ايران

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
تهران
35°40′N 51°25′E / 35.667°س 51.417°خ / 35.667; 51.417
حکومت اسلامي جمهوريت
د وگړو شمېر
 -   estimate 68,017,860 (18th)
GDP (PPP) 2005 اټکل
 -  ټولټال $560,348,000,000 (19th)
 -  Per capita $8,065 (77th)
HDI (2006) 0.736 (medium) (99th)
د وخت سيمه (UTC+3.30)
 -  اوړی (DST) not observed (UTC+3.30)
د انټرنټ مخکښ شپول .ir

ايران (پارسي: ايران, Īrān)، چې پخوا د پارس يا فارس، په نامه يادېده، د منځني ختيځ د سيمې يو هېواد دی چې په لوېديځه آسيا کې پروت دی. د ايران سهېلي سيمې د قفقاز برخه هم ده. د سهېل لوري ته، دا هېواد خپلې پولې د ارمنستان، آذربايجانناخشيوان په گډون) او ترکمنستان سره گډوي، پاکستان او افغانستان يې ختيځې خوا کې او ترکيه او عراق يې لوېديځ خوا کې پراته هېوادونه دي. د دې سره سره دا هېواد د فارس خليج سره پراته دولتونه کوېټ، سعودي عربستان، بحرين، قطر، او متحده عرب امارات سره هم خپلې پولې گډوي. د دې هېواد رسمي نوم دولت اسلامی ايران، او ددې هېواد د تابعيت لرونکي ته ايرانی يا ايرانې وايي. په ١٩٧٩ زېږيز کال کې د ايراني انقلاب نه وروسته، کله چې آيت الله خميني ايران، د روحانيونو په حکومت بدل کړ نو د هماغه وخت نه راپدېخوا شيعه اسلام ددغه هېواد رسمي مذهب دی.


نوم

تاريخ

آرنۍ ليکنه: د ايران تاريخ

اساسي تشکيلاتواو دندو ته کتنه

جمهور ريئس

دامقام د واک له مخی دويمه کړۍ ګڼل کيږی . جمهور ريئس د څلورو کالو لپاره د ټولټاکنو د لاری انتخاب او داساسی قانون سره سم يوتن يوازی دوی دوری پر دی چوکۍ باندی ټاکل کيدلای شی . دی داجرائيه قوی مشر او داساسی قانون تفسير هم دده دنده ده چی دکوم بل هيواد په هکله دجمهور ريئس په دندو کی ددغه کار صلاحيت زما تر سترګو شوې ندی او راته دحيرانتياوړ ښکاری . دايران اسلامی دولت جمهور ريئس په عمل کی د روحانيت لوړ واک دتمثل يو ځانګړۍ ارګان جوړوی . د اولسمشرۍ په ټولټاکنو کی کانديدان هغه وخت په سياليو د دريدلو حق تر لاسه کوی چی د ( شورای نګهبان ) لخوايی وړتيا تائيد شی او لدی نه پرته هيڅوک ځان کانديد کولای نشی .

حکومت

دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار ګمارل کيږی

پارلمان

دايران د پارلمان ( مجلس ) ټول غړې ٢٩٠ تنه دی او دخلګو لخوا دمستقيمو رايو ورکولو له مخی د څلورو کالو پاره ټاکل کيږی .پارلمان دتقنينی ارګان په توګه دقوانينو د وړانديز او تصويب دنده لری . ددی ارګان لخوا ټول تصويب شوی قوانين هغه وخت نافذ ګڼل کيږی چی دشورای نګهبان لخوا دتائيد وړ وګرځی . دپارلمان په ټاکنو کی دکانديدانو وړتيا هم بايد دشورای نګهبان لخوا تائيد او دستر روحانی مشر لخوا ومنل شی . پارلمان کولای شی خپل غړی او جمهور ريئس تر عدلې تعقيب لاندی راولې .


