وېشنيزه:مسلمان فيلسوفان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مسلمانو فيلسوفانو څخه هغه فيلسوفان مقصد دي، چې د اسلامي فكر بنسټ يې ايښې، او د اسلامي فلسفې په روښانه كولو كې يې نه ستړي كېدونكې هلې ځلې كړي.

كه څه هم مسلمانانو سره د اسلام فلسفه له لومړي پېل څخه وه، خو د وخت په تېردو او د سلمانې واكمنۍ په پراخېدو سره دسې ملكونه د مسلمانانو ترولكې لانې راغلل، چې د لودېځي فلسفې |څخه اغيزمن ول، او له يونان سره يې شريكې پولې لرلې. نوكله چې مسلمانان د عباسي خلافت په پير كې اندلس (سپېن) ته ورسېدل. دارنګه په بغداد او دمشق كې د دربار ژباړونكيو د يونان فلسفه عربي ژبې ته راوژباړله، نو لوديځه فلسفه په غېر مستقيم ډول سهر د مسلمانانو لاس ته ورغله، خو كله چې په هسانيا كې د مسلماننو واكمني راغله نو پدې ځاى كې داسې مسلمان فلسفيان راوزېږېدل چې فلسفه يې مستقيما له يوناني پوهانو او كتابونو څخه ترلاسه كړه. مسملمانو فلسفيانو يواځې يوناني فلسفه خپله نكړه بلكه هغه يې له ځان سهر خوندي كړه، له ځآن څخه يې اسلامي افكار ورګړكړل. او هغه څه چې د شرعې او عقل خلاف ول، رد او د هغوي ځواب يې په دلائېلو سره وركړ. كه چېرې مسلمان فلسفيان نه واى، نو فلفسه به هم نه واى، ځكه دوي ول چې لوديزه فلسفه يې له ځانو سره خوندي كړه، او كه چېرې ددوي هاند او هڅې نه وى نو نن ورځ به نوې فلسفه چې د يوناني فلسفې ځاېناستې ده، پدې نړۍ نه وه. لرغونې فلسفه د هغو مسلمانو فلسفيانو مننونكې ده چې د خپلو زړونو په وينې وركونې يې لرغونې يوناني فلسفه ساتلې وه، او د نن ورځې فلسفه هم له هغو مسلمانو فلسفيانو څخه مننه كوي، چې په خورا زيار او كوښښ يې يوناني فلسفه اسانه او پوهېدو وړوګرځوله. د ځينو مسلمانو فلسفيانو سره سره داسې عيسوي ژباړونكي هم د يوناني فلسفې په رالېږدونه كې هم رول لوبولې، لكه نسطوري او يعقوبي عيسويان. دوي لومړې يوناني فلسفه او فن سرياني ژبې ته ژباړلي ول. او بيا چې كله مسلمانانو بري زيات شول او ددې عيسويانو ملكونه يې ونيول، نو دوي دا كتابونه له سرياني ژبې څڅه عربيژبې ته راوژباړل، چې ددې كار په بدل كې به ورته د ژباړل شوي كتاب په انډول سره او سپين زر وركول كېدل. نو د مسلمانو فلسفيانو اطلاق په هغو مسلمانوپوهانو باندې كېږي چې د يوناني فلسفې ژباړه يې وكړه، بيا يې د هغې ژباړل شوي كتاب شننه (شرحه) وكړه، او بيا يې پدې شننو كې د هغه اصيل كتاب ښه او بد اړخونه په پوره امانتدارۍ سره څېړلي او نقد يې پرې كړې، په يوناني فلسفه يې له خپل اړخ څخه اسلامي افكار ورزيات كړي، او د هغو ناروا او بېكاره افكار يې رد كړي چې د اسلام له افكارو سره په ټكر كې ول، او اړخ ورسره نه لګاوه


وېش:علما
 
وېش:مسلمانان
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
وېش:اسلامي علما
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
وېش:سني علما
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
وېش:د اسلام سني علما
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
وېش:سني امامان
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
وېش:شيعه علما
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
وېش:د اسلام شعيه علما
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
وېش:شعيه مقتديان
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
وېش:آيت الله ګان
 
 
 
 
وېش:مسلمان فیلسوفان
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
وېش:اسلامي علما
 
وېش:احاديث راټولونکي