خديجه بنت خويلد

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

دپلارنوم يې خويلد او دمورنوم يې فاطمه وو. دبي بي خديجې کورنۍ دقصې په پشت کې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يوځای کيږي. بي بي خديجه رضي الله عنها دقريشو يوه مشهوره ,هوښياره ,پاک لمنه او شتمنه ميرمن وه . دغه مبارکه بي بي په لومړي سرکي دزراره زوى ابوهاله ته واده شوي وه . له هغه نه يى دوه بچيان وو چې ديوه نوم يې هند اودبل داحارث وو.حارث هغه څوک وو چې دقريشوپه لاس په حرم کې په شهادت ورسول شو. هغه داسې چې کله په رسول الله صلى الله عليه وسلم گوزارونه کيدل نوموړى يى مخې ته ودريد. دخدای د دين د دښمنانو دتورو گوزارونه يې په خپل بدن واخستل او له آنحضرت صلى الله عليه وسلم نه يې دخپل ځان په بيه دفاع وکړه . چې دخپلې دغې قربانۍ له امله يې داسلام په لاره کې دلومړني شهيد تل پاتې وياړپه برخه شو. هندبيادفصاحت اوبلاغت په ډگرکې ښه نوم درلود . داحاديثوپه کتابونوکې درسول الله صلى الله عليه وسلم مبارکه څيره دهمده په روايت ترمونږ پورې رارسيدلې ده . دابوهاله له مړينې وروسته حضرت بي بي خديجة رضي الله عنها دعتيق بن عائذپه نکاح کې وه . له هغه نه يى يوازې يوه لور درلوده . دعتيق ترمړينې وروسته بيادغه پاکه بي بي دحضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم په نکاح کې راغله . دغې مبارکې بي بي له رسول الله صلى الله عيله وسلم سره پنځه ويشت کاله تيرکړل . له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه دبي بي مبارکي شپږ اولادونه وشول . دوه هلکان چې آن په کوچنيوالي کې وفات شول او څلورلوڼې چې نومونه يې دادي : فاطمه, زينب , رقيه, اُم کلثوم . ددغې مبارکې بي بي په ژوندکې دخدای جل جلاله نازولې پيغمبر له بل چاسره نکاح ونکړله . بي بي خديجه رضى الله عنها دبعثت په لسم کال وفات اوپه حجون نومې ځای کې خاوروته وسپارل شوه.

دا هم وگوري