شورای خبره ګان ( دپوهانو جرګه )

ددی شورا له ډيرو سترو دندو څخه يوه هم دهيواد د ستر روحانی مشر ټاکل ٫ له دندی ليری کول او دهغه پراجراآو باندی څارنه ده . دپوهانو جرګه ٨٦ غړې لری چی دخلګو لخوا په مستقيمو ټاکنو کی د٨ کالو دپاره غوره کيږی . يوازی مذهبی روحانيون کولای شی دی شورا ته ځانونه کانديد او دشورای نګهبان له تائيد وروسته سياليو ته و دريږی . ددی شورا تر ټولو مهم غړۍ داګړۍ ښاغلۍ اکبر هاشمی رفسنجانی دی


شورای نګهبان ( دڅارنی جرګه )

داجرګه دهيواد ترټولو اغيزمن ارګان دی چی ټولټال ١٢ غړې لری . دغړو نيمه برخه ( ٦ تنه ) يی د دينی علومو پوهان دی چی دهيواد ستر روحانی مشر يی په ګوته کوی اوپاته ٦ تنه يی دحقوقو پوهان چی دقضا لخوا ټاکل کيږی . دشورا ټول غړی ديارلمان څخه دباور رايی اخيستنی وروسته وظيفوی واک پلاس راوړی او په کارپيل کی . دنومړې شورا دواک موده شپږ کاله او بنسټيزه دنده يی پر ټولوانتخاباتو باندی څارنه ده . داشورا همدارنګه هغه قوانين منظور او تفسيروی چی دپارلمان لخوا تصويب شوی وی .

دهيوادستر روحانی مشر

لکه څنګه چی ياده شوه دا شخص دپوهانو دجرګی لخوا په دنده ګمارل کيږی . دستر روحانی مشراصلی دندی د قضايی قوی د ريئس ټاکل ٫ دپوهانو دجرګی دنيمی برخی غړو نومول ٫ د وسلوالو ځواکونو دقوماندانانو ټاکل ٫ د دولتی راډيو او تلويزيون د ريئس ټاکل دی ٫ دامنيت شورا او دمنځګړيتوب شورا ګمارل دی . لدی نه پرته دجمعی دلمانځه امامت کول او ترټاکنو وروسته د جمهور ريئس دصلاحيت تائيدول هم ددغه روحانی مشر په دندو کی راځی . دايران دولت اوسنۍ ستر روحانی مشر ايت الله علی خامنه ای دی چی دژوندترپايه پر دغی دندی باندی ګمارل شوی

حکومت او سياست

دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی

جغرافيه

آرنۍ ليکنه: د ايران جغرافيه
Iran map.png

اقليم

ولايتونه

۱. تهران
۲. قم
۳. د مرکزی ولایت
۴. قزوین
۵. د گیلان ولایت
۶. د اردبیل ولایت
۷. د زنجان ولایت
۸. د ختیځي آذربایجان ولایت
۹. د لویدیځي آذربایجان ولایت
۱۰. کردستان
۱۱. همدان
۱۲. کرمانشاه
۱۳. د ایلام ولایت
۱۴. لرستان
۱۵. خوزستان
۱۶. چهارمحال و بختیاری
۱۷. کهگیلویه و بویراحمد
۱۸. د بوشهر ولایت
۱۹. د فارس ولایت
۲۰. هرمزگان
۲۱. سیستان و بلوچستان
۲۲. کرمان
۲۳. یزد
۲۴. اصفهان
۲۵. سمنان
۲۶. مازندران
۲۷. گلستان
۲۸. شمالي خراسان
۲۹. رضوي خراسان
۳۰. سهېلي خراسان
۳۱. البرز
Numbered map of provinces

اقتصاد

آرنۍ ليکنه: د ايران اقتصاد

توکميزې ډلې

لويې ژبې

مذهب

لوی ښارونه


سرچینې

  1. لیکوال: پوهنمل حاجی محمد نوزادی.