شق القمر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سپوږمۍ په سطحه د درز نښې له ورایه ښکاري

شق القمر یا "د سپوږمۍ په منځ بېلېدل" د رسول الله يوه معجزه وه. دا معجزه هغه وخت پېښه شوه کله چې د مکې مشرکینو رسول الله ته وويل چې موږ به تا هغه وخت نبي ومنو کله چې ته دا سپوږمۍ په منځ نيمه کړی، نو هماغه وخت رسول الله سپوږمۍ ته لاس ونيولو او سپوږمۍ په منځ دوه نيمه شوه. له علمي اړخه، ناسا ادارې د خپل یو ساینسپوه په ځواب کې په دې خبره تاکید کړی چې اوسنۍ سپوږمۍ د دوه بېلو بېلو جسمونو له ټکر او یو ځای کېدو څخه منځ ته راغلې، او دا خبره یې هم زیاته کړې چې په لومړي سر کې د سپوږمۍ د جوړښت او شکل نیونې خبره یواځې یوې نظریې پورې محدوده وه. دوي دا خبره هم نه ده روښانه کړې چې د سپوږمۍ دا بېلېدنه کله او څرنگه دا پېښه ترسره شوې. لکه څرنگه چې یې بیان کړې چې داسې کومه نښه نښانه نه لري چې د سپوږمۍ بېلېدنه د تېر وخت په کومه برخه کې ترسره شوې ده.[۱].[۲].

په قرآن کریم کې[سمول]

دا پېښه د قرآن په دوه ایتونو کې یاده شوې چې هغه د القمر سورت (چې د همدې معجزې په نامه نومول شوی) لومړي ایتونه او دویم: کينډۍ:آية2کينډۍ:آية2

(اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ وَإِن يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ)

په نبوي حديث کې[سمول]

اجتمع المشركون إلى رسول الله منهم الوليد بن المغيرة وأبو جهل بن هشام والعاص بن وائل والعاص بن هشام والأسود بن عبد يغوث والأسود بن المطلب وزمعة بن الأسود والنضر بن الحارث ونظراؤهم فقالوا للنبي إن كنت صادقا فشق لنا القمر فرقتين نصفا على أبي قبيس ونصفا على قعيقعان فقال لهم النبي إن فعلت تؤمنوا قالوا نعم وكانت ليلة بدر فسأل الله عز وجل أن يعطيه ما سألوا فأمسى القمر وقد سلب نصفا على أبي قبيس ونصفا على قعيقعان ورسول الله ينادي يا أبا سلمة بن عبد الأسد والأرقم بن الأرقم اشهدوا.[۳]


ژباړه: د مکې مشریکین چې په ډله کې یې ولید بن مغیره، ابوجهل بن هشام، العاص بن وایل، العاص بن هشام، اسود بن عبد یغوث، اسود بن مطلب، زمعه بن اسود، نضر بن حارث ... او نبي ته یې وویل: که چېرې ته رښتینی یې نو مونږ ته سپوږمۍ داسې په دوه ټوټو بېله کړه چې یوه ټوټه یې د ابي قبیس په غره او بله یې د قعیقعان په غره راوستل شي. نبي علیه السلام ورته وویل: که چېرې داسې وکړم نو تاسو به ایمان راوکړئ، ویې ویل هو. دا داسې شپه وه چې سپوږمۍ د څوارلسو شپو وه، نو نبي علیه السلام الله تعالی ته سوال وکړ چې هغه څه ور وبښي چې مشرکینو له ده څخه غوښتي دي، نو سپوږمۍ ته یې اشاره وکړه، نو نیمه یې د ابي قبیس په غره او نیمه نوره یې د قعیقعان په غره راکوزه شوه. په دې وخت کې نبي علیه السلام غږ کړ چې اې ابا سلمه بن عبد الاسد او ارقم بن ارقمه! گواهي ورکړئ.[۴]

ساینس[سمول]

تقریبا ۲۰۰ کاله پخوا علما دې پایلې ته ورسېدل چې د سپوږمۍ په سطحه درې داسې درزونه موندل شوي چې لومړی هغه یې د اور شیندونکي لاوا پایله ښکاري او دوه نورو په اړه یې څېړونکو څه ونه ویل بس دومره وایي چې د نامالومې وجې له امله شوي،.[۵] او د علمي اعجاز ځینې مسلمان څېړونکي په دې گروهه دي چې دا درزونه تردې دمه ځکه راپاتې شوي دي چې د نبي (ﷺ) د نبوت رښتینوالی تل تر تله همداسې پاتې شي، او ددې خبرې هم ښه ثبوت دی چې قرآن د الله تعالی له خوا رانازل شوی ځکه چې د ټېلېسکوپ له اختراع نه وړاندې په دې قرآن کې د شق القمر (سپوږمۍ درز کېدنې) په اړه مدلل ایاتونه راغلي دي. او د ناسا له خوا د سپوږمۍ د خاپونو انځورکښنه هم په دې دلالت کوي چې یو وخت نه یو وخت سپوږمۍ په منځ دوه نیمه شوې وه. په لسگونو انټرنیټي ویب سایټونو د قرآن علمي اعجاز په اړه د سپوږمۍ انشقاق مسئله راخېستې چې د ناسا انځورونه یې ښه ثبوت کېدای شي، مگر خپله د ناسا رسمي ویب سایټ بیا ددې مسئلې څخه ناخبري ښایي، او وایي چې داسې څه علمي ثبوت نشته چې سپوږمۍ دې په منځ نیمه شوې اوسي.[۶] لودیځ تاریخپوهان ددې معجزې له پېښېدو انکاري دي.[۷][۸] لکه څرنگه چې د فضا پوهنې علماء د انشقاق القمر پېښې د علمي دلیل په نه شتون تاکید کوي.[۹]

کينډۍ:شريط بوابات

سرچینې[سمول]

  1. کولای شئ دا ځواب په انگریزي ژبه د ناسا په رسمي ویب سایټ کې بیامومئ. د فضایي علومو په اړه د ناسا رسمي ویب سایټ Archived 2014-12-20 at the Wayback Machine.. همدارنگه یې د جون میاشت ۲۱مه د سپوږمۍ بېلېدنې په اړه د هېڅ ډول دلیل نه لرلو په اړه مرکه دلته ولولئ، 2010
  2. http://history.nasa.gov/ap11-35ann/apollo11_log/log.htm
  3. البداية والنهاية لابن كثير 3/117-إسناده قوي وله طرق.
  4. البداية والنهاية لابن كثير 3/117-إسناده قوي وله طرق
  5. کينډۍ:مرجع وب
  6. NASA Lunar Science - Evidence of the moon having been split in two

بهرنۍ تړنې[سمول]