ابن طفيل
اوږده ليکنه |
---|
ابن طفيل پوره نوم ابوبکر محمد بن عبدالملک بن محمد بن محمد الطفيل دى. دی خالص عربي ځوځات څخه ؤ، نو ځکه ورته د اسلامي اندلس فېلسوف وايي. ده په شمېرپوهنه، رنځپوهنه، فلسفه، او شېر ويلو کې ښۀ وړتيا ترلاسه کړه. د يو څه وخت لپاره د غرناتې له حاکم سره شخصي سلاکار په توگه کار وکړ، او بيا د امي يوسف ابي يعقوب بن عبدالمومن (د مهدوي کورنۍ دويم امير ؤ، چې په ۵۸۰هجري سپوږميز کال ومړ) وزير او رنځپوه په توگه دندې ترسره کړې. زېږېدنهد ابن طفيل پيداېښټ کال ۴۹۴هجري سپوږميز کال، چې له ۱۱۰۱ز سره سمو خوري ، د اش نومي سيمې کې زېږېدلې دى. آش له غرناتې څخه څه کم ۴۰ څلوېښت ميله د شمال ختيځ په لور پروت دى. فلسفي افکار او نظرياتد فارابي او نورو مخکينيو فلاسفه ؤ په فلسفي افکارو تنقيدابن طفيل د د خپلو هم عصره فلاسفه ؤ او پوهانو په اړه داې وايي: زموږ معاصرين کوم چې د له هغو متقدمينو څخه وروسته راغلي، هغوي خو يا مبالغه کوي، يا له اصلې موضوع څخه خبر نه دي. يا د هغوي اصلي حالات موږ ته مالوم نه دي. د ابي نصر الفارابي کوم کتابونه چې موږ ترلاسه کړي دي، ډېرې يې په منطقي مسائلو کې ليکل شوي دي. دده د فلسفې اړوند کتابونو کې زياتره شکوک او شبهات ليدل کېږي. ده د (مله الفاضله) کتاب کې دا په زبات رسولې چې له مرگ څخه وروسته به شريره نفسونه په ډېر تکليف کې تر يوې نه اټکل کېدونکې زمانې پورې پاتې وي.
د ابن سينا په فلسفې نيوکهدا هم وگورئسرچينې |