يوسف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یوسف او د هغه ورونه د Charles Théveninلخوا.

یوسِف کينډۍ:عبری (د نوم مانا: «هغه يې ډېروي») د تنخ یهودي وگړو له ډلې نه يو وگړی وو چې د انجیل له مخې په عتيق پېر کې اوسېده. همداراز په قرآن کې هم د دې سړي يادونه د پيغمبر په توگه شوې او د مسلمانانو تر څنگ یهودان، عيسویان او مسلمانان يې د پیغمبر په توگه پېژني. هغه د یعقوب په دولسو ځامنو کې يوولسم ځوی وه..[۱] د عبراني انجيل تر څنگ په نورو اسماني کتابونو کې يې هم کيسه راغلې. يوسف د خپلو وروڼو د حسادت په نتيجه کې د مريي په توگه پلورل کېږي، خو په مصر کې د مرييتوب نه تر ټولو لوی واکمن سړی ترې جوړېږي او د فرعون نه وروسته د پوره واک خاوند گرځي. کله چې د قدرت په څوکۍ کښېني نو بيا خپله ټوله کورنۍ مصر ته راولي او د گوشېن په زمکو کې مېشت کېږي. دا کيسه د اسراييلو او يهودو نه وروسته په اسلامي او لوېديځ کلتور کې ډېر اهميت لري.

د عنيق پېر له مخې یوسف د یعقوب او راحیل ځوی دی چې د مړينې وروسته يې هډونه شچم کې خاورو ته سپارل شوي.[۲] د پوهنتونونو مورخين په دې عقيده دي چې د عتيق په پېر کې د يعقوب داستان د يوې لرغوني مصري کيسې «د دوه وروڼو داستان»*[۳] پر بنسټ ليکل شوی که څه هم چې د عتیق پېر ليکونکي په دې کيسې کې په جادویی اړخونو او رنگونو انځورولو هڅه کړې خو بيا وروسته همدا کيسه شډله کړل شوې او په يوې نوې مانا راڅرگنده شوې.[۲]

سرچينې

  1. JewishEncyclopedia.com - JOSEPH
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopedia Britannica, Jospeh (biblical figure)
  3. (Tale of Two Brothers)