Jump to content

د پاسپورټ اعتبار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پاسپورټ اعتبار يوه ټاکل شوې موده ده چې يو پاسپورټ نورو هېوادونو ته د سفر لپاره وړ ګرځوي. د پاسپورټ موده د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د قانون سره هم اړه لري، د بېلګې په توګه؛ ځينې هېوادونه هغه پاسپورټونه د اعتبار وړ ګڼي چې د اعتبار مودې ۶ میاشتې یې پاتې وي، خو ځينې ښايي له دې کمه يا ډېره موده وټاکي.

په نړۍ کې د قانوني عمر ته رسېدونکو کسانو د پاسپورټ اعتبار

[سمول]
په ټوله نړۍ کې د لويانو د پاسپورټ اعتبار

د لويانو پاسپورټونه

[سمول]
د متحده ایالاتو د يوه لوی عمره کس پاسپورټ چې لس کلونه اعتبار لري.
د اندونیزیا د يوه لوی عمره کس پاسپورټ چې ۵ کلونه اعتبار لري.

د لويانو څخه موخه هغه کسان دي چې عمرونه يې له ۱۵ کلونو او په ځينو هېوادونو کې د هغوی د قوانينو پر بنسټ د ټاکل شوي مودې عمر ته رسېدلي وي. د نړۍ په ډېری هېوادونو کې لوی عمره يا قانوني عمر ته رسېدونکو کسانو ته د لس کلنې مودې پاسپورټ ورکول کېږي، ځکه چې په دې عمر کې انسان بدني وده نکوي او کوم ځانګړی بدلون پکې نه راځي.

که څه هم ډېری هېوادونه د لويانو لپاره يوازې لس کلن پاسپورټونه ټاکي، خو ځينې داسې هېوادونه شته چې هم ۵ کلن او هم ۱۰ کلن پاسپورټ ورکوي، همداراز ځينې ډېر کم هېوادونه شتون لري چې ۶ کلن پاسپورټونه ورکوي، لکه جرمني او ځینې نور هېوادونه.

خو د دې ټاکل شوې مودې سربېره ځينې محدوديتونه هم شتون لري، د بېلګې په توګه په تېرې شلمې پېړۍ کې د امريکا پاسپورټونو ۵ کلونه وخت درلود خو د صدور له نېټې درې کلونه وروسته دا پاسپورټونه له اعتباره لوېدل.

په اختیاري ډول د اعتبار موده

[سمول]

په ځينو هېوادونو کې اوسېدونکي کولای شي په خپله خوښه ۵ کلن يا ۱۰ کلن پاسپورټ ترلاسه کړي، خو ۱۰ کلن پاسپورټ له ۵ کلن څخه ګران يا قيمت دی. په افغانستان کې پخوا يوازې ۵ کلن پاسپورټونه اخيستل کېدل، خو د طالبانو په راتګ سره اوسېدونکي کولای شي ۱۰ کلن پاسپورټ هم واخلي، خو د ۵ کلن سره يې بيه توپير لري. د افغانستان ترڅنګ ځینې نور هېوادونه هم شته دي چې اوسېدونکو ته د خپلې خوښې پاسپورټ حق ورکوي، لکه: کاناډا، هنګري، جاپان، ميکزيکو (۱,۳,۶,۱۰)، روسيه، سويلي کوريا، تورکيه او بنګلدېش.

د تازه ځوانانو او ماشومانو پاسپورټونه

[سمول]

ډېری هېوادونه د ماشومانو يا هغو کسانو چې عمرونه يې ټاکل شوي مودې ته رسېدلي نه وي د ۵ کلونو مودې پاسپورټونه صادروي. د قانوني عمر موده په هر هېواد کې توپير لري. د بیلګې په توګه؛

په افغانستان کې له ۱۸ کلونو څخه لږ

په امريکا کې له ۱۶، جاپان کې له ۱۹ او جرمني کې آند له ۲۴ کلنو څخه کم عمره کسانو ته د ۵ کلونو پاسپورټ صادرېږي.

د وړو ماشومانو پاسپورټونه

[سمول]

دا چې واړه ماشومان د عمر په تېرېدو سره په چټکۍ سره ظاهري بدلونونه کوي نو د کمې مودې اعتبار لرونکي پاسپورټونه ورکول کېږي. د بېلګې په توګه په اتريش هېواد کې وړو ماشومانو ته دوه کلن او په کوريا هېواد کې يو کلن پاسپورټ ورکول کېږي.

