انسان

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
د انسانانو یوه ښځينه او نرينه جوړه

دانسان ويي د( ا، ن ،س ) له تورو څخه جوړه شوې ده او د ( ناس / انس ) وييونه هم پکې شامل دي. د آدم (ع) او نبیرې ته هم د انسان ويي راځي چې جمع یې اناسین او ناسي راغلې ده ، د ناسي کلمه اسم جنس ده د آدمي نسل او نبیره ترې مراد دی او د انس او انسان کلمې د لغت له مخې سره ګډې دي او د استعمال له مخې یوه له بلې جلا یادیږي. د (انسان ) کلمه له آره ( انس ) وه خو د ( الف او نون ) پر زیاتیدو او یوځای کیدو ترې انسان جوړ شو (انس) د الف په پیښ د اخیستلو او ښکاره کولو په مانا دی همدا راز ویل کیږي چې انسان له نیسان څخه اخیستل شوی دی په لغت کې د بشر ، آدمي ، د آدم نه پیدا او آدم زی په معنا دی او دغه مطلب چې انسان د نیسان نه اخیستل شوی دی کمزورې وینا ګڼل شوې ده د ( ظهور ) د مفهوم په نظر کې نیولو سره چې انسان په لفظ کې مراد دی باید انسان په خپلو خویونو ، رویې ، دین ، ایمان او دخپلې عقیدې په ښکاره کولو کې د (جن ) دکلمې پر ضد چې د پټوالي مانا لري ښکاره وي ، پټ نه شي خپل نظر ښکاره کړي .

انسان په موجوده مخلوقاتو کې یوبې ساري او بې جوړې مخلوق دی او داسې ځانګړنې لري چې په نورو مخلوقاتو کې یې څرک هم نه په سترګو کیږي د بیلګې په توګه د زده کړې او روزنې قابلیت لرل ، د بیان او مافي ضمیر د ښکاره کولو توان لرل ، ټولنیزې ځانګړتیاوې لرل ، د کومک او مرستې روحیه لرل ، په ارادې کې استقلالیت د برخلیک په ټاکنه او تصمیم نیولو کې اختیار لرل ، ښه شکل لرل او همداراز نورې فزیکي ځانګړتیاوې هم لري . د پورتنیو ځانګړنو سره سره په مادي ژوند کې هم د نورو موجوداتو په څیر اکسیجن ، خوراک، اوبو ، استوګنځای ، خوب ، آرامي او داسې نورو ته اړدی چې ددغو په نظر کې نیولو سره یې انسان داسې تعریف کړی دی: انسان د تي لرونکو ژویو له جنس څخه یو ژوندی موجود دی د پر مختللي عقل ، ولاړ قد د وینا او بیان د قوې په لرلو سره د نورو ژویو نه جلاکیږي ولې د انسان داسې واقعي تعریف چې د هغه هر اړخیزه مادي او معنوي ټول اړخونه را ونیسي او د انسان واقعي مفهوم ته انعکاس ورکړي ډیر ګران او له ستونزو ډک کار دی تر نن ورځې خو لا ناشوني ورته ویل شوی دی

















سرچینې