دځواني له كبله شكايت وكړ ,رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې اړه پخپله خطبه كې وويل : (كه داسامه په سردارۍ تاسې نيوكه لرئ نو دده دپلار په سردارئ هم تاسې نيوكې كولې زما دې په سپيڅلي خدای لوړه وي چې اسامه د دې دندې حقدار او مستحق دى , هغه په ما ډير گران دى ,او تر دې وروسته به هم په ما گران وي .) رسول الله صلى الله عليه وسلم دخطبې په ترڅ كي داهم وفرمايل : (دحلال او حرام نسبت دې ماته نه كيږي ,ما هغه څه حلال كړي چې هغه خدای جل جلاله پخپل كتاب كې حلال كړي ,او ما هغه څه حرام كړي چې خدای جل جلاله حرام كړي دي). رسول الله صلى الله عليه وسلم دا هم وفرمايل چې : (اى دخدای دپيغمبر لورې فاطمې ! او اى دخدای دپيغمبر عمې صفيې! دخداى او آخرت لپاره څه عمل وكړئ زه تاسې له خدای جل جلاله څخه نشم خلاصولای ). د نوموړې خطبې له ويلو وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرته دحضرت عايشې رضى الله عنها كورته تشريف يووړ , دناروغتيا په نا كرارۍ كې نبوي ذات ته ورپه يادشول چې څه اشرفۍ يې له بي بي عايشې سره ايښې وې هغه يې راوبلله اوورته ويې فرمايل : (عايشې! هغه اشرفۍ چيرې دي ؟ محمد(صلى الله عليه وسلم ) به له خدايه جل جلاله سره پداسې حال كې وويني چې دی په هغه بد گمانه وي , لاړه شه او هغه دخدای جل جلاله په لاره كې خيرات كړه . ) ددوشنبې په سهار چې درسول الله صلى اله عليه وسلم دناروغتيا ديارلسمه شپه وه چې رسول لله صلى الله عليه وسلم دخپل كور له وره (دروازې) نه پرده پورته كړه ,ويې ليدل چې خلك په لمانځه ولاړدي ,ډير خوښ اوموسكى شو ,حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه فكر وكړ چې رسول الله صلى اله عليه وسلم لمانځه ادا كولو ته راځي ځكه يې نووغوښتل چې شاته شي ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم په اشاره پوه كړ چې لمونځ وركړي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرته حجرې ته ننوت ,دا هغه وروستنۍ ليدنه وه چې صحابۀ كرامو له نبوي سپيڅلي څيرې نه وكړه .

د مړينې كال

رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر كال دروژې په مياشت كې لس ورځې په اعتكاف كي تيرولې ,خو په ورستنۍ روژه كې شل ورځې په اعتكاف كې كيناست ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر كال دروژې په مياشت كې يوځل دحضرت جبرايل عليه السلام له خولې نه قرآنكريم اوريده ,خو د ورستني كال په روژه كې يې دوه ځلې واوريده . دوروستني حج او په ځينو نورو خطبو كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ځيني داسې خبرې كړې وې چې هغه دمړينې يادونه وه ,لكه چې دحج په وروستۍ خطبه كې يې وفرمايل : (زه ددې خبرې هيله نلرم چې په راتلونكي كال كې له تاسې سره وليدلای شم ,ښايي تر دې وروسته حج ونه كړای شم . ) دحج دفريضې داداكولو ترراتگ وروسته رسو ل الله صلى الله عليه وسلم داحد دشهيدانو هديرې ته ورغى ,او هلته يې هم داسې خطبه وويله چې گواكې څوك له مړواو ژوندو سره په مخه ښه كوي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دصفر دمياشتې په اولسمه يا اتلسمه نيټه حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته وفرمايل : (ته له لښكر سره لاړشه او له هغو شريرو خلكو څخه دې دپلار كسات واخله . ) دموته په وتلي جنگ كې حضرت زيد رضى الله عنه شهيد كړای شوى وو ,ځكه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته هلته دبيا تللو امر وكړ .

تجهيز او تكفين

د سې شنبې ورځ د تجهيز او تكفين ورځ وه حضرت علي رضى الله عنه ,فضل بن عباس رضى الله عنه ,او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه غسل وركړ ,په همدې مهال كې حضرت عباس رضى الله عنه هم حاضر وو ,او يو انصاري حضرت اوس بن خولې رضى الله عنه اوبه راوړې ,دكفن لپاره دسپڼسيو درې سپينې ټوټې غوره شوې . تر غسل او كفن وروسته دا پوښتنه راپيدا شوه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به په كوم ځای كې خاوروته سپارل كيږي ؟ حضرت ابو بكر صديق رضى الله عنه وويل :انبيا چې چيرې وفات شي هلته خاورو ته سپارل كيږي ,په همدې خبره اتفاق راغى او په كوم ځای كې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شوى وو په هماغه ځای كې دقبر كنلو كار پيل شو , داځای دحضرت عايشې رضى الله عمها داوسيدلو خونه وه ,دقبر په سرهم خبره راپورته شوه ,ځكه حضرت ابو عبيده بن جراح رضى الله عه به دمكې دخلكو په څير بغلي قبرونه كيندل ,او حضرت ابو طلحه رضى الله عنه به بيا دمدينې دخلكو په دود لحدي قبرونه ايستل ,نو دا خبره كيدله چې اوس څوك او څه ډول قبر وكندي ؟ حضرت عمر رضى الله وويل : په همدې دواړو اصحابو پسې څوك واستوئ ,هر يو چې لومړى راغى هغه دې دخپلې خوښې قبر وكندي ,په دواړو صحابه و پسې سړي واستول شول ,حضرت ابو عُبيده بن جراح رضى الله عنه په كور كې نه وو ,حضرت ابو طلحه رضى الله راغى او لحدي قبر يې جوړكړ , څنگه چې دقبر ځمكه نمجنه وه نو هغه بستر يې پكې وغوړاوه په كوم كې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شوى وو . كله چې جنازه تياره شوه نو خلك دلمانځه لپاره رامات شول ,خونې ته وار په وارورننوتل او لمونځونه يې كول ,دالمونځونه پرته دچا له امامت نه ترسره شول ,لومړى نارينه و بيا ښځينه و او ورپسې كوچنيانو دجنازې لمونځونه ادا كړل .درسول الله صلى الله عليه وسلم مبارك جسد حضرت علي مرتضى رضى الله عنه ,حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه ,حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ,او حضرت عبدالرحمن بن عوف رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ . انا لله وانا اليه راجعون .

سرچينې

  1. د ټولټال کار کتنه په: http://al-quran.info — سرليک: القرآن‎ISBN 9-682-92846-X
  2. د ټولټال کار کتنه په: https://archive.org/details/FP11950، https://shamela.ws/book/10906 او https://archive.org/details/saanz/ — دوتنه: Al-Dhahabi — سرليک: سير أعلام النبلاء — نسخهاول — ورځپاڼه: سيرة 1 — پاڼه: 36 — خپرونکی: Resalah
  3. د ټولټال کار کتنه په: https://archive.org/details/FP11950، https://shamela.ws/book/10906 او https://archive.org/details/saanz/ — دوتنه: Safiur Rahman Mubarakpuri — سرليک: الرحيق المختوم — پاڼه: 588 — ISBN 978-1-59144-070-3
  4. د ټولټال کار کتنه په: https://archive.org/details/FP41905_201505 او https://shamela.ws/book/4445 — دوتنه: ابن کثير — سرليک: البداية والنهاية او Al-Bidāyah wa-al-nihāyah — ورځپاڼه: 3 — پاڼه: 377