د سفر اعتبار

[سمول]

ډیری هېوادونه هغو کسانو ته د خپل هېواد وېزې ورکوي چې د پاسپورټونه د اعتبار لږترلږه ۶ میاشتې يې پاتې وي.

هغه هېوادونه چې د سفر لپاره لږ تر لږه د شپږو میاشتو اعتبار لرونکو پاسپورټونو ته د وېزې ورکولو قانون لري په لاندې ډول دي:

افغانستان، الجزایر، بوتان، بوتسوانا ، برونای ، کمبوډیا ، کاناډا ، کوموروس ، کوټ دی آیور، اکوادور، مصر ، ایل سلواډور ، فیجي ، ګیانا ، ایران، عراق، کینیا ، لاوس ، ماداګاسکر ، مالیزیا ، مارشال ټاپو ، مکسیکو ، میانمار ، نمیبیا ، نیکاراګوا ، نایجیریا ، عمان ، پلاو ، پاپوا نیو ګینا ، لوسینټ ساونډا ،, ساموا, سعودي عربستان, سنګاپور, سلیمان ټاپو, سریلانکا, سورینام, تایوان, تنزانیا, تایلینډ, تیمور - لست, ټونگا, ترکیه, تووالو, یوګانډا, وانواتو, وینزویلا, ویتنام

هغه هېوادونه چې د ورتګ لپاره د ۴ مياشتې اعتبار لرونکو پاسپورټونو ته د وېزې ورکولو قانون لري، ميکرونيسټا او زيمبابوې دي.

هغه هېوادونه چې د ورتګ لپاره د پاسپورټ درې مياشتني اعتبار ته لومړيتوب ورکوي؛ د شینګین سیمې هیوادونه، جورجیا ، هانډوراس ، آیسلینډ ، اردن ، کویټ ، لبنان ، مالدووا ، ناورو ، پاناما ، متحده عربي امارات.

او هغه هېوادونه چې د ورتګ لپاره لږترلږه د پاسپورټ يوې مياشتې اعتبار ته لومړيتوب ورکوي؛ فلپین ، اریتریا ، هانګ کانګ ، مکاو ، نیوزیلینډ ، سویلي افریقا [۱]

د پاسپورټ اعتبار ترڅنګ ځینې هیوادونه په خپلو کې د ښو اړيکو درلودلو له امله له وېزې پرته د يوبل اوسېدونکو د سفر اجازه ورکوي خو د پاسپورټ اعتبار اړين دی.

