مهر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مهر تعريف[سمول]

هر هغه اندازه مال دی چې سړی يې د نکاح په وخت کې ښځې ته فوراً ورکوي يا د ورکولو وعده کوي .چې ادا کول يې دوه قسمه دی مهر مؤجل او مهر معجل ، هغه مهر چې د نکاح په وخت کې ادا کيږي هغه ته مهر معجل وايي ، او هغه مهر چې د ادا کولو وعده يې کيږي هغه مهر مؤجل وايي.

د مهر حکم[سمول]

ر خاوند باندې د ښځې د مهر ادا کول واجب دي او مهر د ښځې حق دی د هغې پلار ، ورور او بل کس ته يې اخيستل حرام دي لقوله سبحانه تعالی:[ وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَة]يعنې : او د ښځو مهر په ښه زړه (فرض ګڼلو ) ورکړﺉ .که بې بې خپل خاوند ته په خپله خوښه مهر ور وبښي نو معاف دی لقوله سبحانه تعالی :[ فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا] (النسآء ۴ )ژباړه :البته که هغوی په خپل زړه تاسې ته څه بخشش کړي نو تاسې هغه په خوند سره خوړلی شئ .د مهر ډولونهمهر دوه ډوله دی مهر مسمی او مهر مثل .مهر مسمی (نومول شوی مهر): هغه مهر دی چې د نکاح په مجلس دي تاکل شوی و

.مهر مثل[سمول]

که د نکاح په مجلس کې په څه وجه باندې مهر نه وي ټاکل شوی نو د هغې ښځې لپاره مهر مثل دی ، مهر مثل داسې مهر دی چې د نجلی په پلارګنۍ د کومې هم ساله نجلی لپاره ټاکل شوی وي .د مهر د مال شرطونه :۱- مهر به داسې مال وي چې شرعاً مباح وي لکه : سره زر ، سپين زر ، نغدې روپۍ او يا داسې مال او جايداد چې قيمت ولري او قبض يې امکان ولري .۲- د مهر اندازه به معلومه وي مجهول او نا معلوم به نه وي .۳- د مهر په مال کې به غرر ، دوکه او پرېشانه کول نه وي ، د خوړلو د پاره به بې ځايه حېلې او بهانې نه لټوي بلکي په ښه زړه او فرض ګڼلو سره به يې ادا کوي .د مهر اندازه :د مهر کمه اندازه لس درهمه ده چه د 29.75 ګرامه سپينو زرو سره سمون خوري .د مهر د زياتی اندازې لپاره په شريعت کې څه حد مقرر نه دی خو د مهر دومره اندازه مقررول پکار دي چه خاوند يې په آسانۍ ادا کولې شي ، يعنې په مهر کې آساني کول سنت دي .جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ښه نکاح ، برکتي نکاح ، ښه او برکتې مهر هغه بللی دی چې په هغه کې اساني وي .قال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : خير النكاح أيسره) رواه ابن حبان ، صحيح الجامع) .وقال صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : خير الصداق أيسره ) رواه الحاكم والبيهقي و صحيح الجامع) .ژباړه : غوره نکاح او غوره مهر هغه دی چې په هغه کې آساني وي .يعنې غوره والی په لږ مهر کې دی خو زيات مهر د اسلامې شريعت لخوا نه دی ټاکل شوی . لکن په دې کې هم شک نشته چې خلکو ددې اختيار نه په غلطه طريقه کار اخلي اوس وخت کې د مهر په زياتوالي کې بې حده افراد روان دی چې دا افراد په ټولنه کې د فساد سبب ګرځي او د فساد ختمول د مسلمانانو د ولی الامر د فرائضو نه دي .د مسلمانانو شرعي امير به د مهر مناسبه اندازه اعلان کړي او د هغه خلاف کونکي ته دې سزا هم نه ورکوي (ځکه دا کوم شرعي حکم نه دی ) که کوم کس د خپل توان موافق زيات مهر مقررول غواړي هغه دی د مسلمانانو د امير نه په خصوصي ډول اجازت واخلي ، علماء کرام دې د هغه د اصلاح د پاره وعظ او تبليع وکړي .يعنې د مسلمانان شرعي امير يوازې د اصلاح د پاره داسې کولای شي زور او جبر نشي لګولی ځکه چې په شريعت کې د هغه زيات مقدار نه دی تعين شوی او دا بيا په شريعت کې مداخلت کول دي.(کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۱۵).و الله سبحانه وتعالی اعلمآن لاين اسلامي لارښود

دا هم ولولئ[سمول]

اسلام

تړلې لیکنې[سمول]

نکاح

سرچینې[سمول]