اسماعيل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هاجره او اسماعیل په دښته کې, د کارېل دوجاردين لخوا انځور شوي

اسماعيل عليه السلام د الله تعالی پيغمبر، د ابراهيم عليه السلام مشر زوی ؤ چې د مور نوم يې هاجره ده. کله چې ابراهيم عليه السلام له سارا سره نکاح وکړه، ابراهيم عليه السلام د کافرانو او بت پرستانو سره چې نمرود د هغوی په سر کې ځای درلود، له مقابلې نه وروسته حران څخه شام ته هجرت وکړ. څه مودې له خپلې مېرمن سارا او د هغې وينځې هاجرې سره مل له مصر نه فلسطين ته راغی. ابراهيم له الله تعالی نه د نېک زوی غوښتنه وکړه لکه په قران کريم کې چې راغلي:

رب هب لي من الصالحين

ژباړه

الله تعالی ما ته نېک زوی وبخښې

سارا چې د ابراهيم عليه السلام له هيلې خبره شوه خپله وينځه يې هغه ته په نکاح ورکړه ابراهيم د ۸۷ کالو ؤ چې اسماعيل عليه السلام وزېږېد، ابراهيم د الله تعالی په حکم خپله مېرمن هاجره او اسماعيل مکې ته بوتلل او هلته يې پرېښودل. له ابراهيم نه هاجرې پوښتنه وکړه چې موږ چا ته پرېږدې، هغه ځواب ورکړ، الله تعالی ته مو سپارم، هغې وويل چې موږ نه ضايع کېږو، کله چې اسماعيل تږی شو، هاجره د صفا غونډۍ ته وخته، تر څو اوبه پيدا کړي، اوبه يې و نه موندلې د مروه غونډۍ ته پورته شوله، اووه ځله يې دا عمل تکرار کړ، نو له دې کبله حاجيان د صفا او مروه تر منځ اووه ځله سعی کوي. ځينې تاريخ ليکونکي د اسماعيل عمر اووه کاله او ځينې نور وايي اسماعيل شيدې رودلې چې ابراهيم د ځان سره مکې ته بوتلل، هغه مکه چې هلته هېڅوک نه اوسېدل. کله چې د الله تعالی په امر له مځکې نه د زم زم اوبه راپورته شوې، هاجره ډېره خوشحاله شوه. هغه و چې د جرهم په نوم قبيلې په مکه کې سکونت غوره کړ، دوی په عربي ژبه خبرې کولې، کله چې اسماعيل داسې عمر ته ورسېده چې له خپل پلار سره مرسته کولی شي، نو الله تعالی ورته حکم کوي چې خپل زوی اسماعيل قرباني کړي، لکه په قران کې چې په دې اړه راغلي:

فلما بلغ معه السعی قال يا بني اني اری في المنام اني اذبحک فانظر ماذا يری قال يا ابت افعل ما تؤمر ستجدني ان شاء الله من الصابرين

ژباړه