صکوک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

صکوک یوه عربي کلمه ده چې مانا یې اسلامي بانډ دی چې د سود د بدیل په توګه وړاندې کیږي. یوه عملي مسله د اسلامي بانکدارۍ لپاره یوشان نړیوال اصول او مقررات دي. د اسلامي بانکدارۍ د مختلفو طریقو لپاره لکه مضاربت (متقابله ونډې)، ګروي او سکوک بانډ ، په مختلفو هیوادونو کې مختلف طریقې عملي کیږي چې د نړیوال اسلامي بانکداري د پراختیا خنډ دی. یو کویت مسلمان نشي کولی د مالیزیا صکوک بانډ واخلي ځکه چې د هېواد د یو عالم په وینا، د ګټو عنصر پکې ښکېل دی. همدا رنګه د اسلامي بانکدارۍ په موجوده طریقو او طرحو کې هم د شرعي کارپوهانو تر منځ اختلاف موجود دی چې له امله یې د نړیوالې اسلامي بانکدارۍ د یو شان اصولو او مقرراتو په جوړولو کې خنډ او د نړیوال اسلامي بانکدارۍ د ترویج په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.