د نړۍ هېوادونو د پاسپورټ اعتباري نېټه

[سمول]
  • افغانستان: ۵ او ۱۰
  • البانيا: ۱۰
  • الجزایر: ۱۰
  • اندورا: ۱۰
  • انګولا: ۵
  • باربودا: ۵ او ۱۰
  • ارجنټاين: ۱۰
  • ارمنستان: ۱۰
  • اتريش: ۱۰
  • اسټراليا: ۱۰
  • ازربايجان: ۱۰
  • بهاماس: ۱۰
  • بحرين: ۵
  • بنګلدېش: ۵ او ۱۰
  • باربادوس: ۱۰
  • بيلاروس: ۱۰
  • بیلجیم: ۵ او ۷
  • بېلايز: ۱۰
  • بينېن: ۱۰
  • بولېويا: ۶
  • هيرزيګوينا: ۱۰
  • بوتسوانا: ۱۰
  • برازيل: ۱۰
  • بلغاريا: ۱۰
  • بورکینا پاسو: ۵
  • برونډي: ۵
  • کابو ويرډي: ۵
  • کاموډيا: ۱۰
  • کاناډا: ۵ او ۱۰
  • د مرکزي اپريکا جمهوريت: ۵
  • چاد: ۵
  • چيلي: ۱۰
  • چين: ۱۰
  • کولومبیا: ۱۰
  • کوموروس: ۵
  • کانګو: ۵
  • کوسټاریکا: ۱۰
  • کوټي ډلوير: ۵
  • کروشيا: ۵ او ۱۰
  • کوبا: ۶
  • قبرس: (معلومات نشته)
  • د چيک جمهوريت: ۱۰
  • ډينمارک: ۱۰
  • دي بوټي: ۵
  • ډومنيکا: ۱۰
  • ايکوادور: ۱۰
  • مصر: ۷
  • سلوادور: ۵
  • عنه: ۵
  • ايريټريا: ۱۰
  • اېسټونيا: ۵
  • ايتوپيا: ۵
  • فېجي: ۱۰
  • فينلنډ: ۵
  • فرانسه: ۱۰
  • ګابون: ۵
  • جورجيا: ۱۰
  • جرمني: ۶ او ۱۰
  • غنه: ۵
  • يونان: ۱۰
  • ګرينادا: ۵
  • ګواتيمالا: ۵
  • ګويينا: ۵
  • ګويينا بېسوا: ۵
  • ګويانا: ۵
  • هېټي: ۵
  • هاندوراس: ۵
  • هنګري: ۵ او ۱۰
  • ايسلنډ: ۱۰
  • هندوستان: ۵ او ۱۰
  • اندونيزيا: ۱۰
  • ايران: ۵
  • عراق: ۴ او ۸
  • ايرلنډ: ۱۰
  • اسراييل: ۱۰
  • ايټاليا: ۱۰
  • جمايکا: ۵ او ۱۰
  • جاپان: ۵ او ۱۰
  • جوردن: ۵
  • کزاکستان: ۵
  • کېنيا: ۱۰
  • Kiribati: 10
  • Kosovo: 10
  • Kuwait: 5 or 10
  • Kyrgyzstan: 10
  • Laos: 10
  • Latvia: 10
  • Lebanon: 5 or 10
  • Lesotho: 10
  • Liberia: 5
  • Liechtenstein: 10
  • Lithuania: 10
  • Luxembourg: 5
  • Macedonia: 10
  • Madagascar: 10
  • Malawi: 10
  • Malaysia: 5
  • Maldives: 5
  • Maldives: 5
  • Mali: 5
  • Malta: 10
  • Marshall Islands: 5
  • Mauritania: 5
  • Mauritius: 10
  • Mexico: 3, 6, or 10 (adult)
  • Moldova: 10
  • Monaco: 5
  • Mongolia: 5
  • Montenegro: 10
  • Morocco: 5
  • Mozambique: 5
  • Myanmar: 5
  • Namibia: 10
  • Nauru: 10
  • Nepal: 10
  • Netherlands: 10
  • New Zealand: 5 or 10
  • Nicaragua: 5 or 10
  • Nigeria: 5
  • North Korea: 5
  • Norway: 10
  • Oman: 10
  • Pakistan: 5 or 10
  • Palestine: 5
  • Panama: 5
  • Papua New Guinea: 5
  • Paraguay: 5
  • Peru: 10
  • Philippines: 5 or 10
  • Poland: 10
  • Portugal: 5
  • Qatar: 5
  • Romania: 10[۲]
  • Russian Federation: 5 or 10
  • Rwanda: 5 or 10
  • Saint Kitts and Nevis: 10
  • Saint Lucia: 5
  • Saint Vincent and the Grenadines: 10
  • Samoa: 10
  • San Marino: 10
  • São Tomé and Príncipe: 5–10 years  
  • Saudi Arabia: 5 or 10 (lunar years)
  • Senegal: 5
  • Serbia: 10
  • Seychelles: 5
  • Sierra Leone: 5
  • Singapore: 10
  • Slovakia: 10
  • Slovenia: 10
  • Solomon Islands: 10
  • Somalia: 5
  • South Africa: 10
  • South Korea: 5 or 10
  • South Sudan: 5
  • Spain: 51 or 10
  • Sri Lanka: 10
  • Sudan: 10
  • Suriname: 10
  • Suriname: 5
  • Swaziland: 10
  • Sweden: 5
  • Switzerland: 10
  • Syria:2 or 4 depending on military service and age
  • Tajikistan: 10
  • Tanzania: 10
  • Thailand: 5 or 10
  • Timor-Leste: 10
  • Tonga: 10
  • Trinidad and Tobago: 5 or 10
  • Tunisia: 5
  • Turkey: 5 or 10
  • Turkmenistan: 10
  • Uganda: 10
  • Ukraine: 10
  • United Arab Emirates: 5
  • United Kingdom: 10
  • United States: 10
  • Uzbekistan: 10
  • Vanuatu: 10
  • Vatican: 10
  • Venezuela: 5 or 10
  • Vietnam: 10
  • Yemen: 6
  • Zambia: 10
  • Zimbabwe: 10

سرچينې

[سمول]
  1. Timatic
  2. https://stirileprotv.ro/stiri/actualitate/au-intrat-in-vigoare-noile-reglementari-pentru-valabilitatea-pasapoartelor.html. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)