جويريه بنت الحارث

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حضرت جويريه رضي الله عنها دحارث بن ضرار لور وه ,حارث دبنو مصطلق دكورنۍ مشر وو ,حضرت جويريه لومړى دمسافع په نكاح كې وه ,هغه دبنو مصطلق يا مريسيع په غزا كې مړشو ,په نوموړې جگړه كې مسلمانانو ته ډيرى مرييان او مينځې په لاس ورغلل ,جويريه رضي الله عنها دثابت بن قيس په برخه شوه ,خو جويريي دنهو اوقيو سرو زرو په بدل كې دمكاتبت تړون وكړ ,هغه هم راضي شو ,جويريه رضي الله عنها درسول الله صلى الله عليه وسلم حضور ته راغله او دمرستې غوښتنه يې ورڅخه وكړه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې كه زه دابيه پرې كړم او تا په نكاح كړم نو ښه به نه وي ؟ جويريي داخبره خوښه كړه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغې اندازه سره زر وركړل او دايي ازاده بيا يې په نكاح كړه . دهمدې نكاح له بركته دجويريي رضي الله عنها دكورنۍ ټول غړي مرييونه او مينځي ازادي شوې ,ځكه چې صحابۀ كرامو وويل چې دا كورنۍ درسول الله صلى الله عليه وسلم خسرگنۍ شوه ځكه يې نو ټول ازاد كړل . حضرت جويريه رضي الله عنها دهجرت په پنځوسم كال د65 كلونو په عمر وفات او په جنة البقيع كي خاورو ته وسپارل شوه . انا لله وانا اليه رجعون .


دا هم وگوري