حفصه بنت عمر بن خطاب

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حفصه بنت عمر بن خطاب
(اراگونېسي: حَفْصَة بِنْتْ عُمَرْ بْنْ اَلْخَطَّابْ اَلْعَدَوِيَّة اَلْقُرَشِيَّة د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
حفصه بنت عمر بن خطاب
حفصه بنت عمر بن خطاب

د شخص معلومات
پيدايښت ۰۶۰۴
مړینه اکتوبر 665 (60–61 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړه محمد (۳۱ ډيسمبر ۰۶۲۴–۸ جون ۰۶۳۲)  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار عمر بن خطاب  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروڼه او خوندې
عملي ژوند

حفصه بنت عمر بن خطاب چې د بي بي حفصې په نامه هم پېژندل کېږي د اسلام د دوهم خليفه حضرت عُمر بن خطاب لور او د اسلام د وروستي پيغمبر محمد بن عبدالله مېرمن وه . په لومړي سركې دحضرت خنيس بن خذافة رضى الله عنه په نكاح كې وه . خو هغه دبدرپه غزاكې شهيد شو او بي بي مباركه كونډه شوه . حضرت عُمر رضي الله عنه له حضرت عُثمان رضي الله عنه نه وغوښتل چې له هغې سره نكاح وكړي خو هغه ونه منله . حضرت عُمر رضي الله عنه خورا غمجن شو او رسول الله مبارك ته يې گيله وكړه . رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې لپاره چې هغه خوشاله ساتلې وي دځان له لورې يې ورته له بي بي حفصې رضى الله عنها سره دنكاح ست وكړ . هماغه وو چې له پاك رسول سره يې نكاح وشوه . بي بي حفصه رضي الله عنها په نبوي حرم كې يوازينۍ لوستې ميرمن وه او درسول الله په ژوندكې يې دځان لپاره پخپل لاس قرآنكريم ليكلى وو. دغه بي بي دحضرت اميرمعاويه رضي الله عنه دخلافت په پيركې د95 كلونو په عُمروفات شوه . دجنازې دلمانځه امامت يې دمدينې منورې دهغه وخت حاكم مروان بن حكم وكړ . دغې مباركې بي بي خپل ټول مال جايداد دخدای په لاره كې خيرات كړى وو .

دا هم وگوري